BBC Pashto
مېرمن
- Title
- مېرمن
- Runtime
- 30:11
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- دا خپرونه له روزونکو، روغتیايي، اقتصادي او له معلوماتي مسایلو جوړه ده.
- Title
- نورستان کې دوه جسدونه رایستل شوي
- Runtime
- 0:42
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغانستان ختیځ نورستان مرکز پارون کې له سېلابونو راوتلو او د لټون له ۱۳ ورځو وروسته د شنبې په ورځ د دوو کسانو جسدونه رایستل شوي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وايي، دواړه رایستل شوي جسدونه د ښاروالۍ د کارکوونکو دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- افغانستان کې د بدني ښکلا خدمتونه؛ ''له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړی شوی''
- Runtime
- 4:23
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ د پنځوسو مرکزونو په يوه هر اړخيزه پلټنه کې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
په دغو مرکزونو کې له بوټوکس، د شونډو فېلر، لېزر، د پوزې جراحۍ او د مخ د کشولو (لېفټ) تر عملیاتو بېلابېل خدمات وړاندې کېږي.
دا یو مخ پر ودې بازار دی چې له کوچنیو کلینیکونو نیولې او بیا تر تخصصي روغتونونو پراخ شوی دی.
د ښځو د ښکلا سالونونو له تړل کېدو وروسته، د ښکلا ځینې خدمات په غیر رسمي ډول د خلکو په کورونو کې ترسره کېږي.
ځی...
- Title
- هنري شېبې: طرابلس کې د مالوف موسيقۍ فېسټيوال، دا څه ډول هنر دی؟
- Runtime
- 9:27
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د لیبیا پلازمېنې طرابلس کې د مالوف او موشحاتو ۱۳م نړیوال فستیوال د ۲۰۲۶ کال جولای پر ۲۴ مه پرانیستل شو. دغو مراسمو کې هنرمندانو، فرهنګي څېرو، دولتي چارواکو او د مالوف موسیقۍ مینه والو ګډون کړی و. د فېسټیوال تنظیموونکو ویلي موخه يې د لیبیا کلتوري میراث ساتنه، د مالوف موسیقۍ دودونه او نړیوالو ته د دغه هنر ورپېژندل دي. د موسیقۍ ترڅنګ، دغه فېسټیوال کې علمي او فرهنګي ناستې هم وې. مالوف د اندلسي موسیقۍ له پخوانیو دودونو سرچینه اخلي او د شمالي افریقا، په ځانګړي ډول لیبیا، تونس او الجزایر موسیقۍ یو مهم سبک بلل کېږي. دا هنر د لیبیا د ملي او فرهنګي بڼې یوه مهمه...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- حماس وايي وسلې ږدي، اسرائيلو لا څه نه دي ويلي، خو د ټرمپ سولې پلان به څنګه پلی کېږي؟ نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- له مياشتو خبرو وروسته حماس وايي پر هغه پلان يې هوکړه کړې، چې د ولسمشر ټرمپ سولې جرګې له لوري راوړاندې شوی، او غزې کې به په بشپړ ډول بې وسلې کېږي. حماس هغو اړخونو ته چې شک کوي، د ډاډ ورکولو هڅه کړې، او ژمنه يې کړې د وسلو، پوځي توليدځايونو او تونلونو نوملړ به سپاري. ټاکل شوې، وسلې يې د نوې فلسطينۍ ادارې تر کنټرول لاندې وساتل شي. دا وسلې به
اسرائيلو ته نه لېږدول کېږي. دا بهير په پړاويز ډول له غزې د اسرائيلو له وتلو سره تړلی، خو اسرائيلو په دې اړه لا څه نه دي ويلي..
پر خپلې ټولنيزې رسنۍ ټروت سوشل، يوې ليکنې کې ولسمشر ټرمپ ويلي. د سولې جرګه ګۍ يې يوې تاريخ...
- Title
- روغتيا: له سېلابونو وروسته کومې ناروغۍ خپرېږي او څنګه ځانونه ساتلی شو؟
- Runtime
- 10:28
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان او پښتونخوا دا تېره څه موده د سختو بارانونو، او ناڅاپي سېلابونو ليدونکي وو. وروستۍ بېلګه یې د نورستان ويجاړوونکي سېلابونه وو، چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې واړول. که څه هم موسمي یا د پشه کال بارانونه د کرنې، تر ځمکې لاندې اوبو ډېرېدو او د وچکالۍ اغېزو کمولو کې رول لري، خو له سېلابونو وروسته د بېلابېلو ساري ناروغیو خپرېدو خطر هم ډېرېږي. نو له سېلابونو وروسته کومې ناروغۍ خپرېږي، نښې، نښانې یې څه دي، او څنګه کولای شو خپل ځانونه او کورنۍ ترې خوندي وساتو؟ شبنم خان دوران د دې اوونۍ "روغتيا" خپرونې کې پر همدې خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCN...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د ودونو په اړه د طالبانو د حکومت سپارښتنې
- Runtime
- 2:18
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت د حج او اوقاف وزارت په جوماتونو کې د جمعې لمانځه د خطبې لپاره د کوژدې او ودونو په تړاو یو لړ سپارښتنې کړې دي چې ځینې عام دودیز رواجونه یې د د دوی په ټکو د شریعت خلاف ګڼلي.
شازیه حیا یې په پنځو ټکو کې وایي:
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- امريکا پر ايران هوايي ګوزارونه کړي، تهران يې ځواب کې امريکايي ځايونه په نښه کړي- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د امريکا پوځ وايي پر ايران يې بېګا شپه د درنو ګوزارونو يوه څپه بشپړه کړې ده. دوی وايي د ايران سپاه پاسدران لسګونه موخې يې ويشتلې دي، چې د پوځي قوماندې مرکزونه او د ډرون ځايونه يې هم په کې وو. د ايران دولتي رسنۍ وايي پر قشم ټاپو تازه ګوزارونو درې کسان وژلي، چې يو يې په کې وايي، دوه کلن ماشوم و، داسې حال کې چې د دغه هېواد جنوب او لوېديځ کې نور ځايونه هم لګېدلي دي. پرون ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې ټټر واهه، چې اردن کې د امريکا پر اډو او هورمز تنګي کې پر بېړيو له بريدنو وروسته به پر ايران کلک ګوزارونه کوي. نن بيا ايران منځني ختيځ کې پر امريکاييو موخو او د دغه هېواد پ...
- Title
- د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې څه روان دي؟ "لسګونه کسان وژل شوي"
- Runtime
- 2:43
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د اعتراضونو په ترڅ کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. ټاکنې یې روانې دي او سیاسي مقابله په تودېدوه ده، ستونزه او جنجال څه دی او هلته ولې وضعیت دې کچې ته ورسېد؟په دغه رپوټ کې کتنه ورته شوې:
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د ایران قشم ټاپو کې چاودنې
- Runtime
- 0:39
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) شپه کې د قشم ټاپو اسمان وروسته له هغه چې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې پر ایران یې بریدونه کړي، د یوې چاودنې له امله روښانه شو.
د ویډیو نېټه د قشم ټاپو د برید په اړه د رسمي او رسنیزو راپورونو له مخې تایید شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ ویلي چې په قشم کې چاودنې اورېدل شوې او یو استوګنیز ځای د توغندي له امله زیانمن شوی دی. تر جولای ۳۰مې مخکې د دې ویډیو کومه پخوانۍ نسخه نه ده موندل شوې.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په اېکس کې وروستي بریدونه "په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو د پرونیو ایراني بریدونو د...
- Title
- ټکنالوژي: د مېټا ميوز اېمېج انځور جوړونې وسيله څه ډول نوښت دی؟
- Runtime
- 10:32
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- مېټا د ميوز اېمېج په نامه د مصنوعي ځیرکتیا یوه نوې وسیله رامنځته کړې چې کولی شي د انسټګرام عامه حسابونو له خپرو شویو انځورونو الهام واخلي او نوي انځورونه جوړ کړي. د شرکت په وینا، د دې ټکنالوژۍ موخه د انځور جوړونې بهیر چټکول او د کاروونکو لپاره د نوښتګرو منځپانګو جوړولو لارې هوارول دي. خو د محرمیت او ډیجیټل حقونو فعالان پر دې پروژې نیوکې کوي. دوی وایي که د خلکو عامه انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا روزنې او انځور جوړونې لپاره وکارول شي، نو ښایي د کاروونکو د خوښې او شخصي حقونو په اړه جدي پوښتنې راپورته شي. د دوی په اند، ډېر نه پوهېږي چې د ټولنیزو شبکو پر عامه خ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- په خواجه بهاوالدین سیمه کې د ځمکې مالکیت پر سر شخړه
- Runtime
- 2:53
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت تخار د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د ۲۴۰۰ جریبه ځمکې په اړه د محکمې د وروستۍ پرېکړې د عملي کولو بهیر پیل شوی دی.
دا قضیه چې نږدې ۱۸ کاله د دوو لوریو ترمنځ روانه وه، له دوو ورځو راهیسې د ولایتي، عدلي، قضايي او امنیتي چارواکو له ګډ پلاوي سره د تطبیق پړاو ته داخله شوې ده.
محکمې تر دې وړاندې پرېکړه کړې وه چې دغه ځمکې به د حاصلاتو له راټولولو وروسته هغو کسانو ته وسپارل شي چې د مالکیت ادعا پرې لري.
د سیمې اوسني اوسېدونکي دا پرېکړه نه مني او د هغې پر شفافیت نیوکې کوي.
دوی وایي چې یوازې ه...
- Title
- د بې پولو ډاکټرانو ټولنې پاکستان هڅولی، افغان کډوال دې په زوره نه وباسي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- مېډسان سان فرانټيېر، يا د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي د پاکستان حکومت هڅوي دا خبره ډاډمنه کړي چې افغان کډوال په زوره خپل ټاټوبي ته نه ستنول کېږي. اېم اېس اېف، ويلي روغتياپالنې ته د کډوالو پر لاسرسي د ناقانونه بهرنيانو ستنولو پلان د اغېز په اړه په ژوره اندېښمن دي. کډوالو د بې پولو ډاکټرانو کاري ډلو ته ويلي، دوی د نیول کېدو او اېستل کېدو له وېرې روغتونونو ته له تلو ډډه کوي یا هم خپله درملنه ځنډوي. اېم، اېس، اېف زياتوي دا حالت د دې لامل شوی، چې د مخنیوي وړ روغتیایي ستونزې لکه د ماشومانو سخته خوارځواکي او د میندوارۍ زيانېدو پېښې خورا زیات شي. دا خپرونه اما...
- Title
- "دا مرغۍ مې د لوڼو غوندې دي"
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د هند د پنجاب ایالت په یوه کلي کې د هرپریت کور په نوم یوې ښځې په خپل کور کې ګڼو چڼچڼو یا چوغکو ته سلګونه لرګینې او خټینې ځالې جوړې کړې دي. هرپریت وايي چې دا وړې مرغۍ "د خپلو لوڼو" غوندې پرې ګرانې دي. دا ښځه لور نه لري خو وايي چې د دې مرغیو له امله یې کمی نه احساسوي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- په کابل کې هغه ماشومان چې سخت کارونه کوي
- Runtime
- 1:41
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په افغانستان کې داسې ډېر شمېر ماشومان دي چې د فقر له کبله کار کولو ته اړ کېږي او له زده کړو محرومېږي
په کابل کې ۱۴ کلن وسیم یو له هغو ماشومانو څخه دی چې د اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوی خپل ښوونځی پرېږدي او مستري خانه کې کار وکړي.
دغه راپور د بي بي سي خبریال اقبال شاهین جوړ کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- جاپان کې د زلزلې شېبه
- Runtime
- 0:45
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي چې هغه کسان وموندل شي چې د جاپان د کیوشو ټاپو په کوماموتو کې د Aeon Mall دننه بند پاتې دي. دغه سیمه د جولای په ۲۸مه د ۶.۸ درجې زلزلې ولړزوله. زلزله د برېښنا پرې کېدو، د سړکونو زیانمنېدو، د یوې کلا د دېوال د یوې برخې نړېدو او د یوه پلي پل د ویجاړېدو لامل هم شوې ده.
دې پېښې له ۱۵۰ زرو ډېر خلک اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه شي. له ۴۰ زرو د ډېرو کورنیو برېښنا پرې شوې او د کوماموتو ولایت د کاغذ جوړولو یوه فابریکه کې د دودکښ/دریڅې له نړېدو وروسته څو کسان لا هم ورک دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?...
- Title
- اقتصاد: د شاوخوا کړکېچونو له امله سپين بولدک کې د ګاډو پورزو بازار څه حال کې دی؟
- Runtime
- 12:13
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان ته هرکال د چیناييو، چاپانيو او نورو موټرو پورزې ورځي، او بیا بېلابېلو ولایتونو ته استول کېږي. د کندهار سپین بولدک د موټرو پورزو بازار د دغو وارداتي پورزو له مهمو مرکزونو دی، خو اوس له بېساري ځوړ سره مخامخ دی. سوداګر وایي، د پاکستان له لارې د ترانزیټي ستونزو او د ایران او منځني ختیځ جګړو له امله د وارداتو لړۍ ګډه وډه شوې، د لېږد لګښتونه څو برابره لوړ شوي او زرګونه کسان بېکاره شوي دي. نجما ځلا دا او نور خبرونه د دې اوونۍ "اقتصاد" ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: http...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د طالبانو حکومت رسنيو سره د خپلو وزارتونو فعاليت شريکولو هڅه پيل کړې، خو څنګه؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېر يو کال کې يې لسګونه زره قضيو ته رسېدنه کړې او نژدې يو ميليون مځکه يې له غصب يا نيواکه ګرځولې ده. دا خبره د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ويډيويي تماس له لارې کابل کې يوه خبري کنفرانس ته کوله، داسې حال کې چې حکومت يې رسنيو سره د خپل کلنيز فعاليت شريکولو لړۍ پيل کړې ده. د طالبانو وياند چې داسې ښکارېده له کندهاره غږېږده، خپل حکومت او نظام کې د سترې محکمې، حج او اوقاف، عدليې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، اطلاعات او کلتور او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت فعاليتونه رسنيو سره شريکول. ده ويل د امر بالمعر...
- Title
- یو غټ پایتون مار په سېلاب کې لامبو وهي
- Runtime
- 0:22
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د هند په ګجرات کې د پشهکال یا مونسون تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي او غټ پایتون مار هم پکې لیدل شوی دی. دې په ځايي خلکو کې وېره خپره کړې ده، ځکه چې دغه غټ مار زهرجن نه دی خو انسانان او ژوي روغ تېرولی شي. پایتون د هند او مالیزیا په ګډون په ځينو اسیايي او افریقايي هېوادنو او اسټرالیا کې موندل کېږي. په هند کې وروستیو سېلابونو ځينې سیمې لاندې کړې دي او لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://tw...
- Title
- لوبې: نوي لوبډلمشر او تازه جوړښت سره به افغان کرېکټ لوبډله څومره وځلېږي؟
- Runtime
- 13:57
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره د ۵ یو ورځینو لوبو لپاره انګلنډ ته رسېدلې او ټاکل شوې هلته له لومړنیو تمرینونو وروسته ایرلنډ ته لاړه شي. د افغانستان کرېکټبورډ دې سیالیو ته د نوي لوبډلمشر رحمت شاه په مشرۍ ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. یمین احمدزی له اوږدې مودې وروسته یو ورځنیو لوبو ته ستون شوی او الراونډر محمد نبي بیا دې لوبډله کې نشته. داسې ښکاري چې د ده پر رول به ننګیالی خروټی لوبېږي. دا لوبې د راتلونکې پنځوس اوریزه نړیوال جام لپاره افغانستان ته مهمې دي، خو د ایرلنډ وروستیو لوبو ته په کتو به افغان لوبډلې ته اسانه نه وي. ایرلنډ تېره میاشت په خ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- پښتونخوا او بلوچستان کې د مځکنيو ماينونو ګواښونه، ډېره مرګژوبله ملکيانو ته اړوي- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پاکستان دوو صوبو يا ایالتونو پښتونخوا او بلوچستان کې د مځکنيو ماينونو او چاودېدونکو پاتې شونو، چاودنو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون زرګونه خلکو ته مرګژوبله اوړي، او لا هم د ګڼو سيمو خلکو پر وړاندې ګواښ جوړوي. د دغو توکو چاودنې قربانيان د سترګو له ليد بې برخې کوي او يا يې د بدن غړي پرې کېږي، چې له امله يې د ټول ژوند پر معلوليت اخته کېږي. د ماينونو پاکولو تېر کال ارزونه وايي پاکستان کې سيمو کې مځکنيو ماينونو خپرېدا کچه لا ناروښانه ده، او د هېواد په کچه یې د ماينونو پاکولو کومه ملکي اداره نه شته، چې د ماينونو پاکولو په اړه بشپړ معلومات ورکړي. د ماينو...
- Title
- محمد اکرم: غوښتل مې له رحمن الله ګربز مې منډې ډېرې شي
- Runtime
- 7:20
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د شپږیزې سیالیو د افغانستان کرېکټ او مینهوالو ته داسې استعدادونه ورپېژندلي چې وروسته ملي او الف لوبډلو کې راڅرګند شوي او یا یې همدې لوبډلو ته د غوره کېدو غوښتنې کېږي.
د یوولسم پړاو شپږیزې سیالیو کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی محمد اکرم یو ځل بیا د هغو توپ وهونکو په کتار کې وو چې ډېرې منډې یې جوړې کړې.
دی تېر کال هم د شپږیزې سیالیو د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په ډله کې و.
له ندیم اشرف سره یې مرکه کې ویلي چې د مخکې تګ پر وړاندې یې سیالان سخت دي، خو وايي هڅه کوي چې ځان په ملي لوبډله کې د لوبېدو جوګه کړي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confi...
- Title
- د اسرائیلي مېشتېدونکو له بریدنو سره مخ فلسطینیان
- Runtime
- 1:33
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ نابلس ته نژدې په یوې خونړۍ نښتې کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلیان ووژل شول، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي مېشتېدونکو د بریدونو لړۍ روانه ده. دواړو لورو یو بل د تاوتریخوالي په پارولو تورن کړ. دې پېښې په لوېدیځه غاړه کې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی، چېرې چې د سختدریځو اسرائیلي مېشتېدونکو له لوري پر فلسطینیانو بریدونه زیات شوي او ویل کېږي چې د اسرائیل د اوسني حکومت د افراطي ښي اړخو عناصرو له خوا هڅول کېږي. د اسرائیل لومړي وزیر ویلي چې د وژل شویو کسانو په غبرګون کې به په لوېدیځه غاړه کې د نویو کرنیزو م...
- Title
- په فرانسه او اسپانیا کې ځنګلیز اورونه
- Runtime
- 0:42
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- اسپانیا او فرانسه د دوبي د سختې تودوخې په بهیر کې د ځنګلونو له لویو اور لګېدنو سره مبارزه کوي.
اور وژونکي د اسپانیا په وروستي تاریخ کې د ځنګلونو له تر ټولو سترې اور لګېدنې سره په مبارزه بوخت دي.
په فرانسه کې شاوخوا دوه لکه او شل زره کسان له سیمې ایستل شوي، په داسې حال کې چې اسپانیه کې تر ۷۵۰۰۰ ډېر خلک ایستل شوي دي او ۳۰ زره نورو ته ویل شوي چې په خپلو ځایونو کې پناه واخلي.
اورونه له مۍ میاشتې راهیسې د پرله پسې تودوخې څپو او د باران نشتوالي له امله د دوبي رخصتیو پر مهال رامنځ ته شوې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/...
- Title
- اسماعیل بقايي: ایران له امریکا سره "دمګړۍ هېڅ مذاکرات نه لري"
- Runtime
- 1:29
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دمګړۍ له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي روان او په دې اړه یې خبرونه "اوازې" وبللې. نور جزیات د نورګل شفق په رپوټ کې:
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د امریکا سیاټل کې ډزې
- Runtime
- 1:58
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د امریکا سیاټل د خوړو په مېله کې ډزې شوې چې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي، د مشکوکو کسانو په اړه لا معلومات نشته.
د راپور له مخې، پېښه کې یوه ۵۶ کلنه ښځه چې په ډېر خراب حالت کې روغتون ته لېږدول شوې ده، ټپي ده،یو دوه کلن ماشوم، یوه بله ۴۰ کلنه ښځه او یو ۲۳ کلن زلمی هم دي.
د سیټل پولیسو ویلي چې د دې ډزو په اړه پلټنې لا هم روانې دي، خو تر اوسه یې د مشکوک یا احتمالي مشکوکو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- مېرمن: په ودونو کې ډېر لګښت، د مېرمنو په ژوند څه اغېزې پریږدي؟
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- سیالي شریکي داسې څه چې په ودونو، کوژدو او داسې نورو مراسمو کې به مو له مېرمنو ډېر اورېدلي وي، او ځینې وخت همدا سیالي د لویو لګښتونو لامل کېږي، داسې چې وروسته له واده نه یوازې اقتصادې تاثیرات پریږدي، د یو شمېر مېرمنو ژوند هم ورسره اغېزمن کېږي. د مېرمن خپرونې کې ځلا سحر له مېرمنو سره په دې خبرې کړي چې څنګه دا لګښتونه راکمېدلی شي؟
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- هندۍ معترضه: "د بېوسه وګړې پرځای شهیده مړه ښه یم"
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ریهیا اهیر هغه عکس چې په ممبۍ کې د پولیسو د یوه موټر مخې ته ولاړه ده، د هند د ځوانانو د لاریونونو له مهمو انځورونو څخه یو شو. خو هغه څوک ده، او ولې یې داسې دریځ ونیو؟
په دې بيبيسي نیوز هند مرکه کې، ریهیا بیانوي چې د ممبۍ د پیوستون په یوه لاریون کې څه پېښ شول. په دغه لاریون کې ګډونوالو د کاکروچ جنتا ګوند (CJP) په ملاتړ غونډه کړې وه؛ دا یو د ځوانانو په مشرۍ حرکت دی چې لومړی آنلاین پیل شو او وروسته د هند په کچه خپور شو.
لاریونونه د رقابتي ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو او د ازموینو د بېنظمۍ د ادعاوو له امله پیل شول. ډېری لاریونوال له حکومته د لا ډېر ...
- Title
- د یو نهنګ زوروره حمله
- Runtime
- 0:56
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- ساینسپوهانو داسې حیرانوونکې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې وژونکي نهنګان له نورو کبانو سره ټکر کوي او هغوی ټوټې ټوټې کوي. دغه ویډیوګانې په ۲۰۲۵ کال کې د مکسیکو په اوبو کې ثبت شوې وې او د پنجشنبې پر ورځ د فرانټېیرز ایتولوژي په علمي مجله کې خپرې شوې.
په دواړو پېښو کې یوه نهنګ مړ کب نیولی وو، په داسې حال کې چې بل نهنګ خواته په ډېرې چټکۍ ورځي او ټکر کوي، چې له امله یې کب ټوټې ټوټې کېږي.
خو ځینې ساینسپوهان بیا باور لري چې نهنګان ښایي دا کار یوازې د خوړو د موندلو او یا د ساعتیرۍ او لوبې لپاره ترسره کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: htt...
- Title
- له افغان ټولواک محمد ظاهر شاه سره د بي بي سي وروستۍ مرکه: لومړۍ برخه
- Runtime
- 18:32
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
د جولای ۲۳ مه، د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د مړينې له نوولسم تلين سره برابره وه. دی د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمري پر لومړۍ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د کابل نادر خان غونډۍ کې خپلې پلرنۍ هديرې کې خاورو ته وسپارل شو.
د پاچا له مړينې دوه کاله مخکې د ۲۰۰۵ میلادي کال په اوړي کې د بيبيسي پخوانۍ خبريالې مينې بکتاش له هغه سره يوه ځانګړې مرکه کړې وه.
دا مرکه د افغانستان ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ظاهر شاه په استوګنځي کې شوې وه. د ولسمشرۍ اوسنۍ ماڼۍ د افغانستان د پاچاهۍ پر مهال د پاچا شاهي ماڼۍ او استوګنځی و. دا مرکه مخکې خپره شوې وه او د...
- Title
- قاچاقبره پېشو
- Runtime
- 0:20
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د روسیې په نېژني نووګوروډ ښار کې د یوه زندان چارواکو داسې پیشو نیولې چې بندخونې ته د نشهيي توکو د لېږد لپاره کارول کېده. د روسیې د زندانونو د کنترول مرکزي ادارې په وینا، د پیشو غاړې ته د ټوکرو دوه داسې بندونه اچول شوي وو چې پکې نشه یې توکي ځای پر ځای شوي وو.
چارواکو ویلي چې د پولیسو روزل شوي سپي هم تایید کړې چې په دغو ټوکرو کې نشهيي مواد وو.
له پیشو څخه د نشه یې توکو تر لرې کولو او د هغې د روغتیايي وضعیت ارزولو وروسته هغه بېرته خوشې شوې خو چارواکو د دې قاچاقي هڅې د عاملینو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscr...
- Title
- په هند کې سېلابونه
- Runtime
- 0:25
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- هند کې د سختو ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هند په لویدیځ ګوجرات ایالت واپي ښار د موټرو یوه پارکېنګ کې ولاړ ګڼ موټرونه اوبو ډوب کړي دي.
د سېلاب اوبو ګڼو دوکانونو او استوګنیزو کورونو ته هم زیانونه اړولي دي
دغو پرله پسې ورښتونو چاوراکي او د سیمې اوسیدونکي له جدي ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/b...
- Title
- د مصنوعی ځیرکتیا د اېجنټانو سایبري برید
- Runtime
- 1:46
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په یوه کم سارې پېښه کې د مصنوعي ځيرکتیا څو مامورینو یا کمپیوټري استازو د "اوپن اېای" شرکت له اجازې پرته په خپل سر د مصنوعي ځيرکتیا په یوه بل سیال شرکت سایبري حمله کړې ده.
دا اېجنټان په ځانګړي چاپېریال کې ساتل شوي وو چې انټرنیټ ته یې هم لاسرسی نه درلود، خو له امنیتي نیمګړتیاوو یې ګټه واخیستله، انټرنیټ ته یې لاسرسی پیدا کړ، دوه اېجنټان یې لاړل چې بل سیستم هک کړي خو مالک یې پرې خبر شو.
که په ساده ډول ووایو، لکه د یوه پلار چې څلور ډېر هوښیار زامن وي، په یوه خونه کې یې بند کړي وي او دنده یې ورته سپارلې وي چې له بې وزلۍ د خلاصېدو حل لاره پیدا کړي، خو چې پ...
- Title
- د بائسکل ځغلونې جامو له لانجې وروسته د ترکیې والي له دندې ګوښه شو
- Runtime
- 0:58
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ترکیې د اردهان شمال ختیځ ولایت والي، محمد فاتح سیسکلي، د بایسکل ځغلونې د ځانګړو تنګو جامو د اغوستلو پر سر له راپورته شوې لانجې وروسته له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
سیسکلي ، چې د بایسکل ځغلونې لېوال دی، د جولای په ۱۷مه له کوم رسمي وضاحت پرته له دندې لیرې کړای شو.
تر دې مخکې د اپوزیسیون جمهوري خلکو ګوند (سي ایچ پي) استازي، اینان اَکګون الپ، پر هغه نیوکه کړې وه چې نوموړي د دولتي مقام ''جديت او وقار'' تر پښو لاندې کړی دی.
سیسکلي د خپل لباس دفاع وکړه او وايي، چې دا د بائسکل ځغلونې عادي او معیاري جامې دي.
د هغه د بېرته پر دنده ګومارلو لپاره یوه عریضه ه...
- Title
- هنري شېبې: "زمزمه" کې زمزمې څه رانغښتې؟
- Runtime
- 10:48
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- "زمزمه" د زمزمې نيازۍ شعرونو تازه ټولګه ده، چې د پښتنو مېرمنو ادبي بهير له منځه په يوه ځانګړي سبک خپره شوې، او د افغانستان او پښتونخوا کتابپلورنځيو ته رسېدلې ده. زمزمه نيازۍ وايي شعري ټولګه کې يې هغه څه دي، چې د دې "د فکر او زړه خبرې" دي. دا وايي دغې شعري ټولګې کې يې هغه شعرونه راغونډ کړي چې وطن کې يې ويلي وو، او هم هغه چې "د مساپرې ژوند کې" يې پنځولي دي. سيد عبد الله نظامي د دې اوونۍ "هنري شېبې" کې له زمزمې نيازۍ سره د دې پر شعري ټولګې خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qs...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- افغان الاصله ټوکماره 'زر' وايي، د هیچا له قضاوته نه ډارېږي
- Runtime
- 3:41
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانه ټوکماره (زر) چې پر خواله رسنیو د (زر د سټار) په نامه پېژندل کېږي د افغانستان د ځوان نسل له هغو کسانو ده، چې د طنز له لارې یې دودیزې پولې نړولي، بحثونه یې راپارولي او د نړۍ په کچه یې په میلیونونه خلک هم خندولي او هم یې فکر کولو ته اړ ایستلي دي.
هغه په تاجکستان کې زېږېدلې او په پنځه کلنۍ کاناډا ته کډواله شوې ده. اوس په امریکا کې اوسېږي.
هغې په دې ځانګړې مرکه کې د بيبيسي خبریالې تورپیکۍ غرنۍ سره د خپل ژوند د هغو ورځو کیسه کړې چې کورنۍ یې په دې نوم چې (لور یې ټوکماره ده) شرمېده.
هغه همدا راز د خپل هنري سفر د پیل د ستونزو او ننګونو ...
- Title
- پر ايران د امريکا ګوزارونه، بدل کې يې تهران وايي د امريکا پوځي ځايونه يې ويشتلي- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- ایران وايي د امریکا يوې بلې شپې هوايي ګوزارونو غبرګون کې يې اردن او بحرین کې د امريکا پر پوځي ځايونو ډرون بریدونه کړي دي. د عراق کوردستان کې له اربيل هوايي ډګر سره نژدې چې امريکايي ځواکونه په کې دي، څو چاودنې اورېدل شوې دي. ولسمشر ټرمپ، سره سمندرګي کې د سعودي پر تېلو لېږدوونکو بېړيو له بريدونو وروسته، د ايران او يمن کې د دوی حوثيو ملګرو پر وړاندې د غچ اخيستو ګوتڅنډنه کړې ده. د تېلو بيې له مې راهيسې لومړی ځل د بېلر سر، سلو ډالرو ته ختلې، داسې حال کې چې د جګړې سختېدو په اړه اندېښنې لا په زياتېدو دي. تهران بيا سيمه کې د غليمانه کړو وړو له بيا راهيسې لومړی ځل...
- Title
- روغتيا: له زېږون وروسته ميندې له څه ډول حالته تېرېږي؟
- Runtime
- 10:47
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ميندورارۍ او حمل پر مهال او هم له زېږون وروسته د ښځو رواني حالت ترينګلی وي، چې د هورموني بدلونونو، فيزيکي فشارونو او د ژوند د نوي چاپېريال د بدلون له امله پېښېږي. خو که دا حالت پر وخت ونه پېژندل شي او يا يې مناسب کنټرول ونه شي، نو د مور او ماشوم روغتيا ته جدي زيانونه رسولی شي. د مور رواني ستونزې د هغې پر خوب، اشتيا، ورځنيو فعاليتونو او له ماشوم سره پر اړيکو منفي اغېز کوي. همدارنګه ماشوم هم د مور د پرله پسې اندېښنې او خپګان له امله له عاطفي او ذهني ستونزو سره مخ کېدی شي. له همدې امله د کورنۍ ملاتړ، د روغتيايي کارکوونکو مشوره او پر وخت درملنه د مور د رواني...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د شرابو دوکاندار باندې د پړانګ برید
- Runtime
- 0:45
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په دې ویډیو کې هغه شېبه وینئ چې د شرابو پر یوه هټیوال پړانګ برید کوي او هغه ځان ترې ژغوري. دا پېښه د هند په شمال لوېدیځ راجستان ایالت کې شوې. پړانګ تر ده مخکې د دوکان پاکوونکی هم داړلی و. وروسته دواړه له دوکانه په تېښته بریالي شول او د هټۍ چادر یې په پړانګ پسې وتاړه. پنځه ساعته وروسته چارواکو پړانګ ونیو او په ځنګل کې یې خوشی کړ.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- په نورستان کې د سېلاب ویجاړۍ؛ مخکې او وروسته
- Runtime
- 1:04
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د نورستان د پارون له زیانمنو سیمو څخه ویډیوګانې او د سپوږمکۍ انځورونه د سېلابونو له امله د رامنځته شوې پراخې ویجاړۍ او اوښتو زیانونو کچه په ډاګه کوي. د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، دغو سېلابونو د پارون ښار او د نورستان ولایت په نورو برخو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه اړولي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي نیوز پښتو وټساپ چینل
- Runtime
- 1:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- پر بيبيسي نیوز پښتو وټساپ چینل مهم خبرونه او په زړه پورې مطالب لوستلی شئ.
موږ د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې ستاسو لپاره راټولوو او د بيبيسي نیوز پښتو د وټساپ چینل له لارې یې له تاسو سره شریکوو.
دا په ځانګړي ډول د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه تازه راپورونه، په افغانستان کې د ښځو پر محدودیتونو، د افغان کډوالو پر وضعیت او دغه راز د فوټبال او کرېکټ وروستي خبرونه، مرکې او شننې رانغاړي.
د بيبيسي نیوز پښتو وټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029Vb7QbM3LCoX5XSrthR1i
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub...

