BBC Pashto
په خیبرپښتونخوا کې سېلابونه
- Title
- په خیبرپښتونخوا کې سېلابونه
- Runtime
- 1:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پاکستان پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د وروستیو باراني څپو او سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې لږترلږه ۴۳ کسان مړه او له ۱۷۷ ډېر نور ژوبل شوي دي.
دغو سېلابونو د میلیونونو کسانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د موسمي ورښتونو او سېلابونو په څېر طبیعي پېښې پکې هر کال درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.
د تېر کال اګست کې هم د خیبرښتونخوا څو ولسوالیو کې سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ژوبل کړي وو.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtub...
- Title
- له افغانستانه د ښځینه قاضیانو د وتلو کیسه
- Runtime
- 5:43
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
له "کابله تېښته" کتاب چې کارن بارتلېټ لیکلی او له افغانستان د ښځینه قاضیانو د وتلو کیسه بیانوي، په بریتانیا کې د جورج اوروېل معتبره ادبي جایزه وګټله. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره لسګونه افغان قاضیانې چې کلونه یې د عدالت ټینګښت او د قانون د حاکمیت لپاره کار کړی و، اړ شوې چې د خپل ځان ژغورلو لپاره افغانستان پرېږدي. "کارن بارتلېټ چې پخوا د بي بي سي خبریاله هم وه، په خپل نوي کتاب کې یې د دغو ښځو کیسې راټولې کړې دي. دا کتاب د له لاسه ورکولو، جلا وطنۍ، هیلې او ژوند د بیا پیل لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو روایت وړاندې کوي.
د بي ب...
- Title
- م م وايي د نورستان زيانمن شوي، پناځايونو او د ژوند بنسټيزو وسیلو ته اړتيا لري - بی بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې ملګري ملتونه وايي د دوی پيلنۍ ارزونې ښيي نورستان کې د جولای شلمې ناڅاپي سېلابونو ۲۲ کورونه ویجاړ کړي او ۴۵ نورو ته يې سخت زيانونه اړولي دي. دغه نړیوال سازمان ويلي، څلورو پلونو او د سړک شپږو برخو، د اوبو کانالونو او ويالو او هم د سېلابونو خوندیتابه دېوالونو ته پراخ زيانونه اوښتي دي، چې له امله يې وايي اغېزمنو شوو ولسونو ته د رسېدا چارې ګډوډۍ سره مخامخ کړې دي.د ملګرو ملتونو مرستونو همغږۍ ادارې ويلي سملاسي لومړيتوب يې د ژوند ژغورنه او هغو خلکو ته رسېدا ده، چې لا هم ښايي ورک او يا هم ښايي ژوبل وي. کابل کې د دغې ادارې يوې غړې ويلي، کله چې اوبه ...
- Title
- نورستان؛ په پارون کې د ژغورنې عملیات او هلته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده
- Runtime
- 0:58
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د نورستان په پارون کې د خونړي سېلاب د قربانیانو لټون او هلته د بشري مرستو رسولو لړۍ روانه ده. هند او ایران هغه لومړني هېوادونه دي چې د افغانستان د دې سیمې سېلابځپلو ته یې کمک رسولی دی. نور حال د نورګل شفق په رپوټ کې:
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ټکنالوژي: ژوره جعلکاري څنګه خلک ځوروي او څومره لوی سرخوږی دی؟
- Runtime
- 11:56
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- پر اننټرنېټ د ژورې جعلکارۍ په اړه اندېښنې په زياتېدو دي او دا چې څنګه یې په مرسته د خلکو عکسونه بدلېږي، او د دوی له اجازې پرته خپرېږي. يو وخت فوټوشاپ و، چې نوم يې ښايي پخواني يادونه در په زړه کړي. که مو په یاد وي پخوا به مو چې کله د یوه انځور بکګرونډ یا شا بدلوله یا به مو انځور ته د ښکلا لپاره رنګونه ورکول نو په ډسکټاپ یا لپ ټاپ کمپیوټر کې به مو په ځینو ځانګړو پروګرامونو کې جوړول. اوس د اې ای له غوړېدو سره دغه چاره ډېره اسانه او پرمختللي ده. خو له پرمختګ سره یې اندیښنې هم زياتې شوې دي. ځلا سحر دا او د ټکنالوژۍ ډېر خبرونه دې ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #B...
- Title
- 'د مارانو نجلۍ' د زهري مارچیچلو له امله د مړینو مخنیوي لپاره مبارزه کوي
- Runtime
- 1:45
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د نړۍ په ډېرو سیمو کې د مار لیدل خلک وېرولی شي او دا وېره ډېر وخت د خرافاتو، ناسمو باورونو له امله لا پسې زیاتېږي. خو ماران ډېری وخت ناسم درک کېږي. سره له دې چې ځینې خلک د مارپوهې (هرپیټولوژیسټ) تایو اوکیکیولا ته ''جادوګره'' وایي، نوموړې د ټولنیزو رسنیو له لارې د مارانو په اړه پوهاوی خپروي او په افریقا کې خلکو ته ښوونه کوي چې څنګه د زهري مارانو د چیچلو له امله د مړینو مخه ونیسي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twi...
- Title
- د نیوزلنډ په زړه کې "خیبر پاس" سړک
- Runtime
- 1:41
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د نیوزیلنډ په زړه کې د "خیبر پاس" په نامه یو واټ چې له افغانستان زرګونه کیلومتره لرې پروت دی
دا نوم څه د پاسه ۱۸۰ کال وړاندې غوره شوی، خو ولې؟ او څنګه په دغه هېواد کې څو نور واټونه د افغانستان د ښارونو او سیمو په نامه نومول شوي؟
د واټونو نومونه یوازې د یوې نښې په معنی نه بلکې د ښارونو د تاریخي حافظې یوه برخه جوړوي، او هر یوه کې یې د تېر وخت یو نکل نغښتی.
د بي بي سي محجوبه نوروزي د نیوزیلنډ اوکلند ته تللې او په دې اړه یې دا راپور چمتو کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.co...
- Title
- نورستان کې د سېلابونو زيانونه، ملګري ملتونه وايي له څلوېښتو ډېر کسان مړه شوي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- ملګري ملتونه وايي د افغانستان ختیځ نورستان سېلابونو کې د مړينو شمېر له څلوېښتو اوښتی دی. ويل کېږي له سلو ډېر کسان لا ورک دي، او ۸۰ کسان ژوبل شوي دي. د دغه سېلاب له امله پر ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. پر څو دولتي دوانیو او بنسټونو سربېره ځايي چارواکو ويلي، له ۳۰ ډېر کورونه او ۱۱ هوټلونه يا په بشپړه او يا هم يو څه ويجاړ شوي، او ۸۰ پلورنځي له منځه تللي دي. عينی شاهدانو ويلي د وژل شوو او هغوی ترمنځ چې زیان وراوښتی، سيلانيان هم دي، چې نورستان ته په سيلانۍ او چکر ورغلي وو. نورستان په خپل ښکلي غرني او ځنګليز طبيعت او هم پاکې هوا مشهور دی، چې ...
- Title
- نورستان کې سېلابونه
- Runtime
- 1:09
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د سېلاب ځپلو په مرسته بوخت دي.
ددغې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد چې نورستان ته تللی په یوه کلیپ کې وايي، د ۱۷ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو د موندلو لپاره چټک عملیات روان دي.
د طالبانو حکومت د چارشنبې په ورځ تازه وویل چې د نورستان سېلابونو کې د مړو شویو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی، خو وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د مړو شویو شمېر ۴۰ تنو ته ختلی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Fa...
- Title
- 'فکر مو کاوه زلزله ده، ناڅاپه سېلاب راورسېد'
- Runtime
- 1:03
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په نورستان کې د وړمې ورځې په خونړي سېلاب کې د بېدرکه شویو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات لا دوام لري.
د دغه ولایت د والي ویاند فریدون صمیم ملي تلویزون ته ویلي، د سېلاب له کبله ګڼ شمېر بېدرکه اعلان شوي کسان موندل شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
هغه او څو نور کسان د سېلاب پر مهال د سترګو لیدلي حال کیسه کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اقتصاد: د افغانستان بازارونو کې د تېلو او ګازو بيې څومره او ولې لوړې شوې؟
- Runtime
- 10:42
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغانستان بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې تېرو اونیو کې، پاموړ لوړې شوې، چې د خلکو، په ځانګړې توګه د موټر چلوونکو ترمنځ یې اندیښنې زياتې کړې دي. که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د یو لیتر پېټرولو بیه ۸۲ افغانۍ، د یو لیتر ډیزل بیه ۷۴ افغانۍ او د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۵ افغانۍ اعلان کړې، خو خلک وايي بیې عمل کې تر دې لوړې دي. چارواکي وايي له ایرانه د تېلو واردات له دې امله کم دي چې واردېدونکو تېلو او ګازو ته ټاکل شوي معیارونه تر ډېره نه پوره کوي. دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د روسیې د سونتوکو پر زېرمو ...
- Title
- د نورستان ناڅاپي سېلابونو کې له شلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور لا ورک دي - بي بي سي
- Runtime
- 11:26
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- نورستان کې د دوشنبې ورځې ناڅاپي سېلابونو کې د راپورونو له مخې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي، او شاوخوا سل کسان لا ورک دي. دغو سېلابونو د نورستان مرکز پارون ځپلی، داسې حال کې چې ژغورونکي تر خټو او ډبرو لاندې شوو خلکو ته رسېدو او ژغورنې کې ستونزو لاس او ګرېوان وو. نن پارون کې يو بلډوزر په کمه کچه د ځينو خټو او ډبرو لرې کولو لپاره کارول کېده، داسې حال کې چې سېلابي خټو څو دوکانونه لاندې کړي او ډبرې پر ودانيو ورغلې دي. د نورستان والي دفتر ويلي، د پارون ښاروال او حکومتي کارکوونکي هم د ورکو شوو ترمنځ وو، چې ويل کېږي د ښاروال مړی موندل شوی دی. د طالبانو حکومت دفاع وزا...
- Title
- د نورستان ناڅاپي سېلابونو کې له شلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور لا ورک دي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- نورستان کې د دوشنبې ورځې ناڅاپي سېلابونو کې د راپورونو له مخې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي، او شاوخوا سل کسان لا ورک دي. دغو سېلابونو د نورستان مرکز پارون ځپلی، داسې حال کې چې ژغورونکي تر خټو او ډبرو لاندې شوو خلکو ته رسېدو او ژغورنې کې ستونزو لاس او ګرېوان وو. نن پارون کې يو بلډوزر په کمه کچه د ځينو خټو او ډبرو لرې کولو لپاره کارول کېده، داسې حال کې چې سېلابي خټو څو دوکانونه لاندې کړي او ډبرې پر ودانيو ورغلې دي. د نورستان والي دفتر ويلي، د پارون ښاروال او حکومتي کارکوونکي هم د ورکو شوو ترمنځ وو، چې ويل کېږي د ښاروال مړی موندل شوی دی. د طالبانو حکومت دفاع وزا...
- Title
- له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
- Runtime
- 3:37
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پاکستان حکومت له لوري د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو د تګلارې له سختېدو سره، په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو عملیات هم چټک شوي دي. دا ګام یوازې هغه کسان نه دي اغېزمن کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، بلکې یو شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې د زده کړو، تخصص، ویزو د تمدید او یا د درېیم هېواد د کډوالۍ قانوني بهیر یې روان وو. د پاکستان حکومت دا ګام د امنیتي او اقتصادي دلایلو له مخې توجیه کوي، خو افغان کډوال او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه وايي چې روانې تګلارې د زرګونو افغانانو ژوند، زده کړې، کاروبار او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي.
...
- Title
- څنګه د سېلاب پر مهال ځان خوندي وساتو؟
- Runtime
- 1:42
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت وایي، په نورستان کې د سېلابونو له کبله تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې پر ورځ (د جولای ۲۰مه) د شړکنده باران پایله کې راوتلو سېلابونو پراخه مرګژوبله او ویجاړي اړولې ده.
دا شمېر د طالبانو حکومت کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې شریک کړی او ویل یې دي، چې د بدلون احتمال پکې شته دی.
ځینې سپارښتنې شته چې د سېلاب پرمهال د مرګ ژوبلې مخه نیول شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.fac...
- Title
- نورستان کې خونړی سېلاب؛ د تلفاتو زیاتېدو اندېښنه څرګندېږي
- Runtime
- 3:48
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې پر ورځ د شړکنده باران پایله کې راوتلو سېلابونو پراخه مرګژوبله او ویجاړي اړولې ده. د لومړنیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه د لږترلږه ۲۳ کسانو مړینه تایید شوې او ویل شوي چې تر سلو ډېر نور بېدرکه دي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ادارو مرستندویان او ځايي خلک د لټون په چارو بوخت دي، داسې اندېښنې څرګندېږي، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: htt...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- په پارون کې د سېلاب راوتلو شېبه
- Runtime
- 1:24
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د لومړنیو شمېرو له مخې نورستان کې د دوشنبې ورځې په خونړي سېلاب کې لږترلږه ۲۰ کسان مړه او تر سلو ډېر بېدرکه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي په بېدرکه کسانو کې د پارون ښاروال، ځینې نور دولتي کارکوونکي، هټیوال، عام خلک او نورستان ته په چکر یو شمېر ورغلي سیلانیان هم شامل دي.
تصویرونو کې ښکاري چې دغه ناڅاپي سېلاب په پارون کې د ښاروالۍ ودانۍ، مېلمستون، څو لوی او واړه هوټلونه، مارکېټونه، هټۍ او د استوګنې کورونه وړې دي.
پام مو وي، چې د دې ویډیو ځینې برخې خواشینوونکې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtub...
- Title
- لوبې: اسپانیا ارجنټین ته په ۱-۰ ماتې ورکولو د نړيوال جام اتله شوه
- Runtime
- 11:28
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- فوټبال نړیوال جام د د جولای پر ۱۹ مه د اسپانیا په اتلولۍ پای ته ورسېده. اسپانیا په پایلوبه کې ارجنټین ته ۱-۰ ماته ورکړه او خپل فوټبال تاريخ کې دویم ځل د نړیوال جام اتله شوه. اسپانیا په یوه داسې لوبه کې چې تر ډېره یې پر توپ ولکه وه، بیا یې هم د لوبې په پوره وخت کې ګول ونه شوی کړی او لوبه اضافي وخت ته وغځېده. د لوبې اضافي وخت کې د اسپانیا اتلولۍ لپاره د فېران ټورېس یوازینی ګول بس شو، ځکه لوبه یې کنټرول کړې وه. د لوبې اضافي وخت کې د ارجنټین لوبغاړي اینزو فرنانډېز ته سور کارت ورکړل شو او ارجنټین وروستیو کې له لسو لوبغاړو سره لوبېده. اسپانیا اوس د نړیوال جام او د...
- Title
- افغانستان کې د طالبانو حکومت ښځينه پوليسې څه ډول چاپېريال کې کار کوي، او څومره واک لري؟ بي بي سي
- Runtime
- 7:51
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمنۍ کې افغان ښځې پرله پسې ځپل شوې، له عامه ژوند لرې ساتل شوې، له دوولس کلنۍ بره یې پر زده کړو او هم يې ډېرو برخو کې پر کار او بوختيا بنديز دی.. خو ځینې داسې ښځې هم شته چې د پولیسو جامې يې اغوښتې او د طالبانو پوليس ځواک کې کار کوي. د شمېرو له مخې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت اډانه کې نژدې دوه زره ښځینه پولیسې پر دندو بوختې دي. بي بي سي د افغانستان شمال بلخ کې د ښځینه پولیسو یوې سختې دندې پر مهال د رپوټ چمتو کولو اجازه تر لاسه کړې ده. د پولیسو دا ښځينه ډله د محکمې یوه حکم پلي کولو لپاره ګومارل شوې ده. دا خپرونه امان الله عطا...
- Title
- افغانستان کې د طالبانو حکومت ښځينه پوليسې څه ډول کار کوي، او څومره واک لري؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمنۍ کې افغان ښځې پرله پسې ځپل شوې، له عامه ژوند لرې ساتل شوې، له دوولس کلنۍ بره یې پر زده کړو او هم يې ډېرو برخو کې پر کار او بوختيا بنديز دی.. خو ځینې داسې ښځې هم شته چې د پولیسو جامې يې اغوښتې او د طالبانو پوليس ځواک کې کار کوي. د شمېرو له مخې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت اډانه کې نژدې دوه زره ښځینه پولیسې پر دندو بوختې دي. بي بي سي د افغانستان شمال بلخ کې د ښځینه پولیسو یوې سختې دندې پر مهال د رپوټ چمتو کولو اجازه تر لاسه کړې ده. د پولیسو دا ښځينه ډله د محکمې یوه حکم پلي کولو لپاره ګومارل شوې ده. دا خپرونه امان الله عطا...
- Title
- د طالبانو په حکومت کې د پولیسو مشره
- Runtime
- 2:32
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه دوام لري خو ځینې داسې مېرمنې شته چې ورته اجازه ورکړل شوې چې د پولیسو دندې ترسره کړي.
د طالبانو حکومت وایي، شاوخوا دوه زره ښځینه پولیس په دندو دي. بي بي سي په بلخ ولایت کې ځانګړی لاسرسی موندلی او هلته یې د ښځینه پولیسو له مشرې سره خبرې کړې دي.
دغه راپور د بي بي سي خبریال یما بارز جوړ کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follo...
- Title
- د نړیوال جام له پایلوبې مخکې د 'ګېټو ماشومانو' وروستی تمرین
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د یوګانډا له کوڅو تر نړۍ تر ټولو لویې صحنې پورې، له یوه تر ټولو مشهور پاپ ستوري سره یوځای. د 'ګېټو کیډز' یا (ګېټو ماشومان' ډلې ته شکیرا بلنه ورکړې وه چې د نړیوال جام د پایلوبې په لومړي ځل ترسره کېدونکي نیمایي وخت ننداره کې د هغې د نڅا برخه شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د مادرید مینهوالو د نړیوال جام تاریخي بریا ولمانځله
- Runtime
- 0:49
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د اسپانیا مینهوالو کې وروسته له هغه خوښي ډېره شوه چې هېواد یې د فوټبال نړیوال جام دویمه تاریخي اتلولي خپله کړه. اسپانیا له اضافي وخت وروسته د تېر نړیوال اتل ارجنټاین ته ۱-۰ ماتې ورکړه. اسپانیا همدارنګه لومړنی هېواد شو چې په یوه وخت کې د نارینهوو او ښځینهوو د نړیوال جام اتلولي لري.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د اردن پر هوايي اډې د ایران د برید شېبه
- Runtime
- 0:14
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په دې ویډیو کې هغه شېبه وینئ چې د ایران په برید کې په اردن کې د امریکا هوايي اډه په نښه کېږي. د امریکا پوځ تېره شنبه (چنګاښ ۲۶/جولای ۱۸) وویل چې په اردن کې یې پر پوځي اډه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او یو بل تریتم دی. تر دې یوه ورځ وروسته د امریکا پوځ په عراق کې هم د ایران په یوه بل برید کې د خپل درېیم سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر ایران یې د نهم پړاو بریدونه د همدغو سرتېرو د وژل کېدو په غچ کې کړي دي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: h...
- Title
- د طالبانو له حکومته د افغان ښځینه زده کوونکو غوښتنه
- Runtime
- 2:06
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وایي، تعلیم د دوی بشري حق دی او باید دا حق دوی ته ورکړل شي.
په دغه هېواد کې تېره اوونۍ د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې خو د طالبانو د حکومت د بندیزونو د دوام له کبله دا ځل هم نجونې له دې ازموینې محرومې شوې.
د بي بي سي شبنم خان دوران له زده کړو محرومې کړل شوې یوې زده کوونکې سره خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Ins...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اسپانیا کې د فوټبال نړیوال جام د ګتلو خوښۍ
- Runtime
- 0:33
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د اسپانیا پلازمېنه مادرید او نورو ښارونو کې زرګونه کسان د فوټبال نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې د اتلولۍ نمانځلو لپاره واټونو ته راوتلي دي.
د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې په پایلوبه کې د ارجنټاین ته چې سږکال یې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، یو – صفر ماته ورکړه.
دا دویم ځل شو چې اسپانیا د فوټبال نړیوال جام ګټي. دغه هېواد لومړی نړیوال جام په ۲۰۱۰ کال کې ګټلی و.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: http...
- Title
- چین کې ځمکښویېدنه
- Runtime
- 0:32
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د موټر ډشکیم کامرې په یوه ویډیو کې هغه شېبه ثبت شوې چې د چین د چونګچینګ ښار په یوه سیمه کې د ځمکښویېدنې له امله کورونه او سوداګریزې ودانۍ ونړېدې.
د پېښې له امله یو شمېر کسان تر خاورو او ویجاړو شویو ودانیو لاندې بند پاتې شوي دي.
تر اوسه د دې ځمکښوویېدنې اصلي لامل نه دی څرګند شوی، او چارواکو دا هم نه دي تائید کړې چې په پېښه کې څوک وژل شوي دي که نه.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: htt...
- Title
- فیفا ولې له اتلې لوبډلې نړیوال جام بېرته اخلي؟
- Runtime
- 2:04
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د فیفا د نړیوال جام اصلي ټرافي چې نن یکشنبې به په نیو جرسي کې پورته شي، د لندن د ونډو بازار د شننې له مخې شاوخوا ۷۱۳ زره امریکايي ډالر ارزښت لري.
په دې جام کې ۴.۹۳ کیلوګرامه ۱۸ قیراطه سره زر کارول شوي او د نړۍ تر ټولو ارزښتناک ورزشي جام بلل کېږي.
د فوټبال د نړیوالو سیالیو له پایته رسېدو وروسته د اتلې لوبډلې لوبغاړي اصلي جام پورته کوي، خو ډېری خلک فکر کوي چې ګټونکې لوبډله دا جام د تل لپاره له ځان سره وړي.
واقعیت دا دی چې اتله لوبډله یوازې د اتلولۍ د مراسمو پر مهال اصلي جام پورته کوي. له مراسمو وروسته فیفا جام بېرته اخلي او د سویس د زوریخ ښار د فیفا...
- Title
- په لندن کې د یوه افغان زده کوونکي کیسه
- Runtime
- 3:24
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- یوازې دوه کاله وړاندې، ابراهیم جرار بریتانیا ته د پناه غوښتونکي په توګه ورسېد؛ داسې مهال چې له ناڅرګند راتلونکي او ګڼو ننګونو سره مخامخ و. خو نن له هلو ځلو او د لوړو زده کړو په تکل هغه وتوانېد چې د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو (LSE) په نړیوال پېژندل شوي پوهنتون کې د بشري حقونو او سیاستونو د ماسټرۍ محصل شي او د ۴۷ زره پونډو بورسیه یې هم ترلاسه کړې ده. د بي بي سي شبنم خان دوران له ابراهیم جرار سره خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https:/...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ارجنټاین به نړیوال جام خپل کړي؟
- Runtime
- 2:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د ارجنټاین ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ له هسپانیې سره مخامخه شي، چې د دویمې پرله پسې او په ټوله کې د نړیوال جام څلورمه اتلولي خپله کړي. مسي او ملګري یې په دې نړیوال جام کې په څو لوبو کې د ماتې او حذفېدو تر پولې رسېدلي وو، خو دغې لوبډلې تر وروستیو شېبو پورې مبارزه وکړه
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- مېرمن: د خامک پر وخت مېرمنې کومو ټکو ته باید پام وکړي؟
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په تاسې کې ښاېې د داسې مېرمنو شمېر کم نه وي چې خامک کوي یا یې تجربه لري. په کلیوالو سیمو کې بیا پیغلې نجونې د خپل جېز یا د واده لپاره کالیو کې خامک کوي، خو یو شمېر مېرمنې پر لپسې او پرته له دمې خامک کوي، یا د خامکو وخت کې ناسم یا کوپ کیني، داسې څه چې د ډاکټرانو په خبره د وخت په تېریدو سره ملا او سترګو د اغېزمنیدو ترڅنګ نورې روغتیايي ستونزې هم پیدا کوي. د مېرمن خپرونه کې ځلا سحر له مېرمنو سره په دې خبرې کړي چې څنګه د خامکو وخت کې خپلې روغتیا ته پام وکړو؟
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtub...
- Title
- هسپانیه به نړیوال جام وګټي؟
- Runtime
- 1:55
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- هسپانیه د کلکې دفاع او خلاق برید په مټ د نړیوال جام دویمې اتلولۍ ته سترګې په لار ده. د هسپانیې د فوټبال ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې له ارجنټاین سره مخامخه شي، چې له ۱۶ کلونو وروسته یو ځل بیا د نړیوال جام اتلولي د خپل هېواد په نوم کړي. هسپانیې خپله یوازینۍ نړیواله اتلولي په ۲۰۱۰ کال کې ترلاسه کړې وه او له هغه وخت راهیسې یې بیا دا ویاړ نه دی خپل کړی. خو اوس د دې هدف لپاره، د یکشنبې په ورځ د ارجنټاین او د لیونل میسي د ملګرو سختې سیالۍ ته سترګې په لاره دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBC...
- Title
- په افغانستان کې د یوې بېوزلې مور کیسه
- Runtime
- 2:17
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغانستان په یوه څنډه کې په نژدې ۳۸ درجې ګرمۍ کې یو سړی چې ږیره یې نیمه سپینه ده، د سړک غاړې د دېوال سیوري ته ناست دی. نوم یې نور محمد دی، تر پنځم ټولګي یې زدکړې کړې دي او اوس له یوه عریضه لیکونکي سره د شاګرد په توګه کار کوي. ثابت عاید نه لري. ځینې ورځې لس افغانۍ کار کوي او ځینې ورځې هېڅ کار ورته نه وي، تش لاس کور ته ځي. دی وایي، لس ماشومان لري چې شپږ پکې نجونې او پاتې څلور هلکان دي، په خبره یې ټول " قد او نیم قد" دي. د هغه مېرمن ملالۍ وايي ژوند یې په خورا سختۍ تېرېږي. ملالۍ وايي، کار یې نه دی زده او واړه اولادونه یې هم کار نشي کولی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakh...
- Title
- نایجېریا کې د ښځو لپاره د ټکسي ځانګړی خدمت
- Runtime
- 0:53
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د نایجېریا په شمالي سیمه کې یوې ښځینه همکارې ډلې د دودیزو "کېکې ناپې" یا درېټایره موټرو په کارولو د ښځو لپاره د ټرانسپورټ لومړنی ځانګړی خدمت پیل کړی.
"ماتا زلا" ـ چې په هوسا ژبه کې د "یوازې ښځو" معنا لري ـ په کانو ښار کې تر ۳۰۰ ښځو پورې د کاري فرصتونو د برابرولو زمینه برابروي او موخه یې دا ده چې ښځو ته د خوندي ترانسپورټ یو سیستم وړاندې کړي.
په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره ځانګړي ترانسپورټي خدمتونه په پراخه کچه د بحث موضوع دي، ځکه نیوکه کوونکي وايي چې دا ډول ماډلونه د جنسیتي نابرابریو اصلي ستونزې نه حل کوي او نه هم له ښځو سره د ناسم چلند مخه نیسي.
Su...
- Title
- خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
- Runtime
- 3:31
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اوونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړي وو.
پولیسو د بې اسناده اوسېدونکو پر ضد "پراخ عملیات" پیل کړي دي.
د ټولنې غړو او چارواکو ویلي، د شمالي ولایت چارواکو د حکومت د پراخ فشار د یوې برخې په توګه د کورونو نړول، د سړکونو پر غا...
- Title
- د فوټبال نړیوال جام: ارجنټاین د هسپانیې په وړاندې لوبېږي
- Runtime
- 2:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې چې د یکشنبې په ورځ ده، ارجنټاین د هسپانیې په وړاندې لوبېږي. ارجنټاین لوبډله به هڅه وکړي چې د دویم ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام خپل کړي. په تېرو لوبو کې څو ځله د ارجنټاین لوبدله داسې ښکاره کېده چې ماتې به خوري، خو میسي او لوبډله یې د لوبو تر پایه پورې ماتې و نه منلې او تر دې ځایه ورسیدل.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ایران وایي، د امریکا نويو بریدونو ملکي زیربناوې په نښه کړې دي
- Runtime
- 0:34
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په هرمزګان ولایت کې ایراني چارواکي وايي، د امریکا په تازه بریدونو کې اووه کسان وژل شوي دي.
د ایران د دولتي رسنیو او سیمهییزو چارواکو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې شپې بریدونو کې د هېواد په سویل ختیځ کې د ایرانشهر هوايي ډګر، د اورګاډي تمځای او د هرمزګان ولایت شپږ پلونه په نښه شوي دي.
امریکايي پوځ تر اوسه د خپلو هدفونو بشپړ لېست نه دی خپور کړی، خو وايي، د دغو بریدونو موخه د ''ایران د پوځي وړتیاوو لا ډېر کمزوري کول'' دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
L...
- Title
- هنري شېبې: يو ستړی په هنر او موسيقۍ څومره او څنګه دمه کولی شي؟
- Runtime
- 9:02
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د پښتونخوا بر دير کې يو مستري کرۍ ورځ د موټرو او ګاډو پر جوړولو بوخت وي، خو چې کله ستړی شي، نو د رباب غږولو ته مخه کړي، کله ناکله ورسره زمزمه وکړي، او دمه ورسره جوړه کړي. دی وايي له ماشتوبه يې رباب سره مينه وه، او وايي مينه وال يې موندلي، او دا چې هوډمن دی، دا موسيقي به ژوندۍ ساتي. سيد عبد الله نظامي د دې اوونۍ "هنري شېبې" خپرونه کې د ده پر کيسې سربېره نور هنري مطالب هم راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: ...
- Title
- افغانستان کې د تېلو او ګازو بيې څومره لوړې شوې، او څه اغېز يې کړی؟ بي بي سي
- Runtime
- 7:13
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې وروستیو اوونیو کې د ګازو او تېلو بیې پام وړ کچه لوړې شوې دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي د یو کیلو ګازو بیه شاخوا سل او د پېټرولو یوه لیتر بیه څلور اتیا افغانیو ته رسېدلې ده. د دغو بيو لوړېدو خبره داسې مهال کېږي، چې د ګازو او تېلو رسمي بیې ټیټې ټاکل شوې دي. په نړيواله کچه د اوومو تېلو بيې مهم رول لري، ځکه افغانستان خپل ډېر سونتکي له بهره ورواردوي. دغه هېواد د خپلې اړتیا وړ ډېر سونتوکي له ایران، ترکمنستان، ازربایجان او بلاروسه ورلېږدوي. د ايران او امريکا ترمنځ د ترينګتیا زیاتېدو له امله له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې په نړيوال...
- Title
- افغانستان کې د تېلو او ګازو بيې لوړې شوې، څومره اغېز يې کړی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- افغانستان کې وروستیو اوونیو کې د ګازو او تېلو بیې پام وړ کچه لوړې شوې دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي د یو کیلو ګازو بیه شاخوا سل او د پېټرولو یوه لیتر بیه څلور اتیا افغانیو ته رسېدلې ده. د دغو بيو لوړېدو خبره داسې مهال کېږي، چې د ګازو او تېلو رسمي بیې ټیټې ټاکل شوې دي. په نړيواله کچه د اوومو تېلو بيې مهم رول لري، ځکه افغانستان خپل ډېر سونتکي له بهره ورواردوي. دغه هېواد د خپلې اړتیا وړ ډېر سونتوکي له ایران، ترکمنستان، ازربایجان او بلاروسه ورلېږدوي. د ايران او امريکا ترمنځ د ترينګتیا زیاتېدو له امله له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې په نړيوال...
- Title
- امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي
- Runtime
- 0:41
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- ایران د پنجشنبې په ماښام، د امریکا د پوځ د اعلان له مخې، د پرلهپسې شپږمې شپې لپاره د بریدونو هدف وګرځېد. ایران هم وایي چې قطر، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پر مرکزونو او اډو بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې، رسنیو د ایران د سوېلي ښارونو په بېلابېلو برخو کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی او راپورونه وایي چې د بندر عباس ښار دوه نښلوونکي او مواصلاتي پلونه، د دغه ښار د رېل پټلۍ یوه څانګه او د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي: "تاسو به ډېر ډېر ژر د دې هڅو پایله ووینئ" او "موږ د ایران پر وړاندې ستره بریا ترلاسه ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- په اورلګېدنه کې 'ځوريدلې' کوترې ته اکسیجن ماسک ورکړل شو
- Runtime
- 0:47
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د امریکا کالیفورنیا ایالت د اکلنډ ښار د اوروژنې یوې ډلې له یوې کوترې سره د اکسیجن ماسک په کارولو کې مرسته کړې.
ویل شوي چې دغه کوتره د هغه موټر اورلګېدنې پر مهال، چې د مرستندویانو ډله د مړولو لپاره ورغلې وه، د لوګيو له منځه د الوت په حال کې لیدل شوې وه.
وروسته له هغه چې اوروژونکو اور مړ کړ، په داسې حال کې چې دوی خپل وسایل ټولول، دوی ولیدل چې کوتره ورو ورو د دوی لور ته روانه ده.
اوروژونکو بي بي سي ته وویل، دوی د ماشومانو لپاره د ځانګړی اکسیجن (O2) ماسک له لارې کوترې ته اکسیجن ورکړل.
د دوی په وینا، کوترې د څو دقیقو لپاره اکسیجن تنفس کړ او وروسته بې...
- Title
- روغتيا: ملاريا څه ډول ناروغي ده، او افغانستان يې څومره ګواښ سره مخامخ دی؟
- Runtime
- 9:30
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- ملاريا يوه ساري يا لېږدېدونکې او خطرناکه ناروغي ده چې د پلازموډيم په نامه پرازيت له امله پرې يو څوک اخته کېږي. دا ناروغي هغه وخت پرې له يوه انسانه بل ته لېږدول کېږي، چې اناوفيل نومې ښځينه مچۍ د اخته شوي انسان له چيچلو وروسته، بل انسان وچيچي. د ملاريا مهمو نښو نښانو کې لوړه تبه، يخنۍ او لړزه، د سر درد، ستړيا او کمزوري، د عضلاتو درد، زړه بدوالی او کانګې وي. که پر وخت يې درملنه ونه شي، ناروغ د وينې کموالي، د دماغي ګډوډۍ او ان مرګ سره مخامخېدی شي. افغانستان په ملاريا ناورغۍ اخته کېدو له مخې د سيمې له هغو هېوادونو دی چې لا هم د دې ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دی. ...

