BBC Pashto
په افغانستان کې د مېوو صادرات کم شوي دي
- Title
- په افغانستان کې د مېوو صادرات کم شوي دي
- Runtime
- 3:40
- Date posted
- 11 days ago
- Description
- د افغانستان په سویل کې بڼوال وايي، له پاکستان سره د پولې له تړل کېدو وروسته د انګورو بیې په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې او له همدې امله اړ شوي، له انګورو ممیز جوړ کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، د ځمکې له لارې د سوداګرۍ نه کېدل او یا هم د لارو په اوږدو کې شته ستونزو، د انګورو صادرات ډېر کم کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، سږکال تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰ ټنه انګور بهر ته صادر شوي، حال دا چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ورته وخت کې له کندهاره شاوخوا ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي وو. دوی هیله لري چې د سالنګ په ګډون د ځمکنیو لارو له بشپ...
- Title
- هنري شېبې: د هرات هنرمندانې د خپل هنري مسلک غوړولو کې څومره ستونزو سره مخامخې دي؟
- Runtime
- 11:14
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- هرات کې خطاطانې او میناتورانې وايي، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې خلک يې دوی هنري آثار ونه ویني او نه هم وپلورل شي. په افغانستان کې، پر ښځو او نجونو محدودیتونو یوازې د دوی زده کړې او کار نه دی اغېزمن کړی، ښځینه هنرمندانې هم په خپلو مسلکي فعالیتونو او نندارتونونو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي. هرات کې، هغه نجونې چې میناتوري او خطاطي زده کوي وايي دوی له داسې خنډونو سره مخ دي چې نارینه هنرمندانو پر وړاندې دومره نشته. بهرنیو نندارتونونو ته له سفر نیولې، په هېواد کې دننه هم خپل آثار نندارې ته نه وړاندې کولی. پاينده څرګند دا او د هنرو او ادب نور ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:10
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- "د طالبانو د حکومت مخالفان د راتلونکي په اړه ګډ لیدلوری لري"
- Runtime
- 1:22
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- په بریتانیا کې یوې فعالې مدني ادارې ویلي چې د طالبانو د حکومت ډېری هغه سیاسي او پوځي مخالفې ډلې چې له افغانستان دننه او بهر فعالیت کوي، د دغه هېواد د راتلونکي په اړه "۹۰ سلنه ګډ لیدلوری" لري.
دا موضوع د بریتانیا په کمبریج پوهنتون کې د "افغانستان په اړه د کمبریج ناستو" په نوم د پنځمې غونډې پر مهال مطرح شوې ده. دغه ناسته د "موزاییک نړیوال بنسټ" په نوښت جوړه شوې، چې پکې د طالبانو د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو استازي، د مدني ټولنې بنسټونه، د بشري حقونو فعالان او د پوهنتون استادان او څېړونکي راټول شوي، چې د افغانستان وضعیت او د دغه هېواد راتلونکی وڅېړي.
د د...
- Title
- افغانستان کې د خورما د بڼوالۍ وده
- Runtime
- 4:11
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- په افغانستان کې د خورما یا خجرو بڼوالي مخ پر ودې ده. افغانستان ته ډېره برخه خورما اوس له بهره په ځانګړي ډول له ایران او ځينو عربي هېوادونو ور وړل کېږي خو دغه هېواد کې کروندګر تمه لري ژر پر کور دننه د خورماوو اړتیا وړ تولید پوره کړي. دا مهال د افغانستان پنځو تودو ولایتونو کې د خورما بڼونه شته چې د کرنې چارواکو د مالوماتو له مخې تېر کال ترې ۱۶۶ ټنه خورما ټوله شوې ده. ننګرهار کې ځايي چارواکو بيبيسي ته ویلي، هلته د خورما بڼوالي په کلني ډول په پراخېدو ده.
صابر عزیز پرې دا راپور چمتو کړی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube...
- Title
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجې څنګه هوارېدی شي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې په اړه د يوې غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې کابل او اسلام آباد دې پر شخړې له راغونډ شوي دريځه تېر شي، د خبرو لاره دې خپله کړي، اقتصادي همکارۍ، سیمه ييز تماس جوړونې او خلکو سره د خلکو ښکېلتيا فعاليتونو ته دې مخه وکړي. دا غونډه چې پرون پېښور پوهنتون کې جوړه شوې وه، د پاکستان حکومت جګپوړي چاوراکو، کارپوهانو، پخوانيو وزيرانو، دولتي کسانو، د پوهنتونونو مشرانو او هم د سوداګرۍ او کاروبارونو ټولنې استازو په کې ګډون لاره. ګډونوالو ټینګار کاوه چی د پاکستان مرکزي حکومت تېر یو کال کې د کړکېچ حل لولو لپاره د یوې روښانه تګلارې ...
- Title
- کابل کې ږلۍ ورېدلې
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 12 days ago
- Description
- نن جمعه (سپتمبر څلورمه) د افغانستان پلازمېنه کابل او د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې تېز باران او ږلۍ شوې ده.
د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د چمتووالي ادارې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ږلئ او سېلابونو خبر تائید کړی، خو بيبيسي ته یې ویلي، لا تر اوسه یې د دې ورښتونو له امله د احتمالي ځاني او مالي زیان په اړه جزئیات نه دي تر لاسه کړي.
نور حال یې په دې ویډیو کې کتلی شئ.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- روغتيا: سترګې څنګه روغې ساتلی شو؟
- Runtime
- 11:38
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- د انسان د بدن هر غړی ځانګړی ارزښت لري، خو ځینې غړي داسې دي چې د روغتیا په اغېزمنېدو سره یې د انسان ژوند ورسره بدلېږي او ورځنۍ چارې يې له جدي ستونزو سره مخامخېږي. سترګې هم له همدغو مهمو غړو دي. سترګې راسره د ژوند چارو اسانتيا کې مرسته کوي او دا چې د نړۍ له ښکلاوو څنګه خوند واخلو. خو، ډېر کسان هغه مهال د سترګو روغتیا ته جدي پاملرنه کوي، چې له درد، د لید له کمښت او یا د سترګو له کومې ناروغۍ سره مخ شي. خو د سترګو روغتیا څه معنی؟ د سالمو او ناروغو سترګو نښې کومې دي؟ کوم عوامل د سترګو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي؟ کوم کسان د سترګو د ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي؟ او تر ...
- Title
- ولې هند ځانګړی " پیازاکسپرس" ریل ګاډی چلوي؟
- Runtime
- 0:49
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- هند حکومت د پیازو زیاتېدونکو بیو د کابو کولو لپاره د دغه مهم خوراکي توکي لوی بارونه د هېواد لویو ښارونو ته لېږدوي. په هند کې پیاز په پراخه کچه تولید او مصرفېږي، او د دې بیو بدلونونه پخوا هم مهمې سیاسي اغېزې لرلې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د غزې د کډوالو کمپ ماشومانو له نژدې درې کلونو وروسته بیا کارټوني فلمونه ولیدل
- Runtime
- 0:36
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- په غزه کې هغو ماشومانو چې له کلونو راهیسې یې سینما او فلمونو ته لاسرسی نه درلود، د غزې ښار په یوه ځانګړي فلمي ماښام کې د کارټوني فلمونو له نندارې خوند واخیست. د 'وړې وزرې' په نوم نوښت د بېځایه شویو ماشومانو لپاره په پناه ځایونو او کډوالو کمپونو کې د فلمونو نندارې تنظیموي، چې هغوی د جګړې، وېرې او ویجاړۍ له سختو شرایطو د لنډ وخت لپاره ذهني ارامتیا ومومي او د خوښۍ شېبې تجربه کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https...
- Title
- د پښتونخوا ورکو کډوالو کورنۍ وايي اروپا ته پر لار يې تللي زامن ليبيا کې بنديان دي-بي بي سي نړۍدا وخت
- Runtime
- 28:16
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- د يو شمېر هغو پاکستانيانو څرک او درک لا نه لګي، چې کورنۍ یې وايي له تېرو نهو مياشتو راهيسې له ناقانونه لارو اروپا ته د رسېدو په تکل وتلي دي. د راپورونو له مخې ۱۷ تنه چې د پېښور او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو دي او تېر کال پر ناقانونه لارو اروپا ته روان شوي وو، اوس مهال لیبیا کې بندیان دي. زرګونه پاکستاني کډوال اروپا ته د لېږدېدو په هڅه ليبيا د تېرېدو يوه مرکز په توکه کاروي. خو دا تېره فبرورۍ ملګرو ملتونو خپل يوه راپور ليبيا کې د د دغو کډوالو حالت بوږنوونکی بللی و، ويل يې، کډوال او پنا غوښتونکي يوه بې رحمه حالت او په سيسټماټيک ډول له بشري حقونو سرغړونو او ...
- Title
- په نیپال کې د سېلاب ځپلو لټون
- Runtime
- 1:29
- Date posted
- 13 days ago
- Description
- په نیپال کې یو شمېر پیلوټانو له بي بي سي د سېلاب ځپلو د لټون او ژغورنې کیسې کړې دي.
د نیپال په مرګونو سېلابونو کې څه باندې زر کسان مړه شوي او شاوخوا څلور زره نور ورک شوي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ټکنالوژي: د مېټا ۱۸ ميليارډ ډالرو جوړجاړی، پر دريځونو يې څومره ښايي بدلون راولي؟
- Runtime
- 10:16
- Date posted
- 14 days ago
- Description
- مېټا د هغو داوو هواري کې د ۱۸ ميليارډ ډالرو تاوان ورکړې پر يوه جوړجاړي هوکړه کړې، چې وايي د دغه شرکت فېسبوک او انسټګرام ماشومانو ته تاوان رسوي. دا پریکړه د امريکا ۲۹ ايالتونو له لوري د دغه هېواد ټکنالوژۍ لوی شرکت پر وړاندې د داوې پایله کې شوې ده. دغو ایالتونو پر دغه شرکت تور لګولی چې خپل ټولنيز دريځونه یې داسې جوړ کړي چې ماشومان پرې روږدي کېږي. مېټا هر ډول ناسم عمل ردوي، خو وايي د کم عمره کاروونکو لپاره به پر خپلو دريځونو ځینې محدودیتونه لګوي. ځلا سحر دا او ټکنالوژۍ نور خبرونه د دې اوونۍ ګڼې کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 14 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- لومړنۍ افغانې-امریکایۍ عایشه وهاب د امریکا د کانګرېس غړې په توګه لوړه وکړه
- Runtime
- 0:44
- Date posted
- 14 days ago
- Description
- لومړنۍ افغانې-امریکایۍ عایشه وهاب د امریکا د کانګرېس غړې په توګه لوړه وکړه. نوموړې د چهارشنبې پر ورځ د امریکا کانګرېس په ودانۍ کې د استازو جرګې مشر مایک جانسن په شتون کې رسماً لوړه وکړه. عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرېس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرېس ته لار مومي. دا ټاکنې د کانګرېس د ۱۴مې ټاکنيزې حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرنانډېز سره سیالي کوله. پر دې څوکۍ مخکې دېموکرات اېرک سوالوېل دنده ترسره کوله، چې د رون کال اپرېل کې یې د جنسي ځورونې...
- Title
- افغانستان ته د کډوالو ستنولو بهير، څومره سخت کړاو سره مخامخ دي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 14 days ago
- Description
- افغانستان ته د کډوالو ستنولو بهير داسې حال کې لا هم روان دی، چې ملګرو ملتونو نړۍ کې له پولو د تېرېدو تر ټولو لوی خوځښت بللی دی. تېرو دريو کلونو کې پاکستان او ايران له شپږو میلیونو ډېر افغانان بېرته خپل ټاټوبي ته شړلي دي. د دوی يې ګڼ شمېر لسيزې پاکستان او ایران کې وو، او ډېر يې ان لا همالته زېږېدلي وو. خو يو شمېر ۲۰۲۱ کال کې پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته ګاونډيو هېوادونو کې پنا اخيستو ته اړ شوي وو. ډېر يې اوس داسې حال کې چې د بې سنده کډوالو پر وړاندې د ځپلو بهير روان دی، په زوره خپل ټاټوبي ته ستنېدو ته اړ ايستل کېږي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
...
- Title
- د نړۍ د کوچیانو لوبې
- Runtime
- 0:33
- Date posted
- 14 days ago
- Description
- په قرغزستان کې د نړۍ د کوچیانو د لوبو پرانېستې مراسمو ته د نړۍ یو شمېر لوبغاړي او سیاسي مشران تلليدي.
د دغو سیالیو دا شپږم پړاو دی چې پکې به بېلابېلې سیالۍ کېږي او د نړۍ د کوچیانو دودیزې لوبې او کلتور نندارې ته وړاندې کېږي.
په دې سیالیو کې د نړۍ له هرې لویې وچې لوبغاړي برخه اخلي او دا د اسیا د کوچیانو د میراث او دودونو د ښکاره کولو یوه بهانه ده.
دا لوبې په قرغزستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) له سرمشریزې غونډې سره هممهاله ترسره کېږي.
دې غونډې ته د چین، روسیې، ایران او هند مشران او د لسګونو نورو هېوادونو استازي ورغلي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV...
- Title
- اقتصاد: د کندهار انګورو حاصلات غوړېدلي خو بازار يې سوړ دی، ولې؟
- Runtime
- 10:53
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- د کندهار انګورو بڼوال سږ کال د خپلې دې مېوې ښه حاصل خبره کوي، خو یو شمېر دغه بڼوال وايي د پاکستان سوداګریزو لارو تړل کېدو یې د حاصلاتو د پلور بازار او صادرات ډېر کم کړي دي. د کندهار سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېر کال د افغانستان له جنوبي ولایتونو ۴۴ زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو، چې ۴۳ زره ټنه یې پاکستان ته تللي وو؛ خو سږ کال تر دې دمه د صادراتو کچه یوازې ۲۵۶ ټنو ته رسېدلې ده. د صادراتو کموالي له امله بڼوال اړ شوي، د تازه انګورو ډېره برخه وچه کړي او په ممیزو يې واړوي، خو وایي د ممیزو بیې هم د تېر کال پرتله ټیټې شوې دي. نجما ځلا دا او د سود او سودا نور...
- Title
- کېږدۍ کې د زدکړې په هیله
- Runtime
- 1:39
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نا دولتي موسسو، 'ګلوبل ايجوکېشن فاونډېشن' او 'دوستي وېلفئر' ادارې په ګډه د بېوزلو هلکانو او نجونو لپاره ځايي ټولګي جوړ کړي دي. په خیبر کې د دې ځايي یا سیمه ییزو ټولګیو شمېر شاوخوا ۶۰۰ ته رسېږي، چې په ډېرو کې هلکان او نجونې تر شنه اسمان لاندې، کېږدیو او يا هم په يوه کوټه کې زدکړې کوي. د دغو ټولګیو ښوونکيو هم د بېوزلۍ، کلتوري محدوديتونو او نورو ستونزو له امله په ډېرې سختۍ زدکړې ترلاسه کړې دي.
په خیبر ضلع یا ولسوالۍ کې لا هم کلتوري محدوديتونه او امنيتي ستونزې د زدکړو پر وړاندې له اصلي خنډونو ګڼل کېږي، ځکه په دې ويډ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ولې طبیعت د لا ډېر ارام احساس راکوي؟
- Runtime
- 1:10
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- له اضطرابه د کمولو او د وینې د فشار تر ټیټولو پورې، په طبیعت کې وخت تېرول ګڼې روغتیايي ګټې لري. خو نوې څېړنې ښيي چې ښايي ټول خلک له طبیعته په یوه ډول اغېزمن نه شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- میلیونونه افغانان د طالبانو واکمنۍ کې هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي
- Runtime
- 1:28
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- هغه افغانان چې یا له هېواده بهر زېږېدلي او یا هم لسیزې له خپل هېواده لرې پاتې شوي، اوس له پاکستان او ایرانه اړ ایستل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل ژوند له سره پیل کړي.
د اګست تر میاشتې پورې، یو میلیون افغانان ایستل شوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د ایستل شویو افغانانو ټول شمېر شپږو میلیونو ته رسوي.
پاکستان او ایران دواړه وایي چې اوس د افغانانو د بېرته ستنېدو وخت رارسېدلی دی. دوی ځینې افغانان امنیتي ګواښ بولي او نور بیا اقتصادي بار ګڼي.
د بيبيسي مشرې نړیوالې خبریالې لېز دوسیت د تورخم کې او همدارنګه د افغانستان پلازمېنه کابل کې دا به...
- Title
- پاکستان ويلي ۱۶ زره افغانان به اوس لپاره افغانستان ته په زوره نه ستنوي، خو ولې؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 15 days ago
- Description
- د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې، يو اېن اېچ سي ار، د پاکستان دې ګام هرکلی کړی، چې ويلي يې دي، ۱۶ زره افغانان به اوس لپاره افغانستان ته له ستنولو بېل شي. پاکستان ويلي، دا ګام يې د بشري موخو له مخې پورته کړی دی. خو د بشري حقونو ډلې وايي دغه هېواد کې ډېر نور افغانان هم خطر کې دي، چې که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته په زوره واستول شي، جدي زيان سره مخامخېدی شي. تېرو دریو کلونو کې له ۶ میليونو ډېر افغانان له پاکستان او ایرانه ايستل شوي دي. ملګري ملتونه وايي د داسې کړنلارو جوړښت کې مرستې ته چمتو دي، چې له مخې یې خطر سره مخامخ افغانان داسې سندپاڼو ته د غوښتن...
- Title
- لوبې: افغان کرېکټ ليګ غوراوي پړاو، سيالۍ يې کله او چېرې کېږي؟
- Runtime
- 14:29
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو نوم لیکنه په څو بېلا بېلو کټګوریو کې پیل شوې ده. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د روان کال د ډیسمبر په ۲۷مه په اماراتو کې پیل شي. ټولې پنځه لوبډلې په کې دي چې تر اوسه يې د ۳ لوبډلو د خرڅلاو ریپوټونه ورکول شوي. دا سیالۍ له اوږده ځنډ وروسته کېږي. لومړی پړاو یې په ۲۰۱۸ کال کې شوی و چې د اداري نیمګړتیاوو له امله بیا ترسره نه شوې. خو اوس د کرېکټ مبصران ټینګار کوي دا لوبې باید داسې تنظیمې شي چې له تېر برخلیکه وژغورل شي. شبنم خان دوران دا او د سپورټ نور خبرونه د "لوبې" دې اوونۍ ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaW...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- هغه برقۍ چې په خپل کلي کې برېښنا بېرته فعالوي
- Runtime
- 1:19
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- جیوتي اهیر د هند د لوېدیځ مهاراشترا ایالت په بولډهانه کې د برېښنا د پرېکېدو پر مهال هغې ته په سملاسي غبرګون او د برېښنا پایو ته په ختلو - چې ډېری وخت په سختو او خطرناکو شرایطو کې وي- د کلیوالو باور ترلاسه کړی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو د وتلو ورځ
- Runtime
- 1:54
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- له افغانستانه د وروستیو امریکايي پوځیانو د وتلو پنځه کاله پورته شول.
د طالبانو حکومت دا "د یوه تور او خونړي اشغال" د پای او افغانانو لپاره د ویاړ ورځ ګڼي.
وروستي امریکايي پوځيان د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۰مې او ۳۱مې ترمنځ شپه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکو ته پورته شول او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه او شل کلن پوځي حضور پای ته ورسېد.
امریکا او نړیوالو متحدانو یې د دوه زره لومړی کال د اکتور پر ۷مه له دې کبله پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې رانسکور کړ، چې دوی د اسامه بن لادن او د القاعده شبکې د نو...
- Title
- ايران وروسته له هغه پر اردن توغندي ویشتلي، چې امریکا پرې پوځي ګوزارونه وکړل - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- ايران او امريکا يو پر بل ګوزارونه کړي دي. امريکاييو ځواکونو لومړی هورمز تنګي کې پر لارک ټاپو بريدونه کړي وو. دا د جولای له وروستيو راهيسې د امريکا لومړي روښانه ګوزارونه وو. ايران داوه کړې، دغو بريدونو کې دوه کسان وژل شوي دي. د ایران سپاه پاسدارانو ويلي، ځواب کې يې دوی اردن کې د امريکا پر پوځي موخو د بلسټيکو توغنديو بریدونه کړي دي. بل پلو د ايران دولتي رسنيو ويلي، د هېوادپوځ يې متحده عرب اماراتو کې يوه هوايي اډه په ډرونونو په نښه کړې ده. دا يې هم ويلي، پر يوې تېل لېږدونکې بېړۍ وروسته له هغه اور بل شو، چې هورمز تنګي کې پر دوو ماينونه ورغله. د امريکا پوځي چا...
- Title
- یوه ښوونکي ۹۰۰ زده کوونکي د نیپال له سېلابونو ژغورلي
- Runtime
- 1:33
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- راجېندرا داوادي د نیپال په نوواکوټ کې د یوه ښوونځي سرښوونکی دی. هغه د اګست ۲۶مه په دې سیمه کې د یوه لوی او خونړي سېلاب د راوتلو خبر له ترلاسه کولو سملاسي وروسته امر وکړ چې ټول شاوخوا ۹۰۰ زدکوونکي یو لوړ او خوندي ځای ته وایستل شي.
په څو دقیقو کې سېلاب د دوی ښوونځی او ورڅېرمه بازار هر څه لاهو کړل.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- له زېږون وروسته رواني اختلال څه دی؟
- Runtime
- 3:16
- Date posted
- 16 days ago
- Description
- د لیندزي کلنسي محاکمه، د امریکا په ماساچوست ایالت کې یوه تر ټولو جنجالي او د بحث وړ قضیه ګرځېدلې.
هغه تورنه ده چې خپل درې ماشومان یې وژلي دي.
د دې قضیې اصلي محور پر یوې بنسټیزې پوښتنې راڅرخي او هغه دا چې، ایا لیندزي کلنسي د دغو وژنو د ترسره کولو پر مهال په "له زېږون وروسته رواني اختلال" اخته وه؟
د لیندزي کلنسي مدافع وکیلان استدلال کوي، چې هغه د خپلو درېیو ماشومانو هر یو پنځه کلن، درې کلن او اته میاشتني د وژنې پر مهال له دغه ډول رواني حالت سره مخامخ وه، او له همدې امله باید له جزایي پلوه پړه ونه ګڼل شي.
خو پر وړاندې یې، څارنوالان بیا استدلال ک...
- Title
- سربي پولیسو د دوو افغانانو په ګډون پنځه بهرنیان له یرغمل ژغورلي
- Runtime
- 0:46
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- د سربیا پولیسو درې ترکي او دوه افغانان ژغورلي چې په بلګراد کې تښتول شوي وو او تښتوونکو ترې د ۳۰ زره یورو (۳۴,۷۰۰ ډالرو) تاوان غوښتنه کوله. د پولیسو په ویډیویي انځورونو کې هغه کور چې چاپه ورباندې وهل شوې، یو سپین وان موټر چې د بدن تړلو تسمې په کې وې او پنځه ژغورل شوي کسان ښودل شوي دي. په دې تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د شمالي قبرس ساحل کې د کښتۍ ډوبېدل
- Runtime
- 1:50
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او تر لسو زیات نور لا هم ورک دي، دا خبر ترکیې کړې ده.
د قبرس لومړي وزیر اونال اوستل وویل چې دغې مسافر وړونکې کښتۍ ۲۵۹ مسافر او د عملې اته تنه غړي لېږدول، چې د کیرینیا له ساحلي ښارګوټي له حرکت وروسته اوبو اخیستې وه.
اوستل پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې د کښتۍ کپتان او د عملې اووه تنه نور غړي د دې په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه نیول شوي چې "دا غمیزه څنګه رامنځته شوه".
د هغو مسافرو د موندلو لپاره چې برخلیک یې نه دی معلوم، د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او ...
- Title
- د ناسا پرمختللی ټېلېسکوپ
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- د امریکا فضایي څېړنو نړیوال مرکز ناسا وایي، یو نوی او ډېر پرمختللی ټېلېسکوپ یې جوړ کړی چې ټاکل شوې د اګسټ په دېرشمه فضا ته واستول شوي او په مرسته یې ډېرې نوې فضایي څېړنې وشي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ډېر اصول او قوانين ولې د ښځو په اړه دي؟
- Runtime
- 14:12
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
په افغانستان کې د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت وايي، خپلو محتسبیونو ته اجازه نه ورکوي چې له همغږۍ پرته روغتونونو او شخصي ځایونو ته ننوځي.
دا وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له ځینو ولایتونو شکایتونه را پورته شوي وو چې د امربالمعروف وزارت محتسیبین د خپل قانون د پلې کېدو لپاره په "زور شخصي ځایونو ته داخلېږي."
زموږ همکار حفیظ الله معروف د امر بالمعروف وزارت له ویاند سیف السلام خیبر سره د وزارت په کړنلارو مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ولې د دوی ډېر اصول او قوانین د ښځو په اړه دي؟
Subscribe for more videos: https://w...
- Title
- له کاناډا څخه اسپانیا ته د سپینو نهنګانو او ډولفینونو لېږدول
- Runtime
- 0:37
- Date posted
- 17 days ago
- Description
- دوه بلوګا (سپین نهنګان) او څلور ډولفینونونه د دې لپاره له کاناډا څخه اسپانیا ته لېږدول شوي، چې ویل کېږي هلته د یوازېتوب او مړینې له خطر سره مخ و.
دغه سمندري تيلرونکي په کاناډا کې د اوبو یوه پارک کې ساتل کېدل، خو تر یوه کال ډېر وخت کېده، چې دغه پارک تړل شوی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د نیپال سېلابونو کې مرګ ژوبله او ورکېدل
- Runtime
- 0:47
- Date posted
- 18 days ago
- Description
- د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۳۴ ته رسېدلی دی.
چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره (NDRRMA) زیاتوي چې د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره تر ۱۸,۷۰۰ زیات ژغورونکي ګمارل شوي دي.
په ورته وخت کې، د نیپال د بهرنیو چارو وزیر له بهرنیو هېوادونو مرسته غوښتې چې د سېلاب د قربانیانو د مړو د ساتلو لپاره یخچالونه ور چمتو کړي، چې کورنۍ وکولای شي خپل ورک شو...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 18 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- مېرمن: له زده کړو د محرومو نجونو ملاتړ څرنګه ممکن دی؟
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 18 days ago
- Description
- ارواپوهان وايي، کله چې تاسې خپلو هیلو ته د رسېدو په لاره کې له خنډونو سره مخ شئ، رواني فشار مو زیاتېدای شي. څېړنې ښيي په ژوند کې لوی په ځانګړي ډول منفي بدلونونه انسان په رواني ستونزو اخته کولای شي، له زدکړو د افغان نجونو راګرځول هم داسې بدلون ده چې دغه نجوني له رواني پلوه ځورولی شي. نو څنګه په داسې وخت کې کورنۍ د دغو نجونو لاس نیولی شي دوی سره څنګه مرسته کېدلی شي. ځلا سحر له مېرمنو سره په دې اړه خبرې کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.c...
- Title
- الجزاير کې ځنګلي اور تر کورونو رسېدلی
- Runtime
- 0:38
- Date posted
- 18 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
په الجزایر کې لګېدلی ځنګلي اور تر کورونو رسېدلی دی. د جميل په نامه د يوه کس له خوا ثبت شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې اور تر کوره خپرېږي. دغه کس بي بي سی عربي ته ويلي تر هغه وخته یې د اور د لمبو ويډيو ثبتوله چې د کور بالکونۍ ته نژدې شوې او وروسته یې ځان خوندي ځای ته ورساوه.
که څه هم الجزاير په اوړي کې په منظم ډول له ځنګلي اورونو سره مخامخ کېږي خو ساينسپوهان وايي چې د اقليم بدلون په دې هېواد کې د وروستيو ځنګلي اورونو شدت او سختوالی زيات کړی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_P...
- Title
- له موزیمه د لس نیم میلیون ډالرو په ارزښت د هنري اثارو د غلا شېبه
- Runtime
- 0:47
- Date posted
- 18 days ago
- Description
- د امنیتي کمرو په وسیله دغې ثبت شوې ډراماتیکه ویډیو کې ګورئ چې غله څنګه په ۳ دقیقو کې دننه دننه د ایټالیا له یوه موزیم څخه د لسم نیم میلیون ډالرو په ارزښت هنري اثار ځان سره وړي.
دا د ایټالیا په معاصر تاریخ کې د هنري اثارو د غلا تر ټولو لویه پېښه بلل شوې ده. پولیسو ویلي، درې غلا شوي انځورونه یې بېرته ترلاسه کړي،خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagra...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- په نیپال کې ۹۷ کلنه ښځه له سېلابه ژغورل شوې
- Runtime
- 1:10
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- ۹۷ کلنه ګونا مایا بوهارا، چې په نیپال کې د سېلابونو له خټو او ویجاړیو څخه ژغورل شوې، اوس په روغتون کې د درملنې لاندې ده او روغتیايي وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی. ډاکټران وايي، نوموړې د ژغورنې له عملیاتو وروسته بېرته رغېدونکې ده.
د مېرمن بوهارا د ورور لسمي د بي بي سي نیپالي څانګې ته ویلي چې هغه ''د یوې جنګیالۍ په څېر ښکاره کېده، لکه له جګړې څخه چې بریالۍ راګرځېدلې وي''.
د هغې هغه انځورونه چې د نیپال پولیسو لخوا د اېکسکېوېټر په بيلچه (شافل) کې لېږدول کېده، په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه خپاره شوي دي.
وروسته له هغه چې په دیویګهات سیمه کې سېلابونو او د...
- Title
- بدخشان کې څه روان دي؟ د بيبيسيځانګړی رپوټ
- Runtime
- 10:04
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت امنیتي وضعیت په بشپړ ډول کنټرول دی.
د بدخشان اوسېدونکي هم په ځینو سیمو کې د سختو امنیتي لارو چارو کیسې کوي.
دغه ولایت په دې وروستیو کې د یو لړ مرګونو بریدونو شاهد و او هلته د وسله وال مقاومت د فعالیت په اړه رپوټونه هم ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت وايي، د مقاومت په نامه وسلهوال د ډیورنډ کرښې بله غاړه کې دي او دا چې پاکستان یې ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ادعا رد کړې.
یما بارز تازه له بدخشانه راستون شوی، او دا ځانګړی رپوټ یې چمتو کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos:...
- Title
- افغانستان کې د طالبانو حکومت: پاکستان زموږ مخالفانو ته روزنیز مرکزونه برابر کړي
- Runtime
- 13:38
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- بدخشان کې د طالبانو حکومت امنیې قومندان وايي پاکستان د دوی مخالفانو ته روزنیز مرکزونه برابر کړي او له د ډېورنډ کرښې سره پرتو ولسوالیو د امنیت زيانمنولو هڅه کوي. عبد البصیر مظهري بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکې کې ومنله چې د دوی مخالفانو د بريدونو هڅې کړې خو په وینا یې ناکامه شوي دي. پاکستان د طالبانو حکومت مخالفو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي.
یما بارز له عبد البصیر مظهري سره د بدخشان د امنیتي حالت په تړاو خبرې کړې دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpas...
- Title
- طالبان وايي د بدخشان پر امنيتي وضعيت يې ولکه ټينګه ده، خو ننګونې څومره جدي دي؟ بی بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي بدخشان کې امنيتي حالت په بشپړ ډول د دوی ولکه کې دی. د دغه ولايت اوسېدونکي هم ځينو سيمو کې د کلکو امنيتي تدبيرونو کيسې کوي. د افغانستان دغه شمال-ختيځ دغه غرني ولايت کې دا تېره نژدې موده يو لړ مرګوني بريدونه وشول، او هلته د وسله وال مقاومت فعاليتونو په اړه تازه راپورونه هم ورکول کېږي. د طالبانو حکومت چارواکو ويلي د مقاومت په نامه وسله وال د کرښې بله غاړه دي، او داوه يې کړې، چې پاکستان د طالب ضد ځواکونو ملاتړ کوي. يوه داسې داوه چې پاکستان رد کړې ده. يما بارز له کامره وال عباس فرزامي سره دا اوس اوس بدخشان ته تللی و، او ځانګړ...
- Title
- پاکستان کې د ګوريلا په څېر جامو کې نڅا
- Runtime
- 0:57
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- #BBCPashto #bbcpashtotv
په پاکستاني ودونو کې د ګوریلا جامو کې نڅا اوس پر ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې ده. دا دود له ګاونډي هند څخه پاکستان ته رسېدلی، خلکو یې ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو کې لیدلې دي.
د مراسمو تنظیموونکي اوس له چین څخه د ګوریلا لویې جامې راوړي، دا یوازې په ودونو کې نه، بلکې د زوکړې ورځو او د پوهنتون په مراسمو کې هم په ځانګړې توګه د ځوانانو له خوا کارول کېږي.
د ګوریلا په څېر د جامو اغوستونکي د خلکو په منځ کې په ډېره انرژۍ نڅا کوي، ټوپونه وهي او خپلې سینې وهي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/cha...
- Title
- د توپان پر وړاندې درېدل
- Runtime
- 0:38
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- روانه اوونۍ د فرانسې د سویل لوېدیځ اوډ سیمې په پوماس کلي کې یوې کمساري بوړبوړکۍ درانه زیانونه واړول.
چارواکي وايي، دغه توپان لسګونه کسان ټپي او سلګونه کورونه زیانمن کړي دي.
په دې ویډیو کې ګورئ، چې یوه سړي د کور دروازه نیولې او هڅه کوي، خپله کورنۍ وساتي.
د فرانسې سویل له تالندې او برېښنا سره له دغه مله توپان ورمخکې، د دوبي یوه ډېره توده څپه تجربه کړه.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpash...
- Title
- د بي بي سي راپور څنګه د يوه نابينا افغان ژوند بدل کړ؟
- Runtime
- 3:00
- Date posted
- 19 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
بي بي سي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري.
هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه چې مونږ ورسره مرکه وکړه.
بلال په پاکستان کې و چې د کورنۍ په ګډون یې د استرالیا ویزې راغلې وې، خو له ویزو څو ورځې وروسته د پاکستاني حکومت له خوا په زور و ایستل شو او افغانستان کې بند پاتې شو.
که څه هم د بلال خان د ویزې موده لا نه وه پای ته رسېدلې، خو له هغې یو کال پرې اوښتی و او استرالیا ته د ننوتو موده یې پای ...

