BBC Pashto
لسیزې په کرونده کې بوخته حبیبه
- Title
- لسیزې په کرونده کې بوخته حبیبه
- Runtime
- 3:43
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د افغانستان ختیځ نورستان ولایت په یوه سیمه کې ښځینه بزګرانې د واورو پوښل شوو غرونو په منځ کې د خپلې ټولنې د بقا لپاره مهم رول لوبوي.
حبیبه، چې د کروندې د هرزه بوټو په پاکولو بوخته وه، ویاړي چې له څو لسیزو راهیسې په نورستان په ولایت کې په کرنه بوخته ده.
هغه وايي: "کله چې په مني کې له خپلو کروندو غنم، لوبیا، کچالو او جوار راټول کړو او کور ته یې راوړو، موږ خوشحاله کېږو."
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ۲۰۲۶ کال د ښځو د کرنې د نړیوال کال په توګه اعلان کړی، چې په ځانګړي ډول دې ته پام واړوي چې د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت کې د ښځو مهم رول تر ډېره ن...
- Title
- اورسټ کې ۳۰ کاله پروت 'شنه بوټان' لرونکی غر ختونکی
- Runtime
- 1:25
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- له ۳۰ کلونو راهیسې، د یوه مړي جسد چې د "شنو بوټانو" په نوم پېژندل کېږي، د اورسټ غره پر لمنه پروت دی. اوس هند هڅه کوي چې د هغه پاتې شوني بېرته راوباسي او کورنۍ ته یې د دې اوږدې غمیزې د پای او ډاډ احساس ورکړي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- پاکستان کې پر تېلو د محصول خلاف لاریونونه
- Runtime
- 1:13
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د پاکستان په کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او ګڼو نورو ښارونو کې زرګونو کسانو پر تېلو د محصول خلاف لاریونونه کړي.
دا سراسري لاریونونه د جماعت اسلامي ګوند په غوښتنه ترسره کېږي. د دغه ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان په لاهور کې راټولو شویو احتجاجکوونکو ته په وینا کې، د پاکستان په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې د پیټرولیم محصول زیاتی وباله او ویې ویل حکومت به اړ باسي چې له دې پرېکړې په شا شي.
د پټرولیم محصول د هر لیټر پر سر ثابت مالیه ده چې د فدرال حکومت لخوا د سونتوکو د وارداتو یا په کور دننه د پلور په وخت کې لګول کیږي.
دغه محصول د عمومي مالیاتو ب...
- Title
- هنري شېبې: د بېګ بن ساعت پاللو دود څنګه نسلونه ساتل کېږي؟
- Runtime
- 9:07
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- پتېيل شوې د نړۍ تر ټولو مشهور ساعت ته یو نوی ساتونکی وټاکل شي، چې د ساعت جوړونکو او رغوونکو راتلونکی نسل هم دا مهارت زده او پر کار يې پوه شي. د الیزابېت څلی، چې د بېګ بن کور دی، د بریتانیا تر ټولو پېژندل شوو تاریخي نښو ګڼل کېږي، او په سمه توګه د دغه ساعت کاري سيسټم روان ساتل د یوازې څو کسانو د کره او هېښ کار پایله ده. سيد عبد الله نظامي د "هنري شېبې" دې اوونۍ ګڼې کې پر دې سربېره نور مطالب هم راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbc...
- Title
- له افغانستان څخه د لسګونو ښځینه قاضیانو د ایستلو عملیات څنګه ترسره شول؟
- Runtime
- 14:02
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- بارونېس هلېنا کېنېډي، د بریتانیا د مشرانو جرګې غړې او د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع وکېلې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځینه قاضیانو د ژغورنې لپاره د یوې بېسارې نړیوالې هڅې مشري وکړه.
هغه د خیریه بنسټونو، سوداګرو او نړیوالو مشهورو څېرو په ملاتړ وتوانېده چې په زرګونه ډالر راټول کړي او ۵۰۸ ښځینه قاضیانې او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستانه خوندي وباسي.
دا هغه ښځې وې چې د ترهګرۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نورو درنو جرمونو ته د رسېدګۍ له امله هغه مهال تر جدي ګواښ لاندې شوې، چې طالبانو د بندیانو پر مخ د زن...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- چاودنې او جعلي وسلې: په چین کې د انقلابي سیاحت مخ پر ودې صنعت
- Runtime
- 0:55
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- په چین کې زرګونه سیلانیان، چې پوځي یونیفورمونه یې اغوستي او د کمونست ګوند بیرغونه یې په لاس کې نیولي وي، پیسې ورکوي چې د ۱۹۳۵ کال هغه مهمه جګړه بیا تجربه کړي چې د کمونستانو او ملتپالو ځواکونو ترمنځ شوې وه.
دغه ژوندۍ او عملي تجربه د زونیي په ښار کې وړاندې کېږي، چې د چین د کمونیستي انقلاب د مشرانو یو تاریخي مرکز و. دا پروګرام د حکومت لخوا د «سور سیاحت»د پراخې ودې یوه برخه ده، هغه صنعت چې هم د هېوادپالنې احساس پیاوړی کوي او هم د سیمو اقتصادي وده هڅوي.
خو منتقدان وایي چې په دغو تاریخي ځایونو کې د چین د تاریخ ځینې تیاره او جنجالي برخې له لیدون...
- Title
- د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبې ته ګڼ مينه وال راغلي
- Runtime
- 4:14
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- #BBCPashto #bbcpashtotv
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دویمې پنځوس اوریزې لوبې لیدو ته ګڼ شمېر نندارچیان ورغلي دي.
د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې له نورو هېوادونو یې د دې لوبې لیدو لپاره د ایرلنډ شمال ته سفرونه کړي دي.
همکار مو ندیم اشرف له څو نندارچیانو سره غږېدلی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- زدکوونکي له بریدګره د ټولګي تر څوکیو او میزونو لاندې پټ دي
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- په دې ویډيو کې هغه شېبه وینئ چې د تایلنډ د یوه ښوونځي زدکوونکي د بریدګر له وېرې د ټولګي تر څوکیو او میزونو لاندې پټ دي. چارواکي وايي چې یوه ۱۴ کلن مشکوک بریدګر هلته لږترلږه ۷ تنه وژلي او تر ۳۰ ډېر یې ژوبل کړي دي. دغه زلموټی د نهم ټولګي زدکوونکی ښودل شوی چې پولیس وايي، پر ښوونځي برید نه مخکې یې خپل نیا او نیکه هم په کور کې وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpash...
- Title
- د پاکستان، سعودي او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون: پر يوه ګوزار پر ټولو بريد دی - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- سعودي، پاکستان او ترکيې نن د مکې هوکړې په نامه د ګډې دفاع يو تړون لاسليک کړی دی. دا تړون نن مکې مکرمې کې د يوې سرمشريزې پر مهال لاسليک شوی، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان، ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان او د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په کې ګډون لاره. د سرمشريزې پای اعلاميې کې راغلي، د دغې هوکړې موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډ دفاعي سپر ځواکمنول او د دفاعي همکارۍ پرمختيا ده. تړون کې پر دې هوکړه شوې، چې د درې واړو پر هر يوه يې وسله وال بريد، پر ټولو بريد ګڼل کېږي. اعلاميې کې زیاته شوې، تړون د درې واړو هېوادونو ترمنځ تاريخي اړيکو او ګډو ستراټيژيکو ګټو ...
- Title
- جرمني کې یو افغان چې خلک یې په موټر وهلي وو، په عمري بند محکوم شو
- Runtime
- 0:55
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- جرمني کې محکمې یو افغان وګړی له دې کبله پر عمري بند محکوم کړ، چې تېر کال یې په لوی لاس خلک په موټر وهلي وو.
فرهاد نوري په مونیخ ښار کې خپل موټر د صنفي اتحادیې پر سوله ییزو لاریونوالو ور برابر کړی، یوه ښځه او د هغې ۲ کلنه لور یې وژلي او لسګونه کسان ټپیان کړي وو.
څارنوال وايي، داسې ښکاري چې هغه دا کار د توندلارې دینې انګیزې له مخې کړی، خو د کومې توندلارې ډلې یا سازمان غړیتوب نه لري.
دا او څو نورې پېښې د دې لامل شوې وې، چې امنیت او کډوالي د جرمني د تېرو ټولټاکنو مهم موضوعات وګرځي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confi...
- Title
- په تایلنډ کې "۱۴ کلن زدکوونکي د ځان او نیا او نیکه په ګډون اته تنه وژلي"
- Runtime
- 0:44
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- تایلنډي چارواکي وايي چې "د نهم ټولګي ۱۴ کلن زدکوونکي مشکوک بریدګر" پر ښوونځي برید نه مخکې خپل نیا او نیکه هم په کور کې وژلي دي. نور جزیات په دغه رپوټ کې:
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله؛ ایا شیعه ګان ناهیلي شوي دي؟
- Runtime
- 6:55
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو تېرېدو وروسته، ولې په افغانستان کې شیعه عالمان «د شیعهګانو پر زړه د خنجر» خبره کوي؟ د طالبانو تر واک لاندې د شیعهګانو وضعیت څنګه دی او غوښتنې یې څه دي؟
زموږ ځانګړی راپور، چې د دغو پوښتنو د ځواب موندلو هڅه کوي، په بي بي سي پښتو وېبپاڼه او یوټیوب کې ولولئ او وګورئ.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- روغتيا: د مور شيدې ماشوم لپاره څومره اړينې دي؟
- Runtime
- 11:58
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- روغتيا کارپوهان وايي که ماشومانو ته د زېږېدو له پيله د مور لومړۍ شيدې ورکړل شي، د بدن دفاعي سيسټم يې پياوړی کېږي، د ميکروبي ناروغيو پر وړاندې يې مقاومت ډېرېږي، او سمه او سالمه وده کوي. د مور لومړۍ شيدې چې کلوسټروم هم بلل کېږي، د ماشوم لپاره خورا مهم غذايي مواد او انټي باډۍ لري. همدارنګه دا شيدې د هاضمې سيستم پياوړی کوي او د کولمو د ناروغيو خطر کموي. کارپوهان سپارښتنه کوي چې نوي زېږېدلي ماشومان بايد د ژوند په لومړي ساعت کې د مور شيدې پيل کړي، ځکه دا کار د هغوی د روغتيا، ذهني ودې او راتلونکي ژوند لپاره ګټور تمامېږي. د مور شيدې نه يوازې ماشوم خوندي ساتي، د...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- شبنم مبارز: د فوټبال، مبارزې او بریا کیسه
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د «زړه خواله» په دې خپرونه کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډل مشره، شبنم مبارز رابلل شوې. هغه د خپلو، بریاوو او ننګونو په اړه د نجیبې لېمې سره زړه خواله کوي.
دا خپرونه د دې پوښتنې ځواب هم لټوي چې په یوه دودیزه ټولنه کې یوه نجلۍ څنګه کولی شي تر دې بریا ورسېږي.
#BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- پروین فیض زاده ملال | د شعر تر شا د یوې پښتنې ښځې کیسه
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د «زړه خواله» په دې خپرونه کې د پښتنې شاعرې پروین فیض زاده ملال خبرې اورو، هغه شاعره چې د خپلو شعرونو له لارې یې د پښتنو ښځو دردونه او ارمانونه انځور کړي دي.
پروین فیض زاده ملال په دې خپرونه کې د نجیبې لېمې سره د خپلې شاعرۍ، د پښتنو ښځو د ژوند او هغو تجربو په اړه خبرې کوي چې د هغې په شعرونو کې یې انعکاس موندلی دی.
#BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- عبدالقدیر پاڅون: هغه ځوان چې په خپل کلي کې یې وړیا ښوونځی جوړ کړی
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د «زړه خواله» په دې خپرونه کې د عبدالقدیر پاڅون خبرې اورو، هغه ځوان چې په خپل کلي کې یې یو وړیا ښوونځی جوړ کړی او اوس پکې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي وړیا زده کړې کوي.
عبدالقدیر پاڅون په دې خپرونه کې د نجیبې لېمې سره د دې ښوونځي د جوړېدو کیسه، د زده کړو د ارزښت، د خپلو هڅو او هغو ننګونو په اړه خبرې کوي چې د دې لارې په اوږدو کې ورسره مخ شوی دی.
#bbcpashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- پاکستان کې سلګونه زره ماشومان د خوارځواکۍ خطر سره مخ دي، خو په څومره لويه کچه؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- اکستان کې له پنځه کلنۍ ښکته سلګونه زره ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي. يوه څېړنه چې د خوړو خونديتوب بشپړې پړاويزې وېشنې ټولنې په نامه د لوږې څار په اړه د نړۍ مخکښې ادارې له لوري اېپرېل کې خپره شوې، موندلې چې د پاکستان دريو صوبو ۴۵ ولسواليو کې له اوو سوو زرو ډېر ماشومان اټکل دی د سپتمبر په رسېدو له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ شي. سخته جدي خوارځواکي، چې د لوږې تر ټولو خطرناک او مرګونې ډول دی، بيړنۍ طبي پاملرنې او ځانګړې درملنې ته اړتيا لري. د ماشومانو خوندیتابه ټولنه، سېو دا چېلډرېن، وايي له ۲۳۰ زرو ډېرې ميندوارې او تی ورکوونکې ښځې هم له سپتمبر مخکې د خوارځوا...
- Title
- پیلوټ اندونیزیا ته د ۷۰ زره ایکسټسي ګولیو د قاچاق په هڅه کې ونیول شو
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د مالیزیا یو پیلوټ له هغه وروسته په اندونیزیا کې احتمالاً د اعدام له سزا سره مخ دی، چې د جاکارتا په نړیوال هوايي ډګر کې یې له بکسه تر ۷۰ زرو ډېرې ایکسټسي ګولۍ وموندل شوې.
پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې دغه سړی د مالیزیا له کوالالمپور څخه جاکارتا ته د الوتنې پر مهال، د مرستیال پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله او د مخدره موادو تر اغېز لاندې و.
د ګمرک چارواکو د هغه په بکس کې د ایکسټسي ۱۴ کڅوړې وموندلې چې ټول وزن یې ۲۶ کیلوګرامه و. سربېره پر دې، د هغه په لاسي بکس کې څلور ګرامه مېتامفېټامین (مېت) هم ترلاسه شوي دي.
که دغه کس مجرم وپېژندل شي، د اندونیزیا د مخ...
- Title
- ټکنالوژي: انسان ډوله روباټونه جنګي مقابله کې څومره پياوړي وي؟
- Runtime
- 10:15
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د روباټونو ترمنځ جګړې ويډيوګانې مشهورې شوې، خو له روباټ سره د انسان مقابله ښايي نوې وي. په چین کې هغه ویډیو ډېره مشهوره شوې چې روباټ په کې خپل جوړوونکی په لغته وهي او پر ځمکه یې پرځوي. دا روباټ د "انجین اې آی" شرکت جوړ کړی دی. دا ويډيو چې له مخکې پلان شوې ننداره وه، د شرکت مشر روباټ سره مقابلې لپاره د خونديتابه جامې پر تن کړې وې. خو روباټ دې مقابله کې څومره پياوړی و؟ ځلا سحر دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونه يې د دې اوونۍ ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- قزاقستان کې۷۰ کاله وروسته د لومړۍ کمیاب ژوې خوشې کېدو شېبه
- Runtime
- 0:38
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- 'امیت' نومې د امور نسل یوه پړانګه د قزاقستان د 'ایلې - بالخاش' طبیعي ساتنځای کې خوشې شوې ده. دا اقدام د هغه پروګرام برخه ده چې موخه یې په منځنۍ اسیا کې د پړانګانو د نفوس بېرته راژوندي کول دي، ځکه دغه حیوان شاوخوا سل کاله مخکې له سیمې ورک شوی و.
امیت له هغو څلورو امور پړانګانو یوه ده چې له روسیې څخه قزاقستان ته لېږدول شوي دي. چارواکي به د هغې څارنه کوي، چې وګوري له نوي استوګنځای سره څنګه عیارېږي. له دې ارزونې وروسته به پرېکړه وشي چې پاتې درې پړانګان به کله خوشې کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
- Title
- پاکستان د قرآن شریف د ایت په یادولو د هند او طالبانو اړیکه ولې غندلې؟
- Runtime
- 2:39
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د پاکستان پوځ ویاند په افغانستان کې د طالبانو حکومت او هند ترمنځ اړیکو باندې نیوکه کړې او د قرآن شریف د یوه ایت پر استناد یې ویلي چې ګواکې ولې له "کافرو" سره اړیکې ساتي؟ د طالبانو حکومت او هند غبرګون ورته څه دی؟
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- له "امارتي" ښارګوټو د بيبيسي ځانګړی راپور
- Runtime
- 7:06
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وایي د طالبانو حکومت د عدلیې له وزیر عبدالحکیم شرعي سره په لیدنه کې دوی ته ویل شوي باید له دغه ښارګوټي ووځي.
د عدلیې وزارت په ځانګړې توګه د "تخلیې د امر" په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو یوه اعلامیه کې یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ځانګړې محکمې د حکم له مخې د دغه ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه "امارتي" ده.
په هغه بیان کې چې د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه خپور شوی، ویل شوي:
"دغه ځمکه په پنځو کاډستري ټوټو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې ده او هېڅ حقیقي یا حکمي شخص ته نه ده لېږدول شوې".
پ...
- Title
- د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام افغانستان کې د خوارځواکۍ هېښوونکو کچو خبرداری ورکړی- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:16
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام ويلي، افغانستان کې له هرو دريو کسانو يو، اوس د خوړو سختې ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دی. ډبليو اېف پي ويلي، دوی اوس داسې سرچينې او وړتياوې نه لری چې دا ژورېدونکی کړکېچ کابو کړي. دغه ادره وايي د افغانستان دوولس ولايتونه اوس د ماشومانو سختې خوارځواکۍ خطرناکې کچې ته رسېدلي دي. دا تر ټولو لوړه شمېره بلل شوې، چې کله دې هم ريکارډ شوې وي. افغانستان کې نژدې ۳،۷ ميليونه ماشومان اټکل دی، سږنی کال له سختې خوارځواکۍ ورنځېږي. جګړه، پراخه بې کاري، د خوړو لوړېدونکې بيې او د بشري مرستو مخ پر ځوړ پانګه دا کړکېچ لا پسې ژوروي. د خوړو نړیوال پروګر...
- Title
- د اوکرایین ځنګل د نوري فایبر ډرونونو په کیبلونو پوښل شوی
- Runtime
- 0:48
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د اوکرایین د ۵۷مې موټریزې لوا له خوا د جولای په ۳۱مه خپره شوې ویډیو ښيي چې د خارکېیف سیمې ځنګلونه د روسي ډرونونو له خوا پرېښودل شویو نوري فایبر کېبلونو پوښلي دي. د لوا په وینا، وېډیو ووچانسک ته نژدې په یوه ځنګل کې ثبت شوې، چېرې چې د سیمې ډېره برخه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. نوري فایبر ډرونونه په جګړهییز ډګر کې ورځ تر بلې ډېر کارول کېږي، ځکه چې موندل او د هغوی د مخابراتي اړیکو ګډوډول ستونزمن دي. دغه ډرونونه د الوتنې پر مهال تر شا څو کیلومتره اوږده کېبلونه پرېږدي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsd...
- Title
- اقتصاد: د افغانستان سوداګرۍ ارزښت غوړېدلی او که کم شوی؟
- Runtime
- 11:32
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲۶مې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۵مې د افغانستان سوداګرۍ ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۳،۹ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال پر تله نژدې ۹۰۰ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. چې په دې کې د ۱ میلیارد او ۷۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۲ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شامل وو. د یادونې ده چې د نړیوال بانک معلوماتو له مخې، ۲۰۲۰ کال کې د هېواد ټولیزه سوداګري نژدې ۹،۳ میلیارده ډالره وه، شاوخوا ۲.۱ میلیارده ډالره یې صادرات او ۷،۲ میلیارده ډالره یې واردات وو. نو د ۲۰۲۰ کال پرتله د دغه هېواد د ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- کافي زینک څنګه ترلاسه کولی شو؟
- Runtime
- 1:10
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري.
زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زینک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو؛ ځکه چې بدن زینک په ډېره اندازه نه شي ذخیره کولی، نو ضروري ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.
زموږ بدن دا مهم منرال یوازې له خوړو ترلاسه کولای شي، خو تل یې په اسانۍ نه شي جذبولای.
نو څنګه ډاډ ترلاسه کړو، چې کافي اندازه زینک اخلو؟ او د زینک کمښت کومې ستونزې رامنځته کوي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: htt...
- Title
- زر ورځې وروسته د غزې ۱۱۲ مړي خاورو ته وسپارل شول
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- په غزه کې د ابو شریعه او حساینه کورنیو د ۱۱۲ غړو لپاره ډلهییز جنازه و شوه. دوی د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوي وو. د مړو د رایستلو عملیات په جولای میاشت کې پیل شول او تر اګست پورې یې دوام وکړ، خو د درنو ماشینونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو. باور کېږي چې لسګونه نور کسان لا هم تر کنډوالو لاندې پاتې دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- په یونان کې له ځنګليز اوره اسونه تښتي
- Runtime
- 0:31
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- په دې ويډیو کې هغه شېبه وینئ چې د یونان د اتن سیمې له ځنګلیز اوره یوه ډله اسان په تېښته دي. یوې سیمهييزې رسنۍ د دې صحنې ویډيو ثبت کړې او ویلي یې دي چې اسونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. وروستیو ځنګلیزو اورونو د یونان ځينې برخې سختې سوځولې او ځپلې دي. څو ورځې مخکې د اور مړ کولو په هڅه کې دوه چورلکې هم سره ټکر شوې چې د عملې دوه غړي یې پکې ووژل شول.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- "ټول ارمانونه مو د سترګو په مخ کې خاورې شول"
- Runtime
- 1:38
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- پر ایران د امریکا او اسرائيلو له لومړي برید راهیسې شاوخوا پنځه میاشتې تېرېږي او بيبيسي په دې موده کې په ایران کې دننه د اورګاډي په یوه ۲۵ ساعته سفر کې له عادي ایرانیانو سره خبرې کړې دي. دوی یې پوښتلي چې په دې موده کې یې ژوند څنګه روان دی او له دې جګړې څومره اغېزمن شوي دي؟بيبيسي له ایرانه په دې شرط منلو سره خبرونه خپروي چې په بيبيسي فارسي کې به نه خپرېږي. دا محدودیت پر هغو ټولو نړیوالو رسنیو پلی کېږي چې په ایران کې دننه فعالیت کوي او یا ترې خبرونه خپروي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/...
- Title
- روغتيا نړیوال سازمان وايي سږنی کال افغانستان کې د پوليو ۱۵ نوې پېښې ثبت شوې - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- روغتيا نړیوال سازمان ویلي د روان زېږيز کال له پيله افغانستان کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ۱۵ نوې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره نړۍ کې د بل هر ځای پرتله د دغې شلوونکې ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې دي. پاکستان کې هم سږنی کال د پوليو درې پېښې ثبت شوې، چې دوې يې خيبر پښتونخوا او يوه يې سند کې ثبت شوې ده. افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه يوازينی هېوادونه دي، چې لا هم يې ماشومان د ګوزڼ دې ناروغ ګواښ سره مخامخ دي. بل پلو افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتيا وزارت د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کاله پورې د هېواد په کچه د روغتيا سټراټيژي اعلان کړې، چې روغتيا نړیوال سازمان وايي دوی به يې تخنیک...
- Title
- نورستان کې سېلابونه
- Runtime
- 0:42
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د افغانستان له ختیځ ولایت نورستانه رپوټونه وايي په برګمټال ولسوالۍ کې زورورو سېلابونو لسګونه کورونه نړولي او د درې ماشومانو د ورکېدو هم ویل شوي.
د نورستان ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، سېلابونو د دغه ولسوالۍ څو کلي زیانمن کړي چې په کې بڼونو او کروندو هم تاوان لیدلی.
څو اوونۍ وړاندې د نورستان ولایتي مرکز پارون هم سېلابونو ځپلی او هلته د ښاروال په ګډون لسګونه کسان مړه او سوداګریزۍ ودانۍ له لویه سره ویجاړې شوې دي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ پارون ته په خپل سفر کې ژمنه وکړه چې له ځا...
- Title
- لوبې: د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ سيالي، څومره مهمه ده؟
- Runtime
- 13:05
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۵ یو ورځنیو سیالیو لپاره شمالي ایرلنډ ته رسېدلې او تمه ده، لومړۍ دوه لوبې یې په "برېډې" کرېکټ لوبغالي کې وشي. له هغه ورسته به یې درې لوبې بیلفاسټ کې کېږي. دوی شاوخوا ۱۰ ورځې د انګلنډ برمنګهم کې په تمرینونو او چمتوالي بوخت وو. دا لوبې د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې په ګټلو به یې له یوې خوا د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته تګ باوري شي او له بلې خوا به یې چمتوالی هم ورته کړی وي. ایرلنډ هم د همدې لوبو په ګټلو نړیوال جام ته نژدې کېږي. د ایرلنډ ویشتنځایونه له تیزو توپ ویشتونکو سره مرسته کوي او په تېره بيا هغه توپ وهونکي به په کې له سرخوږي سره...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د روسیې له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک ساحل د ډرون برید
- Runtime
- 0:24
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- روسي چارواکي وايي چې د روسیې په سوېل لوېدیځ کې د یوه ساحل پر سر د اوکراییني ډرون د برید له امله لږ تر لږه اوه کسان، چې درې پکې ماشومان دي، وژل شوي دي. لا روښانه نه ده چې ډرون تر ساحل پورې له رسېدو مخکې شنډ شوی و که نه. راپورونه وایي ښايي د ډرون اصلي هدف شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د روسیې یوه سمندري پوځي اډه وه، خو اوکرایین په دې اړه څه نه دي ویلي. د ګیلېنډژیک ساحل له ډېر پخوا راهیسې د روسي سیلانیانو د خوښې وړ تفریحي سیمو ګڼل کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow u...
- Title
- غمجنه مور ډالفین خپل مړ شوی بچی څو ورځې له ځان سره ګرځوي
- Runtime
- 0:21
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- یوې غمجنې مور ډالفین د ماتم په موده کې خپل مړ شوی بچی د څو ورځو لپاره له ځان سره لېږداوه. "فریګل" نومې ډالفین خپلې وروستۍ څلور بچیانې له لاسه ورکړې دي. د اسټرالیا د سمندري څېړنو خیریه بنسټ Geographe Marine Research چې دا ویډیو یې ثبت کړې، ویلي چې د بچي د تنفس لوړه کچه یوه نښه وه چې ښيي د ژوندي پاتې کېدو امکان یې ډېر کم و. په ژمي کې د بچي زېږول د بقا لپاره له ستونزو ډک وي. د ډرون په مټ اخیستل شویو انځورونو وښودله چې د فریګل ډالفین ډله د هغې د ملاتړ لپاره سره راټوله شوې وه. ډالفینان کله کله د ماتم په موده کې خپل مړه شوي بچیان له ځان سره ګرځوي او دا حالت ښايي څو ورځې دوام وک...
- Title
- ۲۰ فوټه ژور سوري کې پېک اپ ګاډی ولوېد
- Runtime
- 0:22
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د امریکا د ټکساس ایالت په بیومونټ ښار کې د اګست د دویمې ورځې په سهار ځمکه کې یو لوی سوري کې یوه پیک اپ موټر ولوېد. د بیومونټ د پولیسو او اوروژنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کنده ناڅاپه پرانیستل شوې وه.
د ښار چارواکي وایي چې کنده شاوخوا ۲۰ فوټه پلنوالی او ۲۰ فوټه ژوره وه او د اوبو له څو فوټه ژورې طبقې ډکه شوې وه. د دوی په وینا، د اوبو د یوه اصلي نل ماتېدل د دې کندې د رامنځته کېدو لامل شوي وو.
پولیسو ویلي چې د موټر چلوونکی له پېښې وروسته وتوانېد چې له موټره ووځي او په دې پېښه کې ټپي شوی نه دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: ...
- Title
- د سوات ځانمرګی کې د وژل شوو جنازې، د پښنونخوا حالت پر کوم لور روان دی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- سوات کې نن ویرکوونکي د لږترلږه هغو ۱۷ کسان جنازې لپاره غونډ شوي وو، چې پرون د کبل پوليسو اډې بهر يوه ځانمرکي بريد کې وژل شوي وو. دغې چاودنې کې ۷ تنه پوليسان هم وژل شوي دي. د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ويلي پوليس يې توانېدلي چې بريدګر دروازې سره ودروي، ځکه يې هم په وينا مرګژوبله ډېره پوليسو ته اوښتې ده. د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ نور کسان ژوبل شوي هم دي. د پاکستان طالبانو ويلي، دا بريدو دوی کړی دی. چاودنه پرون مازيګر ناوخته داسې مهال شوې، چې سوات کې د ترهګرۍ پېښو زياتوالي پر وړاندې د ځايي ډلو له لوري احتجاج کېده. تېرو څو مياشتو کې پاکستان کې د اورپکۍ بريدو...
- Title
- په لنډي کوتل کې د لارو د خلاصون په پار لاریون
- Runtime
- 3:00
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د خيبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې له افغانستان سره د لارو پر تړل کېدو يو ځل بيا احتجاج شوی دی. لاريونوالو د پاکستان پر حکومت غږ کاوه چې تړل شوې لارې دې ژر بېرته پرانيستل شي او په وینا یې دا حالت د هېچا په ګټه نه دي او تاوان یې عامو وګړو ته رسېږي.
د دوی په وینا پر ډيورنډ کرښه د سوداګرۍ بندېدو د خيبرپښتونخوا اقتصاد ته درانه زيانونه اړولي چې په وینا یې له کبله یې د ايالت اقتصاد سخت اغېزمن شوی دی.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ له څو مياشتو راهيسې اړیکې ترينګلې دي او ان څو ځله تر نښتو او بمبارۍ هم رسېدلې دي. له همدې کبله د دواړو هېوادون...
- Title
- د هغه لبناني امبولانس چلوونکي کیسه چې له دوو جګړو ژوندی وتلی
- Runtime
- 2:15
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د لبنان د ملکي دفاع ادارې یو بېړنی طبي مرستندوی علي صفي الدين هم د ۲۰۰۶ کال په جولای کې د حزب الله او اسرائیلو له جګړې او هم د ۲۰۲۶ کال له روانې جګړې ژوندی وتلی، خو په دواړو کې یې نږدې ملګري او عزیزان له لاسه ورکړي دي.
په ۲۰۰۶ کال کې هغه خپله کورنۍ د خوندیتوب لپاره د صور ښار د ملکي دفاع مرکز ته بوتله، خو پر دغه مرکز د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د هغه ۱۸ میاشتنۍ لور ووژل شوه او مېرمن یې ټپي شوه.
د ۲۰۲۶ کال روانه جګړه کې، د اسرائیلو یوه هوايي برید د ده درې همکاران ووژل شول او دی ژوندی پاتې شو.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اندونیزیا کې کې بېړۍ اور اخیستی
- Runtime
- 0:20
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د اندونیزیا یوې بېړۍ کې اور لګېدلی چې لږ تر لږه پنځه کسان پکې مړه موندل شوي او ۴۱ نور ورک دي. دې بېړۍ کې لږترلږه ۲۵۰ کسان لېږدول.
د اندونیزیا د ملي لټون او ژغورنې ادارې (Basarnas) په وینا، ماڼو د اور لګېدو راپور هغه مهال ورکړ، کله چې بېړۍ د ختیځ جاوا له سورابایا ښاره (چې د هېواد دویم ستر ښار دی) د سوېلي سولاویسي مَکاسار ښار ته روانه وه. اور د مادورا ټاپو ته څېرمه ولګېد.
هغه ویډیوګانې چې د اندونیزیا سیمهییزې رسنۍ iNews خپرې کړې، ښيي چې ګڼ شمېر خلک د ژغورنې واسکټونه اغوستي او داسې ښکاري چې په یوې ژغورونکې کښتۍ کې ناست دي.
نورې ویډیوګانې ښيي چې خلک له هغ...
- Title
- د خيبرپښتونخوا په سوات کې د پوليسو له مرکز سره نژدې ځانمرګي برید درنه مرګژوبله اړولې
- Runtime
- 1:40
- Date posted
- 1 month ago
- Description
- د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي، د پولیسو یوې ادارې مخې ته په ځانمرکي برید کې تر دې دمه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۵ زيات ټپیان دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې هلته پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.
بي بي سي ته ځینو ازادو خبریالانو ویلي چې دا پېښه د سوات د کبل په سیمه کې د پولیسو مرکز "تاڼې" د اصلي دروازې مخې ته شوې او په خبره یې په دې ځانمرګي برید کې د پولیسو ځواکونو ترڅنګ یو شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، پولیسو ډېره هڅه وکړه چې یادې ادا...
- Title
- د وسله والو دلو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون
- Runtime
- 0:52
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه هېواد کې د دوی د وسلهوالو مخالفو جهتونو د حضور او فعالیت په اړه وايي، "دغو ډلو ټپلو پخوا د تنظیمونو او غټو بانډونو په بڼه حضور درلود" او اوس چې بهر "تښتېدلي"، خپلو ډلو ته یې د ده په وینا "نوي نومونه او عنوانه " ورکړي دي.
ښاغلی مجاهد وایي، دغه ډلې غواړي چې افغانستان "ناامنه کړي یا یې ناامنه" وښيي.
ذبیح الله مجاهد د کومې ډلې یا شخص نوم وانخیست، خو د جمهوریت د مهال ځینو پېژندل شویو پوځي او حکومتي څېرو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته په مختلفو نومونو ډلې او جبهې جوړې کړي او وايي د طالبان...
- Title
- د یوې افغانې هیلې او بریاوې
- Runtime
- 3:04
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- له افغانستانه بهر یوه مور هوسۍ ځاځۍ وایي، د ماشومانو له سمبالوولو او د ژوند له نورو درنو مسوولیتونو سره سره، د سکاټلنډ د ګلاسګو پوهنتونه د لېسانس سند په لومړۍ درجه ترلاسه کړی دی.
اغلې ځاځۍ وايي، د زده کړو بشپړول یې د کلونو یو لوی ارمان و، او غواړي د خپلې تجربې له لارې افغان ښځو او نجونو ته دا پیغام ورسوي چې که څه هم د زده کړو فرصتونه تل یو شان نه وي، خو هیله او هڅه باید هېڅکله له لاسه ورنه کړي.
د بي بي سي شبنم خان له هوسۍ ځاځۍ سره د هغې د دې بریا، د کډوالۍ د ژوند د ننګونو او د هغې د پیغام په اړه خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for...
- Title
- د امریکا واشنګټن ایالت کې ځنګلي اورلګېدنې
- Runtime
- 0:51
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د امریکا په واشنګټن ایالت کې د پراخو ځنګلي اورلګېدونو له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی.
ځايي چارواکو ویلي، اور په سپوکان سیمه کې زرګونه هکتاره سیمه رانغاړلې او تر ۴ زرو پورې ودانۍ د سوځېدو خطر سره مخامخ دي.
دا سیمه شاوخوا ۲۳۰ زره اوسېدونکي لري، چې ګڼ شمېر یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړوتي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 2 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه

