BBC Pashto
ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
- Title
- ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
- Runtime
- 1:08
- Date posted
- 15 minutes ago
- Description
- ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ریاضي: ریاضي کې د مستطیل محیط او مساحت موندل | د بي بي سي درس – اوم فصل، لومړۍ برخه
- Runtime
- 3:47
- Date posted
- 1 hour ago
- Description
- د درس اوم فصل د ریاضي په لومړي لوست کې د مستطیل محیط او مساحت موندلو په اړه خبرې کوو. دا د بي بي سي نړیوال سرویس د تعلیمي خپرونو د درس لړۍ د ریاضي د دې فصل لومړی لوست دی. موږ هره اوونۍ نوي درسونه خپروو: دوشنبه: د لومړنۍ کچې انګرېزۍ ژبې لوست، سه شنبه ریاضي، چهارشنبه د مصنوعي ځيرکتیا او پنجشنبه د منځنۍ کچې انګرېزۍ ژبې لوست.
که غواړئ زموږ ټول لوستونه وګورئ، زموږ د کورس پاڼې ته سر ورښکاره کړئ.
درس د بي بي سي نړیوال سرویس ښوونیزو خپرونو اوونیزه لړۍ ده. پر یوټیوب د درس ټوله ټلوېزیÙ...
- Title
- اوکرایین کې د مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب اوربند؛ ګڼې کورنۍ له کلونو وروسته سره یو ځای شوې
- Runtime
- 1:12
- Date posted
- 10 hours ago
- Description
- اوکرایین کې د مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب اوربند؛ ګڼې کورنۍ له کلونو وروسته یو ځای شوې
په اوکرایین یوه کمساري بشر دوستانه اوربند له سلګونو کسانو سره مرسته کړه، چې د روسیې لخوا له اشغال شوي اولشکي ښاره ووځي او له کلونو کلونو وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
دوی ته له دغه ښاره وتلو لپاره ۴ ساعته وخت ورکړ شوی و.
دغه لنډمهالی اوربند د امریکا د لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ او د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو د مشر پاپ لیو په منځګړیتوب شوی و.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTU...
- Title
- د امریکا ټاکنو کې د خره او فیل نښې څه مانا او د کوم ګوند استازیتوب کوي؟
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 10 hours ago
- Description
- د امریکا ټاکنو کې د خره او فیل نښې څه مانا او د کوم ګوند استازیتوب کوي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 59:59
- Date posted
- 13 hours ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- افغانستان او پاکستان کې د پوليو ضد واکسين هلو ځلو پيل، څومره ماشومان واکسینېږي؟ بی بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 13 hours ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتيا وزارت وايي له نړیوالو شريکانو سره په ګډه یې د دغه هېواد په کچه د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو واکسينولو بهير پيل کړی دی. دغه وزارت يوې اعلامیې کې ويلي، د واکسين دا هلې ځلې سر له نننه دريو پړاونو کې پيلېږي، چې ترڅ کې به يې په وينا ۱۲،۸ ميليونه ماشومانو ته د دغې شلوونکې ناروغۍ پر وړاندې د واکسين څاڅکي ورکړل شي. اعلاميې کې ويل شوي د پولي واکسين تر څنګ به ختيځو، جنوب ختيځو، او لوېديځو سيمو کې ماشومانو ته د کولمو چينجيو ضد البندازول ګولۍ هم ورکړل شي. د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق يونيسېف ويلي د روټاري په نامه نادولØ...
- Title
- په فلوریډا کې د جټ الوتکې د غورځېدو صحنه
- Runtime
- 0:27
- Date posted
- 13 hours ago
- Description
- په دې ویډیو کې په فلورېډا ایالت کې د یوه شخصي تجارتي جټ الوتکې د غورځېدو شېبه ښکاري.
د امریکا د ترانسپورت وزارت ویلي، په الوتکه کې نهه کسان سپاره وو او ټول وژل شوي دي.
دا الوتکه د فلوریډا په شتمنه پام بېچ کاونټۍ کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ 'مارا لاګو' ماڼۍ ته نږدې په کرېنسټ هېون سیمه کې غورځېدلې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د پاکستاني ټېک ټاکر واده مراسمو کې ټېل ماټېل؛ دوه کسان مړه شوي، ګڼ نور ټپيان شوي دي
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 14 hours ago
- Description
- د پاکستان پنجاب ایالت یوه مشهور ټېک ټاکر انصر محمود، چې په 'مسټر پتلو' مشهور دی، له اعلی وزیرې مریم نواز او د پاکستاني پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر غوښتي، چې دی باید په خپل واده کې د ګډوډۍ او ټېل ماټېل پېښه کې د دوو کسانو وژل کېدو او یو شمېر نورو ټپي کېدو مسوول و نه بلل شي.
نوموړی وايي، روغتیا یې چې ښه شي، خپله به ځان پولیسو ته تسلیم کړي.
رپوټونه وايي، د مسټر پتلو د واده مراسم د پنجاب سیالکوټ سیمه کې له څو ورځو راهیسې روان وو او ده یې پر خواله رسنیو تصویرونه هم خپرول. تفصیل د نور محمد سعید په رپوټ کې:
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?...
- Title
- انګرېزۍ کې د روغبړ او ستړې مشې په اړه خبرې
- Runtime
- 1:15
- Date posted
- 22 hours ago
- Description
- تاسو له خلکو سره څه ډول روغبړ کوئ؟ څه ډول خلکو ته ځان ورپېژنئ؟ له سلام وروسته څه ورته ویلی شئ؟ او څنګه د نوم پوښتنه ترې کولی شئ؟ ایا پوهېږئ څنګه انګرېزۍ کې له چا سره روغبړ وکړئ؟ که نه، نو راځئ د درس د انګرېزۍ ژبې زدهکړې دا ویډیو وګورو.
- Title
- د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟
- Runtime
- 1:12
- Date posted
- 1 day ago
- Description
- د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د لومړنۍ کچې انګرېزي: انګرېزۍ کې د روغبړ په اړه خبرې | د بي بي سي درس – اوم فصل، لومړۍ برخه
- Runtime
- 4:13
- Date posted
- 1 day ago
- Description
- د درس اوم فصل د لومړنۍ کچې په لومړي لوست کې انګرېزۍ کې د روغبړ په اړه خبرې کوو. دا د بي بي سي نړیوال سرویس د تعلیمي خپرونو لړۍ د درس لومړنۍ کچې انګرېزي د دې فصل لومړی لوست دی. موږ هره اوونۍ نوي درسونه خپروو: دوشنبه د لومړنۍ کچې انګرېزۍ ژبې لوست، سه شنبه ریاضي، چهارشنبه د مصنوعي ځیرکتیا او پنجشنبه د منځنۍ کچې انګرېزۍ ژبې لوست.
که غواړئ زموږ ټول لوستونه وګورئ، زموږ د کورس پاڼې ته سر ورښکاره کړئ.
درس د بي بي سي نړیوال سرویس ښوونیزو خپرونو اوونیزه لړۍ ده. پر یوټیوب د درس ټوله ټلوې...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 1 day ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د هانګ کانګ شپږ اوريزو سياليو له ګټلو وروسته د کریم صادق او ګلبدين نايب خوښي
- Runtime
- 1:57
- Date posted
- 1 day ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د هانګ کانګ شپږ اوريزو سياليو له ګټلو وروسته د دې ټورنمېنټ لپاره د افغان لوبډلې روزونکي کريم صادق او لوبډلمشر یې ګلبدين نايب د دې بریا مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړې ده او خوښي یې څرګنده کړې ده.
افغانستان د هانګ شپږ اوريزو سياليو پايلوبه کې اسټراليا ته ماته ورکړه او دغه سيالۍ یې وګټلې.
کريم صادق او کلبدين نايب بي بي سي ته په لېږلې ویډيو کې ويلي، په دې سياليو کې لوبغاړو ډېرې په زړه پورې لوبې وکړې او د دوی هڅې یې ستايلې دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q...
- Title
- جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې
- Runtime
- 1:51
- Date posted
- 2 days ago
- Description
- د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو.
د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- آس نېزه؛ غزني د شپږو ولایتونو د ټیمونو ترمنځ د نېزهوهنې سیالۍ وګټلې
- Runtime
- 2:15
- Date posted
- 2 days ago
- Description
- په خوست کې د نېزهوهنې (نېزهبازۍ) درې ورځنۍ دودیزې سیالۍ د غزنې لوبډلې له اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې، چې د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ ترسره شوې، د شپږو ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردګو لوبډلو برخه اخیستې وه.
مسوولین وايي، د دغو سیالیو اساسي موخه د نیزهوهنې د دود ژوندي ساتل، د دغه ورزشي میراث پراختیا او د ولایتونو د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.
سپرلو (نېزهبازي) له ورزش ورهاخوا د افغانستان د تاریخ او کلتور مهمه برخه ګڼل کېږي.
دا لوبه په شاوخوا ۴۲ هېوادونو کې دود شوې ده.
#BBCPasht...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 2 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- مېرمن
- Runtime
- 30:15
- Date posted
- 2 days ago
- Description
- دا خپرونه له روزونکو، روغتیايي، اقتصادي او له معلوماتي مسایلو جوړه ده.
- Title
- د هانګ کانګ شپږ اوريزه لوبې څومره پېژنئ؟
- Runtime
- 1:24
- Date posted
- 2 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
په هانګ کانګ کې د کرېکټ شپږ اوريزو سيالیو په اړه چې افغانستان یې سږ کال پايلوبې ته وتلی څومره پوهېږئ؟
ګوربت ننګيال پرې نور معلومات ورکوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- اوبسپي په ناڅاپي ښکلولو د ممداني هرکلی وکړ
- Runtime
- 0:28
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- "پېکلز" نومې یوه سمندري اوبسپي هغه مهال د خلکو پام ځانته واړاوه چې د نیویارک ښار د ښاروال د ښار د اکواریوم د لیدنې پر مهال په ناڅاپي او خپلسري ډول هغه ښکل کړ.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوه چې د سمندري ژوو د نندارې د برخې د بیارغونې لپاره دوه میلیونه ډالره پانګونه کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- کېنیا او هېتي کې (طالبان) ورانکاره ډله پېژنئ؟
- Runtime
- 4:49
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- له افغانستان ۱۲ نیم زره کیلو مټره لرې په هېتي هېواد کې د یوې ورانکارې ډلې نوم " طالبان" دی.
دا هېواد په دې وروستیو کې د ورانکارو ډلو له ډېروالي سره مخامخ دی.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو وویل چې په دغه هېواد کې د ۹ میاشتو په موده کې د ورانکارو ډلو د تاوتریخوالي او یا د دوی پر وړاندې د عملیاتو پایله کې له ۵۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. دغه راز همدې موده کې له ۲۳۰ زره ډېر تښتول شوي او اټکل کېږي چې لږ تر لږه پر ۱۰۰۰ ښځو او نجونو جنسي تېري شوي دي.
په هېتي کې ورانکارو ډلو د څو لسیزو په اوږدو کې په بېلابېلو کچو واک او نفوذ لرلی دی. د دوی له ډلې یوه یې ...
- Title
- هنري شېبې: د ختيځ موسيقۍ اله تبله، پېښور کې څنګه جوړېږي؟
- Runtime
- 9:42
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- موسیقي پوهان ضرب، طبل او ټال، د زړه له درزاري سره پرتله کوي. وايي د ساز و آواز حساب ضرب نیولی وي. په ختیځې موسیقۍ کې تبله تر ټولو ډېره کارېدونکې آله ده او د پېښور په شاه برهان کې یوه کورنۍ له کابو اتیا کلونو راهیسې ډېرې ښکلې او په سُر تبلې جوړوې. اوس يې خپل پلرني پلورنځي کې احسن مرتضی ناست وي او ترهغه چې یې د تبلې د وروستي ټنګ له سموالي ځان نه وي ډاډه کړی، نه یې خرڅوي. پاینده څرګند دا او هنر نور خبرونه د "هنري شېبې" دې اوونۍ ګڼې کې راټول کړی دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTU...
- Title
- شکیلا ناز په «زړه خواله» کې؛ هغه خبرې چې تر اوسه یې له رسنیو سره نه وې شریکې کړې
- Runtime
- 42:38
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- شکیلا ناز، د پښتو ژبې پېژندل شوې سندرغاړې، له نجیبه لیمې سره په «زړه خواله» کې د خپل ژوند او هنر هغه کیسې شریکوي چې تر دې وړاندې یې په رسنیو کې نه وې ویلي.
شکیلا ناز د خپل هنري سفر د پیل کیسه هم کوي؛ هغه ورځ چې په تنکۍ ځوانۍ کې په ناڅاپي ډول په ټلوېزیون کې د سندرې ویلو فرصت ورته برابر شو او له هماغه ځایه د پښتنو په کورونو کې وپېژندل شوه.
هغې په دې مرکه کې د هغې اوږدې مودې په اړه هم خبرې کړې چې له موسیقۍ او عام هنري ژوند څخه لرې وه؛ هغه کلونه چې په ټایلنډ کې یې تېر کړل، خو زړه یې لا هم له موسیقۍ سره تړلی و.
د نجیبه لیمې او شکیلا ناز بشپړه مرکه د «زړه خÙ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د پاکستان لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بلل شوی، د کابل کې هوا څنګه ده؟
- Runtime
- 1:36
- Date posted
- 3 days ago
- Description
- د پاکستان د لاهور ښار اوسېدونکي له ککړې هوا شکایت کوي او وایي چې بېلابېلې ناروغۍ یې ورته پيدا کړې دي. د هوا کېفیت سنجونې نړیوال سازمان په تازه نوملړ کې د پاکستان د پنجاب مرکز لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بللی دی. د هند نوی ډیلی په دې نوملړ کې لومړی ځای لري او د نړۍ تر ټولو د ډېرې ککړې اب و هوا درلودونکی ښار ګڼل شوی.
لاهور تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم ستر ښار دی او څه باندې ۱۶ میلیونه اوسېدونکي لري.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow u...
- Title
- خپل ټاټوبي ته له ستنېدو وروسته افغان کډوال څومره جدي ستونزو سره مخامخ دي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:15
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې يو اېن اېچ سي ار شمېرې ښيې سږنی کال د اوکتوبر تر پايه شاوخوا ۱،۳۶ ميليون افغانان له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ستانه کړی شوي دي. د دغو ستنو شوو يې له ۷۲۰ زرو ډېر له پاکستان او له ۶۴۰ زرو ډېر نور له ايرانه خپل ټاټوبي ته تللي دي. همدې وخت کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رباب فاطمې د طالبانو حکومت کې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير مولوي عبد الکبير سره کتلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس په وینا يې کتنې کې پام پر بشري مرستو او نړيوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت ښکېلتيا کې د يوناما پر رول غونډ و. ...
- Title
- افغان ممثل چې له سلمان خان سره په "بېګ باس" خپرونه کې راڅرګند او مشهور شو
- Runtime
- 24:41
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
افغان ځوان روحید خان چې د هندي سینما یا بالیووډ په څو فلمونو کې یې کار کړی، وروستیو کې د هند مشهورې ټلویزیوني خپرونې "بېګ باس" کې له سلمان خان سره یو ځای راڅرګند شو. کله یې چې د "بېګ باس" پر سټېج سلمان خان ته وویل چې افغان دی، ډېرو غوښتل چې د ده په اړه لا نور پوه شي.
روحید خان چې له ماشومتوبه اتریش کې ژوند کوي، بي بي سي سره مرکه کې یې وویل، تر ټولو لوی ویاړ یې همدا دی چې په خټه افغان دی.
ده په بېلا بېلو هندي فلمونو کې لوی او کوچني رولونه لوبولي دي، خو اوس وايي، د فلمي نړۍ له مشهورې ستورې "ګلشیفته فراهاني" سره په یوه ...
- Title
- افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيلې زياتوالی؛ د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې مشر سره مرکه
- Runtime
- 14:08
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د ملګرو ملتونو نشه يي توکو او جرمونو اداره، يو اېن او ډي سي، وايي، افغانستان کې سږنی کال د تېر کال پرتله څلور برابره ډېره مځکه د کوکنارو کرکيلې لپاره کارول شوې ده.
دغه نړيوال سازمان وايي له هغه راهيسې چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان اوسنيو واکمنو له لوري د کوکنارو پر کرکیلې بنديز لګېدلی، دا د لومړي ځل لويې کچې زياتوالی دی خو په وینا یې د ۲۰۲۲ کال پرتله یې لا هم کچه ډېره کمه ده.
زموږ همکار يما بارز په افغانستان کې د يو اېن او ډي سي له مشر پوليک اوک سرای سره په دغه هېواد کې د نشه يي توکو په اړه مرکه کړې ده.
Subscribe...
- Title
- عمرزی: په لوبه ګټلو او خپله سليزه ډېر خوښ يم
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د افغانستان د کرېکټ الرونډر عظمت الله عمرزي په شل اوريزو کې خپله لومړنۍ سليزه له زېمبابوې سره په یوه داسې سيالۍ کې ووهله چې د پيل څلور لوبغاړي په پنځو منډو سوځېدلي و.
عظمت الله عمرزي د زېمبابوې پر وړاندې لوبه کې ټولې ۱۱۶ منډې وکړې او له زېمبابوې په دې بریا کې یې تر ټولو ډېره ونډله درلوده.
نوموړي د خپلې سليزې او د بریا مبارکي افغانانو ته ورکړه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: ht...
- Title
- روغتيا: د نوکانو پاک ساتل د انسان روغتیا لپاره څومره مهم دي؟
- Runtime
- 11:35
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- نوکان د انسان د بدن یوه کوچنۍ برخه ده، خو پاکوالی او روغتیا یې د ځاني روغتيا ساتنې مهمه برخه جوړوي. تر نوکانو لاندې د خیرو او میکروبونو ټولېدل، د نوکانو ژوول او د نوکانو رنګونو کارول داسې څه دي چې زموږ له ورځني ژوند او روغتیا سره مخامخ تړاو لري. همدارنګه، د نوکانو رنګ، بڼه او جوړښت کله ناکله زموږ د روغتیا په اړه هم معلومات راکولی شي. شبنم خان دوران د دې اوونۍ "روغتيا" خپرونې کې له خپلې مېلمنې ډاکټرې سره پر دې خبرې کړې چې د نوکانو پاکوالی ولې مهم دی؟ تر نوکانو لاندې د خیرو او میکروبونو ټولېدل روغتیا ته څه زیانونه لري؟ او داسې نورې پوښتنې يې ورسره شریکې کÚ...
- Title
- هغه کښتۍ چې د سونتوکو ګرانېدو له کبله نیمه لار کې پاتې شوې
- Runtime
- 0:40
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- د ویلا وي اوډیسي په نوم دا کښتۍ په ۲۰۲۴ کال کې په دې موخه له ۲۰۰ مساپرو سره روانه شوه چې د نړۍ ګردچاپېره به راڅرخي.
خو د ایران له جګړې وروسته د تېلو د ګرانېدو له کبله اوس په نیمه لاره کمبودیا کې ولاړه ده.
چلوونکي یې وايي پخوا په اسیا کې د بېړیو د سونتوکو میاشتنی لګښت ۱۸۰۰ ډالرو ته رسېده، خو اوس پر ۸۰۰۰ ډالر اوړي چې دی دوی دیوالي کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpas...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- زوروره بړبوکۍ د کامرې له سترګو
- Runtime
- 0:22
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- په دې ویډيو کې هغه زوروره بړبوکۍ وینئ چې د تېرې دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۶) یې د چیلي هېواد د مرکز (اوهیګینز) په (ریکوینوا) سیمه کې سخت ویجاړی کړی دی. دې بړبوکۍ هلته یو ښوونځی او شاوخوا ۷۰ کورونه زیانمن کړي. د برېښنا ستنې یې هم غورځولې دي چې له امله یې نږدې ۳۰۰۰ کسان له برقه بېبرخې شوي او یو ماشوم هم ټپي شوی دی. سیمې ته ژغورونکې ډلې استول شوي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.insta...
- Title
- له اې ای نه د یوې ځوانې مېرمنې شکایت او خپګان
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- کریسټي هېل د بریتانیا د وېلز اوسېدونکې ده او د فریزر سنډروم په نوم له یوې نادرې ناروغۍ سره زېږېدلې، چې د بدن د غړو پر ودې اغېز کولی شي. که څه هم هغه کڼه او ړنده ده، خو په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو خوښو جامو او سټایلونو ویډیوګانې خپروي چې د هغو کسانو په اړه منفي انګېرنې او کلیشې بدلې کړي چې ظاهري توپیرونه لري.
د بي بي سي وېلز یوې څېړنې پنځه مشهور د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) وسایل وازمایل، چې وګوري چې د "دا شخص عادي ډول ښکاره کړئ" غوښتنې ته څنګه ځواب ورکوي. څېړنې وموندله چې ځینو وسیلو د خلکو ښکاره فزیکي توپیرونه لرې کړل او د هغوی بڼه یې بدله کړه.
کریسټي وايي...
- Title
- ۲۰۰ وېکټې؛ راشد خان د خپل نوي ریکارډ په اړه څه وايي؟
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- راشد خان د کرېکټ د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې یې د وېکټو شمېر ۲۰۰ ته ورسېد.
هغه (پنجشنبه د اکتوبر ۲۹مه) د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې له زېمبابوې سره د درېیو شل اووریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې د مقابلې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه او له دې وېکټې سره یې دغه ریکارډ د ځان په نوم ثبت کړ.
دا د هغه ۱۲۰مه نړیواله شل اووریزه سیالۍ وه.
راشد خان وايي، دی چې کله د افغانستان ملي لوبډلې ته راغی نو دا فکر یې نه کاوه چې تر ټولو لومړی به ۲۰۰ وېکټو ته رسېږي.
نوموړی زیاتوي اوس هڅه کوي، دا شمېر ۳۰۰ ته او ان تر هغې هم لوړ کÚ...
- Title
- د نتنیاهو ټاکنیز سیال ګاډي ایزنګوټ څوک دی؟
- Runtime
- 2:51
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- د مراکشي کډوالو زوی، چې زوی یې په غزه کې وژل شوی او د اسرائیلو د پوځ د لوی درستیز په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
دلته د ګادي ایزنکوټ په اړه هغه معلومات درسره شریکوو چې د اسرائیلو په ټاکنو کې د بنیامین نتنیاهو له اصلي سیالانو ګڼل کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ملګري ملتونه وايي افغانستان کې له بنديز سره سره د افيونو توليد په تېزۍ لوړ شوی - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:16
- Date posted
- 4 days ago
- Description
- د ملګرو ملتونو نشه يي توکو او جرمونو اداره، يو اېن او ډي سي، وايي، افغانستان کې سږنی کال د تېر کال پرتله څلور برابره ډېره مځکه د کوکنارو کرکيلې لپاره کارول شوې ده. د ملګرو ملونو دغې ادارې يوه راپور ويلي افغانستان کې د افيونو توليد د تېر کال له درې سوه ټنو، سږنی کال، ۱۵۰۰ ټنو ته ختلی، چې وايي دا پنځه برابره زياتوالی دی. د کوکنارو کرکيلې مځکې سږنی کال ۴۳ زره هکتارو ته رسېدلې، داسې حال کې چې ۲۰۲۵ کال کې پر ۱۰ زره هکتاره مځکې کرل شوي وو. دغه نړيوال سازمان وايي له هغه راهيسې چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان اوسنيو واکمنو له لوري د کوکنارو پر کرکیلې بنديز لګېدلی، دØ...
- Title
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله زیات شوی، د طالبانو حکومت دا خبره ردوي
- Runtime
- 3:02
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر (یو این او ډي سي) د ۲۰۲۶ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی.
دغه سروې نن (پنجشبنه اکتوبر ۲۹مه) خپره شوې ده.
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو دغه تازه شمېرې ردوي او له هغو شمېرو سره یې په ټکر کې بولي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو راټولې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال پرتله د کوکنارو د کښت کچه ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی.
دغه ر...
- Title
- په لومړي ځل یوې ښځې په ۵۰ کلنۍ کې څلور ماشومان وزېږول
- Runtime
- 1:29
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د نایجېریا اوسېدونکې اولوسولا اولونادې په ۴۸ کلنۍ کې واده وکړ او دوه کاله وروسته، په ۵۰ کلنۍ کې، د آیوياېف (IVF) یا د لابراتوار له لارې د القاح په مرسته د څلورو ماشومانو مور شوه. هغې د مور کېدو په اړه دودیزې انګېرنې وننګولې.
اوس اولوسولا د خپلو څلورو ماشومانو د لرلو خوښي لمانځي او لا له وړاندې راتلونکي ته سترګې په لار ده، چې یوه مینه ناکه او زړه سوانده انا شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ټکنالوژي: د خپلواک چلن ګاډي، کله به چلېدو لپاره لارو کوڅو ته راوځي؟
- Runtime
- 9:51
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د نوې ټکنالوژۍ په مرسته، اوس ډېره داسې هڅه کېږي چې موټرونه خپلواکه شي، د بي چلونکو ګاډو ډول ترڅنګ يې اوس داسې موټرونه هم جوړېږي چې په بشپړه توګه خپلواکه وي خو چلوونکی به په کې نه وي. د پاریس موټرو نندارتون کې چینايي شرکت شاوپنګ همدغسې یو موټر نندارې ته وړاندې کړ. ځلا سحر دا او د ټکنالوژۍ نور خبرونه يې د دې اوونۍ ګڼې کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- چین د سوېلي اسیا د برېښنايي سکوټرونو له چټکې ودې ګټه پورته کوي
- Runtime
- 1:06
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د هرمز تنګي په اړه د ناڅرګندتیا له امله د تېلو د بیو له لوړېدو سره، اوس د چینجوړو برېښنايي وسایطو ته ډېره مخه شوې ده.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ولې چین پر امباپې په غوسه دی؟
- Runtime
- 1:15
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- مشهور فوټبالر کیلیان امباپې د هغو "نامناسبو او بېباکه" له امله بښنه غوښتې چې د یوه انټرنېټي خندوونکی انځور په اړه یې کړې وې. په دغه انځور کې د هغه څېره د چین د پخواني مشر ماو زېدونګ پر څېرې اېښودل شوې وه. د همدې موضوع له امله څو چینایي برانډونو له امباپې سره خپلې سوداګریزې همکارۍ پای ته ورسولې.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- په سخت توپان کې د سېلانیانو او باروړونکې بېړیو ترمنځ ټکر
- Runtime
- 0:20
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- یوې سیاحتي بېړۍ چې د جرمني د بریمرهافن له بندره د کینري ټاپوګانو پر لور روانه وه، د خرابې هوا او سختو بادونو له امله له دوو باروړونکو کښتیو سره ټکر وکړ. د پېښې پر مهال په بېړۍ کې له ۳۰۰۰ څخه زیات مسافر او عمله موجود وو. د پېښې له امله څوک نه دي ټپیان شوي، خو ټاکل شوی سفر لغو شوی دی.
د جرمني د رسنیو د راپورونو له مخې، اوس پلټنې روانې دي چې معلومه کړي ایا د بېړۍ کپتان د خوندي چلند له مسوولیته سرغړونه کړې وه که نه.
#bbcpashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.face...
- Title
- په اسرائیلي ټاکنو کې د عرب ګوندونو رول
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 5 days ago
- Description
- د اسرائیلي ټولټاکنو تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي، د عرب لږکۍ په مشرتابه ګوندونو خپلې پارلماني څوکۍ ساتلې او یا یې زیاتې کړې دي. په رایې ورکولو کې د عرب اسرائیلیانو لوی شمېر ګډون ته په کتو سره تمه کېږي، چې د عربو دوه ګوندونه، متحده عربي لېست او ګډ لېست به پارلمان کې ښايي څو نورې څوکۍ هم وګټي او دې سره په راتلونکي حکومت جوړولو کې هم د دې ګوندونو اهمیت په ډېرېدو ښکاري. تفصیل د نور محمد سعید په دې رپوټ کې:
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpas...
- Title
- د افغانستان-پاکستان لارو بندېدو يو کال، دوه اړخيزه سوداګري څومره زيانمنه کړې؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- پر ډېورنډ کرښې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو یو کال پوره شو، چې دواړو خواوو ته يې پراخ زيانونه اړولي، او له امله يې ډېر سوداګریز فعالیتونه يا ټکني شوي او یا هم په بشپړ ډول بند شوي دي. د پاکستان سوداګرۍ پرمختیا ادارې ټي ډي اې پي، په وينا دوه اړخيزه سوداګري د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال له ۱،۳ ميليارډ ډالرو، د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې ۲۵۸ ميليون ډالرو ته لوېدلې، چې شاوخوا ۷۴ سلنه کمی ښيي. د حکومتي شمېرو له مخې د دغو لارو تړل کېدو له امله د پاکستان صنعت، په تېره بيا د درملو جوړو کاروبار ته دروند زیان اوښتی دی. د دوې اړخيزې سوداګرۍ درېدو په ځانګړی ډول پر خیبر...
- Title
- د اسرائيل ټاکنو کې څوک مخکښ دي؟
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- په اسرائيل کې د عمومي ټاکنو لپاره د رایې اچونې تر پای ته رسېدو وروسته یې شمېرل روان دي او تر اوس هېڅ لوری له غوڅ اکثریت سره تر بل مخکښ نه برېښي.د لومړي وزیر څوکۍ لپاره تر ټولو سخته سیالي د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پخواني پوځي مشر ګادي ایزنکوټ ترمنځ روانه ده. خو له دوی یې یوه هم غوڅ اکثریت رایې نه دي ګټلې.د اسرائيل د ټاکنو مرکزي کمیسون ویلي چې له درېیمې ډېره برخه یعني شاوخوا یو اعشاریه دوه (۱.۲) میلیونه رایې شمېرل شوې دي.د دې ادارې د شمېرو له مخې، د بنیامین نتنیاهو (لیکود ګوند) له څه کم ۲۲ سلنه معتبرو رایو خپلولو سره مخکښ او د ده د اصلي سیال ګا...
- Title
- هغه شېبه، چې په اوبو کې د ډوبېدونکي موټر چلوونکی وژغورل شو
- Runtime
- 0:58
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- د اسټرالیا د موریفیلډ په سیمه کې د پنجشنبې په ورځ دوو لارویانو، چې یو یې د ټلویزیون خبریال و، یو موټرچلوونکی له هغه موټره وژغوره چې د سېلاب په اوبو کې بند او د ډوبېدو له ګواښ سره مخ و.
د اسټرالیا د خپرونو ادارې (اې بي سي) خبریال وېل مري او یو بل سړي اوبو ته ټوپ کړل او د بند پاتې موټر پر لور یې لامبو ووهله چې له موټرچلوونکي سره مرسته وکړي.
په دې پېښه کې د هېچا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
چارواکو د سختو بارانونو له امله په سیمه کې د سېلابونو خبرداری هم خپور کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmatio...
- Title
- اقتصاد: افغانستان کې د نويو لارو چارو له مخې پانګونې ته لار څومره هواره شوې ده؟
- Runtime
- 11:03
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو مشرتابه یوه نوي فرمان کې د سوداګریزو اجازه ليکونو د ورکړې بهیر کې یو لړ اداري شرطونه او محدودیتونه لغوه کړي دي. چارواکي وايي دا ګام د صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ، د پانګونې هڅونې، سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی. له دې وړاندې افغان سوداګرو د اداري پیچلتیاوو، اضافي لګښتونو او سوداګریزو اجازه ليکونو ترلاسه کولو بهیر له اوږدوالي شکایت درلود. صنعتي سیمو کې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره د بانکي حسابپاڼې غوښتل، د اجازه ليک له صادرېدو مخکې د سوداګریز پلان او افغان پوسټ کارت درلودل، د لارښود دفتر تړون غوښتلØ...
- Title
- له ویلې کېدونکې غونډۍ د ځان ژغورنې لپاره د نیپالي کلیوالو دعاګانې
- Runtime
- 1:04
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- په نیپال کې له ویجاړوونکو سېلابونو وروسته د همالیا په غرونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه جدي خبرداری ورکړل شوی دی. د نیپال یوه لیرې پرته ټولنه له داسې وجودي ګواښ سره مخ ده چې د نږدې واورینې غونډۍ د ویلې کېدو له امله یې کلی او د خلکو ژوند له خطر سره مخ شوی، او اوس ځايي اوسېدونکي د خپل کلي د ژغورنې لپاره دعاوې کوي.

- 1:00:10
- Date posted
- 6 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه