BBC Pashto
د بيبيسي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟
- Title
- د بيبيسي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟
- Runtime
- 3:00
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- بيبيسي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري.
هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه چې مونږ ورسره مرکه وکړه.
بلال په پاکستان کې و چې د کورنۍ په ګډون یې د استرالیا ویزې راغلې وې، خو له ویزو څو ورځې وروسته د پاکستاني حکومت له خوا په زور و ایستل شو او افغانستان کې بند پاتې شو.
که څه هم د بلال خان د ویزې موده لا نه وه پای ته رسېدلې، خو له هغې یو کال پرې اوښتی و او استرالیا ته د ننوتو موده یې پای ته رسېدلې وه.
سره ...
- Title
- د نیپال سېلاب او ځمکښوېدنه کې د یوه کور نړېدو شېبه
- Runtime
- 0:36
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د نیپال او تبت ترمنځ د پولې سیمو کې له زورور سېلاب او ځمکښوېدنې وروسته سلګونه کسان مړه شوي، کلي له منځه تللی او تاسیساتو ته زیان اوښتی.
د نیپال له لوري د پولې په سیمه کې چارواکو بي بي سي ته ویلي، د واورینو غونډیو (ګلیشیرز) د نړېدو له امله د سېلابونو لویه څپه رامنځته شوې. دغه زورور سېلاب کورونه او سړکونه له منځه وړي او د نیپال او تبت ترمنځ مهمه سرحدي لار یې هم ویجاړه کړې ده.
سېلاب د چهارشنبې په سهار (اګست ۲۶مه) د نیپال د راسووا سیمه کې، چې د پلازمېنې کټمانډو په شمال کې موقعیت لري، راوخوت او په پراخه کچه یې وراني، ویجاړي رامنځته کړه.
#BBCPashto #...
- Title
- روغتيا: د هوا ککړتيا کومې روغتيايي ستونزې پېښوي؟
- Runtime
- 12:31
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- په لندن کې یوې نوې څېړنې ښوولې چې د هوا ککړتیا کمولو یوه پلان له پلي کولو وروسته د ماشومانو د سږو روغتیا د پام وړ ښه شوې ده. د دغه پلان له مخې د لندن مرکزي برخه یې داسې یوه سیمه ټاکلې چې د ککړتیا کچه په کې باید ډېره کمه شي او له برېښنایي موټرو پرته بايد نور ټول ګاډي دې سیمې ته د ورتګ لپاره یو فیس ورکړي. څېړونکي وايي، په هغو سیمو کې چې د هوا ککړتیا لوړه وه، د دغه پلان له پلي کېدو پنځه کاله وروسته د ماشومانو د سږو وده د هغو ماشومانو له ودې سره برابره شوې چې د يو څه پاکې هوا سیمو کې ژوند کوي. شبنم خان دوران د دې اوونۍ روغتيا خپرونه کې پر دې مسئلې خپل مېلمه ډاکټر ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- طالبان: له ټوپکه تر څوکۍ
- Runtime
- 27:51
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- "له ټوپکه تر څوکۍ" په مستند کې هڅه شوې دا په ډاګه شي چې څرنګه یوه وسله واله مذهبي ډله له دوو لسیزو جګړو او په غرنیو او لېرې پرتو سیمو کې له پټېدو وروسته افغانستان کې واک ته ورسېدل، او څرنګه پر دې هېواد چې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی، حکومتولي کوي؟
ولې د طالبانو حکومت د ښځو په اړه توند دریځ لري؟ دا مستند د طالبانو حکومت د ځینو اغېزناکو کسانو د شخصي کیسو، د جګړې ډګر له سرتېرو او د هغو کسانو شخصي داستانونو پر بنسټ جوړ شوی چې د دوی د واکمنۍ پایلې احساسوي.
په مستند کې د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد، د جوزجان له مخکېني والي عبدالله سرحدي ...
- Title
- کابل هوايي ډګر سره داعش لخوا د خونړي ځانمرګي برید پنځمه کلیزه
- Runtime
- 1:35
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مه له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر مخې ته د خونړي برید د پنځمې کلیزې په تړاو ویلي، چې د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن امریکايي ځواکونه آن د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو له خبرولو پرته نیمهشپه له بګرام هوايي اډې را وایستل.
په هغه برید کې، چې مسوولیت یې اسلامي دولت (داعش) منلی و، ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي وو.
ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستل کېدو پر څرنګوالي په نیوکې سره زیاته کړې، چې "طالبانو بګرام ونیو او زرګونه تره...
- Title
- د نيپال-تبت ترمنځ سېلاب ځپلې سيمې کې سلګونه کسان مړه او ډېر نور لا ورک دي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د نيپال او تبت ترمنځ سيمې کې چې لويو ناڅاپي سېلابونو او مځکښويېدنو ځپلې، ژغورونکي لا هم د ژونديو پاتې شوو لټون کوي. نيپال کې باور دی تر دې مهاله لږترلږه ۳۳۲ کسان مړه شوي او له ۹۰۰ ډېر نور لا ورک دي، چې ډېر یې سيلانیان او مذهبي زیارت کوونکي دي. د چين رسنيو راپورونه وايي د دوی اړخ تبت کې لږترلږه درې کسان مړه شوي، او له ۵۰۰ ډېر نور لادرکه دي. که څه هم دا لا ناروښانه ده، چې دا شمېرې د نيپال واله سره ګډې شوې که څنګه. يو شمېر ويډيوګانې چې پر انټرنېټ شريکې شوې، څپاندې سېلابي اوبه ښيي چې پر استوګنيزو سيمو ورځي، داسې حال کې چې خلک لوړو ځايونو ته په تېښته دي. بشپړ کل...
- Title
- نیپال او تبت کې سېلابونه؛ سلګونه کسان مړه او له ۱۵۰۰ ډېر بېدرکه دي
- Runtime
- 1:32
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- په نیپال کې د تېرې ورځې په خونړي سېلاب کې د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی. چارواکي وايي، د سلګونو بهرنیانو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېر کسان بېدرکه هم دي.
د چین له تبته هم د ۵۶۰ کسانو د بېدرکه کېدو خبر ورکړی شوی.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي، دغه سېلاب په همالیا غرونو کې د یوه طبیعي یخچال د ښویېدو پایله کې راوتلی او دا چې په ځینو سیمو کې د اوبو مخه ډب شوې، نو د نورو سېلابونو ویره هم شته.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.faceboo...
- Title
- د افغانستان د مېوو سوړ بازار
- Runtime
- 1:56
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي، په تېر کې د افغانستان د وچې او تازه مېوو څه باندې اویا سلنه پاکستان او د دغه هېواده له لارې هند او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېده چې اوس دا صادرات په ټپه درېدلي دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي بيبيسي پښتو ته وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټولو لارو له تړل کېدو وروسته د افغان مېوې لویه برخه په کور دننه پاتې کېږي، چې له امله یې بېې را ټېټې شوې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow...
- Title
- ټکنالوژي: ټولونيزې رسنۍ يې پر کارولو ځوانان څومره روږدی کوي؟
- Runtime
- 10:12
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- په کلیفورنیا کې یوه داسې محاکمه پیلېږي چې ښایي تر اوسه د مېټا شرکت د فعالیت څرنګوالي لپاره تر ټولو لوی ګواښ ثابت شي. مېټا د فېسبوک او انسټګرام څښتنه ده. په امریکا کې تر دې وړاندې هم ځینو مهمو قضایي پرېکړو موندلې چې شرکت داسې توليدات وړاندې کړي چې د روږدي کولو ځانګړتیا لري، او دا یې هم ویلي چې میټا پر خپلو دريځونو ماشومان له خطر سره مخ کړي او په نښه کړي دي. دا نوې دوسیه د امریکا ۳۰ ایالتونو له خوا وړاندې شوې، چې ادعا کوي میټا د ماشومانو د محرمیت په اړه د فډرالي او ایالتي قوانینو ګڼ شمېر سرغړونې کړې دي. څلورو لویو څارنوالانو ویلي چې مېټا د خپلو وېبپاڼو او ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- پنټاګون وايي، په کابل هوايي ډګر کې یې د برید په تړاو پټ اسناد کشف کړي دي
- Runtime
- 0:59
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار شان پارنل وايي، د هغه څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.
ښاغلي پارنل د دې برید د پنځمې کلیزې په مناسبت پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي: ''دا اسناد باید د خلکو لپاره خپاره شوي وای، خو په قصدي ډول په خوندي صندوقونو کې پټ ساتل شوي وو، چې هېڅوک یې ونه ویني.''
د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار وايي چې د هغه څېړنیز ټیم دا اسناد څېړي، ارزونه یې کوي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې حقایق به د امریکا له خلکو سره شریک کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست ...
- Title
- "افغانستان کې ميليونونه ماشومان د خوارځواکۍ خطرناکې بڼې سخت ډنګروالي کړېږي"- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- يونيسېف يا د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق وايي، د افغانستان لروبر ۳،۷ ميليونه ماشومان دا مهال له سخت ډنګروالي کړېږي، چې وايي، د خوارځواکۍ يوه خطرناکه بڼه ده. د يونيسېف په وينا ۱ ميليون ماشومان په کې په ژوند ګواښونکې کچې سختې خوارځواکۍ اخته دي. خوارځواکي د مناسبو خوړو نشتوالي له امله پېښېږي، چې بيا د بدن دفاعي ځواک سیسټمونه کمزوري کوي، او ماشومان په عادي ناروغۍ اخته کېدو له امله خطر سره مخامخېږي. يونيسېف پرون خپل راپور کې ويل، افغانستان کې د خورا سختې خوارځواکۍ پېښو ۸۳ سلنه له دوو کلنۍ ښکته، ماشومان دي. دغې ټولنې خبرداری ورکړی، پر روغتونو پر خوارځوا...
- Title
- په بلوچستان کې پر ځینو افغانانو برید
- Runtime
- 1:20
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- په بلوچستان کې پولیسو ویلي، چې په کوټه کې په تېرو دوو اونيوو کې د نامعلومو وسله والو لخوا ۶ افغانان وژل شوي دي. د پوليسو په وينا د روانې اګست میاشتې پر ۱۸مې نېټې د نامعلومو وسله والو لخوا د کوټې په سونا خان څلور لارې سیمه کې په ډزو کې درې نور افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی و. د پوليسو په خبره، وژل شوي افغانان د البندین ولسوالۍ څخه ګلستان سيمې ته د کار کولو لپاره روان وو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې. پولیسو د یادو پېښو په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube...
- Title
- د روغتون په اورلګېدنه کې د غبرګونو ماشومانو مړینه
- Runtime
- 2:25
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د اسلام په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله تر دې دمه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
بي بي سي د یاد روغتون مخې ته له یوه پلار سره خبرې کړې دي چې وایي، په دې پېښه کې یې غبرګوني ماشومان مړه شوي او مور یې لا خبره نه ده. د بي بي سي خبریال افتخار خان له دغه پلار سره غږېدلی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د اسلام اباد په روغتون کې اورلګېدنه
- Runtime
- 2:59
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پمز په نوم یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. د پاکستان حکومت یوه ویناه پاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له پېښې وروسته ویلي، په پېښه کې د بې غورۍ په ګناه به مسول کسان سزا وار شي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https:...
- Title
- زده کړې او د یوې افغانې هیلې
- Runtime
- 2:51
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- مریم کازمن د ننګرهار اصلي اوسېدونکې ده او اوس په دوبۍ کې د غاښونو د ډاکټرې په توګه کار کوي.
۳۵ کلنه مریم په درېیو ژبو خبرې کوي او خپلې لوړې زده کړې یې تر ماسټرۍ کچې په دوبۍ کې بشپړې کړې دي.
هغې د طالبانو د لومړۍ او دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د زده کړو او کار په موخه له افغانستانه کډه وکړه؛ خو کډوالۍ او ستونزو یې د پرمختګ هوډ کمزوری نه کړ.
مریم له افغانستانه تر پاکستان او بیا تر دوبۍ پورې اوږد مزل کړی او نن د خپل مسلک ترڅنګ، په ټولنیزو رسنیو کې هم د روغتیا اړوند معلومات هم له نورو سره شریکوي.
د بي بي سي شبنم خان ورسره خبرې کړې ...
- Title
- یونیسف: ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري
- Runtime
- 2:29
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.
د یونیسف د افغانستان د څانګې استازي تاجالدین اویوالې وویل، له دوی "یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي؛ دا د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه ده".
هغه چې له کابله یې د جنیوا خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "که درملنه ونه شي او موږ ژر اقدام ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اقتصاد: د افغانستان هندواڼو او خټکيو حاصلاتو غوړېدا، ولې سوداګر او بڼوال تاوانونه ګالي؟
- Runtime
- 11:48
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- سږ کال د افغانستان ځینو ولایتونو کې د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي که څه هم د ټولیز حاصل شمېرې لا نه دي خپرې شوي. خو د شمېرو له مخې تېر کال د هندواڼو او خټکیو ګډ حاصل شاوخوا دوه میلیون او اته شپېته زره ټنو ته رسېدلی و. خو پاکستان سره د سوداګرۍ او سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دغو موسمي مېوو صادرات په لویه کچه اغېزمن شوي، بڼوال او پلورونکي یې له مالي زیانونو سره مخامخ کړي دي. که څه هم د افغانستان کرنیزو او مالساتنې تولیداتو خونه وايي، د بدیلو بازارونو موندلو په هڅو کې سږ کال روسیې او قزاقستان ته څه باندې ۱۰ زره ټنه هندواڼې او خټک...
- Title
- په هند کې ټنهټنه منع شوي کبان له منځه یووړل شول
- Runtime
- 0:31
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- د هند په مرکزي برخه کې له ۳۶ ټنو ډېر تایلېنډي کبان وموندل شول او له منځه یووړل شول. چارواکو د ناګپور ښار په ۱۱ جهیلونو کې عملیات ترسره کړل، چې د دغو پردیو او چاپېریال ته د زیان رسوونکو کبانو د بازار ته له رسېدو مخنیوی وشي. په هند کې د دغو کبانو روزنه، تکثیر او خرڅلاو غیرقانوني دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- افغانستان کې د پولیو نوې پېښې، ولې دا ناروغي يوازې دې سيمې کې نه ختمېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- د روغتيا نړيوال سازمان ويلي افغانستان کې د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان خپل نوي راپور کې ويلي دوې پېښې د هرات شينډنډ او ادرسکن ولسواليو کې وې، داسې حال کې چې دوې نورې يوه د پکتيکا ډيلې، او بله د کندهار ارغستان کې ثبت شوې دي. په دې ډول د سږنی زېږيز کال له پيل راهيسې، دغه هېواد کې پر دې ناورغۍ د اخته کېدو پېښې چې پخلی يې شوی، ۱۹ ته رسېدلې دي. تر دې مهاله د پوليو ويروس پېښې يوازې افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي. روغتيا کارپوهان ټوله کې پر دې سره سلا دي، که افغانستان هره ولسوالۍ کې په پراخه کچه واکسين عملي کړي، واکسين ته د ټولو ما...
- Title
- د اوکرايين ډرون بریدونو کې د روسيې ستر انلاین پلورنځی په نښه شوی
- Runtime
- 0:23
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
په دې ويډيو کې کتلی شئ چې د اوکرایين ډرون الوتکو بریدونو کې د روسيې دويم ستر انلاین پلورنځی په نښه کېږي.
د اوزون شرکت ويلي د کراسنودار، داغستان، ستاوروپولا و اډيګيا په جنوبي سيمو کې یې لوژستيکي مرکزونو په شپنيو بریدونه کې اور اخيستی او له کبله یې څو کسان ټپيان شوي دي.
پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ویډيوګانو کې ليدل کېږي چې دغو مرکزونو اور اخیستی او لوګي ترې هوا ته پورته کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.c...
- Title
- د فرانسې په جنوب لوېديځ کې ویجاړونکی توپان
- Runtime
- 0:45
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د فرانسې په جنوب لوېديځ کې یو ویجاړونکی توپان له کليو تېر شوی او له ۴۰ ډېر کسان یې ټپيان کړي دي.
د وېرزېي کلي يوه عیني شاهد د تندر او توپان ويډيو ثبت کړې ده. په پوماس کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۱۰۰ کيلومتره زيات ښودل شوی چې د کورونو چتونه یې نړولي دي.
ځايي چارواکي وايي، د دوشنبې ماښام شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ له برېښنا بې برخې وې او لارې هم تړل شوې دې.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto ...
- Title
- د کرېکټ ملي لوبډلې له روزونکي سره د بيبيسي ځانګړې مرکه
- Runtime
- 9:24
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی وايي چې د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د اتلولۍ په موخه ګډون کوي. اوس چې په راتلونکې نړیوال جام کې د افغانستان ځای یقیني شوی، د لوبډلې روزونکي یې بي بي سي ته ویلي چې تر هغې د لوبډلې په کمزوریو کار کوي چې نړیوال جام ته پیاوړي ورشي او موخه یې د جام ګټل دي. ریچارډ پایبس ټینګار کوي چې لوبډله یې باید د بېټینګ، بالینګ او فیلډینګ ټولو برخو کې باثباته وي. له ایرلنډ سره د تېرې لوبلړۍ پر مهال ندیم اشرف ورسره مرکه کړې ده.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebo...
- Title
- لوبې: افغانستان د هند پر وړاندې راتلونکې شل اوريزې لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړې
- Runtime
- 13:24
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- افغانستان د هند پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړی دی. دې لوبډلې
کې ګلبدين نايب، محمد نبي، نوين الحق او مجيب ځدراڼ بېرته ستانه شوي، داسې حال کې چې نور رحمان په کې لومړی ځل لوبېږي. دا شل اوريزه لوبلړۍ د سپتمبر پر ۱۳ مې نوي ډيلي کې پيلېږي. بل پلو د کرېکټ اسیايۍ شورا اعلان کړی له دې وروسته افغانستان هم د همدې شورا د دوره يزې مشرۍ حق لري. دا پرېکړه د اسیا د کرېکټ شورا غړو خپلې کلنۍ غونډې کې کړې ده. له دې وړاندې دا مشري هند، پاکستان، سریلنکا او بنګله دېش کولی شوی. د افغانستان کرېکټبورډ ویلي دا وړاندیز يې مشر میرویس اشرف کړی چې غ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د چین انسانډوله روباټونه؛ د ماشینونو یو ارام انقلاب روان دی
- Runtime
- 1:21
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د چین په فابریکو کې له دوه میلیونو ډېر روباټونه کار کوي او د هغوی شمېر په چټکۍ زیاتېږي.
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د مېنوپاز یا میاشتني عادت د پړاو بندېدل څه دي؟
- Runtime
- 4:15
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- مېنوپاز (د ښځو د میاشتني عادت د پړاو بندېدل) د مېرمنو د عمر د زیاتېدو د بهیر یوه طبیعي برخه ده چې تر ډېره د ۴۵ او ۵۵ کلونو ترمنځ پیلېږي.
په ښځو کې د میاشتني عادت د بندېدو پړاو یو دم نه پېلېږي.
درې برخې لري او وروستي پړاو کې یې بیا په ښځو کې میاشتنی عادت یا حیض بیخي بندېږي.
پیل کې په ښځو کې حیض بې نظمه کېږي چې هغې دورې ته پرې مېنوپاز ویل کېږي.
په دې بهیر کې ښځو ته د بدن درد او ځینې رواني ستونزې لکه خپګان، د زړه تنګون او نور پیدا کېدای شي؟
دا بدلون د ښځې د میندوارۍ او اولاد راوړلو د دورې د پای او د ژوند د یوې نوې مرحلې د پیل نښه ده.
خو د متخصصا...
- Title
- د طالبانو حکومت واکمنۍ کې د ښځو ژوند، د ودني ژوند لانجې يې څنګې حلېږي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- تېرو څه د پاسه دوو اوونيو کې مو د طالبانو حکومت تر واکمنۍ افغانستانه بېلابېل راپورونه خپاره کړل. داسې حال کې چې همدې اګست کې يې پر افغانستان د واکمنۍ پنځه کاله پوره شول، بي بي سي د طالبانو جګپوړو څېرو سره خبرې کړې، هغوی چې د تېرې شل کلنې مودې پر مهال د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې اورپکۍ کې ښکېل و، اوس پر سياستوالو اوښتي او حکومت چلوي، چې وګوري دوی څنګه کړکېچ کې ګير هېواد اداره کوي. موږ افغانانو سره هم خبرې کړې، چې يو ځل بيا د هماغې توندلارې واکمنۍ سيوري کې ژوند کوي، چې لومړی ځل پرې لسيزې مخکې تپل شوې وه. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
- Title
- ولې له هغو شيانو ډارېږو چې موږ ته ښايي هېڅ زيان ونه رسوي؟
- Runtime
- 1:25
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
ځينې تر ټولو عامه وېره له ژويو او حيواناتو وي لکه له غڼو او مارانو چې په ډېرو مواردو کې ښايي موږ ته زيان ونه رسوي. نو ولې موږ ترې دومره ډارېږو؟ ایا تاسو هم له څه وېره لرئ؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د انسانډوله روباټ د ۱۰۰ مترو نیړوال ریکارډ
- Runtime
- 0:21
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- یو انسانډوله روباټ په چین کې د انسانډوله روباټونو د نړیوالو لوبو پر مهال د ۱۰۰ مترو په منډه کې د یوسین بولټ له نړیوال ریکارډ څخه هم ښه وخت ثبت کړ. دغه روباټ د بیجینګ د انسانډوله روباټیک نوښت مرکز جوړ کړی او ۱۰۰ متره یې په ۹.۳۹ ثانیو کې وځغلول.
اته ځله د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي یوسین بولټ په ۲۰۰۹ کال کې د انسانانو لپاره نړیوال ریکارډ جوړ کړی و او ۱۰۰ متره یې په ۹.۵۸ ثانیو کې وهلي وو.
دغه روباټ په ډېر لږ توپیر دوه نور روباټونه هم شاته پرېښودل؛ له هغو یو د چین د ځیرک ټیلېفون جوړوونکي شرکت Honor و. دغه شرکت وايي، روباټ یې په ازمایښتي منډه کې ۱۰۰ ...
- Title
- عائشه وهاب څومره پېژنئ؟
- Runtime
- 1:52
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- عائشه وهاب په ۱۹۸۷ کال نیویارک کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې ده.
مور او پلار یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له کبله امریکا ته کډوال شوي وو.
عائشه لا ماشومه وه چې پلار ووژل شو او مور یې هم مړه شوه. هغه او خور یې د بې سرپرسته ماشومانو د پالنې بنسټونو کې اوسېدې او وروسته په کالیفورنیا ایالت کې یوې کورنۍ په قانوني توګه د لور په توګه د هغې سرپرستي ومنله.
نوموړې د کالیفورنیا ایالت په فریمونټ ښار کې رالویه شوې او د سوېلي کالیفورنیا له پوهنتونه یې په ټولنیز چارو کې دوکتورا اخیستې ده.
هغې سیاست ته له راتګ مخکې په غیر انتفاعي بنسټ...
- Title
- د نړیوالو انسانډوله روباټونو د لوبو دویم پړاو په چین کې روان دی.
- Runtime
- 0:46
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- د نړیوالو انسانډوله روباټونو د لوبو دویم پړاو په چین کې روان دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- چارج کې پاتې شوې برېښنايي جارو نژدې ټوله کوټه وسوځوله
- Runtime
- 0:24
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
یوه برېښنايي جارو چې چارج ته اېښودل شوې وه اور یې اخيستی او نژدې یې ټوله کوټه سوځولې ده. کله چې د کور غړي له رخصتۍ راستانه شول ویې کتل چې د خوب په کوټه کې یې د برېښنايي جارو له کبله اور لګېدلی و.
د بریتانيا د کېمبرېج شاير د اور وژنې ادارې د کوټې ويډيو خپره کړې. دغې ادارې خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو د وتلو مخکې ټول برېښنايي وسايل باید له چارج لرې کړل شي او د کوټو دروازې باید بندې کړل شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: ...
- Title
- ۳ کلن ماشوم ۱۰ کیلومتره په لارۍ پورې نښتی و
- Runtime
- 0:30
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- #BBCPashto #bbcpashtotv
په يوه ويډيو کې ليدل کېږي چې یو دری کلن ماشوم له خپل کوره ۱۰ کیلومتره لرې په يوه لارۍ موټر پورې نښتی وي. دا ويډيو په تايلنډ کې ډېره لاس په لاس شوې ده او خلک یې هک حيران کړي چې څه ډول دې ماشوم وکولی شول دومره اوږده واټن کې ځان لارۍ پورې ټينګ ونيسي.
پوليسو لارۍ ودروله او ماشوم یې ترې کوز کړ. د ځايي رسنيو په وینا ماشوم له خپلې مور لرې شوی و او پرته له دې چې لارۍ چلونکی پوه شي، په لارۍ پورې ځان ټینګ نیولی و.
له پلټنو او کروېږونو وروسته ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته و سپارل شو.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: htt...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- مېرمن: ښځو ته په سوداګرۍ کې پېښې ستونزې څرنګه حل کېدای شي؟
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- پنځه کاله کېږي چې افغان نجونې له لوړو زدکړو او کاره منع شوي. کور کې ناستې او بي روزګاري مېرمنې مجبوره کړي چې وړو سوداګریو ته لاس کړي او دې د سوداګرو مېرمنو شمېر هم ډېر کړی، خو په داسې یوه ټولنه کې چې مېرمنې له کوره د دباندې کار کولو له محدودیتونو سره مخ دي، سوداګري مېرمنې څنګه خپل کار پرمخ وړي؟ پر وړاندې یې له شته خنډونه څنګه تیریږي؟ خپلې ستونزې څنګه حلوي؟ ځلا سحر په دې اړه له مېرمنو سره خبرې کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto...
- Title
- عائشه وهاب: ویاړم چې افغانه یم
- Runtime
- 0:53
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- عائشه وهاب له کلیفورنیا د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
وهاب په ځانګړو ټاکنو کې د ملیسا هرناندز پر وړاندې بریالۍ شوه.
وهاب په ۲۰۱۸ کال کې د هیوارډ ښار د شورا څوکۍ په ګټلو سره په متحده ایالاتو کې لومړنۍ افغانامریکایۍ شوه چې عامه دولتي مقام ته انتخاب شوه. اوس به هغه په کانګرس کې د خدمت کوونکې لومړنۍ افغانامریکایۍ وي.
وهاب اسوشیټډ پرېس ته وویل: "زه ډېره ویاړم چې لومړنۍ افغانامریکایۍ یم چې کانګرس ته انتخاب شوې یم."
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto...
- Title
- هغه شېبه چې 'لالا' توپان د کور چت الوځوي
- Runtime
- 0:33
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- د امریکا د هاوایي ایالت په بېګ اېلنډ کې د لالا توپان له تېرېدو وروسته د پاک کارۍ چارې روانې دي.
د دغه توپان له کبله دلته دوه کسان مړه او له ۱۱۰ زرو د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- هنري شېبې: همېشه بهار له زده کړو بې برخې افغان نجونو په اړه څه سندره ويلې؟
- Runtime
- 8:05
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- همېشه بهار د ننګرهار اوسېدونکې ده، د ښوونځي او پوهنتون زده کړې يې جلال آباد کې کړې دي. خو کله چې کډوالۍ ته اړ شوې، سندرو ته یې مخه کړې او په دې وروستيو کې يې په انګرېزۍ ژبې داسې سندره ويلې، چې له مخې یې هڅه کړې په افغانستان کې له ښوونځيو او زده کړو بې برخې شوو نجونو غږ نړۍ ته ورسوي. دې له بي بي سي سره د خپلې دغې سندرې په اړه خبرې کړې دي. سيد عبد الله نظامي دا او نور د "هنري شېبې" دې اوونۍ ګڼه کې راغونډ کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcp...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- هند کې یو سړی د سپي په بڼه د ښاروالۍ غونډې ته ورغی
- Runtime
- 0:35
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- په هند کې د یوه سړي ویډیو چې د سپي ماسک یې پر مخ کړی و او د ځايي ښاروالۍ په یوه غونډه کې یې ګډون کړی و، په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس پر لاس شوې ده.
د اپوزېسیون سیاستوال دیپک مولو راټهور دغه سړی د سې شنبې په ورځ (اګست ۱۸مه) د مدهیه پردیش ایالت د کنډوا ښار په یوې عامه اورېدنه کې له ځان سره راوستی و. دا یو غیرعادي احتجاج و چې موخه یې په ښار کې د کوڅه ډبو سپیو ستونزې ته پاملرنه رااړول او د سپیو د شنډولو د ادعا شوي ناکام پروګرام په اړه د ځوابونو غوښتل وو.
د ښاروالۍ کمېشنرې پریانکا راجاوت دغه تورونه بې بنسټه بللي او وايي، د سپیو د شنډولو چارې د یوه سیمه ییز ...
- Title
- په مېټرو کې خوشې شوي مارماهیان
- Runtime
- 0:23
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- په دې ویډیو کې ګورئ چې په یوې مېټرو کې سپاره کسان له یوه مساپر سره له هغه د خوشې شویو ژوندیو مارماهیانو په بېرته نیولو کې مرسته کوي.
دا ویډیو د چین په نانجېنګ کې ثبت شوې.
دغه ژوندي مارماهیان په یوه پلاستیکې سطل کې لېږدول کېدل چې په مېترو کې واوښت او مارماهیان ترې هره خوا رغړېدل.
چین کې د مارماهیانو شوقیان ډېر دي او د سمندري ژویو په مارکېټونو او رستوراتونو کې ډېر پلورل کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on T...
- Title
- د ترهګرۍ قربانيانو پاللو نړيواله ورځ، پاکستان کې تاوتريخوالي څومره زيان اړولی؟ نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- ملګري ملتونه وايي د ترهګرۍ قربانيانو او ترې د ژونديو پاتې شوو ترڅنګ ولاړ دي. دغه نړيوال سازمان د ترهګرۍ قربانيانو ته د درناوي او ياد لمانځلو نړيوالې ورځې پر مهال ويلي، دا ورځ يو داسې فرصت دی، چې د ترهګرۍ قربانيانو او ژونديو پاتې شوو غږ په کې راغبرګ کړي او ترهګرۍ اغېز په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت يوې اعلامیې کې ويلي د هغه څه پر وړاندې جګړې کې چې دوی ترهګري بللې، له ۹۰ زرو ډېر پاکستانيان وژل شوي، او اقتصادي تاوانونه یې له ۱۵۰ ميليارډ ډالرو اوښتي دي. اعلاميې ويلي، تېر ۲۰۲۵ کال يو تر ټولو مرګونی و، چې پاکستان ورسره تېره يوه لسي...
- Title
- د برنډې نړېدو امریکايي مارشال سرتېري ژوبل کړل
- Runtime
- 0:25
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- په دې ویډیو کې ښکاري چې د امریکا د مېزوري په هنټسوېل کې د امریکا د مارشال خدماتو سرتېري د یوې برنډې د نړېدو پېښه کې ژوبلېږي. دوی دغه ځای ته د یوه کس نیولو لپاره ورغلي وو چې د نیولو حکم یې شوی و.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ارام سمندر کې بېدرکه کب نیوونکي څنګه وژغورل شول؟
- Runtime
- 0:26
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- دوه کب نیوونکي چې پنځه ورځې په ارام سمندر کې بې درکه وو، بالاخره د مکسیکو سمندري ځواکونو لخوا وژغورل شول.
دوی دا ټوله موده په یوه کولر یا توکو د سړو ساتلو بکس کې تېره کړې ده.
چارواکي وايي سړي، چې ۵۳ او ۳۲ کلن ښودل شوي، له کورنیو سره تر یو ځای کېدو مخکې معاینې لپاره یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي وو.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- له شهاب الدين دلاور سره ځانګړې مرکه
- Runtime
- 19:05
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
د طالبانو حکومت وايي، د تماس کمیسیون له لارې تر اوسه د پخواني حکومت نژدې ۱۴۰۰ چاوراکي بېرته هېواد ته ستانه شوي. د تماس کمیسیون مشر شهاب الدین دلاور بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل په دوی کې پخواني وزیران، معینان، والیان، جنرالان او د ولسي جرګې غړي شامل دي.
ښاغلي دلاور دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې یو شمېر پخواني چارواکي له خلکو سره د لیدو کاتو او رسنیو سره د خبرو په برخه کې له محدودیتونو سره مخامخ دي خو ویې منله چې ځینې دغه چارواکي له داسې لیدو کاتو او څرګندونو را ګرځول شوي چې په وینا یې تر شاه یې ناسم نیتونه او ...
- Title
- روغتيا: د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې واکسين ماشومانو لپاره څومره اړين دی؟
- Runtime
- 11:17
- Date posted
- 27 days ago
- Description
- د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسين د ژوند او روغ بدن په کچه ارزښت لري، ځکه پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د تلپاتې شلوالي لامل کېدی شي. د پوليو واکسين ماشوم د دغې ناروغۍ پر وړاندې خوندي کوي او روغتيا يې ډاډمنوي. پوليو يوه عصبي ناروغي ده او بدن شلوي. د دغې ناروغۍ درملنه نشته، خو واکسين يې مخنيوی کوي. پوليو واکسين خوندي او اغېزناک دی، او هره دوره يا پړاو يې مهم دی، نو ماشوم ته بايد ټول ټاکل شوي ډوزونه يا يې خوراکونه ورکړل شي. شبنم خان دروان د روغتيا دې اوونۍ خپرونې کې پر همدې خپل مېلمه ډاکټر سره خبرې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaW...

