BBC Pashto
ورځپاڼو ته لېوالتیا کمه شوې، خو د ورځپاڼو یوه وېشونکي مهارت انټرنېټ مشهور کړی
- Title
- ورځپاڼو ته لېوالتیا کمه شوې، خو د ورځپاڼو یوه وېشونکي مهارت انټرنېټ مشهور کړی
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د هند د هريانه ايالت اوسېدونکي ديپک سايني د ۱۳ کلنۍ په عمر د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره د ورځپاڼو وېشلو کار پيل کړی و. له ۱۸ کلونو تجربې وروسته، د ده د ورځپاڼو دقيق او مهارت لرونکي غورځول په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې مشهور شوي. د هغه يوه ويډيو تر ۱۷۰ ميليونو ځله کتل شوې او ان د هند د استعدادونو په مشهور پروګرام (India’s Got Talent) کې يې هم ځای وموند.
اوس ديپک څلور نور کسان هم په کار ګومارلي او د ۲۵ کليو خلکو ته ورځپاڼې رسوي. خو نوموړی اندېښنه لري چې د ورځپاڼو صنعت ښايي په راتلونکو څو کلونو کې له جدي ستونزو سره مخ شي، ځکه ځوان نسل چاپي ورځپاڼو ته لږه مخه کوي.
- Title
- د پاکستان قامي اسمبلۍ له مخالفتونو سره سره د پښتونخوا بېړنی حالت تصویب کړ
- Runtime
- 0:38
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د پاکستان قامي اسمبلۍ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت نافذول "په غوڅ اکثریت" سره تصویب کړ. کله چې د پارلمان مشر دا اعلان کاوه نو مخالفو ګوندونو یې د اعتراض په ډول شعارونه ورکول چې واليواکمني یا ګورنر راج ورته د منلو نه دی.
له همدې پرېکړې سره د قامي اسمبلۍ غونډه تر را روانې جمعې وځنډول شوه.
نن ماښام به ورته پرېکړهلیک سنا مجلس ته هم وړاندې شي چې احتمال شته هغلته هم تصویب یا تایید شي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.fa...
- Title
- کالیفورنیا کې د استوايي توپان زیانونه
- Runtime
- 0:26
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د استوایي توپان "رېچل" پاتې شونو د تېرې اونۍ په پای کې د امریکا د سوېلي کالیفورنیا په بېلابېلو سیمو کې پر کورونو سخت برید وکړ، چې له امله یې ځینې کورونه د نړېدو له خطر سره مخ شول.
دغه توپان لاس وېګاس هم له سېلابونو سره مخ کړ، چې د ښار د مشهورې "سټریپ" سیمې ته څېرمه د اوبو کچه د زنګنو تر لوړوالي ورسېده.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د ټکر او تېښتې پېښې موټرسایکل پر یوه لاروي ور وغورځاوه
- Runtime
- 0:19
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د څار کامرې (CCTV) ویډیو ښيي چې یو سړی له یوې خطرناکې پېښې روغ ووت. یوه تېز روان موټر له یوه ولاړ موټرسایکل سره ټکر وکړ، په داسې حال کې چې یو سړی ناست و. سړی یوې خوا ته وغورځول شو، خو ټپي نه شو. موټرسایکل بیا په یوه بل لاروي ولګېد، چې ټپي شو او روغتون ته ولېږدول شو. پولیس هڅه کوي چې د موټر چلوونکی ونیسي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- بریتانیا کې یوه افغان د بدن ښکلا برخه کې د سرو زرو مډال ګټلی
- Runtime
- 2:36
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- بریتانیا کې یوه ۱۹ افغان کډوال د بدن ښکلا سیالیو کې اتلولې ګټلې او د سرو زرو مډال یې خپل کړی دی. نصیب نورزي د "طبیعي بدن جوړونې" برخه کې د ځوانانو فزیک کټګورۍ کې لومړی مقام ګټلی.
دی وايي بریتانیا ته له راتګ سره یې ډېر خلک نه پېژندل او څوک نه و چې ملاتړ یې وکړي، خو وايي خپله یې خواري وکړه او بالاخره دې سیالیو کې زمینه ورته برابره شوه چې روانه اوونۍ به یوه بله سیالي کې ګډون وکړي. ښاغلی نصیب وايي چې د مسلکي لوبغاړي په توګه لومړی دا ورته سخته وه چې خواړه بدل کړي او نور ټول ژوند کې نظم راولي، خو اوس ورسره عادي شوی. دی پر هغو ځوانو افغانانو چې بریتانیا ته راغل...
- Title
- اقتصاد: د افغانستان او پاکستان لارو بندېدو سره کاروبارونه څومره زيانونو سره مخامخ دي؟
- Runtime
- 11:07
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو یو کال پوره شو، چې د کاروپوهانو په باور يې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته یې زیان رسولی دی. جلغوزې د افغانستان د صادراتو مهمه برخه ده. سږنی کال اټکل دا و، چې د جنوب ختیځ زون په کچه د جلغوزيو حاصلات د تېر کال پرتله د دوه برابره شي؛ خو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو او د بازار او صادراتو ستونزو د دغه محصول سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهم سوداګریز تړاو سپین بولدک-چمن لار هم ده چې بندېدو یې د سیمې پر اقتصاد ژور اغېز کړی دی. د دغې لارې اوږدو کې هوټلونه، پنچرکارانو...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د مرګ له ګواښونو سره د عراقۍ ښځو مقابله؛ 'کامره ستا وسله ده'
- Runtime
- 1:43
- Date posted
- 20 days ago
- Description
- بي بي سي له یوې فعالې سره کتلي چې پر انسټګرام کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند د افشا کولو لپاره ویډیوګانې خپروي او همدارنګه له یوې داسې مور سره خبرې کوي چې د خپلې لور د جنسي تېري قضیه د عدالت د ترلاسه کولو لپاره تعقیبوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بېړني حالت او ګورنر راج تر نافذېدو وروسته خیبر پښتونخوا
- Runtime
- 2:28
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د بېړني حالت او ګورنر راج تر نافذېدو وروسته، که څه هم تر اوسه په خیبر پښتونخوا صوبه کې پراخ احتجاجونه نه دي ليدل شوي، خو سياسي شنونکي باور لري چې د عمران خان سياسي نفوذ او ولسي ملاتړ لا هم تر کافي بریده پياوړی دی.
بل لور، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سختدريځۍ او تاوتريخوالي پېښې په تېرو اتلسو مياشتو کې شاوخوا ۱۹۵ سلنه زياتې شوې دي.
پاکستان حکومت وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د سختدريځۍ او امنيتي پېښو زياتوالی د بېړني حالت او ګورنر راج د نافذولو اصلي لامل دی.
نور حال د نور محمد سعید په رپوټ کې:
#BBCPa...
- Title
- پر افغانستان د پاکستان بریدونو يو کاال، د ملګرو ملتونو راپورتر يې د پلټنې غږ کړې-بی بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:15
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، پر دغه هېواد د پاکستان بريدونو له پيله اوس يو کال پوره کېږي. د تېر کال اوکتوبر کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ټوکېدلی، دغو هوايي ګوزاورنو کې چې اسلام اباد داوه کوي، د اورپکو پټنځايونه يې په کې په نښه کړي، د راپورونو له مخې تر ډېره په کې ځاني او مالي زيان ملکيانو ته اوښتی دی. د ملګرو متلونو شمېرو له مخې يوازې د سږني کال له پيله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي پايله کې افغان اړخ کې له ۱۱ سوو ډېر ملکیان وژل شوي او ژوبل شوي دي. پاکستان دغو بريدونو کې کونړ، ننګرهار، پکتيا، خوست، پکتيکا، ...
- Title
- افغانستان ته د یوې هنرمندې لیک
- Runtime
- 1:48
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د پاپ موسیقۍ او فولکلور نغمو له منځه کله کله داسې یو غږ راپورته کېږي، چې یوازې سندرې نه وايي، بلکې له ځانه سره د یوه نسل یادونه، خاطرې او کلتور راژوندي کوي.
له دې غږونو یو زیبالنسا همایون بنګښ ده.هغه سندرغاړې چې پاپ موسیقي د پښتو او دري موسیقۍ له فولکلور سره ګډوي او داسې یو خوږ امنتزاج ترې جوړوي، چې اوسنی وخت له تېر سره تړي.
پښتونخوا او افغانستان کې یې له "پیمانه بده" او "بيبي صنم" سندرو سره د ګڼو کسانو یادونه تړلي. اغلې بنګښ په دې مرکه کې تورپېکۍ غرنۍ سره د خپلو هنري فعالیتونو، موسیقۍ سره د مینې، او (کابل ته د مینې لیک) تر نامه لاندې د سندریز ...
- Title
- په خیبر پښتونخوا کې د دوو خویندو کیسه چې د میراث حق غواړي
- Runtime
- 2:57
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- په پاکستان کې ځینې مېرمنې وایي، د وروڼو لخوا د میراث له حقه د خویندو محرومول په دې ټولنه کې د پام وړ ستونزې جوړې کړې دي.
دوی وایي، ځینې مېرمنې له دې وېرې چې وروڼه به یې ورسره اړیکه پرې کړي، له دې حقه تېرېږي.
خو داسې مېرمنې هم شته چې د میراث حق غواړي او وایي، د ژوند ډېره برخه یې محکمو ته په تګ راتګ او د خپل حق په غوښتو تېرېږي.
په خیبر پښتونخوا کې دوو مېرمنو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، وروڼه یې د میراث حق نه ورکوي او ادعا یې کړه چې له دوی سره یې تاوتریخوالی هم کړی دی.
په پېښور کې زمونږ همکار رحمان الله د دغو خويندو کور ته ورغلی او ورسره یې خبرې...
- Title
- لوبې- افغانستان سره ټېست لوبه کې بنګله دېش ولې برلاسی دی؟
- Runtime
- 11:58
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- بنګله دېش لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ته ډېرې منډې وکړې، خو د ویشتنځای د ریپوټ له مخې بیا دا چې رحمت شاه، عبدالمالک او اکرام علي خېل ملګرتیاوې وکړې، داسې برېښېده چې د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ منډې به پوره کړي. خو د دریمې ورځې په لومړیو کې بیا له رحمت شاه سره چا ملګرتیا ونه کړه. لوبډلشمر رحمت شا نا سوځېدلې ۱۰۵ منډې وکړې. د بنګله دېش په دویمه پاڼۍ کې یې که څه هم لومړۍ درې ویکټې ژر واخیستې، خو له هغه وروسته یې د مشفق الرحیم او نجم الحسین شانتو د اوږدې ملګرتیا مخه ونه نیوله.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1<...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 21 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د حوثیانو توغندیزو بریدونو د ریاض هوايي ډګر ولړزاوه
- Runtime
- 0:15
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې پر نړیوال هوايي ډګر دوو بریدونو ۱۴ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. د سعودي د رسنیو وزارت لخوا خپرو شویو امنیتي کمرو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر مسافر او کارکوونکي د یوه توغندي تر لګېدو وروسته پناه اخلي. یمن کې د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او هوايي شرکتونو او مسافرو ته یې خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب له هوايي ډګرونو او هوايي حریمه دې کار نه اخلي. حوثیانو ویلي چې هوايي ډګر یې د بالستیک او کروز توغندیو ترڅنګ د بې پېلوټه الوتکو په وسیله هم په نښه کړی دی.
Subscribe for more...
- Title
- خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان، اعلی وزیر او د کابیني غړي یې نیول شوي دي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:16
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- د پاکستان مرکزي حکومت تایید کړې ده چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی او د ایالتي کابیني غړي د بېړنی حالت له اعلانولو وروسته نیول شوي دي.د ګورنر يا والي واکمنۍ او اضطراري حالت له نافذېدو وروسته د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په ادارو او پولیسو کې هم پراخ بدلونونه پیل شوي دي.
اسلام اباد وايي دا ګامونه د خراب امنیتي وضعیت کابو کولو او له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره اړین وو. خو تحریک انصاف ګوند دا پرېکړه سیاسي اقدام او د خپل حکومت پر ضد یو ډول کودتا بولي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:10 د سر خبر
0:29 خېبر پښتونخ...
- Title
- کابل او افغاني موسیقۍ سره د سندرغاړې 'زیب' تړلي یادونه
- Runtime
- 39:23
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
د پاپ موسیقۍ او فولکلور نغمو له منځه کله کله داسې یو غږ راپورته کېږي، چې یوازې سندرې نه وايي، بلکې له ځانه سره د یوه نسل یادونه، خاطرې او کلتور راژوندی کوي. له دې غږونو یو زیبالنسا همایون بنګښ ده. هغه سندرغاړې چې پاپ موسیقي د پښتو او دري موسیقۍ له فولکلور سره ګډوي او داسې یو خوږ امنتزاج ترې جوړوي، چې اوسنی وخت له تېر سره تړي. پښتونخوا او افغانستان کې یې له "پیمانه بده" او "بيبي صنم" سندرو سره د ګڼو کسانو یادونه تړلي. آغلې بنګښ په دې مرکه کې تورپېکۍ غرنۍ سره د خپلو هنري فعالیتونو، موسیقۍ سره د مینې، او (کابل ته د مینې لیک) په نامه ...
- Title
- ریچارډ بېنیټ: د جرمونو نړیواله محکمه دې له پاکستان سره حساب وکړي
- Runtime
- 8:33
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ولسي افغانانو په نښه کولو سره "جنګي جرمونه کړي" چې له امله یې باید ورسره حساب وشي."
د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي له ښاغلي بېنیټ سره خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د روسیې له بریده د یوه سړي د ژوندي وتلو شېبه
- Runtime
- 0:18
- Date posted
- 22 days ago
- Description
- په اوکرایین کې د څار کمرو هغه شېبه ثبت کړې چې یو سړی پکې د روسیې د بېپیلوټه الوتکې له برید ژوندی وځي.
دغه برید د پنجشنبې پر ورځ سویاتوپېتروفسکې کې یوه وړکتون او لوبغالي ته نږدې شوی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان؛ پېښور کې وضعیت څنګه و؟
- Runtime
- 1:58
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلانېدو سره نن یکشنبه د پېښور په ښار کې ګڼې مهمې لارې تړلې او د امنیتي ځواکونو حضور تر معمول زیات و.
مرکزي حکومت په داسې حال کې په دغه ایالت کې د بېړني حالت په اعلانولو سره د سهیل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف منتخب حکومت بېواکه کړ، چې د دغه ګوند ملاتړو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یو لوی لاریون پیل کړی و.
سهیل اپریدي د بېړني حالت تر اعلان مخکې پر خپله اېکس پانه لیکلي وو چې که داسې کوم ګام واخیستل شي، نو خلک به یې پر وړاندې ودرېږي.
خو د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ګواښ کړی چې که څوک د ده په وینا فساد او ګډوډۍ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:10
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اتلانتیک کې د سږني فصل د لومړني سمندري توپان پر مهال برېښنا
- Runtime
- 0:26
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- په دې ویډیو کې چې له فضا څخه اخیستل شوې، په اتلانتیک سمندر کې د روان موسم د لومړي سمندري توپان پر مهال برېښنا وینئ.
ایسایاس د لومړنۍ کتګورۍ توپان دی چې د بادونو چټکتیا یې په ساعت کې له ۱۲۶ کیلومترو اوړي.
دغه توپان په امریکا کې د شمالي خلیج ساحلي سیمې د سختو بادونو، درنو ورښتونو او د سمندر اوبو د سطحې د لوړېدو له ګواښونو سره مخامخ کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram...
- Title
- د پاکستان ولسمشر په خيبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو منظوري ورکړه
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خيبر پښتونخوا کې د بېړنیز حالت یا ايمرجنسۍ لګولو منظوري ورکړې، چې له مخې به يې پر پرېکړه سملاسي عمل پيل شي. له دې مخکې نن یکشنبه ګهیځ د پاکستان فدرالي حکومت وویل، په خیبر پښتونخوا صوبه کې یې د ایمرجنسي د نافذولو لپاره د پاکستان ولسمشر ته رسمي سپارښتنه واستوله، چې ولسمشر لاسلیک کړه. نور حال د نور محمد سعید په رپوټ کې:
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: http...
- Title
- د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر له برید وروسته شېبې
- Runtime
- 0:16
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د سعودي عرب د پلازمېنې ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
دا د ایران د جګړې له پیل راهیسې پر یوه خلیجي هېواد تر ټولو خونړی برید بلل شوی.
تازه د یمن حوثيانو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي د هوايي ډګرونو له کارولو دې ډډه وکړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- مېرمن
- Runtime
- 30:16
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- دا خپرونه له روزونکو، روغتیايي، اقتصادي او له معلوماتي مسایلو جوړه ده.
- Title
- د سولې نوبل جايزه؛ د شهباز شريف له خوا د ټرمپ نوماندي
- Runtime
- 1:58
- Date posted
- 23 days ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
د سولې نوبل جايزه؛ ولې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوسه دی او د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف بيا د ټرمپ نوماندۍ لیکنې کوي.
د بي بي سي ګوربت ننګیال پرې معلومات ورکوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د تایلنډ ملکه جنګي جټ الوتکه الوځوي
- Runtime
- 0:20
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- د تايلنډ شاهي ماڼۍ ویلي چې ملکې سوتیدا په لومړي ځل په یوازې سر یوه جنګي جټ الوتکه الوځولې ده.
هغې دا الوتنه داسې حال کې کوله چې پاچا ماها واجیرالونګکورن یې نندارې ته ناست و.
د تایلنډ د شاهي دربار اداره وايي، ملکه سوتیدا له ۲۰۱۰ کال راهیسې په بېلابېلو الوتکو کې د ۱۱۸۸ ساعته پیلوټۍ تجربه لري.
هغه د ځینو رسمي بهرنیو سفرونو پر مهال د پاچا د لېږدونکو الوتکو د مرستیالې پیلوټې دنده هم پر مخ وړې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpa...
- Title
- پر ارامکو د حوثیانو بریدونه؛ سعودي ته دا شرکت څومره مهم دی؟
- Runtime
- 3:48
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- په یمن کې په څو جبهو کې پراخ پوځي تاوتریخوالی روان دی. په ورته وخت کې د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي، چې حوثیانو په تېرو څو اونیو کې نیولې وې؛ په ځانګړې توګه د یمن په لوېدیځ ساحل او د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمو کې.
د جګړې د ډګر له تاوتریخوالي سره هممهاله، د سعودي عربستان د 'ارامکو' شرکت تأسیسات هم د حوثیانو د بریدونو له هدفونو ګرځېدلي دي. دې ډلې اعلان کړی چې د ارامکو اړوند تأسیسات یې په نښه کړي او ټینګار یې کړی چې دغه بریدونه په صنعاء او د یمن په نورو ولایتونو کې د سعودي عربستان د هوايي برÛ...
- Title
- بریاني که قابلي؟
- Runtime
- 1:48
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- د پاپ موسیقۍ او فولکلور نغمو له منځه کله کله داسې یو غږ راپورته کېږي، چې یوازې سندرې نه وايي، بلکې له ځانه سره د یوه نسل یادونه، خاطرې او کلتور راژوندی کوي.
له دې غږونو یو زیبالنسا همایون بنګښ ده.
هغه سندرغاړې چې پاپ موسیقي د پښتو او دري موسیقۍ له فولکلور سره ګډوي او داسې یو خوږ امنتزاج ترې جوړوي، چې اوسنی وخت له تېر سره تړي.
پښتونخوا او افغانستان کې یې له "پیمانه بده" او "بيبي صنم" سندرو سره د ګڼو کسانو یادونه تړلي.
آغلې بنګښ په دې مرکه کې تورپېکۍ غرنۍ سره د خپلو هنري فعالیتونو، موسیقۍ سره د مینې، او (کابل ته د مینې لیک) په نامه د سندریØ...
- Title
- ډاکټر وحید آرین؛ د جګړې پټ ټپونه او د مرستې غوښتلو لومړی ګام | زړه خواله
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- دا د هغه افغان ماشوم کیسه ده چې د شوروي جګړې په کلونو کې وزېږېد او د جګړې له سیوري سره یې ماشومتوب پیل شو.
کله به چې د جګړې ډزې او چاودنې پیل شوې، مور به یې وحید ته ویل چې دا «آتشبازي» ده؛ غوښتل یې ماشوم یې ونه وېرېږي. خو د جګړې اغېزې تل د ډزو له غلې کېدو سره نه ختمېږي.
وحید آرین، لکه د ډېرو نورو افغانانو په شان، له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شو. په کډوالۍ کې له ناروغۍ، بېوزلۍ او بېباورۍ سره مخ شو؛ خو د یوه ډاکټر یوه کوچنۍ ډالۍ د هغه په زړه کې یوه لویه هیله پیدا کړه: دا چې یوه ورځ به دی هم ډاکټر شي.
کلونه وروسته، هماغه کډوال ماشوم په بریتانیا...
- Title
- هنري شېبې: د پښتو ولسي ادبياتو "انګۍ" کله ويل کېږي؟
- Runtime
- 10:06
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- پښتو ادبياتو کې ټپې، که د ښکلا، مینې او مېړانې ستاینې وختونو کې کارېږي، د ستونزو، دردونو او ګیلو منعکس کولو لپاره هم خلکو ته موکه ورکوي، چې خپل احساسات راوسپړي. له پېړیو راهیسې په پښتني کلتور کې نجونې د زړه خواله په لنډیو کې هم کوي. د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناوې د رخصتېدو په وخت کې، د هغې حالت، رواني وضعیت خوښۍ او ناخوښۍ ته په کتو د ټپو، یا د دوی په خبره، د انګیو ویل، لا هم دود دی. د زیارت ولسوالۍ اوسېدونکې فوزیه کاکړې د بلوچستان پوهنتون د هنرونو له څانګې د انځورګرۍ په برخه کې ماسټري کړې او د ماسټرۍ څېړنې موضوع یې هم، دغه ډول ټپې ټاکلې وه. پاÙ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:11
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ژر ویده شئ، ژور خوب وکړئ او زرګونه ډالر وګټئ
- Runtime
- 1:45
- Date posted
- 24 days ago
- Description
- په جاپان کې خوب په یوې سیالۍ بدل شوی؛ توکیو ښار کې لسګونو ګډونوالو د ۹۰ دقیقو لپاره د ژر او ژور خوب کولو سیالي وکړه، چې د ۱۴ زره ډالرو په ارزښت جایزه وګټي.
په دې سیالۍ کې چې د توشکو یوه شرکت جوړه کړې وه، د ګډونوالو د خوب د کیفیت د څارنې ځانګړي وسایل وکارول شول، چې په ډاګه شي څوک ژر ویدېږي او څوک ژور خوب کوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د اعدام سزا سره مخ پخواني امریکايي سرتېري د افغانستان او طالبانو په اړه څه ویلي وو؟
- Runtime
- 2:25
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- د امریکا دفاع وزارت ویلي، د امریکايي پوځ پخوانی سرتېری نضال حسن به د را روانې دسمبر میاشتې پر درېیمه نېټه په هماغه پوځي اډه کې په ډزو سره اعدام شي چې ده پکې ۱۳ سرتېري وژلي وو. ښاغلي حسن په خپل اعتراف کې د افغانستان او طالبانو په اړه څه ویلي وو؟ په دغه رپوټ کې ترې خبرېدای شئ.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د اوکتوبر ۷ مې بريدونو او د اسرائيلو غچ عملياتو وروسته غزې کې حالت څنګه دی؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:15
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- درې کاله مخکې دا مياشت داسې حال کې چې اسرائیلو د اوکتوبر اوومې بريدونو پر غچ اخيستو پيل وکړ، غزې کې د څه د پاسه دوو ميليونو وګړو ژوند تل لپاره بدل شو. د تېر کال اوکتوبر راهيسې هلته اوربند دی. خو د غزې ډېره برخه ويجاړه پرته ده، د بيا رغونې چارې ځکه شونې نه دي، چې د سولې يو تړون حالت په ټپه ولاړ دی. د تېر کال اوکتوبر کې غزې کې د اسرائيلو ځواکونه د ژېړې ليکې په نامه ځای ته په شا شول. له هغه راهيسې اسرائيلو دا کرښه غزې کې لا نوره دننه لېږدولې ده. اسرائيل وايي تر هغه به له غزې ونه وځي، چې حماس په ريښتيني ډول بې وسلې شوی نه وي. حماس بيا وايي تر هغه به وسلې کېنه ږدي، ...
- Title
- پاکستان کې د عمران خان د ملاتړو د لاریون ۶مه ورځ
- Runtime
- 0:55
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- نن په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو لخوا د پیل شوي لاریون (لانګ مارچ) شپږمه ورځ ده.
د دغه لاریون مشري د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی کوي.
هغه پرون په پېښور کې د لاریون ګډونوالو ته وویل، چې نن به په چارسده کې ورسره د راتلونکي پړاو د پلان یوه برخه شریکه کړي.
سهیل اپریدي ویلي چې دوی اسلام اباد ته د تګ هوډ لري، خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی چې د لاریون ګډونوالو به پلازمېنې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com...
- Title
- کابل او افغاني موسیقۍ سره د سندرغاړې 'زیب' تړلي یادونه
- Runtime
- 3:00
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- د پاپ موسیقۍ او فولکلور نغمو له منځه کله کله داسې یو غږ راپورته کېږي، چې یوازې سندرې نه وايي، بلکې له ځانه سره د یوه نسل یادونه، خاطرې او کلتور راژوندی کوي.
له دې غږونو یو زیبالنسا همایون بنګښ ده.
هغه سندرغاړې چې پاپ موسیقي د پښتو او دري موسیقۍ له فولکلور سره ګډوي او داسې یو خوږ امنتزاج ترې جوړوي، چې اوسنی وخت له تېر سره تړي.
پښتونخوا او افغانستان کې یې له "پیمانه بده" او "بيبي صنم" سندرو سره د ګڼو کسانو یادونه تړلي.
آغلې بنګښ په دې مرکه کې تورپېکۍ غرنۍ سره د خپلو هنري فعالیتونو، موسیقۍ سره د مینې، او (کابل ته د مینې لیک) په نامه د سندریØ...
- Title
- کوم امریکایي ساینسپوه ته د نوبل جایزه ورکړل شوې؟
- Runtime
- 0:31
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- په دې ویډیو کې ګورئ چې یو امریکایی ساینسپوه خپلې کورنۍ ته وایي چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده.
دغه جایزه نوموړي او د هغه دوو نورو همکارانو ته ورکړل شوې ده.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- اسمان کې له ۷۰،۰۰۰ د ډېرو ډرونونو ننداره
- Runtime
- 0:43
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- په ټکساس کې د درېیو ورځو په اوږدو کې ټولټال ۷۱،۲۰۷ ډرونونه والوزول شول، چې موخه یې د نوي نړیوال ریکارډ جوړول وو. دې نندارې د ګینس نړیوال ریکارډ د "په یوه اونۍ کې د تر ټولو ډېرو ډرونونو د الوتنې" لقب ترلاسه کړ او پخوانی ریکارډ یې، چې ۵۵،۹۳۹ ډرونونه و، مات کړ.
دې نندارې یو بل ګینس نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ: د ډرونونو په وسیله د جوړ شوي افسانوي مخلوق د تر ټولو لویې هوايي نندارې ریکارډ. په دې برخه کې ۱۰،۱۸۳ ډرونونه کارول شوي وو، چې پخوانی ۲،۲۴۷ ډرونونو ریکارډ یې مات کړ.
دا ریکارډونه د امریکا "سکای ایلېمنټس ډرون شوز" او "دامودا امریکا" شرکتونو جوړ کړل.
...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:10
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- دا نیمګړې نقاشي د امریکا د خپلواکۍ په اړه موږ ته څه راښيي؟
- Runtime
- 0:49
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- دا نیمګړې نقاشي د امریکا د خپلواکۍ په اړه موږ ته څه راښيي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- له بنون سیوان سره د بي بي سي ځانګړې مرکه
- Runtime
- 59:45
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- دري دېرش کاله وړاندې، د شوروي په ملاتړ د افغان حکومت له نسکورېدو مخکې د افغانستان وروستی ولسمشر، نجیب الله، کابل ته د طالبانو له ننووتلو وروسته د ملګرو ملتونو له دفتره وویستل شو او ووژل شو.
طالبانو بله ورځ د هغه او د هغه د ورور جسدونه د کابل په یوه مرکزي څلورلاره کې وځړول.
له دغه پېښې اته نیم کاله وړاندې، د ۱۹۹۲ کال د اپرېل د ۱۵مې په شپه، ډاکټر نجیب الله تکل کړی و چې له افغانستانه ووځي.
ټاکل شوې وه چې هغه د کابل له هوایي ډګره په هغه الوتکه کې پورته شي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، بنون سیوان، په کې ورته تمه و چې ه...
- Title
- د نانا پاټېکر کوم ډيالوګ یا فلم مو په زړه ښه لګېدلی؟
- Runtime
- 3:11
- Date posted
- 25 days ago
- Description
- وتلی هندی فلمي لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر د زړه حملې له امله مړ شوی. په دغه رپوټ کې نورګل شفق د ده هنري ژوند ته لنډه کتنه کړې ده.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- کرېکټ: د راشد خان او عظمت الله عمرزي نومونه د ای سي سي نوې درجه بندۍ په لومړي سر کې راغلي
- Runtime
- 1:39
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- افغان کرېکټ ستوری راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په تازه درجه بندۍ کې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د توپ ویشتونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی. بل ځوان افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي بیا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په کتار کې خپل ځای ساتلی او په خپل پخواني لومړني مقام پاتې دی. تفصیل د نور محمد سعید په رپوټ کې:
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د نوبل جایزه ادبیاتوکې چا ته ورکړل شوه؟
- Runtime
- 3:43
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- ادبیاتو کې د نوبل سږنۍ جایزه کاناډايۍ شاعرې او لیکوالې ان کارسن ته ورکړل شوه. ولې مېرمن کارسن د دغه جایزې لپاره غوره شوې ده؟ سید عبدالله نظامي پرې له ایمل پسرلي سره غږېدلی دی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ژورو څاهګانو ته لوېدل؛ دافغان ماشومانو پټ قاتل
- Runtime
- 4:16
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- په ټول افغانستان کې، چې ځمکې وچې او وچکالي ګڼې سیمې ځپلي، اوبو ته د رسېدو ستړې کوونکې هڅې د دې لامل شوې چې سلګونه زره ژورې او تنګې څاګانې وکیندل شي؛ داسې څاګانې چې په ځینو مواردو کې په سختۍ لیدل کېږي، ځکه نو کرنیزې ځمکې او کروندې یې د مرګ په لومو بدلې کړې دي .
هغه ژوره څاه چې زینالله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچه شوې وه. ځايي اوسېدونکو چې دا څاه یې کیندلې وه، خوله یې په لرګیو او خاورو پوښلې وه؛ خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شول او خاوره هم نرمه شوه.
مامون درانی
#bbcpashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?su...
- Title
- د ولسمشر د لور نڅا
- Runtime
- 0:56
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- په ټولنیزو رسنیو کې د تاجکستان د ولسمشر د لور د نڅا ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې دي. دا ویډیو د تاجکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې له مراسمو اخیستل شوې ده.
په دې مراسمو کې د تاجکستان درېیو لوڼو او مېرمنه یې د خپل هېواد دودیز کالي اغوستي او دودیزه نڅا کوي. دا مراسم تېره دوشنبه په کولاب ښار کې ترسره شول.
په دې ویډیو د ولسمشر امام علي رحمان لور ازاده رحمان لیدل کېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشره ده. دا لومړی ځل دی چې د تاجکستان د ولسمشر لور داسې د خپل پلار په اجازه د نورو خلکو ترمخ خوښۍ ښيي او د خپل هېواد دودیزه نڅا کوي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان س...
- Title
- يمن کې جګړه په سختېدو ده، حوثيانو او حکومتي ځواکونو يو پر بل ګوزارونه کړي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:16
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- سعودي وايي پر هوايي ډګرونو یې تازه بريدونو ۳ کسان وژلي، او ۳۶ نور يې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي تېرو څو ورځو کې پلازمېنې رياض کې د پاچا خالد نړیوال هوايي ډګر، او د ابها نړيوال هوايي ډګر په نښه شوي دي. يمن کې د ايران په ملاتړ، حوثيان وايي دا ګوزارونه دوی کړي دي. دا تېره مياشت رياض کې د حوثيانو له يوه بريد وروسته، د پاچا خالد نړيوال هوايي ډګر سره نژدې حالت ننداره وه. نن سهار حوثيانو پر دغه هوايي ډګر د يوه بل برید داوه کړې، او هوايي شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی، چې د سعودي له هوايي ساحې دې ډډه وکړي. د فرانسې خبري اژانس د رياض لروبر د چاودنو اورېدو راپورونه ورکÚ...
- Title
- سهیل اپریدی: زموږ د لوی لاریون بل پړاو نن له پېښوره پیلېږي
- Runtime
- 0:57
- Date posted
- 26 days ago
- Description
- د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ویلي د دوی د لوی لاریون (لانګ مارچ) بل پړاو به نن له پېښوره پیل شي.
سهیل اپریدی د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتي چې په پراخه کچه راووځي او په دغه لاریون کې ګډون وکړ.
هغه زیاته کړې چې د ده ایالتي حکومت به داسې پالیسۍ ونه مني، چې پایله کې یې یو ځل بیا په خیبرپښتونخوا کې ناامنۍ، ترهګرۍ او وینې بهېدنې ته لار هواره شي.
د دغه لاریون ځینې ګډوال هم وايي، چې له ګرانۍ، ترهګرۍ او د هېواد له ناسم مدیریته کړېږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه لاریون د اکټوبر پر ۴مه له لکيمروته پیل شوی او پلان دا دی چې ګډونوال یې په راتلونکو ورځو کې ...

