BBC Pashto
په افغانستان کې سختو واورو او بارانونو د سر او مال زیانونه اړولي، کچه یې څومره ده؟ بي بي سي
- Title
- په افغانستان کې سختو واورو او بارانونو د سر او مال زیانونه اړولي، کچه یې څومره ده؟ بي بي سي
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په افغانستان کې د سختو واورو او بارانونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه لوړه شوي، طالب چارواکې وايي د دوی د اټکل له مخې له څلویښتو ډېر کسان مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت له پیښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، د اټکل له مخې له ۳۰۰ زیات کورونه نیم او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. خو د ده په خبره دا شمېرې لا کره نه دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.co...
- Title
- د افغانستان ځینو برخو کې د واورې ورښت دوام لري
- Runtime
- 0:48
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت د تولګټو وزارت وایي، د افغانستان په ځینو برخو کې د واوروې ورښت دوام لري او له دې کبله د سالنګ او ځینې نورې لارې لا هم تړلې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دوشاخ سیمه کې د سختې واورې ورېدو، توپان او واورې ښوېدنې له کبله یو هوټل او څو دوکانونه هم لاندې شوي وو.
هغه زیاته کړې، چې په سالنګونو کې د توپان او واورې ښویېدنې له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د نامساعدو شرایطو له کبله پر صعبالعبور لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for m...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- روغتيا: افغانستان کې د درملو کاروبار په کوم حال کې دی؟
- Runtime
- 9:59
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت کې د خوړو او درملو د څرنګوالي کنټرول اداره وايي افغانستان کې د درملو کلنی بازار شاو خوا دوه نیم میلیارد ډالره دی. خو د ارزونو له مخې کره شمېرو کې د تشو او نيمګړتياوو له امله افغانستان کې د درملو بازار ارزښت روښانه نه دی، او وروستۍ نښې نښانې بيا ښيي چې پانګونه په کې زياته شوې ده. د طالبانو د درملو او روغتیايي توکو د تنظیم ادارې مشر نعیم الله ایوبي بي بي سي سره خبرو کې یلي اوسمهال افغانستان د درملو څرنګوالي ارزونې یوازې یو لابراتوار لري خو د هېواد په څلورو زونونو کې د لابراتوار جوړونې چارې روانې دي او بیا به اړتیا نه وي چې درمل د ارزونې لپ...
- Title
- مکرون ولې نړیواله سرمشریزه کې له لمرضد عینکو سره راڅرګند شو؟
- Runtime
- 1:38
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون یوه نړیواله سرمشریزه کې له لمرضد عینکو سره راڅرګند شو چې سخت بحثونه یې راوټوکول. د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون ډېرو خلکو پرې تبصرې وکړې او ان ورځپاڼو پرې لیکل وکړل.
خو اصلي کیسه څه وه؟ دلته دې ویډیو کې خبره روښانه شوې.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ولسمشر ټرمپ وايي د ګرينلنډ په اړه د يوه شوني تړون چوکاټ جوړ شوی، چا څه ويلي؟ بي بي سي
- Runtime
- 7:48
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ګرينلنډ برخليک سره په تړاو بېلابېلې پرمختیاوې راغلې، د ډنمارک لومړۍ وزيرې ويلي، دا به قطبي سیمې کې د امنيت پياوړولو په اړه، تر هغه چې د هېواد مځکنۍ بشپړتيا درناوی يې کېږي، له ملګرو سره خبرو کې ښکېلېږي. د مېټه فرېډرېکسن دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه راځي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه ټاپو نيولو لپاره د زور کارونې او د اروپاييو ملګرو پر وړاندې د تعرفو لګولو له ګوتڅنډنو په شا شو.. دريځ کې يې دا بدلون له داسې څه وروسته راغلی، چې ده ويل له ناټو سره له خبرو وروسته د ګرينلنډ په اړه د تړون یوه چوکاټ ته رسېدنه شوې. خو څه ډول تړون، لا يې په اړه جزئیات روښانه ن...
- Title
- ټرمپ: د ګرینلډ خپلولو لپاره به 'له حد ډېر زور' ونه کاروم
- Runtime
- 0:31
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره "سملاسي خبرې اترې" غواړي. نوموړي دا څرګندونې د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د نړۍ له مشرانو سره په هغه وینا کې وکړې چې له یو ساعت ډېر یې دوام وکړ.
ټرمپ وویل: "زه اړ نه یم چې زور وکاروم، زه نه غواړم زور وکاروم، او قوه به ونه کاروم."
هغه تر دې مخکې ویلي وو، که اته اروپايي هېوادونه د ډنمارک د اړوندې خاورې د نیولو له دې پلان سره مخالفت وکړي، نو د هغوی پر توکو به لس سلنه تعرفه ولګوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q...
- Title
- ولسمشر ټرمپ وايي د ګرينلنډ په اړه د يوه شوني تړون چوکاټ جوړ شوی - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ګرينلنډ برخليک سره په تړاو بېلابېلې پرمختیاوې راغلې، د ډنمارک لومړۍ وزيرې ويلي، دا به قطبي سیمې کې د امنيت پياوړولو په اړه، تر هغه چې د هېواد مځکنۍ بشپړتيا درناوی يې کېږي، له ملګرو سره خبرو کې ښکېلېږي. د مېټه فرېډرېکسن دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه راځي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه ټاپو نيولو لپاره د زور کارونې او د اروپاييو ملګرو پر وړاندې د تعرفو لګولو له ګوتڅنډنو په شا شو.. دريځ کې يې دا بدلون له داسې څه وروسته راغلی، چې ده ويل له ناټو سره له خبرو وروسته د ګرينلنډ په اړه د تړون یوه چوکاټ ته رسېدنه شوې. خو څه ډول تړون، لا يې په اړه جزئیات روښانه ن...
- Title
- 'سالنګو کې د واورې لوړوالی تر ۴نیمو مترو رسېږي'
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې نښلوونکې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بيبيسي ته ویلي، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.
د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم له څو ورځو راهیسې د خرابې هوا، واورې او کنګل له امله بندې دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف ...
- Title
- د سختې واورې له کبله د افغانستان ځینې لویې لارې لا هم تړلې پاتې دي
- Runtime
- 1:34
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې نښلوونکې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بيبيسي ته ویلي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او د هغوی په وینا، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.
مسافر وړونکو شرکتونو هم د کابل او غزني ترمنځ د لارې د خرابوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د سختې واورې له امله څو ترافیکي پېښې رامنځته شوې ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ټکنالوي: د شانګهای روباټېکس اېشيا سیالیو کې د افغان روباټيکې ډلې ګډون څومره مهم دی؟
- Runtime
- 11:14
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- افغان روباټیکس ډلې د روباټېکس اېشيا سیالیو کې درېیم ځای خپل کړی دی. دغه سیالۍ چې دا جنورۍ د چين شانګهای کې پیل شوې وې، د هند، کوریا، تاجکستان او بنګله دیش په ګډون ګڼو اسیاييو هېوادونو ګډون کړی و. افغان روباټیکې ډلې د چین له کينن روباټکېس شرکت سره په ګډه د يوه انسان ډوله روباټ پر جوړولو کار کړی و او د همدې پروژې په پایله کې وتوانېده دغو سیالیو کې د ګډون رسمي حق ترلاسه کړي. ځلا سحر د دې اوونۍ ټکنالوژۍ ګڼه کې دا او نور خبرونه غونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z...
- Title
- له افغان کرېکټ لوبډلې سره د یوې بهرنۍ مینه
- Runtime
- 1:57
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د کرېکټ له ۱۹ کلنو د کم عمر افغان لوبډلې، د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې د لوبو پر وخت لوبغالي کې یوه داسې بدرګچۍ درلوده چې له لېرې دغو لوبو ته یوازې له افغان لوبډلې سره د مینې لپاره ورغلې وه.
انالین فورستر د سوېلي افریقا اوسېدونکې ده، او په زړه پورې دا وه کله چې تېره اوونۍ د سویلي افریقا او افغانستان لوبه وه، هغې د افغان لوبډلې ملاتړ کاوه.
دغې مېرمنې د افغان لوبډلې د لوبو لیدو لپاره ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي او درې کاله وړاندې کابل ته د شپږېزې نندارې ته هم تللې وه.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/B...
- Title
- له ایرانه د تازه راستانه شویو افغان کډوالو د سترګو لیدلی حال
- Runtime
- 1:45
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- یو شمېر هغه کډوال چې تازه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د اسلام کلا بندر ته رسېدلي، د ایران د اوسني وضعیت په اړه د خپلو لیدنو کتنو په اړه وايي چې په ځینو سیمو کې اعتراضونه لا هم دوام لري، ډېر بانکونه او هټۍ بندې دي او د خلکو ترمنځ پراخه سرګرداني لیدل کېږي. د دوی له ډلې د ځینو په وینا، په دې پېښو کې درنه مرګژوبله هم اوښتې ده.
د کډوالو یوه بله ډله بیا د خوراکي توکو د بیو د سخت لوړوالي خبره کوي؛ د دوی پر باور، په وروستیو ورځو کې د خوراکي توکو بیې څو چنده شوې وې.
د هرات یو اوسېدونکی وایي، د کار لپاره ایران ته تللی و، خو په خبره یې د کار څښت...
- Title
- د افغانستان د پنبې ساړه بازار ګرمولو ته د بنګلهدېش لېوالتیا
- Runtime
- 2:31
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د بنګلهدېش د سوداګرۍ له مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې معاملې خبرې وکړې او د بنګله دېش د البسې تولید او صادراتو ټولنې د افغانستان د پنبې پېرلو لپاره لېوالتیا ښودلې. طالبانو بنګلهدېش د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په تېره د پنبې او وچې مېوې لپاره غوره مارکېټ بللی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد بيبيسي ته ویلي، د بنګلهدېش د سوداګرۍ له مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې معاملې خبرې وکړې.
پنبه د بنګلهدېش د جامو د صنعت تر ټو...
- Title
- سوريه کې د داعش شکمنو پنډغالی د کورديو ځواکونو له وتو وروسته بې ساتندويانو دی، څه شوي؟ بي بي سي
- Runtime
- 8:32
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د سوریې حکومت او د کوردانو په مشرۍ سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو قسد، ترمنځ له دوو اوونيو جګړې وروسته پر يوه څلور ورځني اوربند هوکړه شوې ده. د ملېشو دغه ټلواله د سوريې شمال ختيځ کې له يوه پنډغالي په شا شوې، چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره د تړاو په شک په کې شاوخوا اته زره کسان او د دوی د کورنيو شاوخوا ۳۴ زره غړي ساتل کېدل. د سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو په نامه دې ټلوالې ويلي، د داعش مسئلې په اړه د نړیوالې بې پروايۍ له امله يې وسله وال اړ شوي له الهول پنډغالي ووځي، او د سوريې شمال ختيځ کې نورو سيمو ته په شا شوي دي. د سوريې کورنيو چارو وزارت بيا شکايت کړی، دا کار له...
- Title
- سوريه کې د داعش شکمنو پنډغالی د کورديو ځواکونو له وتو وروسته بې ساتندويانو دی - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د سوریې حکومت او د کوردانو په مشرۍ سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو قسد، ترمنځ له دوو اوونيو جګړې وروسته پر يوه څلور ورځني اوربند هوکړه شوې ده. د ملېشو دغه ټلواله د سوريې شمال ختيځ کې له يوه پنډغالي په شا شوې، چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره د تړاو په شک په کې شاوخوا اته زره کسان او د دوی د کورنيو شاوخوا ۳۴ زره غړي ساتل کېدل. د سوريې ډيموکراټيکو ځواکونو په نامه دې ټلوالې ويلي، د داعش مسئلې په اړه د نړیوالې بې پروايۍ له امله يې وسله وال اړ شوي له الهول پنډغالي ووځي، او د سوريې شمال ختيځ کې نورو سيمو ته په شا شوي دي. د سوريې کورنيو چارو وزارت بيا شکايت کړی، دا کار له...
- Title
- له افغاني شیریخ سره د بهرنیانیو مینه
- Runtime
- 1:01
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په اروپا او ځینو نورو هېوادونو کې د وروستیو واورو له ورېدو سره سم، افغاني شیریخ د خواله رسنیو د کاروونکو پام ځان ته اړولی او دې ورځو کې د شیریخ جوړولو ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس کېږي.
وروستیو اونیوو کې په اروپا کې مېشتو افغانانو او یو شمېر اروپايي وګړو واورینه فضا کې د خپلې خوښې د شیریخ د جوړولو بېلابېلې ویډیوګانې خپرې کړې دي. د ډېرو افغانانو پر باور، د دې خوږې تجربه کول بهرنیانو ته یو ښه فرصت دی چې د افغانستان له بډایه کلتور او خوړو سره اشنا شي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtub...
- Title
- د سالنګ لويه لار د واورو او توپان له کبله تړل شوې
- Runtime
- 0:53
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- #BBCPashto #bbcpashtotv
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي د سختې واورې او توپان له کبله د سالنګ لويه لار ځايي مهال نن سهار پنځه بجې د هر ډول ګاډو پر مخ تړل شوې ده.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر ټولنیزه رسنۍ اېکس ليکلي، اوسمهال هم واوره ورېږي، توپان روان دی او تر پنجشنبې پورې اټکل شوی، "له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو چې تر بلې خبرتيا پورې د سالنګ پر لور له حرکت څخه ډډه وکړي."
نوموړي ويلي دا پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنيوي لپاره شوې او د شرايطو له ښه کېدو سره به د واورو پاکولو چارې پيل او لار به د تګ راتګ لپاره پرا...
- Title
- اوکرايين کې کمساری کنګل شوی ابشار
- Runtime
- 0:48
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
د اوکرايين تر تولو لوړ ابشار مانيياوا وروسته له هغه کنګل شو چې په غرنيو سيمو کې هوا ډېره سړه شوه. دا شل متره لوړ ابشار د لوېدیځ اوکرايين د کارپاتيانو په غرونو کې موقعیت لري. د سخت چاپېريال سربېره خلکو د دغه ليدو ته سفر وکړ. په اوکرايين کې ډېری وکړي له سختې يخنۍ سره لاس او ګراېوان دي، ځکه د برېښنا سټېشنونه د روړسيې د بريدونو له کبله زيانمن شوي او په دې وروستيو کې په پلازمېنه کيېف کې د تودوخې درجه منفي ۲۰ سانتي ګراد ته راټيټه شوې ده.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Faceboo...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اقتصاد: کابل کې د افغان-چاينا سوداګريز مرکز پرانیسته، څومره ګټور دی؟
- Runtime
- 11:13
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- کابل کې د افغان-چاینا په نامه يو سوداګریز مرکز پرانیستل شوی چې د افغان او چیناييو سوداګرو په ګډه پانګونه جوړ شوی او د چارواکو په خبره ۲۸ زره ډوله بېلابېل چینايي توکي په کې پلور لپاره اېښودل شوي دي. افغان سوداګر او پانګوال خپل هېواد کې د نړيوالو سوداګرو له لوري، له افغان سوداګرو سره دا ډول ګډې پانګونې د اقتصادي ودې او نړيوالې پانګونې جلبولو لپاره مهمې بولي. نجما ځلا د "اقتصاد" دې اوونۍ ګڼه کې دا او د سود سودا ډېر نور خبرونه راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI...
- Title
- د ګلف لوبغالي راغونډو شویو اوبو کې لامبو
- Runtime
- 0:31
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- یوه سړي د اسټرالیا سیډني په شمالي ساحلي سیمو کې د سختو بارانونو او توپاني ورښتونو پر مهال، له اوبو ډک شوي ګلف میدان کې ولمبل.
کریګ فېنیس د پالم بېچ په سیمه کې له راغلي شوي سیلابه ګټه واخیسته او اوبو لاندې کړي د ګلف لوبغالي اوبو ته یې ورودانګل.
د اسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېرې اونۍ په پای کې د سیډني په ځینو برخو کې تر ۱۸۰ میليمتره پورې باران ورېدلی، چې له امله یې ناڅاپي سېلابونه رامنځته شول.
چارواکو د دې سېلابونو له امله د نژدې ځینو سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې د خپل خوندیتوب لپاره سملاسي خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځا...
- Title
- ولې موږ ژاړو؟ ساینس په دې اړه څه وايي؟
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو پر وخت اوښکې تویوي، خو ساینسپوهان لا هم هڅه کوي کره لامل یې ومومي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- چين د کابل له چاودنې وروسته له طالب چارواکو غوښتي د دوی وګړي دې وساتي، ولې دا بريدونه کېږي؟ بي بي سي
- Runtime
- 11:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- چين افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي، دغه هېواد کې دې د دوی د وګړو ساتنه کې هېڅ هڅه نه سپموي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې پرون د جنورۍ پر ۱۹ مه د کابل شارنو کې يوه چاودنه کې اووه کسان وژل شوي چې يو کس په کې يو چينايی وګړی و. د طالبانو حکومت کې د کابل پوليسو وياند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي، چاودنه د يوه رستورانت له پخلنځي سره نژدې شوې، چې بڼه یې لا نه ده روښانه شوې. ده ويلي د چاينيز نوډل په نامه دا رستورانت په ګډه د يوه مسلمان چينايي او د هغه د ښځې او يوه افغان وګړي له لوري چلېده، او کابل کې يې چیناييو مسلمانانو ته خواړه برابرول. د داعش خراسان څانګې ...
- Title
- چين کابل کې له چاودنې وروسته له طالب چارواکو غوښتي د دوی وګړي دې وساتي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- چين افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي، دغه هېواد کې دې د دوی د وګړو ساتنه کې هېڅ هڅه نه سپموي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې پرون د جنورۍ پر ۱۹ مه د کابل شارنو کې يوه چاودنه کې اووه کسان وژل شوي چې يو کس په کې يو چينايی وګړی و. د طالبانو حکومت کې د کابل پوليسو وياند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي، چاودنه د يوه رستورانت له پخلنځي سره نژدې شوې، چې بڼه یې لا نه ده روښانه شوې. ده ويلي د چاينيز نوډل په نامه دا رستورانت په ګډه د يوه مسلمان چينايي او د هغه د ښځې او يوه افغان وګړي له لوري چلېده، او کابل کې يې چیناييو مسلمانانو ته خواړه برابرول. د داعش خراسان څانګې ...
- Title
- کابل کې پر رسټورانټ برید ته غبرګونونه
- Runtime
- 2:03
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د چین د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر یوه رسټورانټ د برید په غبرګون کې، د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د چینايي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت د تأمین لپاره نور جدي او عملي ګامونه واخلي.
د دغه وزارت ویاند د یاد برید په اړه د سملاسي او بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې باید د چینايي وګړو ساتنه باوري شي.
دغه برید په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د طالبانو د کورنیو چار...
- Title
- د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي باور لري چې نړیوال جام ګټلی شي
- Runtime
- 1:28
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- #BBCPashto #bbcpashtotv
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله باوري ده چې د نړیوال جام تر پایلوبې رسېدلی شي او وايي، د نړیوال جام د ګټلو په تکل دي.
دوی په ګروپي پړاو کې دوه پیاوړي سیالان سویلي افریقا او ویسټ انډیز مات کړي او ۸ غوره پړاو ته یې لاره کړې. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو بي بي سي ته ویلي چې هڅه کوي راتلونکو لوبو کې هم وځلېږي.
د کرېکټ کارپوهان وايي، د افغان ځوانانو بریا دې کې وه چې دواړو لوبو کې یې تکیه پر یوه لوبغاړي نه وه داسې چې د توپ اچونې او توپ وهنې دواړو برخو کې یې ګڼو لوبغاړو خپله برخه کار وکړ. د دې تر څنګ د ډګر ساتنې برخه یې د کرېکټ د نړیوالو ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- لوبې: وېسټ انډيز سره د افغان لوبډل شل اوريزه لوبلړۍ يې نړيوال جام ته تياري لپاره څومره مهمه ده؟
- Runtime
- 15:49
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د افغانستان کرېکټ سر روزونکی جانتن ټرات وايي له شل اوريز نړیوال جام وړاندې د لوبډلې جوړښت يې ځکه مهم دی چې ترڅ کې يې لوبغاړي وځلېږي او هند ته له پوره ډاډ سره لاړ شي. د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لوبې هند او سريلانکا کې کېږي. افغان لوبدله دا مهال له ویسټ انډیز سره د شل اوریزو لوبلړۍ پيل کړې ده. داسې حال کې چې اسیا جام کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده، د راتلونکې شل اوريز نړیوال جام لپاره همدا لوبلړۍ د افغان لوبډلې لپاره د زدکړو او تیاري ښه فرصت بلل شوی دی. نديم اشرف د دې اووۍ "لوبې" خپرونې کې پر همدې او نورو لوبو خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
- Title
- اسپانیا کې د خونړي اورګاډي له ټکر ژوندي پاتې کسان له ویجاړو شوو واګونونو راوځي
- Runtime
- 0:32
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د اسپانیا د ملکي ساتونکو (Civil Guard) د وینا له مخې، د اورګاډو په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا اورګاډي دا ټکر په تېرو لسو کلونو کې د اسپانیا تر ټولو ستر او خونړی ټکر بلل کېږي.
د مادرید پر لور روان یو اورګاډی له پټلۍ واوښت، مقابل لورې ته ولاړ او هلته یې له راتلونکي اورګاډي سره ټکر وکړ.
د اورګاډو شبکو چارواکو ویلي، په دواړو اورګاډو کې شاوخوا ۴۰۰ مسافر او د کارکوونکي سپاره وو.
د اسپانیا د ترانسپورت وزیر اوسکار پونته ویلي، د وژل شویو شمېر لا وروستی نه دی. چارواکو د دې پېښې د څېړنې لپاره پلټنې پیل کړې دي. دا ټکر د ۲...
- Title
- ټرمپ پر ګرينلنډ ولکې لپاره پر خپلو پلانونو ټينګار کړی، اروپا کې يې غوسه پارولې، چا څه ويلي؟ بي بي سي
- Runtime
- 8:30
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې دې غوښتنې يو ځل بيا زور راوړی، چې هېواد يې دې ګرینلنډ وپېري. ده د ټولنيزو رسنيو پر خپل چنل، ټروت سوشل، پرون ناوخته ويل، ناټو شل کاله ډنمارک ته ويل، د روسانو ګواښ دې له ګرينلڼډه لرې کړي، خو ډنمارک نه دی توانېدلی، په اړه يې هېڅ هم وکړي. دا پرمختيا داسې مهال راځي، چې اروپاييو مشرانو د ولسمشر ترمپ تعرفو پر وړاندې د شونو ځوابي تدبيرونو پر سر خپل بحثونه روان ساتلي دي. ټرمپ د هغو اتو ملګرو هېوادونو پر ضد تعرفې لګولې، چې د ده د ګرينلنډ پلانونو مخالفت کوي. د شنبې پر ورځ ده ويل، د فبرورۍ له لومړۍ به د بريتانيا، ډنمارک، ناروې، سو...
- Title
- ټرمپ پر ګرينلنډ ولکې لپاره پر خپلو پلانونو ټينګار کړی او وايي دا کار به کېږي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې دې غوښتنې يو ځل بيا زور راوړی، چې هېواد يې دې ګرینلنډ وپېري. ده د ټولنيزو رسنيو پر خپل چنل، ټروت سوشل، پرون ناوخته ويل، ناټو شل کاله ډنمارک ته ويل، د روسانو ګواښ دې له ګرينلڼډه لرې کړي، خو ډنمارک نه دی توانېدلی، په اړه يې هېڅ هم وکړي. دا پرمختيا داسې مهال راځي، چې اروپاييو مشرانو د ولسمشر ترمپ تعرفو پر وړاندې د شونو ځوابي تدبيرونو پر سر خپل بحثونه روان ساتلي دي. ټرمپ د هغو اتو ملګرو هېوادونو پر ضد تعرفې لګولې، چې د ده د ګرينلنډ پلانونو مخالفت کوي. د شنبې پر ورځ ده ويل، د فبرورۍ له لومړۍ به د بريتانيا، ډنمارک، ناروې، سو...
- Title
- غلامالله ساپی؛ د هغو کورنیو لپاره وروستۍ هیله، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بي بي سي زړه خواله ته مو نن داسې یو کس رابللی، چې کلونه یې د کونړ له سېنده د هغو قربانیانو جسدونه رایستلي چې اوبو وړي. غلامالله ساپی وایی د مړیو له رایستلو سره یې د قربانیانو کورنیو ته دا وروستۍ موکې ورکړې چې خپل عزیزان په درناوی خاورتو وسپاري او د ژوند تر پایه لالهانده نه اوسي.
ښاغلی ساپی اوس هڅه کوي چې د ملاتړ په ترلاسه کولو سره یو مسلکي ټیم جوړ کړي او نورو ته هم په داسې سختو وختونو کې مرستې ورسوي.
باید یادونه وکړو چې له سېنده د مړو رایستلو کار یوه ډېره تخصصي، خطرناکه او مسلکي دنده ده او هېڅوک باید بې له تجربې دا کار و نه کړي.
همداراز، د...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د ناسا ارتمیس ۲ ماموریت یوه ښځینه غړې کرسټینا کوک څوک ده؟
- Runtime
- 1:51
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي.
دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.
اوس چې توغندی خپل ځای ته رسېدلی، وروستۍ ازموینې، تخنیکي پلټنې او یوه عمومي تمریني ازموینه به ترسره شي. نو بیا به د لس ورځني ارتمیس۲ ماموریت ته اجازه ورکړل شي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا سفر وکړي.
ناسا وایي، تر ټولو ژر د توغولو نېټه د فبرورۍ ۶ ده خو د همدې میاشتې په وروستیو کې او همدار...
- Title
- د کراچۍ په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې مرګژوبله اړولې
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي او ویل کېږي د یوې کورنۍ شپږ غړي چې واده ته د سودا اخیستلو لپاره تللي وو، تریتم دي.
دا اور تېره شپه په محمد علي جناح واټ په ګلپلازا کې لګېدلی و.
لومړنیو رپوټونو کې له ۲۰ د ډېرو کسانو د ټپي کېدو هم ویل شوي.
ځايي هټیوال او عیني شاهدان وايي، اورلګېدنه کې نږدې ۴۰۰ دوکانونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitte...
- Title
- مېرمنې څنګه خپل کاروبار پر مخ وړلی شي؟ مېرمن
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- ښايي داسې مېرمنې به پیژنئ چې په ډېره کمه بیه خپل لاسي صنایع پلوري، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې له کوره خپل کاروبار پر مخ وړي او خپل توکې بازار ته وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې کاروباري مېرمني د نارینوو پرتله لږ پیسې ترلاس کوي. خو ولې لامل یې څه دی؟ او څنګه مېرمنې کولای شي خپلو لاسي صنایعو ته ښه بازار پیدا کړي؟
په دې او نورو پوښتنو خبرې کېږي.
#BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.c...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- کراچۍ بندر کې اورلګېدنه
- Runtime
- 0:40
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان کراچۍ بندر کې د جمعې پر ورځ اورلګېدلی دی. په دې اورلګېدنه کې د ځاني زیان څه رپوټ نه دی ورکړ شوی، خو په کراچۍ کې د افغان توکو د ترانسپورت یوه مسوول مطیعالله قریشي بيبيسي ته ویلي، چې شاوخوا ۷۵ کانټینره سوداګریزو مالونو ته زیان اوښتی چې ۱۸ یې د افغان شرکتونو او سوداګرو دي.
د نوموړي په وینا د افغان سوداګرو په کانټینرونو کې بوره، غوړي او نور توکي بار وو.
د افغان سوداګرو ګڼ مالونه او پر سوداګریزو توکو بار موټرونه له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو له کبله کراچۍ بندر او تر ډیورنډ کرښې هاخوا ایسار پاتې دي.
مطیعالله قری...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- هنري شېبې: داستاني ادبياتو کې ښځينه ونډه څومره ده؟
- Runtime
- 12:12
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په دوديز ډول پښتو ادبياتو کې نارينه لیکوالان برلاسي پاتې شوي، تر ډېره له دې امله چې پوهنې او ادبي کړيو ته د ښځو لاسرسی محدود پاتې شوی دی. شلمه پېړۍ کې ادبي ليکوالۍ کې د ښځو ونډې پښتونخوا کې پرله پسې وده کړې، خو افغانستان کې بيا هم ټکنۍ وه. خو افغانستان کې بيا د جمهوريت شل کلنه موده کې ښځينه ليکوالانې وځلېدې، او ځينو يې کيسې او ناولونه هم وليکل. سيد عبد الله نظامي د دې اوونۍ هنري شېبو کې له خپلې مېلمنې ليکوالې سره داستاني ادبياتو پر ښخينه ونډې خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.y...
- Title
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريز کړکېچ، پښتونخوا کې څومره تاوانونه اړوي؟ بي بي سي
- Runtime
- 7:51
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډېورېنډ کرښې سوداګريزې لارې له څه د پاسه دريو مياشتو راهيسې بندې دی. د ځینو اروزونو له مخې پاکستان له امريکا وروسته د افغانستان دوهم تر ټولو لوی سوداګريز شريک و، داسې حال کې چې نورې نړۍ سره يې د سوداګريز تړاو تر ټولو ارزانه لار جوړوله. خو د امنيتي ترينګلتياوو پر سر د دغو لارو تړل کېدو له امله، د پاکستان صادراتو له ۱۷۰ ميليون ډالرو ډېر تاوان ګاللی، تر ټولو ډېر ګوزار بيا د خيبر پښتونخوا کاروبارونو خوړلی دی. د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دغې لانجې حلولو لپاره د ترکيې قطر او سعودي منځګړتوب کومې پايلې ته نه دی رسېدلی، او دوه ...
- Title
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريز کړکېچ لا هم روان دی، څومره تاوانونه اړوي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډېورېنډ کرښې سوداګريزې لارې له څه د پاسه دريو مياشتو راهيسې بندې دی. د ځینو اروزونو له مخې پاکستان له امريکا وروسته د افغانستان دوهم تر ټولو لوی سوداګريز شريک و، داسې حال کې چې نورې نړۍ سره يې د سوداګريز تړاو تر ټولو ارزانه لار جوړوله. خو د امنيتي ترينګلتياوو پر سر د دغو لارو تړل کېدو له امله، د پاکستان صادراتو له ۱۷۰ ميليون ډالرو ډېر تاوان ګاللی، تر ټولو ډېر ګوزار بيا د خيبر پښتونخوا کاروبارونو خوړلی دی. د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دغې لانجې حلولو لپاره د ترکيې قطر او سعودي منځګړتوب کومې پايلې ته نه دی رسېدلی، او دوه ...
- Title
- په یوه تلخونه کې له تمرین کولو تر نړیوال شهرت پورې
- Runtime
- 1:09
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- پر افغان بروس لي مشهور عباس علیزاده چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته د بروس لي افسانوي رزمي فلمونه ولیدل، ورسره د بروس لي د کانګ فوو له ځانګړتیاوو سره یې مینه پیدا شوه.
عباس وایي: "پرېکړه مې وکړه، چې هره ورځ په تلخونه کې تمرین وکړم."
هغه زیاتوي: " په بدن جوړونه یې ډېر زیات زیار وویسته، چې په پای کې یې بروس لي ته ورته بدن جوړ کړ، وروسته بیا خلکو راته ویل، چې د بدن ظاهري بڼه مې کټ مټ د بروس لي په څېر شوې ده."
هغه په ۱۹۹۳ کې په کابل کې زېږېدلی او هلته لوی شوی دی.
دی اتلس کلن و، چې د بروس لي په بڼه یې د ګانګ فو د تمرین پر مهال یوه انځ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- روغتيا: ګټور خواړه څه دي او متوازن خوراک څومره اړين دی؟
- Runtime
- 10:13
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ښې روغتیا لپاره، ډاکټران تل د ګټورو او متوازنو خوړو سپارښتنه کوي. مانا دا چې موږ باید بېلابېل خواړه په مناسبه اندازه وخورو، خپل خوراک او څښاک داسې تنظیم کړو چې هم مو د بدن ټولې اړتیاوې پوره کړي او هم مو وزن په مناسبې او صحي کچې کې وساتي. خو موږ په خپلو خوړو کې دغو ټکو ته څومره پام کوو؟ داسې خواړه راته څومره مهم دي چې صحي وي، ویټامینونه، فایبر، پروتین او داسې نور ګټور مواد په کې پریمانه وي؟ او څنګه به لږ لکښت دغه ډول خواړو پر خپل دسترخوان برابرولی شو؟ شازیې سنګروال د روغتيا دې اوونۍ خپرونه کې له خپل مېلمه ډاکټر سره پر همدې خبرې کړې دي.
#BBCPashto #BBCPash...
- Title
- د بي بي سي پلټنه: د ښځو، دين او انټرنېټ پر سر دريځونه څنګه طالب مشران سره وېشي؟ بي بي سي
- Runtime
- 2:21
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- بي بي سي توانېدلې، د طالبانو مشرتابه کې د درزونو پخلی وکړي او ویې ارزوي. بي بي سي د دغې ډلې اوسنيو او پخوانيو غړو او هم ځايي سرچينو، کارپوهانو او ډيپلوماتانو سره له سلو ډېرې مرکې کړې دي. بي بي سي ته د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده يوه ليک شوې غږيزه وینا هم رسېدلې، چې وايي درزونه يې ښايي د حکومت په پرځېدو تمام شي. طالبانو بي بي سي سره خبرو کې د درزنو خبره رد کړې، خو دا يې منلې چې نظرونو کې يې توپيرونه شته. بي بي سي پتېیلې هېڅ سرچينه د هغوی خونديتوب لپاره روښانه نه کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
- Title
- په کندهار کې د شګو پر میلې بندیز
- Runtime
- 1:27
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د کندهار د شګو پر میله داسې حال کې بندیز لګول کېږي چې وروستیو کې له دغې سیمې د خلکو د لاس او ګرېوان کېدو ویډیوګانې پر خواله رسنیو خپرې شوې. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر بنسټ کړې ده. چارواکو ویلي دي چې د "غیراخلاقي کړنو او د جنايي پېښو" د مخنیوي په موخه دغې سیمې ته د خلکو د ورتګ مخه نیسي. دا په افغانستان کې د "اف روډ" ګاډو چلوونکو ته خورا مشهور ځای دی او د هېواد له بېلا بېلو سیمو ګڼ شمېر خلک ورځي. بي بي سي ته سرچینو ویلي دي چې دغه تفریحي سیمه به بېرته د خلکو پر مخ خلاصه شي، خو ز...
- Title
- د بي بي سي پلټنه: د ښځو، دين او انټرنېټ پر سر دريځونه څنګه طالب مشران سره وېشي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- بي بي سي توانېدلې، د طالبانو مشرتابه کې د درزونو پخلی وکړي او ویې ارزوي. بي بي سي د دغې ډلې اوسنيو او پخوانيو غړو او هم ځايي سرچينو، کارپوهانو او ډيپلوماتانو سره له سلو ډېرې مرکې کړې دي. بي بي سي ته د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده يوه ليک شوې غږيزه وینا هم رسېدلې، چې وايي درزونه يې ښايي د حکومت په پرځېدو تمام شي. طالبانو بي بي سي سره خبرو کې د درزنو خبره رد کړې، خو دا يې منلې چې نظرونو کې يې توپيرونه شته. بي بي سي پتېیلې هېڅ سرچينه د هغوی خونديتوب لپاره روښانه نه کړي.
#BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:26 طالب مش...

