BBC Pashto
له پاکستانه د درملو پر وارداتو د طالبانو حکومت بنديز پيل شوی، څه اغېز ښايي ولري؟ بی بي سي
- Title
- له پاکستانه د درملو پر وارداتو د طالبانو حکومت بنديز پيل شوی، څه اغېز ښايي ولري؟ بی بي سي
- Runtime
- 9:52
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- له پاکستانه د درملو پر واردولو د طالبانو حکومت بنديز سر له ننه پلی کېږي. د دغه بنديز له مخې پتېيل شوې، له پاکستانه هېڅ ډول درمل افغان اړخ ته نه شي لېږدول کېدی. افغان سوداګرو ته ډېر کم وخت ورکړل شوی و، چې د بنديز له پلي کېدو مخکې دې د پيسو او مالي چارو خپلې راکړې ورکړې بشپړې کړي. پر پاکستانيو درملو د بنديز دا ګام افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ له زياتېدونکې سياسي او سوداګریزې ترینګلتيا سره تړلی بلل شوی دی. د دغې ترينګلتیا له امله لا تر اوسه پر ډېورېنډ کرښې لارې، چې د تېر اوکتوبر له لومړيو تړل شوې، لا تر اوسه د تلوراتلو او سوداګرۍ پر وړاندې ...
- Title
- له پاکستانه د درملو پر وارداتو د طالبانو حکومت بنديز پيل شوی، څه اغېز ښايي ولري؟ بی بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ه پاکستانه د درملو پر واردولو د طالبانو حکومت بنديز سر له ننه پلی کېږي. د دغه بنديز له مخې پتېيل شوې، له پاکستانه هېڅ ډول درمل افغان اړخ ته نه شي لېږدول کېدی. افغان سوداګرو ته ډېر کم وخت ورکړل شوی و، چې د بنديز له پلي کېدو مخکې دې د پيسو او مالي چارو خپلې راکړې ورکړې بشپړې کړي. پر پاکستانيو درملو د بنديز دا ګام افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ له زياتېدونکې سياسي او سوداګریزې ترینګلتيا سره تړلی بلل شوی دی. د دغې ترينګلتیا له امله لا تر اوسه پر ډېورېنډ کرښې لارې، چې د تېر اوکتوبر له لومړيو تړل شوې، لا تر اوسه د تلوراتلو او سوداګرۍ پر وړاندې ب...
- Title
- د پلار د خوښۍ اوښکې؛ زوی یې د بندیانو په تبادله کې راخوشی شوی
- Runtime
- 1:14
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- دلته یو اوکرايينی پلار وینئ چې له بنده د خپل زوی د راخلاصېدو زیري ته د خوښۍ اوښکې تویوي. د ایوان رومانوف زوی د روسیې او اوکرايين د بندیانو د تبادلې په بهیر کې راخوشی شوی دی.دواړه هېوادونه د تېرې پنجشنبې په ورځ (فبروي ۵) په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د جنګي اسیرانو او ملکي وګړو پر تبادلې سره رضا شول. په دې ترڅ کې په څلورو میاشتو کې لومړی ځل د اوکرايين د ۱۵۷ بندیانو په بدل کې همدومره شمېر روسان هم خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8...
- Title
- يوه سپي د ۷۰۰ ډالرو کامره غلا کړې
- Runtime
- 0:51
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
په ګرينلنډ کې يوه سپي چې پر واورو د سپرلۍ لېږدلو لپاره کارېږي وروسته له هغه یوه کامره غلا کړه چې خبريالان د فلم اخيستو لپاره دې سيمې ته ورغلي وو.
د اې پي خبريالان د کامرې له ورکېدو وروسته د هغې په لټه کې شول خو بالاخره یې وموندله. د حیرانتيا خبره دا وه چې سپي د ثبت ټڼۍ کېکاږلې وه او تر هغه کامرې ثبت کاوه چې بېرته وموندل شوه.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ملا برادر وایي افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده - "خپل پور چا ته نه پرېږدي"
- Runtime
- 0:56
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره اړینه ده چې هېوادونه "د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري."
هغه وویل: افغانستان نه غواړي چا ته زیان واړوي، خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا "خپل پور چا ته نه پرېږدي."
ښاغلي برادر دا څرګندونې نن یکشنبه د طالبانو حکومت د مليدفاع وزارت له ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۷ دورې د فراغت غونډه کې کړې.
نوموړي زیاته کړه، تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده، او دا چې د ده په وینا "ماشومان به یې هې...
- Title
- پر ساړه خوب ویده ایګوانا
- Runtime
- 0:57
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د امریکا په فلوریډا کې د سړې هوا څپې زرګونه ایګوانا، چې هره خوا له ونو راغورځي، له حرکته ایستلي دي.
ایګوانا د څرمښکیو له کورنۍ او داسې خوځندې دي، چې بدن یې د هوا له سړېدو سره د هایپوتېرمیک خوب حالت ته ځي، خو چې هوا توده شي، بېرته په حرکت راځي.
د ځنګلي ژویو یوې ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې که دغه بېهوښه ژوي مومي، نو دوی ته دې یې وسپاري.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.inst...
- Title
- مېندي د زامنو په ذهنیت یا فکر لارې په جوړولو کې څومره ونډه لري؟-مېرمن
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ارواپوهان وايي، له زامنو سره د مور ښه اړیکې د دوی ټولنیز مهارتونه ځواکمنوي، او د دوی په ذهنیت یا فکر لارې جوړولو هم اغېز لري. په دې اړه د څېړنو له مخې د زوی او مور سالمه اړیکه د دې لامل کېږي چې دغه هلک په ټولنه کې ښه چلند ولري، خو که دا اړیکې سمې نه وي کېدلی شي دغه ماشوم په زلمیتوب کې غصناک وي او نورو ټولنیزو ستونزو سر مخ شي. نو له ماشومتوبه تر زلمیتوبه له ماشوم سره څه ډول چلند اړین دی؟ د مېرمن په خپرونه کې به په دې او نورو پوښتنو خبرې کېږي.
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- ګوربز: د شخصي بوختیاوو له کبله پيایسایل کې نشم لوبېدای
- Runtime
- 0:35
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی رحمانالله ګوربز وایي، د شخصي بوختیاوو له کبله د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ (پيایسایل) کې نه شي لوبېدلی.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي ویډیويي کلپ کې ویلي، د خیریه بنسټ کارونه یې نیمګړي پاتې دي او د نړیوال جام له سیالیو وروسته بېرته افغانستان ته ځي چې دا کارونه بشپړ کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ او پيایسایل کې لوبېدونکې پېښور زلمي لوبډلې هم بيبيسي ته تایید کړې چې رحمان ګوربز د پاکستان سوپر لیګ کې نه لوبېږي.
پېښور زلمي لوبډلې بيبيسي ته ویلي، ګربز د نه ورتګ حال ورکړی او دو...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- هنري شېبې: ادبي پنځونې يوې ژبې لپاره څومره اړتيا ده؟
- Runtime
- 10:46
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- ادبي پنځونې، داسې ليکنې او ويناوې ګڼل کېږي چې د واقعي او تخنيکي تماس پر ځای په کې ټينګار پر تخيل، اصليت او هنري څرګندونو کېږي. تخليقي او پنځوونکو ادبياتو کې ناولونه، لنډې کيسې، شاعري، ډرامې او د نکلونو بېلابېلې راځي. دغه ډول ادبياتو کې پر ځانګړو نظريو، اندازونو او بڼو پام غونډ وي، او ژبه د بڼې يوه هنر په توګه کاروي. د سېبمولېزم، استعارې، وړاندوينې او انځورونې په څېر ادبي وسيلې په کې کارېږي، موخه يې د احساس راژوندي کول، د سوچ خوځښت او الهام بخښنه وي. سيد عبد الله نظامي د دې اوونۍ "هنري شېبې" کې پښتو ادبياتو پر همدې ادبي بڼې غږېدلی دی.
#BBCPashto #BBCPashto...
- Title
- د اسلام اباد د برید په اړه د بي بي سي د داود اعظمي تحلیل
- Runtime
- 2:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خونړی ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۳۱ کسان یې وژلي دي. د دغه برید اغېزې او په ټوله کې د پاکستان د وضعیت په اړه د بي بي سي د خبریال داود اعظمي تحلیل واورئ.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- اسلام آباد کې د شيعه ګانو يوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۳۱ کسان وژلي او لسګونه ژوبل کړي - بي بي سي
- Runtime
- 9:15
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د اسلام آباد ترلايي سيمې کې د جمعې لمانځه پر مهال يوه جومات کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې چاودنه ځانمرګی بريد و، چې د شيعه ګانو امام بارګاه جومات يې په نښه کړی و. چارواکو د دې پخلی کړی، چې د وژل شوو شمېر ۳۱ تنو ته رسېدلی، داسې حال کې چې ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي. له پېښې وروسته اسلام آباد کې بيړنی حالت اعلان شوی دی. لومړی وزير شهباز شریف د دغې چاودنې غندنه کړې، او يوه اعلاميه کې يې ويلي هغوی دې وموندل شي چې د دغې چاودنې مسئوليت پر غاړه لري، او ريښتينې سزا دې ورکړل شي. اسلام اباد ګې امنيت په دوديز ډول کلک وي، او داسې پېښې کمې وي. ترلايي هم د ا...
- Title
- د اسلام اباد د چاودنې په اړه تازه حال
- Runtime
- 1:24
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په پلازمېنه کې شوی ځانمرګی برید غندلی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلام اباد په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه د انساني ارزښتونو خلاف کړنه بللې ده.
د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د شیعهګانو په یوه جومات کې چاودنې ۳۱ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۶۹ نور ژوبل شول.
یو لوړپوړي پولیس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط AFP ته وویل "چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته په یوه شیعه جومات کې رامنځته شوه".
په ترلایي کې دا چاودنه د امام بارګاه خدیجة الکبری کې رامنځته شوې ده.<...
- Title
- د اېپسټین او ممداني دا انځورونه جعلي او په AI جوړ شوي
- Runtime
- 2:12
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په ټولنیزو رسنیو کې داسې ډېر لاس په لاس شوي پوسټونه خپاره شوي چې په ناسم ډول ادعا کوي د نیویارک ښاروال زهران ممداني له جنسي مجرم جېفري اېپسټین سره اړیکه لري. د بيبيسي "وېریفای" څانګې څېړلې چې دا پوسټونه/ټویټونه څنګه خپاره او وایرل شوي دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- اسلام آباد کې د شيعه ګانو يوه جومات کې چاودنې کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د اسلام آباد ترلايي سيمې کې د جمعې لمانځه پر مهال يوه جومات کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې چاودنه ځانمرګی بريد و، چې د شيعه ګانو امام بارګاه جومات يې په نښه کړی و. چارواکو د دې پخلی کړی، چې د وژل شوو شمېر ۳۱ تنو ته رسېدلی، داسې حال کې چې ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي. له پېښې وروسته اسلام آباد کې بيړنی حالت اعلان شوی دی. لومړی وزير شهباز شریف د دغې چاودنې غندنه کړې، او يوه اعلاميه کې يې ويلي هغوی دې وموندل شي چې د دغې چاودنې مسئوليت پر غاړه لري، او ريښتينې سزا دې ورکړل شي. اسلام اباد ګې امنيت په دوديز ډول کلک وي، او داسې پېښې کمې وي. ترلايي هم د ا...
- Title
- د اسلام اباد امام بارګاه کې ځانمرګي برید ۳۱ کسان وژلي، ۱۶۹ یې ټپیان کړي دي
- Runtime
- 0:54
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د شیعهګانو یوه جومات کې چاودنې ۳۱ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۶۹ نور ژوبل شول.
یو لوړپوړي پولیس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط AFP ته وویل "چاودنه د جمعې له لمانځه وروسته په یوه شیعه جومات کې رامنځته شوه".
په ترلایي کې دا چاودنه د امام بارګاه خدیجة الکبری کې رامنځته شوې ده.
له چاودنې وروسته اسلام اباد کې بېړنی حالت اعلان شوی.
د اسلام آباد د سیمهییزو چارواکو په اعلامیه کې ویل شوي چې "په مختلفو روغتونونو کې د راوړل شویو ناروغانو شمېر له ۱۶۹ اوښتی دی."
د پاکستان د طبي علومو انسټیټ...
- Title
- د واورین توفان له کبله د سالنګ لویه لار تړل شوې
- Runtime
- 1:01
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د تېرې شپې واورې ورښت او توپان له کبله د سالنګونو لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حقشناس وايي، نن سهار هم واوره اورېده او په ځینو برخو کې توپاني بادونه هم چلېږي.
ښاغلی حقشناس وايي، د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او هڅه کوي، تړل شوې لار پرانیزي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د سالنګونو تر څنګ په بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو کې هم د واورو ورېدو له کبله ځینې لارې په موقت ډول تړل شوې دي او د دوی کاري ټیمونه هڅه کوي، چې تړل شوې لارې پرانیزي.
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- روغتيا: د الزایمر ناروغۍ نښې څه دي، درملنه او مخنیوی یې څنګه کېدی شي؟
- Runtime
- 10:51
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په نړۍ کې شاوخوا ۵۷ میلیونه کسان له ډېمېنشیا یا د ياد ځوړ له ناروغۍ کړېږي چې الزایمر یې بیا تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي. الزایمر ناروغي له ۶۵ د لوړ عمر کسانو کې ډېره پېښېږي خو په ځوانانو کې هم پېښېدلی شي. اوس دلته په بریتانیا کې تر سره شوې یوې نوې څېړنې موندلې چې مېنوپاز یا د میاشتیني عادت بندېدل کېدای شي د ښځو په ماغزو کې د ګرې ماتر یا خړې مادې د کمېدو لامل شي چې په حافظې او احساساتو اغیز کوي، ورته نښې نښانې چې په الزایمر کې لیدل کېږي. ساینسپوهان وايي څېړنه دا تر یوې اندازې روښانه کوي چې ولې ښځې د نارینه وو پر تله د ډې...
- Title
- د اوکرايين جګړې په اړه خبرې يوازې د لا نورو بنديانو خوشي کولو پر هوکړې پای ته رسېدلي - بي بي سي
- Runtime
- 5:25
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- اوکرايين کې د جګړې ختمولو په اړه د ابوظبۍ دوې ورځنۍ خبرې د لا نورو بنديانو خوشي کولو پر هوکړې پای ته رسېدلي دي. خو دا خبرې چې دا تېرې دوې ورځې د اوکرايين، روسيې او امريکا استازو ترمنځ د متحده عرب اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ کې کېدې، د اوکرايين سيمو برخليک پر سر په کې کومه هوکړه نه ده شوې. همدې وخت کې روسيې د اوکرايين پر انرژۍ بنسټونو ګوزارونه روان ساتلي، او له لسګونه زره وګړو یې برېښنا شلولې، او ساړه ژمي کې يې د تودوخې ساتلو له وسيلو بې برخې کړي دي. د اوکرايين سومي سيمې کې پر یوې استوګنيزې ودانۍ بېګا شپه ډرون بريد شوی دی. پر پلازمېنې کيف هم ګوزار شوی دی. ډېر...
- Title
- د اوکرايين جګړې په اړه خبرې د لا نورو بنديانو خوشي کولو پر هوکړې پای ته رسېدلي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- اوکرايين کې د جګړې ختمولو په اړه د ابوظبۍ دوې ورځنۍ خبرې د لا نورو بنديانو خوشي کولو پر هوکړې پای ته رسېدلي دي. خو دا خبرې چې دا تېرې دوې ورځې د اوکرايين، روسيې او امريکا استازو ترمنځ د متحده عرب اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ کې کېدې، د اوکرايين سيمو برخليک پر سر په کې کومه هوکړه نه ده شوې. همدې وخت کې روسيې د اوکرايين پر انرژۍ بنسټونو ګوزارونه روان ساتلي، او له لسګونه زره وګړو یې برېښنا شلولې، او ساړه ژمي کې يې د تودوخې ساتلو له وسيلو بې برخې کړي دي. د اوکرايين سومي سيمې کې پر یوې استوګنيزې ودانۍ بېګا شپه ډرون بريد شوی دی. پر پلازمېنې کيف هم ګوزار شوی دی. ډېر...
- Title
- ولې ځینې ایرانیان د وژل شویو لاریونکوونکو په جنازو کې نڅا کوي؟
- Runtime
- 0:51
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- دا انځورونه د هغو ځوانانو د جنازو دي، چې د ایران د حکومت ضد لاریونونو پر مهال وژل شوي دي.
امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس ادعا کوي، چې د تېر ډسمبر میاشتې له وروستیو راهیسې د نږدې ۷،۰۰۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي او د نورو ۱۱،۰۰۰ راپور شویو مړینو څېړنه هم کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- پر خواله رسنیو د افغان لوبغاړو ځورول
- Runtime
- 2:01
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي.
ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.
موږ په دې ریپوټ کې د کرېکټ او فوټبال له لوبغاړو او روزونکو سره خبرې کړې دي او په ورته وخت کې مو په خواله رسنیو د مینه والو له غوسې او سپکاوي ډکې څرګندونې څېړلې چې آن ډېر وخت له خصوصي حریم ورتېرېږي او تر ښکنځل...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- په یوه مرکه کې له اېپسټين پوښتنه شوې: ''فکر کوې، ته خپله شیطان یې؟''
- Runtime
- 1:27
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- یوه نوې خپره شوې ویډیو ښيي چې کله له جنسي مجرم جیفري اېپسټین، وپوښتل شول ایا ځان ''شیطان'' بولي، په ځواب کې هغه وايي، ''زه یوه ښه هنداره لرم.''
دا بشپړه ويډیو چې نږدې دوه ساعته اوږده ده، اېپسټین د یو مرکه کوونکي پوښتنو ته ځوابونه وایي. تر اوسه دا نه ده تائید شوې چې دا پوښتنې څوک کوي، دا ویډیو کله او د څه هدف لپاره ثبت شوې ده.
د ویډیو په یوه برخه کې له اېپسټین نه د هغه د شتمنۍ په اړه پوښتنې کېږي او وروسته ترې دا هم پوښتل کېږي چې ایا دی ''د درېیمې سطحې جنسي ښکارکوونکی'' بلل کېدای شي که نه.
دا ویډیو د هغو میلیونو اسنادو یوه برخه ده چې د امریکا د عدلیې و...
- Title
- روباټیک سپی چې د اورشیندو احتمالي چاودنې بویوي
- Runtime
- 1:04
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د اي ټي ایچ زوریخ څېړونکو د ایټالیا ایتنا غرونو ته یو څلور پښې لرونکی روباټ 'سپی' لېږلی، چې هغه ګازونه بوی کړي چې کولای شي د اورشیندو فعالیتونو کې بدلونونه په ګوته کړي، چې موخه یې خطرناکو سیمو ته د انسانانو استولو خطر کمول دي. دغه روباټ په ځینو داسې الاتو هم سمبال شوی او د مصنوعي ځېرکتیا یو ډول کاروي چې د 'تقویه زده کړې' په نوم یادیږي، چې د خپل چاپېریال له مخې زدکړې او پرېکړې کولو کې مرسته وکړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow...
- Title
- ټکنالوژي: روباټونه او نوښتګرې لارې ډېمېنشيا ناروغانو سره څومره مرسته کولی شي؟
- Runtime
- 6:24
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په جاپان کې نوې ټکنالوژۍ د ډیمینشیا یا د ياد کمزورتیا ناروغانو د ملاتړ لپاره نوښتګرې لارې جوړې کړې دي، له ځانګړو کافي خونو نیولې تر انسان ته ورته او جیبي روباټونو پورې. څېړونکي وایي دا ټکنالوژي د ناروغانو فعالیت، پاملرنه او وختي تشخیص کې مهم رول لوبولای شي. ځلا سحر د دې اوونۍ ټکنالوژۍ کې دا او نور خبرونه راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د سرطان نړیواله ورځ: افغانستان کې تېر کال د سرطان له ۴۰ زرو ډېر ناروغان روغتونونو ته تللي
- Runtime
- 2:56
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت- چې نن چارشنبه (فبروري څلورمه/سلواغه ۱۵مه) ده، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تېر یوه کال کې افغانستان کې د سرطان له ۴۰ زرو ډېرو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو لسګونه زره نوې پېښې ثبتېږي.
په ورته وخت کې کابل کې د سرطاني ناروغیو په تړاو د عامه پوهاوي جوړه شوې غونډه کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ځینو چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان یوه استازي ویناوې کړې دي.
ددغه وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر م...
- Title
- م م وايي "افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه له دوديزو بڼو، مصنوعي نشه يي توکو ته اوړي" - بي بي سي
- Runtime
- 13:38
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره، يو اېن او ډي سي، يو نوی راپور چې دا اوونۍ يې خپور کړې وايي افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه په زياتېدونکي ډول مصنوعي بڼې ته اوړي، او له درملو ناوړه ګټه اخيستل کېږي. دغه راپور موندلې، افغانستان کې د نشه يي توکو کارولو کې لا هم د دوديزو بڼه خپره ده، خو د مصنوعي توکو او له درملو د ناوړه ګټې اخيستو ښکارنده په زياتېدو ده. دې ارزونه کې نارينه وو داسې حال کې چې نشه يي توکي يې ټولنو کې کارېدل، تر ډېره چرس او افيون کارولي، داسې حال کې چې د ټابلېټ کې، او مېتامفېټامينو کارولو يادونه هم شوې ده. تېر ځل افغانستان کې د هېوا...
- Title
- جاپانی رباب غږوونکی
- Runtime
- 2:58
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- کینګو سایتو په جاپان کې زېږېدلی هنرمند دی، چې له کلونو راهیسې په پاریس کې ژوند کوي.
کینګو وایي، د ښکلو هنرونو په برخه کې یې د موسیقۍ زده کړې لپاره فرانسې ته ولاړ او هلته له رباب سره اشنا شو او دې سره یې د هنر لوری بدل شو.
د کینګو سایتو په خبره، د رباب غږ ور باندې ژور اغېز وکړ او په چټکۍ سره یې د هغه په هنري ژوند کې ځای پیدا کړ.
کینګو سایتو د تمثل ترڅنګ د موسیقۍ تر لسو ډېرې الې غږولی شي، خو د یاد شمېر سازونو له ډلې یې سیتار، طبله او رباب ډېر خوښېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
...
- Title
- "افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه له دوديزو بڼو، مصنوعي نشه يي توکو ته اوړي" - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره، يو اېن او ډي سي، يو نوی راپور چې دا اوونۍ يې خپور کړې وايي افغانستان کې د نشه يي توکو کارونه په زياتېدونکي ډول مصنوعي بڼې ته اوړي، او له درملو ناوړه ګټه اخيستل کېږي. دغه راپور موندلې، افغانستان کې د نشه يي توکو کارولو کې لا هم د دوديزو بڼه خپره ده، خو د مصنوعي توکو او له درملو د ناوړه ګټې اخيستو ښکارنده په زياتېدو ده. دې ارزونه کې نارينه وو داسې حال کې چې نشه يي توکي يې ټولنو کې کارېدل، تر ډېره چرس او افيون کارولي، داسې حال کې چې د ټابلېټ کې، او مېتامفېټامينو کارولو يادونه هم شوې ده. تېر ځل افغانستان کې د هېوا...
- Title
- بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه
- Runtime
- 4:26
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- نږدې ۷۳ کاله وړاندې، د امریکا او برېتانیا په ملاتړ او د ایران د شاه په همکارۍ یو پټ پلان د دې هېواد تاریخ بدل کړ.
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مداخلې ګواښ کوي او د منځني ختیځ پر لور جنګي بېړۍ لېږي، دا ویډیو هغه وخت ته ستنېدل دي، چې امریکا په مستقیم ډول د یوه حکومت د بدلون عملیات تنظیم کړل.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اقتصاد: د سرو زرو بيو لوړېدا، ولې د "خوندي شتمنيو" په توګه ورته کتل کېږي؟
- Runtime
- 10:36
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د سرو او سپینو زرو بیې له هغه ډراماتیک بدلون وروسته چې ترڅ کې يې د ګرانبيه فلزونو نرخونه په تاریخي ډول تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل، اوس بېرته کمې شوې دي. د زرو بیې تېره اونۍ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې، ځکه پانګوالو د جیوپولیټیکي بې باورۍ او ناڅرګندتیا وو له امله خپلې پیسې په خوندي شتمنیو بدلوې. بازارونه هم د امریکا مرکزي بانک خپلواکۍ په اړه هم اندېښمن وو، خو د جمعې پر ورځ د ګرانبيه فلزونو بیې وروسته له هغې ولوېدې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ کېون وارش د دې ادارې نوي مشر په توګه ونوماوه. نور لاملونه یې څه دي، او ولې د سیاسي بې ثباتي پر مهال سرو زور او نورو ګ...
- Title
- ايران وايي امريکا سره خبرو ته چمتو دی، ټرمپ وايي تهران سره د يوه تړون په اړه هیلمن دی - بي بي سي
- Runtime
- 11:13
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ايران ولسمشر وايي امريکا سره يې د خپل هېواد اتومي مسئلې پر سر د خبرو پيلولو امر کړی، او زياته کړې يې ده، خبرې له ګواښونو او داسې تمو لرې چاپېريال ته اړتيا لري، چې ده بې منطقه بللې دي. دا پرمختيا ساعتونه وروسته له هغه راځي، چې ولسمشر ټرمپ ويلي، د داسې يوه تړون په اړه هیلمن دی، چې له پوځي عمله په کې ډډه وشي. ولسمشر ټرمپ د ايران پر وړاندې د پوځي عمل ګوتڅنډنه کوله، ويل يې تهران بايد خپل اتومي پروګرام پرېږدي او د احتجاجيانو له وژلو لاس واخلي. د ده استازی سټيو وېټکاف اټکل دی دا جمعه استانبول کې د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچی سره وګوري.
#BBCPashto...
- Title
- ايران وايي امريکا سره خبرو ته چمتو دی، ټرمپ بيا تهران سره د يوه تړون هیله ښوولې- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د ايران ولسمشر وايي امريکا سره يې د خپل هېواد اتومي مسئلې پر سر د خبرو پيلولو امر کړی، او زياته کړې يې ده، خبرې له ګواښونو او داسې تمو لرې چاپېريال ته اړتيا لري، چې ده بې منطقه بللې دي. دا پرمختيا ساعتونه وروسته له هغه راځي، چې ولسمشر ټرمپ ويلي، د داسې يوه تړون په اړه هیلمن دی، چې له پوځي عمله په کې ډډه وشي. ولسمشر ټرمپ د ايران پر وړاندې د پوځي عمل ګوتڅنډنه کوله، ويل يې تهران بايد خپل اتومي پروګرام پرېږدي او د احتجاجيانو له وژلو لاس واخلي. د ده استازی سټيو وېټکاف اټکل دی دا جمعه استانبول کې د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچی سره وګوري.
#BBCNarayDaWakht ...
- Title
- نوی "زومبي فنګس" وموندل شو
- Runtime
- 1:09
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- ساینسپوهانو د برازیل د اټلانټیک ځنګل کې د "زومبي فنګس" یو نوی ډول پېژندلی دی.
دا پرازیت، چې د خپل ارغواني رنګ او د موندنې ځای له امله Purpureocillium atlanticum نومول شوی، د ټراپډور غڼیو پر بدنونو برید کوي. دغه غڼې د ځمکې لاندې ژوند کوي او د ښکار د نیولو لپاره پورته ځمکه کې جالونه یا تلک جوړوي.
فنګس له مړې شوې غڼې څخه راوتي او پورته ځمکه کې ځنځیري تخمونه خوشي کوي، چې بیا نورې غڼې پرې اخته کوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instag...
- Title
- په برېتانیا کې د یوه برېښناکوټ له منځه وړل
- Runtime
- 0:22
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- په ډرون باندې اخیستل شوې ویډیو د بریتانیا د ناټینګهم شایر په سیمه کې د هغې ودانۍ د نړیدو شېبه ښيي، چې د ډبروسکرو انرژۍ د بخار قوې د تولید او برېښناکوټ لپاره کارېدله خو چارې یې له پخوا راهیسې په ټپه درول شوې وې.
یاده ودانۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹مه) د چاودېدونکو موادو په وسیله ونړول شوه.
دا کار د هغې پروژې برخه ده، چې موخه یې دغه ځای د بریتانیا د لومړي ازمایښتي سوداګریز هستوي فیوژن ریاکتور(اټومي برېښنا تولید) په مرکز بدلول دي.
یاد برېښناکوټ د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې وتړل شو او تمه ده، چې دا ځای تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړ پاک او چمتو ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- شفیقه خپلواک: د افغان نجونو وضعیت ملي بحران دی
- Runtime
- 30:01
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د «زړه خواله» په دې خپرونه کې د یوې شاعرې خبرې اورو چې باور لري شعر باید حقیقت هماغسې ووایي لکه څنګه چې زړه یې احساسوي. شفیقه د هغه نسل استازې ده چې د جمهوریت په کلونو کې له زده کړو او هیلو سره لوی شو. هغه د افغان نجونو اوسنی حالت یوازې یوه ستونزه نه، بلکې ملي بحران بولي او د همدې درد، پوښتنو او اندېښنو په اړه یې د نجیبې لېمې سره د زړه خواله کړې.
شفیقه وايي له هغې ورځې چې له افغانستانه کډواله شوې، د شعر ویل ورته ګران شوي، خو بیا هم هڅه کوي چې شعر ترې پردی نه شي. په دې پادکاسټ کې هغه د کابل لپاره خپل شعر هم لولي، هغه ښار ته چې ترې لرې ده، خو لا هم په شعر ...
- Title
- لوبې: کرېکټ نړيوال جام کې به هند سره د نه لوبېدو پرېکړه، پر پاکستان څه اغېز وکړي؟
- Runtime
- 12:07
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې به د دوی لوبډله خپلو هنديو سيالانو سره میدان ته کوز نه شي، خو د کرېکټ نړیوالې شورا یې پر وړاندې غبرګون کې د پاکستان کرېکټبورډ هڅولی چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي مخالفتونه اوږده مخینه لري او اغېز یې ډېر وخت پر لوبو هم وي. خو اوس داسې تمه نه کېده چې د نړیوال جام له پيل څو ورځې مخکې دې داسې څه وشي. د دغه نړیوال جام شريک کوربه هند دی، خو چې پاکستان هند ته سفر نه کاوه، نو لوبې يې په سریلنکا کې پلان شوې وې. د مهالوېش له مخې د هند او پاکستان لوبه د فبرورۍ پر ۱۵ ده، خو ...
- Title
- د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې د تاوتريخوالي پېښو کې لسګونه اورپکي وژلي - بي بي سي
- Runtime
- 11:18
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي، د هېواد پوځ يې د دريو ورځو جګړې کې د بلوچستان ازادۍ پوځ ۱۷۷ جنګيالي وژلي دي. د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، ۲۲ نور اورپکي د بلوچستان بېلابېلو برخو کې بېګا شپه وژل شوي دي. وړمه ورځ د بلوچستان بېلابېلو سيمو کې همغږو بريدونو دغې صوبې کې ژوند نژدې په ټپه درېدو ته رسولی و. د بلوچستان ازادۍ پوځ پر نژدې لسو موخو بريدونه وکړل، چې د دغې ډلې يو تر ټولو لوی پوځي فعاليت بلل شوی دی. دغو بريدونو کې د راپورونو له مخې ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۳۱ ملکيان وژل شوي دي. د پاکستان حکومت او پوځ ويلي دغې ډلې سره د هند له لوري مرسته کېږي. د...
- Title
- د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې د تاوتريخوالي پېښو کې لسګونه اورپکي وژلي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي، د هېواد پوځ يې د دريو ورځو جګړې کې د بلوچستان ازادۍ پوځ ۱۷۷ جنګيالي وژلي دي. د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، ۲۲ نور اورپکي د بلوچستان بېلابېلو برخو کې بېګا شپه وژل شوي دي. وړمه ورځ د بلوچستان بېلابېلو سيمو کې همغږو بريدونو دغې صوبې کې ژوند نژدې په ټپه درېدو ته رسولی و. د بلوچستان ازادۍ پوځ پر نژدې لسو موخو بريدونه وکړل، چې د دغې ډلې يو تر ټولو لوی پوځي فعاليت بلل شوی دی. دغو بريدونو کې د راپورونو له مخې ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۳۱ ملکيان وژل شوي دي. د پاکستان حکومت او پوځ ويلي دغې ډلې سره د هند له لوري مرسته کېږي. د...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د بلوڅ بېلتونپالو له همغږو بریدونو وروسته د کویټې حال
- Runtime
- 1:42
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو د تېرې ورځې له بریدونو وروسته حالت عادي نه دی او په ډېرو سیمو کې کاروبارونه او بازارونه لا هم تړلي پاتې دي.
د دغه ایالت وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د یکشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې په بلوچستان کې په ترسره شویو عملیاتو کې ۱۴۵ وسله وال وژل شوي.
هغه زیاته کړه چې د شنبې پر ورځ په بریدونو کې په ټولیز ډول ۳۱ ولسي وګړي او ۱۷ امنیتي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
ځايي خبریال عزیز سباوون له کویټې وروستی حال لري.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: http...
- Title
- د تیرا بېځایه شوي: 'له واورو نه، د پوځي عملیاتو له اعلانه راتښتېدلي یو'
- Runtime
- 2:14
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د خیبرپښتونخوا له تیرا بېځایه شوي خلک دا ردوي، چې خپلې مېنې دې یې د ژمي او واورو له کبله پرېښې او راوتلي وي.
دوی وايي د دې درې په جوماتونو کې د پوځي عملیاتو اعلانونه کېدل او خلکو ته یې تر یوې مالومې نېټې د وتلو خبر ورکړی و.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف څو ورځې مخکې یوه خبريکنفرانس ته ویلي وو، چې ګوندې د تیرا دغو زرګونو کورنیو خپل کلي او مېنې د ژمي او واورو له کبله پرېښي او دا چې په تیرا کې د پوځي عملیاتو هېڅ پلان نشته.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51...
- Title
- مېرمن: پر ماشومانو د زړه د بړاس اېستلو ناوړه اغېزې
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- وايي اولاد د مور د زړه ټوټه ده، خو ځینې وخت کورنۍ او رواني ستونزي په مور دومره فشار راولي چې ویل کېږي یو شمېر یې د زړه بړاس هم بیا له اولاده باسي، له غوصې نیولي د ماشوم تر وهلو هغه څه دي چې ځینې مېندې یې له فشاره د خلاصون لپاره کوي، خو ولې یو شمېر مېندې دا لاره غوره کوي؟ او دا د مور او ماشوم رواني حالت څومره اغېزمنوي؟ د مېرمن په خپرونه کې به په دې او نورو پوښتنو خبرې کېږي.
#BBCNarayDaWakht #BBCPashtoTV #BBCPashto
00:00 مېرمن
00:05 د خپرونې د بحث موضوع
00:59 مېندې له ماشومانو د خپل زړه بړاس باسي؟
3:53 د خپرونې د موضوع په اړه ستاسو نظرونه
15:41 د خپرونې الهام بخښو...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 8 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه

