BBC Pashto
د ایران لخوا پر کویت د ډرون بریدونه
- Title
- د ایران لخوا پر کویت د ډرون بریدونه
- Runtime
- 0:32
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د کویت پوځ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران لخوا د ډرون تر بریدونو وروسته د کویت ښار په یوې لوړپوړې ودانۍ (کویت سېټي ټاور) او څو نورو ملکي تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.
چارواکي وايي، اور د دفاعي سیستمونو په وسیله د هدف ګرځول شویو ډرونونو د پاتې شونو راغورځېدو له کبله لګېدلی.
پر کویت دا بریدونه داسې مهال شوي، چې تېره شپه په تهران کې د اسرائیل او امریکا په هوايي بریدونو کې د تېلو زېرمتونونه په نښه شول.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bb...
- Title
- "افغانستان او ایران کې د جبري حجاب مخالفه یم"
- Runtime
- 2:30
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- سږ کال د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره د “حقونه، عدالت او د ټولو ښځو او نجونو لپاره ګام پورته کول ” شعار ټاکل شوی دی.
که څه هم په نړيواله کچه د سیاست په ډګر کې د ښځو ونډه د نارینه وو پرتله کمه ده، خو افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کوربه هېوادونو په سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه لري، او داسې ښکاري چې په دې برخه کې یې د افغان نارینه وو پرتله زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.
د بيبيسي افغانستان برخې د ښځو د نړیوالې ورځې په پار له ځینو دغو افغان ښځو سره مرکې کړې دي چې یو په بل پسې به خپرېږي.
په دې برخه کې، د هغې مېرمنې خبرې واورئ چې د استرالیا مشرانو ج...
- Title
- په کور کې د مېرمنو حقونه څومره خوندي دي؟- مېرمن
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د ښځو حقونه، په اړه یې تل بحث وي، او دا بحثونو بیا د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر مناسبتونو کې لا ډېریږي. تر ډېره په دغو غونډه کې د ښځو په ټولنیزو حقونو خبرې کېږي، خو په کورونو کې مېرمنې بیا څومره خپلو حقونو ته رسیدلي؟ د مېرمن په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ګلالۍ مموزۍ: د نجونو د زدکړو په تړاو طالبانو سره اړیکه کې یوو
- Runtime
- 2:25
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- سږ کال د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره د “حقونه، عدالت او د ټولو ښځو او نجونو لپاره ګام پورته کول ” شعار ټاکل شوی دی.
که څه هم په نړيواله کچه د سیاست په ډګر کې د ښځو ونډه د نارینه وو پرتله کمه ده، خو افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کوربه هېوادونو په سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه لري، او داسې ښکاري چې په دې برخه کې یې د افغان نارینه وو پرتله زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.
د بيبيسي افغانستان برخې د ښځو د نړیوالې ورځې په پار له ځینو دغو افغان ښځو سره مرکې کړې دي چې په ترتیب سره به خپرېږي.
له دغو ښځو یوه ګلالۍ مموزۍ ده. هغې په هڅو او زیار سره ...
- Title
- د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د ډرون لګېدو شېبه
- Runtime
- 0:34
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- نن سهار پر خواله رسنیو دې خپره شوې ویډيو کې لیدل کېږي چې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ظاهرآ د ډرون برید هدف ګرځي.
دغو تصویرونو کې د یوه ترمنیل ودانۍ ته نږدې د چاودنې صحنه او ورڅېرمه لږترلږه څلور درېدلې الوتکې ښکاري.
امارات هوايي شرکت نن سهار پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې چارې یې درولې، خو دغه پیغام اوس ډېلیټ او پر ځای یې لیکل شوي چې خدمات یې بېرته پيل کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- "اچها جي" ویډیو کې څوک دي او ولې یې غبرګونونه راپارولي؟
- Runtime
- 1:50
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو پر مهال د پاکستان لخوا په یوه تبلیغاتي ویډیو کې د افغانستان او خلکو پر وړاندې یې د "پېغور ورکولو" انداز له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
دا ویډیو په "اچها جي" مشهوره او په خواله رسنیو کې خورا ډېره لاس په لاس شوې ده.
دا ویډیو د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو همغږي کوونکي پر ایکس او ورپسې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر بیا ځلې خپره کړه.
په خواله رسنیو کې ګڼو په تېره په پاکستان کې دا ویډیو له دې کبله مناسبه نه ده بللې چې پر وینا یې تبعیضي احساسات پکې څرګند شوي او لا ډېرې کرکې ته لاره هواروي.
بيبي...
- Title
- اسرائيلو او امريکا پر تهران او د ايران پر لروبر نورو ښارونو درنې بمبارۍ کړې، څه روان دي؟ بي بي سي
- Runtime
- 18:14
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- اسرائیلو او امريکا پر ايران خپل درانه ګوزارونه روان ساتلي، تهران او د ايران نورو ښارونو کې چاودنې اورېدل شوې دي. امريکا ويلي هوايي ځواکونو يې د ايران بلسټيکو توغنديو خښ شوي ويشتنځايونه بمبار کړي دي. اوس داسې حال کې چې پر دې جګړې يوه اوونۍ تېرېږي، د ايران سرې میاشتې ويلي، د امريکا او اسرائيلو بمبارۍ لړۍ کې تر دې مهاله له زرو ډېر خلک وژل شوي دي. د امريکا مرکزي قوماندې مشر برډ کوپر ويلي تېرو دريو ورځو کې له دوو سوو ډېرې موخې په نښه شوې او دا چې بي ۲ بم غورځوونکې الوتکې او سمڅو ويجاړوونکي بمونه يې کارولي، چې د ځمکو ژورو کې د ایران توغنديو ځايونه ويجاړ کړي. ...
- Title
- اسرائيلو او امريکا پر تهران او د ايران پر لروبر نورو ښارونو درنې بمبارۍ کړې - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- اسرائیلو او امريکا پر ايران خپل درانه ګوزارونه روان ساتلي، تهران او د ايران نورو ښارونو کې چاودنې اورېدل شوې دي. امريکا ويلي هوايي ځواکونو يې د ايران بلسټيکو توغنديو خښ شوي ويشتنځايونه بمبار کړي دي. اوس داسې حال کې چې پر دې جګړې يوه اوونۍ تېرېږي، د ايران سرې میاشتې ويلي، د امريکا او اسرائيلو بمبارۍ لړۍ کې تر دې مهاله له زرو ډېر خلک وژل شوي دي. د امريکا مرکزي قوماندې مشر برډ کوپر ويلي تېرو دريو ورځو کې له دوو سوو ډېرې موخې په نښه شوې او دا چې بي ۲ بم غورځوونکې الوتکې او سمڅو ويجاړوونکي بمونه يې کارولي، چې د ځمکو ژورو کې د ایران توغنديو ځايونه ويجاړ کړي. ...
- Title
- د طالبانو حکومت وايي ډنډپټان کې یې پر ډیورنډ کرښه دروازه او پاکستاني تاسیسات هدف ګرځولي
- Runtime
- 0:35
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ځواکونو یې نن سهار د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ اړوند خرلاڅۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه دروازه او د پاکستان تاسیسات هدف ګرځولي.
د افغانستان ملي تلویزیون او د طالبانو اړوندو ادرسونو یې پر خواله رسنیو یوه ویډیو هم خپره کړې.
بيبيسي نشي کولای دا ویډیو او ادعا په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- امريکا او اسرائيلو پر ايران لا نور درانه ګوزارونه کړي، تهران کې لويې چاودنې شوې - بي بي سي
- Runtime
- 18:46
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- منځني ختيځ کې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه شپږمه ورځ لا هم روانه ده. تهران او د ايران نورو ښارونو کې څو لويې چاودنې شوې دي. د دوړو او لوګي ليکې ليدل شوې، چې بره د ايران پلازمېنې اسمان ته ختلې. د تهران لوېديځ کې د کرج ښار هم نن په نښه شوی و. د ايران دولتي رسنۍ وايي د جګړې له پيل راهيسې د امريکا او اسرائيلو ګوزارونو کې ۱۰۴۵ کسان وژل شوي دي. يو شمېر خلک چې له خپلو مېنو د وتلو توان لري، خوندي ځايونو ته په تېښته دي. دا خبره لا په پراخه ناروښانه ده، چې دا جګړه ښايي څنګه ښايي د دغه هېواد پر راتلونکي اغېز وکړي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امريکا او اسرائي...
- Title
- د اسرائیل او ایران جګړه: د اذربایجان نخجوان کې هم ډرون بریدونه شوي
- Runtime
- 0:46
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د اذربایجان نخجوان سیمه د چاودېدونکو ډرونونو په وسیله هدف ګرځول شوې ده. د دغه هېواد ولسمشر الهام عليېف ادعا کړې چې دغه "ترهګریز بریدونه" د ایران له خاورې شوې او دا چې دوی به یې غچ واخلي.
خو تهران په دغه برید کې له لاس لرلو انکار کړی او ویلي یې دي دا کار اسرائیل د دې لپاره کړی چې "د مسلمانو هېوادونو" اړېکي خراب کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ننګرهار کې د پاکستان له بریدونو د بېځایه شویو کورنیو پنډغالی
- Runtime
- 1:26
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ملګري ملتونه وايي، د پاکستان د بریدونو له کبله افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه او ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي، د نښتو زور ملکي خلکو ته وځي او د کړکېچ له پراخېدو سره بشري مرستو ته اړتیا په ډېرېدو ده. بې ځایه شوې کورنۍ بیا په خپلو سیمو کې د سختو بریدونو او مرګژوبلو کیسې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- امريکا او اسرائيلو پر ايران لا نور ګوزارونه کړي، تهران کې لويې چاودنې شوې - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- منځني ختيځ کې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه شپږمه ورځ لا هم روانه ده. تهران او د ايران نورو ښارونو کې څو لويې چاودنې شوې دي. د دوړو او لوګي ليکې ليدل شوې، چې بره د ايران پلازمېنې اسمان ته ختلې. د تهران لوېديځ کې د کرج ښار هم نن په نښه شوی و. د ايران دولتي رسنۍ وايي د جګړې له پيل راهيسې د امريکا او اسرائيلو ګوزارونو کې ۱۰۴۵ کسان وژل شوي دي. يو شمېر خلک چې له خپلو مېنو د وتلو توان لري، خوندي ځايونو ته په تېښته دي. دا خبره لا په پراخه ناروښانه ده، چې دا جګړه ښايي څنګه ښايي د دغه هېواد پر راتلونکي اغېز وکړي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امريکا او اسرائي...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- پر ايران د اسرائيلو او امريکا ګوزارونه، ايران هم سیمه کې پر بېلابېلو هېوادونو بريدونه کړي - بي بي سي
- Runtime
- 18:55
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- داسې حال کې چې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه پنځمې ورځې ته رسېدلې، امريکا وايي ايران کې يې نژدې دوه زره موخې ویشتلې دي، او د ایران سمندري ځواکونه يې دومره ځپلي، چې د هورموز تنګي کې دې څه فعاليت وکړی شي. تهران کې د يوې لويې چاودنې راپور ورکړل شوی، چې اسرائيل وايي د پراخې کچې ګوزارونه يې په کې پيل کړي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي بيا پر ولسمشر ټرمپ تور لګولی چې د خبرو پر مېز د کينې له مخې بمباري کوي. امريکا داوه کوي، ځواکونو يې ۱۷ ایرانۍ کښتۍ ویجاړې کړې، او د ايران ټول سمندري ځواک یې ډوب کړی دی. دوی دا هم ويلي، ايران يې ځواب کې له ۵...
- Title
- پر ايران د اسرائيلو-امريکا ګوزارونه، ايران هم پر بېلابېلو هېوادونو بريدونه کړي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- داسې حال کې چې د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړه پنځمې ورځې ته رسېدلې، امريکا وايي ايران کې يې نژدې دوه زره موخې ویشتلې دي، او د ایران سمندري ځواکونه يې دومره ځپلي، چې د هورموز تنګي کې دې څه فعاليت وکړی شي. تهران کې د يوې لويې چاودنې راپور ورکړل شوی، چې اسرائيل وايي د پراخې کچې ګوزارونه يې په کې پيل کړي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي بيا پر ولسمشر ټرمپ تور لګولی چې د خبرو پر مېز د کينې له مخې بمباري کوي. امريکا داوه کوي، ځواکونو يې ۱۷ ایرانۍ کښتۍ ویجاړې کړې، او د ايران ټول سمندري ځواک یې ډوب کړی دی. دوی دا هم ويلي، ايران يې ځواب کې له ۵...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- اقتصاد: د ايران پر وړاندې روانه جګړه د هرموز تنګي له لارې پر لېږد رالېږد څومره اغېز کوي؟
- Runtime
- 8:04
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- پر ايران د اسرائيلو او امريکا د بريدونو له پيل راهيسې د تېلو او ګازو بیې پرله پسې په لوړېدو دي، تر ډېره له دې امله چې اکمالاتي ليکو کې يې د ګډوډۍ وېره ډېره شوې ده، او دا اندېښنه شته چې د امریکا او اسرائیلو پراخ پوځي عملیات ښايي نور هېوادونه هم جګړې کې ورښکېل کړي. د تېلو بیه شاوخوا اته سلنه لوړه شوې، او د اروپا د ګازو بیې نژدې شل سلنه پورته تللې دي. روانه جګړه خليج کې د هرموز تنګي له لارې پر چلن هم لوی اغېز لري او ایران یې د تړلو ګواښ کړی دی. هرموز تنګی چې د سونتوکو لېږد مهم لار بلل کېږي. نجما ځلا د دې اوونۍ اقتصاد کې دې ته کتنه کړې چې ولې د هورموز تنګی دومره ...
- Title
- پر ایران بریدونو نه وروسته د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی
- Runtime
- 0:28
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی. دا بدلون پر ایران د امریکا او اسرائيل له بریدونو او د دغه هېواد د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته رامنځ ته شوی. که څه هم په خپله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري خو د ټرانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي چې د افغانستان فضايي حریم خوندي او په ټولو ملکي او نړیوالو ډګرونو یې الوتنې په نورمال ډول روانې دي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_...
- Title
- اسرائيلو پر بيروت او تهران تازه بریدونه کړي، امريکا ويلي، سخته جګړه به لا پلېږي - بي بي سي
- Runtime
- 13:23
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- اسرائیلو پر ايران او د لبنان پر پلازمېنې بيروت تازه ګوزارونه کړي دي.. د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي تر ټولو سخت ګوزارونه لا نه دي شوي. ځواب کې يې ايران د خليج يو شمېر هېوادونه په نښه کړي دي، وايي بحرين کې يې د امريکا يوه هوايي اډه ويجاړه کړې ده.. همدې وخت کې سعودي کې د امريکا پر سفارت ډرون برید شوی دی. لبنان کې اسرائيل وايي په هوايي ګوزارونو او د مځکنيو ځواکونو په استولو سټراټيژيکې سيمې نيسي چې د پولو دننه يې د حزب الله له لوري پر خلکو د بريدونو مخنيوی وکړي. اسرائيلو همدې وخت کې پر بيروت هوايي ګوزارونه کړي او د ايران دننه يې هم موخې په نښه کړې...
- Title
- اسرائيلو پر بيروت او تهران تازه بریدونه کړي، امريکا ويلي، سخته جګړه لا پلېږي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- اسرائیلو پر ايران او د لبنان پر پلازمېنې بيروت تازه ګوزارونه کړي دي.. د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي تر ټولو سخت ګوزارونه لا نه دي شوي. ځواب کې يې ايران د خليج يو شمېر هېوادونه په نښه کړي دي، وايي بحرين کې يې د امريکا يوه هوايي اډه ويجاړه کړې ده.. همدې وخت کې سعودي کې د امريکا پر سفارت ډرون برید شوی دی. لبنان کې اسرائيل وايي په هوايي ګوزارونو او د مځکنيو ځواکونو په استولو سټراټيژيکې سيمې نيسي چې د پولو دننه يې د حزب الله له لوري پر خلکو د بريدونو مخنيوی وکړي. اسرائيلو همدې وخت کې پر بيروت هوايي ګوزارونه کړي او د ايران دننه يې هم موخې په نښه کړې...
- Title
- ژورې واورې ته ورغورځېدلی سړی څنګه وژغورل شو؟
- Runtime
- 0:50
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- په دې ویډيو کې هغه شېبه ګورئ چې د سکي لوبې دوه لوبغاړي هغه کس ژغوري چې ژورې واورې ته په سر وغورځېدلی او پکې نښتی و. دا صحنه د کارسن شمېت په نوم د یوه سړي په ګوپرو کامره کې هغه مهال ثبت شوې چې ده له خپل یوه ملګري سره د امریکا د کالیفورنیا تاهو جهیل سیمې ته څېرمه پر واوره د ښویېدو لوبه یا سکي کوله. د هغوی پام شو چې لږ لرې له واورې د یو چا پښې راوتلې دي چې د سکي ځانګړي بوټان یې پر پښو دي. دوی ژر ورپسې ورغلل او د هغه د ساه تر بندېدو مخکې یې وژغوره. وروسته هغه سړی په خپله د سکي په کولو سره له غره ښکته شو.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPasht...
- Title
- په پاکستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف سره د زړه خواله
- Runtime
- 42:09
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د «زړه خواله» د دې اوونۍ په خپرونه کې په اسلاماباد کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سفیر، عبدالسلام ضعیف، له بي بي سي سره په یوه ځانګړې او مفصله مرکه کې هغه کیسه بیانوي چې د ګوانتنامو په زندان کې پرې تېره شوې ده.ضعیف د بند د کلونو کیسه یوازې د زندان د دېوالونو تر منځ نه را ایساروي، بلکې هغه فضا انځوروي چې په کې بندیان د دوامدارې څارنې، اوږدو پلټنو او رواني فشارونو تر سیوري لاندې ساتل کېدل. د هغه په وینا، بګرام هوايي ډګر، د خلیج کښتۍ او ګوانتنامو یوازې نومونه نه وو، بلکې هر یو یې د بېلابېلو تجربو او ازموینو بېلابېل پړاوونه لرل.په مقابل کې، د امریکا دفاع وزا...
- Title
- منځني ختيځ کې جګړه روانه ده، د سيمې لروبر ۳ مه ورځ هم درانه هوايي ګوزارونه شوي - بي بي سي
- Runtime
- 21:07
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې د خليج لروبر د بل هر وخت پرتله پراخې پايلې لرلې دي، او د ايران روحاني مشر علي خامنه يي، له وژل کېدو درې ورځې وروسته هم هوايي ګوزارونه روان دي. تېرو دوو ورځو کې اسرائيلو او امريکا د ايران پر وړاندې د سختې بمبارۍ لړۍ پيل کړه، چې پلازمېنه تهران کې يو مرکز هم په کې و. دغو ګوزارونو د ايران روحاني مشر او يو شمېر نور جګپوړي دفاعي چارواکي ووژل. ايران يې ځواب کې د سيمې لروبر د غچ ګوزارونه وکړل. ډېر يې د هغو عرب هېوادونو پر وړاندې وو، چې د امريکا پوځي اډې په کې دي. قطر، متحده عرب اماراتو، بحرين، کويت او سعودي کې پر بېلاب...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- منځني ختيځ کې جګړه روانه ده، د سيمې لروبر ۳ مه ورځ هم درانه هوايي ګوزارونه شوي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:11
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې د خليج لروبر د بل هر وخت پرتله پراخې پايلې لرلې دي، او د ايران روحاني مشر علي خامنه يي، له وژل کېدو درې ورځې وروسته هم هوايي ګوزارونه روان دي. تېرو دوو ورځو کې اسرائيلو او امريکا د ايران پر وړاندې د سختې بمبارۍ لړۍ پيل کړه، چې پلازمېنه تهران کې يو مرکز هم په کې و. دغو ګوزارونو د ايران روحاني مشر او يو شمېر نور جګپوړي دفاعي چارواکي ووژل. ايران يې ځواب کې د سيمې لروبر د غچ ګوزارونه وکړل. ډېر يې د هغو عرب هېوادونو پر وړاندې وو، چې د امريکا پوځي اډې په کې دي. قطر، متحده عرب اماراتو، بحرين، کويت او سعودي کې پر بېلاب...
- Title
- پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو درېیمه ورځ
- Runtime
- 1:11
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- امریکا او اسرائیل درېیمه ورځ هم پر ایران بریدونو ته دوام ورکړی. په دغو بریدونو کې د عامو خلکو په ګډون د سلګونو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړ شوي.
تهران هم ځواب کې په سیمه کې د امریکا پر متحدانو او پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو ګوزارونه کوي.
هاخوا د لبنان حزبالله غورځنګ پر اسرائیل بریدونه کړي او اسرائيلي ځواکونو په متقابلو بریدونو ځواب ورکړی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram...
- Title
- په کویت کې د ایرانۍ ډرون الوتکې راغوځېدل
- Runtime
- 0:13
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو په غچ کې پر خلیج هېوادونو بریدونه پيل کړي او دلته هغه شېبه وینئ چې په کویت کې یوه ایرانۍ ډرون الوتکه راغورځېږي. پر ایران د امریکا او اسرائيلو بریدونه د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه پيل شوي دي چې په پایله کې یې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي او ځينې نور لوړپوړي چارواکي وژل شوي.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د امریکا پر سیمهییزو متحدانو د ایران بریدونه
- Runtime
- 0:55
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ایران د امریکا او اسرائيل بریدونو کې د دغه هېواد د روحاني مشر ایتالله علي خامنهيي او نورو جګپوړو چارواکو تر وژل کېدو وروسته نن یکشنبه هم پر اسرائيل او د امریکا پر نورو سیمهییزو متحدانو د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو بریدونه کړي.
متحد عرب امارات وايي، د ایران بریدونو په دوبۍ او شارجه کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې.
بلخوا د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په روانو عملیاتو کې یې درې سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي، چې د پنځو ټپونه ژور دي.
هممهاله له اسرائیل هم د ۹ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو لخوا پر یو بل متقابل بریدونه
- Runtime
- 2:32
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري او دواړه خواوې یو بل ته د مرګژوبلې او زیانونو اړولو ادعا کوي.
د بيبيسي یما بارز له کبله د دغو نښتو او متقابلو بریدونو وروستي جزییات راکوي:
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وایي، تورخم کې یې پر پاکستاني لوري انتقامي بریدونه کړي
- Runtime
- 0:47
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه وایي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې یې تېره شپه تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر پوستو انتقامي بریدونو کې مقابل لوري ته مرګژوبله او زیانونه اړولي دي.
د طالبانو حکومت د سرحدي ځواکونو د عمومي ریاست عابدالله فاروقي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني لوري د پوځي قوماندانۍ مرکز، کمیسارۍ او څو مهمې پوستې ویجاړې شوې او لس سرتېري یې وژل شوي دي.
نوموړی پاکستاني ځواکونه تورونوي چې په تورخم کې یې ملکي اهداف په نښه کړي او ملکي خلکو ته یې مرګژوبله اړولې دي.
بيبيسي په خپلواک ډول دغه ...
- Title
- کورنۍ څنګه کولای شي په لږ لګښت ګټور خواړه تیار کړي؟- مېرمن
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- ګران بیه خواړه تل ګټور خواړه نه وي، څه چې د تغذيې متخصصین یې وايي. خو یو شمېر بیا په دې باور دي چې قیمتي خواړه د ارزانه پرتله ډېر ویټامین لري او مغذي خواړه دي، داسې څه چې د خواړو متخصصین ورسره همغږي نه دي. په خپرونه کې پرې بحث شوی.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- پر ایران د امریکا او اسرائيل بریدونه
- Runtime
- 1:19
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- امریکا او اسرائیل له نن سهاره یې په تهران او څو نورو ښارونو کې بریدونه پیل کړي دي. ایران وايي دغو بریدونو ته په ځواکمنتیا سره ځواب وايي. سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، په قطر، بحرین او متحدو عرب اماراتو کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- کېم جونګ اون: څنګه یو ځوان د شمالي کوریا مشر شو؟
- Runtime
- 3:30
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د شمالي کوریا رسمي رسنۍ وايي، واکمن کارګر ګوند بیا کېم جونګ اون د خپل ګوند د عمومي منشي په توګه ټاکلی دی.
دغه اعلان د یکشنبې په ورځ په پیونګ یانګ کې د ګوند په یوه رسمي غونډه کې وشو، دا د حیرانتیا خبر نه دی، ځکه د کیم کورنۍ له شلمې پېړۍ له پای څخه پر دې هېواد په دېکتاتوري ډول واکمنه ده.
د شمالي کوریا رسمي مرکزي خبري اژانس (KCNA) ویلي چې د کېم په مشرۍ هېواد د جګړې د مخنیوي وړتیاوې "په بنسټیز ډول پیاوړې کړې" او "اټومي ځواک یې د خپل هېواد اصلي محور ګرځولی دی".
نو کېم جونګ اون څوک دی؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.co...
- Title
- د طالبانو حکومت: د پاکستان تازه بمبارۍ او بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي
- Runtime
- 1:38
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستان پوځ کندهار کې د راستنېدونکو پر یوه موقتي کمپ بمبار کړی چې درې راستانه شوي کسان چې کارګر دي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د انځرګي کمپ کندهار کې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی چې د راستنېدوکو موقتي پناځای دی.
ښاغلي فطرت پر اېکس کې لیکلي چې تېره شپه د کونړ اسد اباد ښار پر مرکز د توپونو ډزې شوې دي، چې په پایله کې يې اوه ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.
بله خوا، د طالبانو سرچینې وايي، پکتیکا کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستاني ملېشو په وروستي برید ک...
- Title
- د افغانستان-پاکستان جګړه: ولې ډیورنډ کرښه د شخړې ټکی پاتې شوی؟
- Runtime
- 1:34
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- څه باندې ۱۳۰ کلونه وړاندې، د افغانستان یو واکمن چې د 'اوسپنیز امیر' په نوم پېژندل کېده او یو بریتانیایي ډیپلومات د یوې داسې پولې (کرښې) جوړولو یو تړون لاسلیک کړ چې نن د جګړو سیمه ده. دوی هغه کرښه جوړه کړه چې اوس د ډیورنډ کرښې په نوم پېژندل کېږي او پاکستان او افغانستان یې سره وېشلي دي. دې کرښې ټولنې او قبیلې ووېشلې. ډیورنډ کرښه د نړۍ له تر ټولو لانجمني فزیکي پولو ده چې د سرحدي شخړو او وسلهوالو فعالیتونو سبب کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter:...
- Title
- د افغانستان په اړه د هند او اسرائیلو د لومړي وزیرانو ویډیو
- Runtime
- 2:36
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- اسرائیل ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د وروستي سفر پر مهال د هغه او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ویناوو ځینې ویډیوګانې د خواله رسنیو د کاروونکو ترمنځ لاس پرلاس کېږي، چې پکې داسې ښکاري ګواکې هغوی د افغانستان او د طالبانو د حکومت او مشر د پوځي ملاتړ په اړه خبرې کوي. دغه ویډیوګانې د ښاغلي مودي او ښاغلي نتنیاهو د سې شنبې ورځې په ویناوو پورې اړه لري، چې د اسرائیل په پارلمان کې یې کړې وې. خو د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې د څانګې څېړنې ښيي چې دا ویډیوګانې جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړې شوې دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
...
- Title
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې، دواړو يو بل ته د مرګژوبلې اړولو داوه کړې، څه شوي؟ بي بي سي
- Runtime
- 27:26
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان پوځ يو د بل پر وړاندې ګوزارونو کې د مرګژوبلې اړولو داوه کړې ده. د پاکستان پوځ منلې بېګا شپه يې له ډېورېنډ کرښې سره اوږدو کې پر پوځي پوستو د افغانستان طالبانو بريدونو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، او ۲۷ ژوبل دي. د پوځ وياند يې احمد شريف چودري يوه خبري کنفرانس ته خبرو کې داوه کوله، د طالبانو بريدونو ځواب کې يې افغانستان کې دننه ۲۲ پوځي موخې په نښه کړې، او دا چې ۲۷۴ طالبان او اورپکي يې وژلي دي. د طالبانو حکومت وياند بيا ويلي، د پاکستان ۵۵ پوځيان يې وژلي، دوې اډې او ۱۹ پوستې یې نيولې دي. ذبيح الله مجاهد د پاکستان ادعا رد کړه،...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 0:00
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- له تراویح لمانځه وروسته جومات کې د رسۍ کشولو لوبه
- Runtime
- 1:08
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- په یوه د پام وړ صحنه کې، د استانبول امین علي پاشا جومات امام له تراویح وروسته د ماشومانو لپاره تفریحي پروګرامونه تنظیم کړل، چې په کوچنیوالي کې یې له جومات او لمانځه سره مینه پیاوړې کړي.
د جومات انګړ له خندا او سیالیو ډک شو، لکه د رسۍ کشول او بوجۍ کې د پښو ننویستلو او منډې وهلو لوبه. ماشومانو ته هڅوونکې جایزې هم ورکړل شوې.
په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې امام خپله د ماشومانو فعالیتونو کې ګډون کوي، د روژې په داسې توده فضا کې چې جومات د یوه دیني، روزنیز او ټولنیز مرکز په توګه ښيي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube....
- Title
- "که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، اسلاماباد به خوندي پاتې نه شي"
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو د حکومت د پوځ مشر محمد فصیحالدین فطرت په دې ویډیو پاکستان ته ګواښ کړی چې "د ګوتې ځواب به په سوک ورکړي".
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت پوځي ځواکونه دا وړتیا لري چې که پاکستان افغانستان ناامنه کړي، نو د دغه هېواد چارواکي به ان پلازمېنه اسلاماباد کې هم په امن کې ژوند ونه شي کولی.
د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل. وروسته پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، نن هم پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا...
- Title
- د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې، دواړو يو بل ته د مرګژوبلې اړولو داوه کړې - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان پوځ يو د بل پر وړاندې ګوزارونو کې د مرګژوبلې اړولو داوه کړې ده. د پاکستان پوځ منلې بېګا شپه يې له ډېورېنډ کرښې سره اوږدو کې پر پوځي پوستو د افغانستان طالبانو بريدونو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، او ۲۷ ژوبل دي. د پوځ وياند يې احمد شريف چودري يوه خبري کنفرانس ته خبرو کې داوه کوله، د طالبانو بريدونو ځواب کې يې افغانستان کې دننه ۲۲ پوځي موخې په نښه کړې، او دا چې ۲۷۴ طالبان او اورپکي يې وژلي دي. د طالبانو حکومت وياند بيا ويلي، د پاکستان ۵۵ پوځيان يې وژلي، دوې اډې او ۱۹ پوستې یې نيولې دي. ذبيح الله مجاهد د پاکستان ادعا رد کړه،...
- Title
- مجاهد وايي د پاکستان څو سیمو کې یې هوايي بریدونه کړي
- Runtime
- 0:51
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په اسلام اباد، نوښار او جمرود کې یې د پاکستان پر نظامي تاسیساتو هوايي بریدونه کړي او که د پاکستان له اړخه افغانستان کې هوايي بریدونه دوام ومومي، نو دوی به هم دغه هېواد کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.
هغه دا څرګندونې نن (جمعه) په یوه انلاین خبري کنفرانس ته وکړې، خو د دغو هوايي بریدونو د څرنګوالي جزییات یې ورنه کړل.
ښاغلي مجاهد همدا راز یو ځل بیا تور پورې کړ چې دا جګړه د ده په وینا د پاکستان پوځ کې یوې خاصې حلقې پیل کړې او دا چې زیان یې ټولې سیمې ته رسېږي.
تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر...
- Title
- د طالبانو حکومت او پاکستان نښتې؛ وروستی حال ځه دی؟
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- #bbcpashto
#bbcpashtotv
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې بېګا نښتې وشوې.دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي. وروستي معلومات څه دي؟ زموږ له همکار یما بارز یې واورئ.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي د توغندي لګېدو له امله نهه تنه ټپيان شوي دي
- Runtime
- 0:54
- Date posted
- 7 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ تېرې شپې بریدونو کې د ننګرهار د عمري په نامه له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي توغندي لګېدلي چې په ترڅ کې لږترلږه نهه تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا مشر امين الله شريف وايي، ټپيان ټول راستانه شوي کډوال چې اووه ښځې او دوه نارينه دي.
د نوموړي په ټپيانو کې د يوه حالت نازک بللی دی.
د طالبانو ځواکونو تېر ورځ ماښام ډيورنډکرښې ته څېرمه د پاکستان پوځ پر پوستو د دوی په ټکو غچ اخيستونکي بریدونه وکړل چې په ځواب کال پاکستان هم ورته ک...

