BBC Pashto
په وینزویلا کې له زلزلې وروسته ګډوډي او د ودانۍ نړېدل
- Title
- په وینزویلا کې له زلزلې وروسته ګډوډي او د ودانۍ نړېدل
- Runtime
- 0:37
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- ویډیو هغه شېبه ښيي چې یوه ودانۍ د زلزلې له امله نړېږي او شاوخوا ولاړ خلک په دوړو کې پوښل کېږي. پلازمېنه کاراکاس کې ژغورونکي د نړېددلو ودانیو د خاورو تر منځ د خلکو د ژغورنې لپاره پلټنې کوي، او د خلکو د مرستې چیغې اورېدل کېږي. دا وروسته له هغې ده چې دوه پرلپسې زلزلې، چې شدت یې ۷.۲ او ۷.۵ و، د یوه دقیقې په واټن کې یې وینزویلا ولړزوله. دویمه زلزله له ۱۹۰۰ کال راهیسې په وینزویلا کې تر ټولو زوروره بلل کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpash...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د پولنډ کمپونو کې بند پاتې افغانان: د زندانیانو په څېر چلند راسره کوي
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د پولنډ په څو کمپونو کې له څو میاشتو راهیسې بند لسګونو افغان کډوالو بي بي سي ته ویلي، د دوی محاکمې په غیاب کې روانې دي او له دوی پکې پوښتنه نه کېږي. د دغو کډوالو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د دغو افغان کډوالو په تړاو بي بي سي ته ویلي چې د پولنډ له چارواکو سره په اړیکه کې دي. خو وارسا تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي. ندیم اشرف په پولنډ کې له ایسارو ځینو افغان کډوالو سره خبرې کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: h...
- Title
- روغتيا: ګرمۍ کې ځانونه څنګه خوندي ساتلی شو؟
- Runtime
- 11:31
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- نن سبا د اروپا ډېرو هېوادونو کې د ګرمۍ بې مخينې څپه خپره ده. خو اوړي کې د افغانستان او پاکستان ډېرو برخو کې هم ډېر کله ګرمي زياتېږي. د ګرمۍ څپه هغه وخت پېښېږي چې هوا په کې څو ورځې ډېره ګرمېږي او د انسان بدن ته زیان رسوي. دې حالت کې د بدن اوبه کمېږي او انسان ستړیا، سر درد او کمزورۍ سره مخامخوي. که چاره ونه شي، د لمر وړانګو ګوزار هم پېښېږي چې خطرناک وي. په عمر مشران او ماشومان په دې کې تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ وي. روغتيا کارپوهان د ځان ساتنې لپاره د ډېرو اوبو څښاک او سړو ځایونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کوي. نو ګرمۍ کې ځانونه څنګه خوندي ساتلی شو؟ شبنم خان دور...
- Title
- په ارزګان کې د ښځو په مرسته د یوه سړک جوړېدل
- Runtime
- 1:00
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د ارزګان ولایت په نیک پای غرنۍ سیمه کې د ښځو په مرسته د سیمې اوسېدونکو یوه سړک جوړول پیل کړي چې اوس د لومړي ځل لپاره یو موټر له دې سیمې پر همدې نوي جوړ شوي سړک تېر شوی دی. دغه سړک چې بشپړ شي نو ارزګان ولایت د دایکندي له لارې غزني سره نښلوي. د سیمې خلک وایي، دا سړک د خپلو مټو په زور جوړوي او تر دې دمه کومې ادارې یا حکومت ورسره مرسته نه ده کړې ده.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/...
- Title
- د بي بي سي ځانګړی راپور: "په ترکیه کې شکنجه شولو او د بدن غړي مو له لاسه ورکړل"
- Runtime
- 6:16
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- خبرتیا : ددې مطلب منځپانګه کې داسې انځورونه شته، چې ښایي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینونکي وي.
"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی".
د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو ۱۲ ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو د وهلو ټکولو وروسته له هغه هېواده په جبري توګه په لوڅو پښو د ایستلو او ساعتونه په واورو کې د مزل له کبله یې د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.
دغه افغان کډوالو، چې د...
- Title
- د ايران له جګړې مخکې مودې راهيسې د تېلو بيې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې - بي بي سي
- Runtime
- 10:09
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د تېلو بيې داسې کچو ته لوېدلې، چې د ايران له جګړې مخکې مودې راهيسې نه وې ليدل شوې، او بېلر سر يې سوداګري په شاوخوا ۷۲ ډالرو کېږي. د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې پر مهال يو وخت د اوومو تېلو بېلر سر بيه له ۱۲۶ ډالرو اوښتې وه. تېره اوونۍ له هغه راهيسې چې امريکا او ايران د شپېتو ورځو يو اوربند اعلان کړ، د تېلو بيې په چکۍ پرځېدلې دي. د تېلو لېږدوونکې بېړۍ چې هورمز تنګي کې بندې ولاړې وې، اوس يو ځل بيا له سيمې په خوځېدو دي. د تېلو صنعت ځينې څارونکي وايي د اوومو تېلو بيې ښايي لا نورې وپرځي، خو نور بيا د احتياط هڅونه کوي، ځکه د حالت څو ناروښانه اړخونه ل...
- Title
- د ايران له جګړې مخکې مودې راهيسې د تېلو بيې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د تېلو بيې داسې کچو ته لوېدلې، چې د ايران له جګړې مخکې مودې راهيسې نه وې ليدل شوې، او بېلر سر يې سوداګري په شاوخوا ۷۲ ډالرو کېږي. د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې پر مهال يو وخت د اوومو تېلو بېلر سر بيه له ۱۲۶ ډالرو اوښتې وه. تېره اوونۍ له هغه راهيسې چې امريکا او ايران د شپېتو ورځو يو اوربند اعلان کړ، د تېلو بيې په چکۍ پرځېدلې دي. د تېلو لېږدوونکې بېړۍ چې هورمز تنګي کې بندې ولاړې وې، اوس يو ځل بيا له سيمې په خوځېدو دي. د تېلو صنعت ځينې څارونکي وايي د اوومو تېلو بيې ښايي لا نورې وپرځي، خو نور بيا د احتياط هڅونه کوي، ځکه د حالت څو ناروښانه اړخونه ل...
- Title
- په وېنزویلا کې له زلزلې د یوې کورنۍ د تېښتې شېبه
- Runtime
- 0:32
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په دې ویډيو کې هغه شېبه ګورئ چې په وېنزویلا کې یوه کورنۍ له زلزلې د تېښتې او خوندي ځای ته د تلو هڅه کوي. د دغه هېواد سرپرستې ولسمشرې ډېلسي روډریګز ویلي چې وروسته د زلزلې ۳۰ ټکنانونه هم حس شوي. دې تایید کړه چې د مړو شمېر اوس ۱۶۴ او د ژوبلو ۹۷۱ ته ختلی دی.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د فوتبال مینه والو ته د یوه روبات نڅا
- Runtime
- 0:27
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د امریکا په میامي کې یو روباټ چې د سکاټلنډ دوديز کالي یې اغوستي، د سکاټلنډ د فوټبال لوبدلې له ځینو مینه والو سره نڅېږي.
دا د جون پر ۲۴ مه د برازیل پر وړاندې د دغه هېواد له لوبې مخکې شوې. په دې لوبه کې سکاټلنډ صفر- درې برازیل په وړاندې ماتې ومنله.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د پولنډ کمپونو کې بند پاتې افغانان: د زندانون په څېر چلن راسره کوي
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د پولنډ په څو کمپونو کې له څو میاشتو راهیسې بند لسګونو افغان کډوالو بي بي سي ته ویلي، د دوی محاکمې په غیاب کې روانې دي او له دوی پکې پوښتنه نه کېږي. د دغو کډوالو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د دغو افغان کډوالو په تړاو بي بي سي ته ویلي چې د پولنډ له چارواکو سره په اړیکه کې دي. خو وارسا تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي. ندیم اشرف په پولنډ کې له ایسارو ځینو افغان کډوالو سره خبرې کړي دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow ...
- Title
- سوېلي سودان کې ماشومان د پاڼو خوړلو ته اړ شوي
- Runtime
- 1:34
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- جنوبي سودان د لسیزو جګړو او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې هېواد کې له اوو میلیونو ډېر خلک د خوړو مرستې ته اړتیا لري، چې له دې ډلې تر دوو میلیونو زیات ماشومان دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- په وېنزویلا کې د زورورو زلزلو شېبه
- Runtime
- 0:36
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په دې ويډیو کې په وېنزویلا کې د زلزلې شېبه وینئ. هلته پرلهپسې دوو زورورو زلزلو تېر ماښام مرګژوبله اړولې ده. لومړنۍ شمېرې ښيي چې لږترلږه ۳۲ تنه پکې وژل شوي او ۷۰۰ نور ژوبل دي خو د درنې مرګژوبلې امکان ښودل شوی.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د شهیدانو او معلولینو د وزارت د اداري او مالي چارو له عمومي رئیس سره مرکه
- Runtime
- 13:42
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له دوی سره ۱۷۵ زره کونډې ثبتې دي او ور سره میاشتنۍ مالي مرسته کېږي. د شهیدانو او معلولینو د وزارت په وینا هره هغه کورنۍ چې مشري یې یوه کونډه کوي د کورنۍ د هر غړي پر سر د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. د مرستې د ورکړې په بهیر کې ځینې له کېدونکي توپیري چلنده شکایت کوي، خو د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، قانون د هېڅ راز توپیري چلند اجازه نه ورکوي، خو کونډې ددوی اقتصادي وضعیت سره سم په کټګوریو ویشل شوې. د وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د کونډو د لاسنیوي په برخه کې د دوی د کورنیو سیاسي تړاوونه په پام کې نه دي نیول شوي. زموږ...
- Title
- ټکنالوژي: د ټولنيزو رسنيو کارونې له زیانونو څنګه ماشومان ساتل کېدی شي؟
- Runtime
- 12:28
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په ټولنيزو رسنیو کې د ماشومانو خوندیتوب اوس ټولې نړۍ کې حکومتونه او په ځانګړي ډول کورنۍ اندېښمن کړي، او پر وړاندې یې یو شمېر هېوادونو ګامونه هم اخیستي دي. اوس بریتانیا اعلان کړی له شپاړس کلنۍ کم عمره ماشومانو باندې ټولنيزې رسنۍ بندوي، او دا پلان به د راتلونکي کال پسرلي کي پلی شي. نو د ټولنيزو رسنيو کارونه یوازې د ماشومانو رواني روغتیا نه اغېزمنوي، دوی له ډېرو جدي ستونزو سره هم مخامخولی شي، له دغو رسنیو او حکومتونو ور هاخوا خپلې کورنۍ څنګه کولای شي د خواله رسنیو له شره خپل ماشومان وساتي؟ ځلا سحر د ټکنالوژۍ دې اوونۍ ګڼه کې پر همدې خپل مېلمه کارپوه سره ...
- Title
- ملګرو ملتونو افغانستان کې د وچکالۍ، خوارځواکۍ او ناوړه بشري حالت خبرداری ورکړی - بي بي سي
- Runtime
- 9:37
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر، اوچا خبرداری ورکړی، افغانستان کې وچکالي، خوارځواکي او ناوړه بشري حالت د خلکو ژوند ګواښي. دغې ادارې ويلي، مرستندويان څه يې چې له وسه پوره وي، کوي يې، داسې حال کې چې چاپېريال بدلون، وچکالۍ او پراخې خپرې خوارځواکۍ ډېرې کورنۍ سخت واقعیت سره مخامخ کړې دي. اوچا ويلي، روان ۲۰۲۶ کال کې نژدې ۲۲ ميليونه وګړي، چې د افغانستان د وګړو ۴۵ سلنه کېږي، داسې انګېرل کېږي، چې مرستو ته اړتيا لري. د سږني ۲۰۲۶ کال لپاره، چې نيم يې دا دی نژدې تېر شو، ملګرو ملتونو د ۱،۷ ميليارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې چې تر اوسه يې يوازې څه باندې ۱۶ سلنه پور...
- Title
- د فوټبال نړیوال جام په مینه کې ډوب کلي کې
- Runtime
- 1:07
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- که څه هم اندونیزیا د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ ته لاره نه ده موندلې، خو د برانتا پسېسیر په ساحلي کلي کې د دې سیالیو لېوالتیا په پوره زور روانه ده. ځایي اوسېدونکو خپلې کوڅې د ګډون کوونکو هېوادونو په بیرغونو سینګار کړې دي او د لوبو ګډې نندارې اوس د ټولنې د یووالي مهمې غونډې ګرځېدلې دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- ملګرو ملتونو افغانستان کې د وچکالۍ، خوارځواکۍ او ناوړه بشري حالت خبرداری ورکړی - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر، اوچا خبرداری ورکړی، افغانستان کې وچکالي، خوارځواکي او ناوړه بشري حالت د خلکو ژوند ګواښي. دغې ادارې ويلي، مرستندويان څه يې چې له وسه پوره وي، کوي يې، داسې حال کې چې چاپېريال بدلون، وچکالۍ او پراخې خپرې خوارځواکۍ ډېرې کورنۍ سخت واقعیت سره مخامخ کړې دي. اوچا ويلي، روان ۲۰۲۶ کال کې نژدې ۲۲ ميليونه وګړي، چې د افغانستان د وګړو ۴۵ سلنه کېږي، داسې انګېرل کېږي، چې مرستو ته اړتيا لري. د سږني ۲۰۲۶ کال لپاره، چې نيم يې دا دی نژدې تېر شو، ملګرو ملتونو د ۱،۷ ميليارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې چې تر اوسه يې يوازې څه باندې ۱۶ سلنه پور...
- Title
- غواړئ کار کې ځان ډېر خوشحال احساس وکړئ؟ پنځه دقیقې وګرځئ
- Runtime
- 0:50
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د اوږدې مودې لپاره ناست پاتې کېدل د روغتیا له ستونزو سره تړاو لري، خو تاسو کولی شئ د بېحرکت ژوند د خطرونو مخه ونیسئ.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- عبدالاحد مومند، هغه افغان ستورمزلی چې فضا ته یې قرآن کریم ورسره یووړ
- Runtime
- 1:17
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند یکشنبه د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې له د نړۍ وکوچېد.
د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی.
عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
هغه دوه لوڼې او يو زوى لري.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال یې میر فضايي مرکز ته د سفر پر مهال له ځان سره فضا ته قرآن کریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.
نوموړي له هغه ځایه له خپلې مور سره تلېفوني خبرې هم کړې وې او په دې ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- "ډاکتر ته د راتګ اجازه دې رانه نه اخلي"
- Runtime
- 2:20
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- حاجي عبدالغفار، چې عمر یې اتیا کلونو ته رسېدلی، د پاکستان د کډوالۍ سختو پالیسیو له امله اړ شو افغانستان ته ستون شي. هغه د هنګو په دوابه کمپ کې مېشت و، خو د جبري ستنېدو پرېکړې یې ژوند له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی.
دی ناروغ دی او اندېښنه لري چې افغانستان ته له ستنېدو سره به یې روغتیايي حالت نور هم خراب شي.
له همدې امله د پاکستان په حکومت نیوکه کوي چې د ناروغانو حالت ته یې پام نه دی کړی او پر ټولو یو شان پرېکړه عملي کوي.
په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د لنډي کوتل کمپ کې له حاجي عبدالغفار سره د هغه د ژوند د کړاوونو په اړه خبرې کړي دي.
- Title
- اقتصاد: افغانستان ته د ايرانيو تومنو او پاکستانيو کلدارو پر وروړلو بنديز څه اغېز لرلی شي؟
- Runtime
- 9:31
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د افغانستان بانک افغانستان ته د ایرانيو تومانو او پاکستانيو کلدارو پر وروړلو بندیز ولګاوه دغه بانک ویلي، د دې پرېکړې موخه د افغانيو ارزښت ساتنه ده او له سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو او عامو مسافرو یې غوښتي چې افغانستان ته د دغو بهرنیو پيسو له لېږده ډډه وکړي. د افغانستان بانک تر دې وړاندې هم د بهرنیو اسعارو پر ځای باید په کورنیو بازارونو کې د افغانۍ کارولو امر کړی و. خو اوس د افغانستان بانک کې یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي، دا نوی بندیز تر ډېره له ایرانيو تومانو سره تړاو لري او د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې مخ...
- Title
- نړۍ کې تودوخه، ۳۶ درجې د ۴۴ درجو په شان
- Runtime
- 2:04
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- ایا کله دې په سوېلي اسیا کې د هوا کاریال (اپلیکېشن) کتلی وي او حیران شوی یې چې ولې ۳۶°C د ۴۴°C په شان احساسېږي؟ دا ځکه چې "احساس کېدونکې تودوخه" یوازې عادي تودوخه نه ده، بلکې دا هغه طریقه ده چې ستا بدن تودوخه تجربه کوي.
په جنوبي اسیا کې، چېرې چې د ګرمۍ څپې ورځ تر بلې زیاتې شدیدې کېږي، د "احساس کېدونکې تودوخې" ارزښت ډېر مهم دی، ځکه چې لوړ رطوبت هوا له حقیقي تودوخې ډېره ګرمه محسوسولی شي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram:...
- Title
- د طالبانو حکومت سرچينې وايي بروکسل کې يې د اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي - بي بي سي
- Runtime
- 8:34
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت ځينو سرچينو ویلي، يوه پلاوي يې بروکسل کې د اروپايۍ ټولنې له استازو سره کتلي دي. دا غونډه د بحثونو له ورته پړاو وروسته کېږي، چې تېره جنورۍ افغانستان کې جوړ شوی و.. اروپايۍ ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو غواړي د هغو افغانانو ورستنولو پر هڅو ورسره بحث وکړي، چې جدي جرمونه یې کړې دي. د طالبانو حکومت سرچينو ويلي، د خبرو اجنډا يې اروپا کې د کونسګرۍ خدمتونو بيا پیلول دي، چې وايي د باور جوړولو ګامونو اړتيا، د کونسلۍ چارو پيل او د بېرته ستنېدو بهير هم په کې شامل دي. خو د بلژيک بهرنیو چارو وزارت بيا ويلي د طالبانو حکومت یو...
- Title
- له حجاب پرته د سندرې ویلو له امله ۷۴ دُرې سزا ورکړل شوه
- Runtime
- 1:04
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- سندرغاړې پرستو احمدي په ۲۰۲۴ کال کې د یوې کنسرت پر مهال له حجاب پرته د اجرا له امله په ۷۴ دُرو محکومه شوې ده. په ایران کې ښځې د سندرې ویلو او هنري اجرا په برخه کې سخت محدودیتونه لري. پرستو د دغو محدودیتونو پر ضد د اعتراض په توګه یو "خیالي" کنسرت جوړ کړ او وروسته یې خپله اجرا آنلاین خپره کړه. د هغې ترڅنګ اته نور کسان، چې موسیقي غږوونکي هم پکې دي، هم په همدې سزا محکوم شوي دي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bb...
- Title
- د طالبانو حکومت سرچينې وايي بروکسل کې يې د اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت ځينو سرچينو ویلي، يوه پلاوي يې بروکسل کې د اروپايۍ ټولنې له استازو سره کتلي دي. دا غونډه د بحثونو له ورته پړاو وروسته کېږي، چې تېره جنورۍ افغانستان کې جوړ شوی و.. اروپايۍ ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو غواړي د هغو افغانانو ورستنولو پر هڅو ورسره بحث وکړي، چې جدي جرمونه یې کړې دي. د طالبانو حکومت سرچينو ويلي، د خبرو اجنډا يې اروپا کې د کونسګرۍ خدمتونو بيا پیلول دي، چې وايي د باور جوړولو ګامونو اړتيا، د کونسلۍ چارو پيل او د بېرته ستنېدو بهير هم په کې شامل دي. خو د بلژيک بهرنیو چارو وزارت بيا ويلي د طالبانو حکومت یو...
- Title
- بریتانیا څو ځله خپل لومړی وزیر بدلوي؟
- Runtime
- 1:24
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- له ۱۷۲۱ کال راهیسې، ۵۸ کسانو د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. ځینې یې د ټاکنو له بایللو وروسته له دندې وتلي، ځینې د فشار له امله استعفا ته اړ شوي او ځینې ان د دندې پر مهال مړه شوي دي. د کېیر سټارمر له استعفا سره، بریتانیا به په یوازې څه باندې یوه لسیزه کې اوه لومړي وزیران لیدلي وای، چې د معاصر سیاست په تاریخ کې د واک د بدلون غیرمعمولي لوړه کچه بلل کېږي.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcp...
- Title
- هغه جاپانی چې په افغانستان کې د شوروي خلاف جنګېدلی
- Runtime
- 17:50
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- یوه جاپاني چې په افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کړې، له بیبیسي سره په مرکه کې په افغانستان کې له شپږو کلونو د ډېرې مودې خاطرې بیان کړې دي.
کوشیرو تاناکا، شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې له توکیو څخه افغانستان ته ولاړ او له جمعیت اسلامي ګوند سره یو ځای شو چې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي.
ده د بي بي سي له خبریال علي حسيني سره په مرکه کې خپلې خاطرې شریکې دي او دا چې ولې افغانستان ته ولاړ، له مجاهدینو سره یې څنګه خبرې کولې، او ولې یې غوښتل چې د وژل کېدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي؟
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: http...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د فوټبال نړیوال جام کې د ازبکستان لوبډلې ګډون ته خوښي
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په ازبکستان کې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې توګه ځوانان، د فوټبال په نړیوال جام کې د خپلې ملي لوبډلې دویمې سیالۍ ته شېبې شمېرې.
ټاکلې د ازبکستان لوبډله نن (سېشنبه د جون ۲۳مه) د کابل پر مهال د شپې ۹:۳۰ بجې د متحدو ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې له پرتګال سره مخامخ شي.
دوی دواړه په (کې) ګروپ کې لوبېږي. پرتګال خپله لومړۍ سیالي له کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره ۱-۱ مساوي کړې، خو له ازبکستان لومړۍ لوبه کولمبیا د یوه پر وړاندې په درېیو ګولونو ګټلې وه.
دا لوبه پرتګال او ازبکستان دواړو ته مهمه او حذفي پړاو ته رسېدو لپاره برخلیک ټاکونکې ده.
دې سیالۍ ته له د...
- Title
- لوبې: فوټبال نړيوال جام کې د افغان لوبغاړی لوبېدا، کومې لوبډلې کې دی؟
- Runtime
- 11:42
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- فوټبال نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله نشته، خو ښايي د ډېرو پام اوس پر دې وي چې د لومړي ځل لپاره یو په خټه افغان لوبغاړی دې نړیوال جام کې لوبېږي. ندیم امیري د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې ته اخیستل شوی دی او له همدې امله ګڼ افغانان د جرمني د لوبډلې او بیا د ندیم د لوبېدو مینهوال دي. ده په خپله وروستۍ لوبه کې د یوه ښه پاس په ورکولو چې بیا ګول شو، د جرمني په بریا کې مهمه ونډه واخیسته. د جرمني او عاج ساحل دې لوبه کې عاج ساحل یو صفر مخکې و، خو وروسته جرمني دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله. نديم اشرف دا او د لوبو نور خبرونه د دې اوونۍ ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BB...
- Title
- ملګري ملتونه وايي افغانستان کې ميليونونه وګړي څښاک اوبو او روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري - بي بي سي
- Runtime
- 8:14
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر، اوچا، وايي سږنی کال د دغه هېواد لروبرو ۱۶ ميليونه وګړي، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو دغې ادارې پر اېکس لیکلي، ماشومان له نورو ډېر د اوبو کموالي او سلامتيا خطر سره مخامخ دي. افغانستان کې اوږدمهاله وچکالۍ، د اوبو سمبالولو بنسټونو کموالی او پراخې بېوزلۍ د دغه هېواد لروبر د څښاک اوبو سخت کموالي لامل شوې دي. اوچا زياته کړې، کليوالې ټولنې د دغه روان حالت له امله کړاو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ويلي سره له دې چې افغانستان کې د اړمنو کسانو ټولټال شمېر يو څه کم ش...
- Title
- م م وايي افغانستان کې ميليونونه وګړي څښاک اوبو او روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري- بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر، اوچا، وايي سږنی کال د دغه هېواد لروبرو ۱۶ ميليونه وګړي، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري. د ملګرو ملتونو دغې ادارې پر اېکس لیکلي، ماشومان له نورو ډېر د اوبو کموالي او سلامتيا خطر سره مخامخ دي. افغانستان کې اوږدمهاله وچکالۍ، د اوبو سمبالولو بنسټونو کموالی او پراخې بېوزلۍ د دغه هېواد لروبر د څښاک اوبو سخت کموالي لامل شوې دي. اوچا زياته کړې، کليوالې ټولنې د دغه روان حالت له امله کړاو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ويلي سره له دې چې افغانستان کې د اړمنو کسانو ټولټال شمېر يو څه کم ش...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د جون ۲۱مه، د موسیقۍ نړیواله ورځ
- Runtime
- 20:59
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- که له یوې خوا افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ کې موسیقي ځپل شوې ده، خو له بلې خوا د مصنوعي ځېرکتیا (AIاېای) پر مټ وده کوي او څوک یې مخه هم نشي نیولی.
له بل لوري له همدې سره د موسیقۍ اصلي خوند او رنګ بدلېږي او همدې مسلې له ځینو سره اندېښنې راپورته کړې دي.
سپین تڼي د موسیقۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د جون ۲۱ مه ده، په دې تړاو له دوو هنرپالو سره خبرې کړې دي.
د بي بي سي اېمل مړوند او رباب غږوونکی فیصل عزیز. له دوی سره طبله غږوونکی نصیر احمد پوپل هم مل دی. پوښتنه دا ده چې اېای پښتو موسیقي څومره اغېزمنه کړې ده او د موسیقۍ لپاره یې ګټې او تاوانونه کوم د...
- Title
- سویس کې د ایران او امریکا خبرې
- Runtime
- 0:57
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د سویس او ایران پلاوي د یکشنبې په سهار د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لیک د عملي کولو د خبرو اترو په څنډه کې دوه اړخیزې خبرې ترسره کړې.
دا خبرې د سویس په بورګنسټاک کې روانې دي.
د سویس په کوربتوب د دې خبرو هدف د هوکړې داسې یوه چوکاټ ته رسېدل دي چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه حل کړي.
د ایران پلاوی، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف کوله، د شنبې په وروستیو کې بورګنسټاک ته رسېدلی و.
د امریکا مرستیال ولسمشر ډي ونس هم د یکشنبې په سهار هلته ورسېد.
دې خبرو ته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم ورغلی ...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:05
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- د یوه اورنګوټان لخوا د فوټبال نړیوال جام کې د جرمني د بریا وړاندوینه سمه وختله
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د فوټبال په نړیوال جام کې د عاج ساحل پر وړاندې د جرمني د بریا په اړه د یوه اورنګوټان وړاندوینه سمه وختله.
د والټر په نوم سوماترایي اورنګوټان د دورتمونډ ژوبن کې ساتل کېږي او د فوټبال د سیالیو د وړاندوینو اوږده مخینه او تجربه لري.
جرمني که څه هم د تېرې شپې د زړه پورې سیالۍ په لوړۍ نیمايي کې یو ګول شاته و، بالاخره یې عاج ساحل ته ۲-۱ ماته ورکړه.
جرمني لپاره دواړه ګولونه دنیز اونداف ووهل او د لومړي ګول پاس په خټه افغان ندیم امیري ورکړ.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr...
- Title
- مېرمن: میندې خپلې لوڼې څه ډول راتلونکي ژوند ته روزلی شي؟
- Runtime
- 30:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- ځینې مېرمنې خپلې لوڼې ودني ژوند ته داسې روزي، لکه څنګه چې دوی روزل شوي، او هغه څه ورښيي چې دوی له خپلو میندو زدهکړي، نو دغه لړۍ له پېړیو راهیسې روانه ده، خو هغه دودونه چې پخوا خلکو کول اوس عملي دي؟ یا څه چې یوې نجلې ته د راتلوونکې ژوند په اړه له پخوا راهیسې ویل کېږي څومره سم دي؟ پکې بدلون څومره اړین دی؟ د مېرمن خپرونه کې ځلا سحر له مېرمنو سره پرې خبرې کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: ht...
- Title
- افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له مشر جمال عرفات سره مرکه
- Runtime
- 9:31
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې، يو اېن اېچ سي ار مشر جمال عرفات، وايي اټکل دی، سږنی کال ۲،۷ ميليون افغان کډوال خپل ټاټوبي ته ورستانه شي، داسې حال کې چې تېرو دریو کلونو کې ۶ میليونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دی وايي، که حالت همداسې پاتې شي، نو افغانان ښايي بيا بهر ته کډوالۍ ته مخه کړي.
يما بارز ورسره کابل کې خبرې کړې دي او د مرکې په پیل کې یې ترې پوښتلي که افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو چټکه لړۍ همداسې روانه وي د دې هیواد راتلونکی څنګه ارزوي؟
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www....
- Title
- د هرات صنعتي ښارګوټي کې اولګېدنه
- Runtime
- 1:04
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې تېره شپه اورلګېدلی و.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید معسود حسیني وايي، د اورلګېدنې له امله د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت اموال له اوره وژغورل شول.
دا اور تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د هرات صنعتي ښارګوټي په دویم فاز کې د (نور اریانا) د کاغذ او کارتن جوړولو شرکت کې لګېدلی و چې وروسته مهار کړل شو.
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
- Title
- د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکسان کې مو پر ځینو هدفونو د ډرون بریدونه کړي
- Runtime
- 2:19
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د طالبانو د حکومت دفاع وزارت یو ځل بیا په پاکستان کې د ځینو هدفونو د په نښه کولو لپاره له هغو ځانمرګو ډرون الوتکو څخه کار اخیستی، چې د مارچ په میاشت کې یې هم پر دغه هېواد کارولې وې.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دوی هوايي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه یوه "ابتدایي ډرون الوتکه" د پاکستان هوايي حریم ته له ننوتلو سملاسي وروسته کشف او راغورځول شوې ده.
خو بي بي سي ته رسېدلې ځینې ویډی...
- Title
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Runtime
- 1:00:06
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- د بيبيسي پښتو راډیو ژوندۍ خپرونه
- Title
- بریتانیا کې ۷ محاکمه کېدونکو افغانانو پر دوی لګول شوي تورونه رد کړل
- Runtime
- 2:37
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- هغو اوو تنو افغانانو چې د جنسي تېري او ناوړه جنسي ګټه اخیستې د تورونو له مخې نن د بریتانیا نوریچ ښار کې محکمې ته حاضر شول، پر دوی لګول شوي تورونه رد کړل.
دوی "کراون محکمې" ته راڅرګند شول او هر یوه یې یو په بل پسې تورونه ونه منل.
قاضي پرېکړه وکړه چې د دوی بله محاکمه به د راتلونکې ۲۰۲۷م کال د جنورۍ پر ۱۱مه ترسره شي.
د بيبيسي خبریال ندیم اشرف د محاکمې د بهیر کتو ته ورغلی وو او له هغه ځایه یې وروستی حال راکړی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www....
- Title
- هنري شېبې: ښځې څنګه افغانستان کې خپلې وړتياوې غوړولی شي؟
- Runtime
- 7:04
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- سره له دې چې طالبان افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ځپونکې تګلارې پلې کوي، او د زده کړو او کار په څېر یې له دېرو حقونو بې برخې کړې، خو بيا هم داسې ښځې شته، چې خپلې وړتياوې او هنرونه یې غوړولي دي. پر دې سربېره يې خپل کار لپاره لار هم موندلې ده. د داسې ښځو له ډلې يوه هم نګيتا دورانۍ ده. سيد عبد الله نظامي د دې اوونۍ "هنري شېبې" خپرونه کې دا او د هنر نور خبرونه راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto <...
- Title
- د طالبانو حکومت وايي بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې يې د داعش مرکزونه په نښه کړي - بي بي سي
- Runtime
- 11:42
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي تېره شپه یې د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د هوايي بریدونو لړ کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.. دغو بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوی خو د طالبانو حکومت وايي مهم او له مخکې پېژندل شوې نښې یې ویشتلې دي. د پاکستان اطلاعاتو وزارت بيا د طالبانو د بريد ټينګار رد کړی، ويلي يې دي یو ابتدايي ډرون، د پاکستان ساحې ته ورننوتلی و او غورځول شوی دی. پاکستان کې د اطلاعاتو وزارت د طالبانو ټينګار رد کړی، او يوه جعلي ادعا يې بللې ده. دغه وزارت پر اېکس يوې ليکنې کې ویلي، داسې څه چې دوی د ترهګرو کمپونه بللي، ...
- Title
- د طالبانو حکومت وايي بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې يې د داعش مرکزونه په نښه کړي - بي بي سي نړۍ دا وخت
- Runtime
- 28:10
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي تېره شپه یې د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د هوايي بریدونو لړ کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.. دغو بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوی خو د طالبانو حکومت وايي مهم او له مخکې پېژندل شوې نښې یې ویشتلې دي. د پاکستان اطلاعاتو وزارت بيا د طالبانو د بريد ټينګار رد کړی، ويلي يې دي یو ابتدايي ډرون، د پاکستان ساحې ته ورننوتلی و او غورځول شوی دی. پاکستان کې د اطلاعاتو وزارت د طالبانو ټينګار رد کړی، او يوه جعلي ادعا يې بللې ده. دغه وزارت پر اېکس يوې ليکنې کې ویلي، داسې څه چې دوی د ترهګرو کمپونه بللي، ...
- Title
- "دوه نښتې غبرګونې د AI په مرسته سره جلا شوې"
- Runtime
- 3:17
- Date posted
- 3 months ago
- Description
- په ابوظبۍ کې دوه غبرګونې چې سرونه یې سره نښتي وو، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جراحي عملیاتو په مټ سره جلا شوې دي. مرسي او ګډنس له ۱۹ میاشتو ګډ ژوند وروسته له یوې بلې جلا شوې او دوی مخکې هېڅکله یوې او بلې ته مخامخ نه وو کتلي.