ShamshadNews
مرکزي حکومت فاریاب کې د دوستم پلویانو ته له خپلې پرېکړې تېر شو او والي یې بیرته کابل ته را ستون کړ.
- Title
- مرکزي حکومت فاریاب کې د دوستم پلویانو ته له خپلې پرېکړې تېر شو او والي یې بیرته کابل ته را ستون کړ.
- Runtime
- 2:33
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- مرکزي حکومت فاریاب کې د دوستم پلویانو ته له خپلې پرېکړې تېر شو او والي یې بیرته کابل ته را ستون کړ.
د دوستم ملیشو د فاریاب لپاره د نوي ټاکل شوي والي سره کلک مخالفت وکړ چې له لسو ورځو مقاومت وروسته ولسمشر غني له خپلې پریکړې په شاه شو.
د دوستم ویاند وايي، لاهم د دوی پلویانو خیمې نه دي ټولې کړې او د خپل مشر وروستۍ پریکړې ته په تمه دي.
- Title
- استرالیا په کابل کې د امنیتي ګواښونو له امله د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده.
- Runtime
- 2:55
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- استرالیا په کابل کې د امنیتي ګواښونو له امله د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده.
د استرالیا لومړي وزیر ویلي، دوی ته مشوره ورکړل شوې چې په افغانستان کې د ډیپلوماټانو امنیت لپاره لازم تدابیر نه شي برابرېدای.
استرالیا ویلي، له افغانستان سره قونسلي خدمتونه، دیپلوماتیکې اړیکې او تګ راتګ به له یو نږدې هېواد وکړي، خو بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د اسټرلیا پریکړه به لنډ مهاله وي.
- Title
- حکومت محمد داود لغمانی د فارياب له ولايته ګوښه کړ خو بيا هم د جنبش ګوند پلويانو لاريونونه دوام لري.
- Runtime
- 2:17
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- په داسې حال کې چې حکومت محمد داود لغمانی د فارياب له ولايته ګوښه کړ او پر ځای يې د دغه ولايت پخوانی مرستيال د سرپرست په توګه وټاکه؛ خو بيا هم د يوولسې ورځې لپاره ميمنې ښار کې د جنبش ګوند پلويانو لاريونونه دوام لري.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 24:38
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- بحثونه او د غړو ټاکل یې وروستي شوي
د دولت عالي شورا د واکونو پر سر جنجالونه د چا لخوا دي؟
///
طالبان له پرونۍ جګړې په شا شوي
دفاع وزارت لغمان کې له سلو زیاتو وسلهوالو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
///
په فساد کې ښکېل کسان یې افشا نه کړل
ولسي جرګې د مالیې سرپرست وزیر په غلا تورن کړ
- Title
- ولسي جرګې د مالیې سرپرست وزیر په غلا تورن کړ چې هر کال سلګونه میلیونه ډالر څنګ ته کوي.
- Runtime
- 2:43
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- ولسي جرګې د مالیې سرپرست وزیر په غلا تورن کړ چې هر کال سلګونه میلیونه ډالر څنګ ته کوي.
د مالیې وزارت سرپرست ژمنه کړې وه چې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي ناستې ته به راځي او د ټولو هغو کسانو او چارواکو نومونه به افشاء کوي چې په ګمرکونو کې پيسې حیف ومیل کوي، خو حاضر نه شو.
مالیې وزارت خپل اداري مرستیال رالیږلی و، خو له هغه سره هم د تورنو کسانو لیست نه و او ولسي جرګې رد کړ.
- Title
- د حکومت په اډانه کې د جنجالونو له امله د دولت عالي شورا اعلان نه شوه.
- Runtime
- 2:35
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د حکومت په اډانه کې د جنجالونو له امله د دولت عالي شورا اعلان نه شوه.
ولسمشرۍ ماڼۍ له وړاندې تائید کړې، چې ددې شورا صلاحیتونه به تر مشورې محدود وي او ژر به اعلان شي.
خو د شورا د غړو او د غړو د واکونو پر سر د جنجالونو له امله نن هم اعلان نشوه.
- Title
- افغانان لاهم د خپلو مسایلو په تړاو د پردیو خبرو او پرېکړو ته انتظار باسي.
- Runtime
- 2:27
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- افغانان لاهم د خپلو مسایلو په تړاو د پردیو خبرو او پرېکړو ته انتظار باسي.
اوس چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه افغانستان پریږدي، پر ځای د دې چې خپله افغان جهتونه د روانې کشالې د حل لپاره خپله خبرې وکړي، لاهم د پردیو پریکړو او نظریاتو باندې اتکا کوي.
په دې لړ کې د سي ای اې پخواني مشر ویلي که افغانان سره جوړ نشي او د کورنۍ جګړې احمتالي ګواښ له منځه لاړ نشي، امریکا به له افغانستان څخه د وتلو له پریکړې په شاه شي.
- Title
- هغه سیمې چې د تکتیکي شاتګ په نوم طالبانو ته پرېښودل شوي، بیرته په لوړ لګښت او درنو تلفاتو نیول کېږي.
- Runtime
- 3:38
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- هغه سیمې چې حکومت یې د تکتیکي شاتګ په نوم وسله والو طالبانو ته پریږدي، بیرته په لوړ لګښت او درنو تلفاتو نیول کېږي.
شنونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو اوسنی غوڅ اقدام دفاعي بولي او په وینا یې پوځ دې تعرضي حالت غوره کړي.
- Title
- عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا نوې بڼه د هېواد په اتلس ولایتونو کې خپره شوې.
- Runtime
- 1:18
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا وبا نوې بڼه د هېواد په اتلس ولایتونو کې خپره شوې او سلګونه کسان پرې اخته شوي دي.
روغتیا وزارت پر عامو خلکو نیوکه کړې، چې تدابیر نه لري او روغتیايي سپارښتنې نه عملي کوي.
- Title
- د علیپور اړوند غیرمسول وسله وال د حکومت له عملیاتو وروسته یو ځل بیا خپلو مورچلونو ته ور ګرځېدلي دي.
- Runtime
- 2:41
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د علیپور اړوند غیرمسول وسله وال د حکومت له عملیاتو وروسته یو ځل بیا خپلو مورچلونو ته ور ګرځېدلي دي.
د کوچیانو استازي نیوکه کوي، چې د عليپور پر وړاندې د حکومت عملیات بریالي نه وو او ملیشو یې یو وار بیا د کوچیانو په ځورولو لاس پورې کړی.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:21
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- سیاسي مشران پرعالي شورا توافق ته نږدې دي
دا مهال جدي بحث د شورا د غړو په ټاکنه روان دی
///
رسمي ادرسونه پرې چوپ پاتې دي
د امریکا د څارونکو اډو ځای، قبایلي سیمې ښودل کېږي
///
د ټولې ولسوالۍ په کچه یو دولتي ښوونځی هم نه شته
د پکتیکا تروې ولسوالۍ کې یوازې څلور کسان سواد لري
////
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 56:08
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 37:44
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، دولتي عالي شورا به یوازې مشورتي وي.
- Runtime
- 2:22
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، دولتي عالي شورا به یوازې مشورتي وي.
مالومات دا دي چې ولسمشر غني د حامد کرزي په ګډون له یو شمېر سیاسي مشرانو سره ژمنه کړې وه چې دغه شورا به با صلاحیته وي او د دوی خبره به ورستۍ پرېکړه وي.
خو اوس ارګ تاییدوي چې دغه شورا به د مشورو تر حده صلاحیت ولري.
- Title
- د هېواد په دولس ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
- Runtime
- 3:21
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د هېواد په دولس ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو او د سیمو نیولو ادعاوې کوي.
دفاع وزارت وايي چې تېره یوه شپه او ورځ کې یې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او د طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او مرکزونه یې له منځه وړي.
- Title
- افغان حکومت په اسلام قلعه بندر کې د اورلګیدنې له امله سوداګرو ته اوښتي زیانونه جبرانوي.
- Runtime
- 2:45
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- افغان حکومت په اسلام قلعه بندر کې د اورلګیدنې له امله سوداګرو ته اوښتي زیانونه جبرانوي.
مالیې وزارت وايي، اړونده ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د اسلام قلعه بندر د اورلګیدنې خسارات ورکړي، خو د اوښتو زیانونو وروستي او دقیق معلومات نه دي ښودل شوي.
د حکومت دغه پرېکړه د سواګرو او ترانسپورت مسوولینو له هرکلي سره مخ شوې ده.
- Title
- داسې ادعاوې کیږي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره امریکا ته خپله خاوره په واک کې ورکوي.
- Runtime
- 3:15
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- داسې ادعاوې کیږي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې دوام لپاره امریکا ته خپله خاوره په واک کې ورکوي.
په دې اړه ویل کېږي، امریکایان په پام کې لري چې په سیمه کې د افغانستان د څار لپاره نظامي اډه ولري او په دې اړه یې پاکستان سره خبرې روانې دي.
تحلیل کوونکي وایي، پاکستان دا وړتیا لري چې د امریکا له حضور سره افغانستان کې خپلې ستراتیژيکې ګټې ترلاسه او دلته جګړه دوامداره وساتي.
- Title
- د پکتیکا تروې ولسوالۍ کې یوازې څلور کسان سواد لري.
- Runtime
- 1:48
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د پکتیکا تروې ولسوالۍ کې یوازې څلور کسان سواد لري.
د تروې اوسېدونکي وایي، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې دغې ولسوالۍ کې ۱۲ بابه ښوونځي تړل شوي او هېڅ دولتي ښوونځی په کې نه دی پرانیستل شوی.
تروې ولسوالۍ کې اوس یو شخصي ښوونځی جوړ شوی او ۱۲ زده کوونکي لري.
ولایت مقام هم مني ، چې تروې ولسوالۍ کې د ښوونکو د نه موجودیت له کبله ټول ښوونځي تړلي دي.
- Title
- 7 P.M. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:50
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی
د ترکیې ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرسر خپلو مشرانو سره مشوره کوي
///
د ناټو راتلونکي ماموریت په اړه شکونه شته
ناټو د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي
///
پوځ له لاسه وتلې سیمې بیرته نیسي
دفاع وزارت هغه سیمې چې د طالبانو لاسته لوېدلې دبیرته نیولو لپاره یې عملیات پيلوي
////
او د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی، که هېوادونه کورونا سره سطحي چلند وکړي د هند په برخلیک به اخته شي.
- Title
- 2 P.M. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:00:48
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 2 P.M. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 A.M. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 50:20
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 10 A.M. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو برید کې د وژل شویو او ټپيانو کورنۍ له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
- Runtime
- 2:59
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو برید کې د وژل شویو او ټپيانو کورنۍ له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
تازه یو ولسي بنسټ دغو کورنیو سره د مرستې لپاره اووه میلیونه افغانۍ راټولې کړي او نغدې یې پرې وویشلې.
- Title
- فارياب کې د نوي والي پر ضد د جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه اتمې ورځې ته وغځېدل.
- Runtime
- 2:31
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- فارياب کې د نوي والي پر ضد د جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه اتمې ورځې ته وغځېدل.
سرچينو شمشاد ته ويلي، د نن ورځې لاريون کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعيت ګوند یو شمېر غړو هم ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند مرستيال بيا له نوي والي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
- Title
- اروزګان ولایت کې د شاتو توليد د خلکو اقتصاد ښه کړی.
- Runtime
- 1:23
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- اروزګان ولایت کې د شاتو توليد د خلکو اقتصاد ښه کړی.
د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، هر کال دغه ولایت کې د شاتو د مچيو له فارمونو نه له دوه زره کيلو زيات شات ترلاسه کیږي، چې د فارم لرونکو ترڅنګ يې د روزګان له اقتصادي ودي سره هم مرسته کړې ده.
- Title
- سرچینه: له قطر نه د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د خبرو لپاره کوېټې ته تللی.
- Runtime
- 2:57
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- له قطر نه د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د خبرو لپاره کوېټې ته تللی.
د طالبانو یوې سرچینې شمشاد ته ویلي، یاد پلاوی خپل مشرتابه سره د ترکیې ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرسر د خبرو لپاره تللی دی.
طالبانو د اوس لپاره خپل ګډون په دغه ناسته کې په دې پورې مشروط کړی چې پاتې ۷ زره بندیان یې ازاد او له تور لیست څخه یې د مشرانو نومونه لیرې شي.
- Title
- روغتیا نړېوال سازمان: که نور هېوادونه هم له کرونا سره سطحي چلند وکړي، د هند په برخلیک به اخته شي.
- Runtime
- 2:39
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی، که نور هېوادونه هم له کرونا سره د هند په څېر سطحي چلند وکړي، د دې هېواد په برخلیک به اخته شي.
روغتیا نړیوال سازمان وروسته له هغې هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې د افغانستان په ګډون سیمه کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې او د مړینې کچه یې لوړه شوه.
- Title
- 7 P.M. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:56
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- امریکا ورته د ازمایښت نوم ورکړی
د طالبانو ګډون د ترکیې ناسته کې لا هم نه دی تایید شوی
///
د فاریاب لاریون و الو ته د نوي والي خبرداری
د مدني فعالیتونو په نوم د هیچا ناقانونه کړنې د منلو نه دي
////
د اختر ورځو ګڼه ګوڼه په زیان تمامه شوه
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا مثبتې پېښې له پنځه سوو پورته شوې
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 52:22
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- خلیلزاد طالبانو لپاره د ترکیې ناسته یو ازمایښت بللی دی.
- Runtime
- 2:24
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- خلیلزاد طالبانو لپاره د ترکیې ناسته یو ازمایښت بللی دی.
خلیلزاد ویلي، طالبان د جګړې د پای اراده لري او اوس باید د خبرو اترو بهیر چټک او جګړه ختمه کړي.
د مالوماتو پراساس ښایي د ترکیې ناسته درې اونیو لپاره نوره هم وځنډیږي.
- Title
- ارګ له پنجشیر څخه ګواښل کیږي، خو مجرمین په دې ولایت کې خوندي دي.
- Runtime
- 3:18
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- ارګ له پنجشیر څخه ګواښل کیږي او مجرمین په دې ولایت کې خوندي دي.
د حمید خراساني خپل سرې کړنې چې پر یوه بحث بدلې شوې دي، تازه یې د ولسمشر لومړي مرستیال ورستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
- Title
- دفاع وزارت وايي، له دولت شاه ولسوالۍ افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.
- Runtime
- 2:50
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- دفاع وزارت وايي، له دولت شاه ولسوالۍ افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی او طالبانو لاسته لوېدلو سیمو بېرته نیولو ته چمتووالی نیسي.
د لغمان دولت شاه ولسوالۍ ته د پنجشنبې په سهار له جګړې پرته طالبان ننوتل.
- Title
- له اختر وروسته د کرونا پېښو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
- Runtime
- 1:44
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- له اختر وروسته د کرونا پېښو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
روغتیا وزارت وايي، د دوی د سپارښتنو برعکس خلکو په اختر کې روغتیايي لارښوونې نه دي عملي کړي چې له امله یې د کرونا مثبتې پېښې زیاتي شوې دي.
- Title
- افغانستان کې هر کال په سرطان ناروغۍ اخته ۷۵ سلنه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
- Runtime
- 2:07
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- افغانستان کې هر کال په سرطان ناروغۍ اخته پنځه اویا سلنه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نړیوال روغتیایي سازمان مالومات ښيي، هر کال شل زره افغانان په سرطان اخته کیږی چې پنځلس زره پکې مري.
- Title
- فاریاب والي: هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي چې د مدني اعتراض په نوم یې په ميمنې ښار کې وسلې ګرځولې.
- Runtime
- 3:05
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د فاریاب والي وايي، هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وکړي چې د مدني اعتراض په نوم یې په ميمنې ښار کې وسلې ګرځولي او خلکو ته يې اندېښنې ايجاد کړي.
نوموړی وايي چې له لاريون کوونکو سره خبرو کولو ته تيار دی، خو ټينګار کوي چې د هیچا ناقانونه خبرې او کړنې به ونه مني.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:36
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- طالبانو او اسلام اباد ته د واشنګټن خبرداری!
که د سولې برخه کې ښه رول ونه لوبوي د راتلونکي وضعیت مسوول به وي
///
واکونه به یې تر سلا مشورو محدود نه وي
د دولت دننه د جوړېدونکې شورا د تشکیل پر سر اختلافات شته
////
ولسي جرګه به یې په تړاو پرېکړه وکړي
مالیې وزارت راتلونکې دوشنبه د مفسدینو او د دوی د ملاتړو لیست خپروي
////
او په فاریاب کې د نوي والي پرضد د نامسووله والو بغاوت له سختو غبرګونونو سره مخ دی
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 54:13
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 52:18
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- د امتیازاتو او مارشالۍ رتبې سره سره چې حکومت ورکړي، بیا هم دوستم فاریاب کې د حکومت والي نه پرېږدي.
- Runtime
- 4:03
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د امتیازاتو او مارشالۍ رتبې سره سره چې حکومت ورکړي، خو بیا هم مارشال دوستم په فاریاب کې د حکومت والي نه پرېږدي.
- Title
- خلیلزاد د سولې بهیر چټکتیا لپاره پخوانی امریکايي ډیپلوماټ د خپل ټیم لپاره د سلاکار په توګه ټاکلی دی.
- Runtime
- 2:01
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- زلمي خلیلزاد د سولې بهیر چټکتیا لپاره تازه پخوانی امریکايي ډیپلوماټ د خپل ټیم لپاره د سلاکار په توګه ټاکلی دی.
پونیت کمار له سپینې ماڼۍ نیولې بیا تر کانګرس او بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پالیسو برخو کې د سلاکار په توګه پاتې شوی او له دې وروسته به خلیلزاد ته د افغان سولې په تړاو سلا مشورې ورکوي.
زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې پر سیاسي حل لارې ټینګار کړی او سوله کې یې د امریکا متحده ایالتونو ګټې هم خوندي بللې دي.
- Title
- ShamshadNews| وروستیو دوه اوونیو کې کابل کې د جنایي پېښو کچه لوړه شوې ده.
- Runtime
- 2:17
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- وروستیو دوه اوونیو کې کابل کې د جنایي پېښو کچه لوړه شوې ده.
کورنیو چارو وزارت منی، چې په وروستیو کې بیا د جنایي جرمونو ګراف لوړ شوی خو د تیر کال په پرتله یې ټیټ بولي.
کورنیو چارو وزارت وایي د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره یې سیارې ګزمې او چیک پیانټونه زیاد کړي.
- Title
- ShamshadNews| خلیلزاد: که پاکستان د سولې برخه کې ښه رول ونه لوبوي، د راتلونکي وضعیت مسوول به وي.
- Runtime
- 3:13
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- خلیلزاد: طالبان د داسې سیاسي توافق په لټه کې دي چې په نړیواله کچه ورته مشروعیت ورکړل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هېڅ دلیل نه لري خو دا یې غوښتنه ده چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لیري شي.
خلیلزاد خبرداری ورکړی که پاکستان افغانستان کې ښه رول ونه لوبوي د راتلونکي مسولیت به یې په غاړه وي.
- Title
- ملي دفاع وزارت: طالبانو له اختر وروسته جګړې ته شدت ورکړی او اوس په دولس ولایتونو کې جګړې روانې دي.
- Runtime
- 2:09
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو له اختر وروسته جګړې ته شدت ورکړی او دا مهال په دولس ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.
دفاع وزارت وايي، وسله والو پر ځینو سیمو ډله ییز بریدونه کړي خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او درانه تلفات ور اوښتي دي.
- Title
- د ولسي جرګې غړي د هغو مجرمینو پر محاکمې ټینګار کوي چې د بې ګناه ملکي وګړو په وژلو تورن دي.
- Runtime
- 3:11
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- حکومت دې د جنګي مجرمینو له محاکمې وړاندې ولس ته جنګي مجرمین تعریف کړي.
د ولسي جرګې غړي د هغو بهرنیو او کورنیو مجرمینو پر محاکمې ټینګار کوي چې د بې ګناه ملکي وګړو په وژلو تورن دي.
په همدې حال کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویلي افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د ملکي کسانو پر وړاندې پکې تر ټولو زیات جنایتونه ترسره شوي دي.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد د اوه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:49
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 7 PM News Live| د شمشاد د اوه بجو خبري ټولګه
د امریکايي سرتیرو وتل ستراتیژیکه پریکړه وه
ولسمشر په تازه مرکه کې طالبانو ته د ویجاړونکي ځواک نوم ورکړی
///
راتلونکې ملاتړ نه دی واضیح شوی
افغان پوځ سره د نړیوالو مرستو درول به سیمه کې د امریکا ګټې وننګوي
///
سر له اوسه نېمګړې او بې ګټې بلل کېږي
د دولت دننه د دوه شورا ګانو د جوړښت لپاره هڅې پيل شوي دي
///
او امنیتي مسوولینو ویلي، طالبانو شاولیکوټ ولسوالۍ کې د اکمالاتي تړل شویو لاریو د پرانیستو لپاره تازه جګړه پیل کړې
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 53:38
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 48:25
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- پوځي چارواکي وایي، وسله والو د کندهار په شمال کې د خپلو لارو د خلاصولو لپاره تازه جګړه پیل کړې.
- Runtime
- 2:48
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- پوځي چارواکي وایي، وسله والو د کندهار په شمال کې د خپلو لارو د خلاصولو لپاره تازه جګړه پیل کړې.
- Title
- ShamshadNews| په ننګرهار کې د پښتون قام د مخکښې مبارزې بیګم نیسم ولي خان د فاتحې مراسم ترسره شول.
- Runtime
- 2:40
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- په ننګرهار کې د پښتون قام د مخکښې مبارزې بیګم نیسم ولي خان د فاتحې مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د ځایي مسوولینو سربېره لسګونه ځایي اوسېدونکو هم برخه اخیستې وه.
- Title
- ShamshadNews| سرچینې: د دولت دننه د دوه شورا ګانو د جوړښت لپاره هڅې روانې دي.
- Runtime
- 2:22
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د دولت دننه د دوه شورا ګانو د جوړښت لپاره هڅې روانې دي.
موثقه سرچینه وايي، یو شورا به تر څو کسانو محدوده وي چې پوره صلاحت لرونکې وي او بله هغه به هم د مطرح او تاثیر لرونکو کسانو څخه تشیکل شي چې مسوولیت به یې یوازې مشوره وي.
- Title
- ShamshadNews| د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان پوځ سره د نړیوالو ملاتړ او مرستې موضوع مبهمه ده.
- Runtime
- 3:37
- Date posted
- 6 years ago
- Description
- د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان پوځ سره د نړیوالو ملاتړ او مرستې موضوع مبهمه ده.
دا د یوې پوښتنې په توګه پاتې چې امریکا او ناټو له امنیتي ځواکونو سره راتلونکي کې څه ډول مرسته کوي.
امریکایي رسنیو د ولسمشرجوبایډن او پنتاګون له قوله ویلي، چې له لرې واټن څخه به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او افغانستان به دسیمې له یو بل ځایه وڅاري.

