ShamshadNews
2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 37:42
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 49:22
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- خلک: امنیتي منسوبینو د شخصي آکسیجن فابریکو مخې ته پاټکونه اچولي
- Runtime
- 2:39
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- امنیتي منسوبینو د شخصي آکسیجن فابریکو مخې ته پاټکونه اچولي او عام خلک د آکسیجن بالون اخیستو ته نه پرېږدي.
د کرونا وبا ناروغانو پایوازان وايي، له شخصي فابریکو قراردادیان د آکسیجن بالونونه په ارزانه بیه ډکوي او په تور بازار کې یې څو چنده په لوړه بیه خرڅوي.
د اکسیجن کمښت د کرونا ناروغانو د مړینې شمېر لوړ کړی او خلک د اکسیجن ډبو پسې سرګردانه ګرځي.
- Title
- افغان حکومت د ډیورنډ کرښې په تړاو د اسلاماباد وروستۍ څرګندونې وغندلې.
- Runtime
- 1:54
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- افغان حکومت د ډیورنډ کرښې په تړاو د اسلاماباد وروستۍ څرګندونې وغندلې.
د سرحدونو او قبایلو وزیر د ډیورنډ کرښې په اړه د شاه محمود قریشي څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله یاده کړه.
محب الله صمیم وایي، پاکستان اوس هم خپلې ستراتیژیکې اړیکې په افغانستان کې تعقیبوي او د یو ښه ګاونډي په توګه یې افغانستان ته درناوی نه دی کړی.
- Title
- وتلی افغان سیاستوال او په کویټه کې د عوامي نشنل ګوند مشر عثمان کاکړ ومړ.
- Runtime
- 2:28
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- وتلی افغان سیاستوال او په کویټه کې د عوامي نشنل ګوند مشر عثمان کاکړ ومړ.
کاکړ تېره اونۍ په خپل کور کې تر برید لاندې راغی او نن یې د کراچۍ ښار په یو روغتون کې ساه ورکړه.
عثمان کاکړ، چې پښتنو له مینې لالا باله، د لر او بر یو افغان او په افغانستان کې د سولې او امن غوښتونکی و.
- Title
- پاکستان: تر راتلونکو نهو ورځو به پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځول بشپړ شي
- Runtime
- 2:24
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- افغان حکومت تر ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا د پراخې جغرافيې دعوه کوي؛ خو پر ډيورنډ کرښه يې د اغزن سیم لګولو مخنیوی ونکړ.
د پاکستان حکومت ويلي، تر راتلونکو نهو ورځو به پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځول بشپړ کړي، خو د افغانستان د سرحدونو وزير وايي، د دوی داعيه تر ډيورنډ محدوده نه ده.
د ولسونو لخوا د اغزن تار غځولو مخنیوی شوی، خو په غبرګون کې یې یاد هېواد د افغانانو کورونه په توغندیو ویشتلي دي.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 31:29
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- انتالیا ناسته کې پر افغان سوله بحثونه شوي/
افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو لپاره سوله او خوندي ځای نهشته
///
ښايي په ځینو مسایلو توافق ته هم ورسېږي/
د حامدکرزي په مشرۍ یو پلاوی، طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې تهځي
////
د خلکو بې غوري به ناورین رامنځته کړي/
روغتیا وزارت د کرونا ناروغانو ته د اړتیا وړ اکسېجن نهشي رسولی
- Title
- د حامد کرزي په مشرۍ د جمهوریت په چوکاټ کې یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي.
- Runtime
- 3:01
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د حامد کرزي په مشرۍ د جمهوریت په چوکاټ کې یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي.
ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی تېره ورځ قطر ته تللی وای، خو د مشورو او ځینو نورو ملاحظاتو له مله لاهم کابل کې دی.
مالومات دا دي چې دغه پلاوی د نړیوالو او ارګ په همغږۍ او د طالبانو په با خبرۍ کې تشکیل شوی دی.
- Title
- د افغانستان نوموتی هنرمند عبدالله مقری د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.
- Runtime
- 2:42
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د افغانستان نوموتی هنرمند عبدالله مقری د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.
مقری یو له هغو هنرمندانو څخه و چې تر ډېره یې حماسي شعرونه زمزمه کړي او د هېوادوالو له کړاو ډک ژوند یې سندریز کړی دی.
ولسمشر غني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو د مقري مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره ضایع بللې ده.
- Title
- د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې خلکو پاڅون کړی او د طالبانو پر وړاندې يې وسله راخیستې.
- Runtime
- 2:37
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې خلکو پاڅون کړی او د طالبانو پر وړاندې يې وسله راخیستې.
پاڅون کوونکو ته د کندهار د ملي امنيت له لوري وسلې ورکړل شوي، چې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ به د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه واخلي.
امنيتي مسؤلين دا ولسي پاڅونونه ګټور بولي او وايي، د امنيتي ځواکونو په شان به منظم امکانات او معاشونه ورکړي.
- Title
- هرات کې له کونځلو د غوړیو ایستلو دود په ورکېدو دی.
- Runtime
- 2:07
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- هرات کې له کونځلو د غوړیو ایستلو دود په ورکېدو دی.
هلته نږدې سل لویې او وړې دودیزې فابریکې وې، چې له کونځلو به یې غوړي جوړول، خو اوس یوازې د ګوتو په شمار کارځایونه پاتې دي.
په دغو کارځایونو کې د اوښ په مرسته په یوې کوچنۍ خونه کې په دودیز ډول غوړي تولیدېږي.
- Title
- افغانستان کې هره ورځ له ۹ تنو زیاتو ماشومانو ته د جګړې له امله مرګژوبله اوړي.
- Runtime
- 1:58
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- افغانستان کې هره ورځ له ۹ تنو زیاتو ماشومانو ته د جګړې له امله مرګژوبله اوړي.
د بشري حقونو کمېسیون د مالوماتو له مخې، دغه مرګ ژوبله په ماین چاودنو، وسله والو نښتو او آن په مخامخ بریدونو کې ماشومانو ته اوړي.
په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د بشر حقونو کمېسیون او حج او اوقافو وزارت د افغان ماشومانو په وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 24:18
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- دفاعي سکتور کې نوي بدلونونه له تمو او نیوکو سره مل دي/
ولسمشر، مسوولینو ته سپارښتنې وکړې او طالبان یې وننګول
////
افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه درېږي/
بادغیس کې سلګونه خلکو د وسله والو طالبانو پرضد وسله پورته کړه
////
ترکیه کې د انټالیا ناستې ته تمې/
ترکیه او غړي هیوادونه دې پر پاکستان فشار راولي
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 51:51
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:05:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- کابل ښار کې د امنيتي ستونزو له کبله خلکو عمومي سرکونو ته دروازې لګولي.
- Runtime
- 2:27
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کابل ښار کې د امنيتي ستونزو له کبله خلکو عمومي سرکونو ته دروازې لګولي.
په يو شمېر سيمو کې خلک بيا دا کار لويه ستونزه یادوي او وايي عمومي سرکونو قلفولو سره يې تګ راتګ ستونزمن شوی دی.
اړونده ښاروالۍ بيا د سرکونو د خلاصولو ژمنه کوي.
- Title
- ولسمشر غني د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سپرستان او د پوځ لپاره لوی درستیز وټاکه.
- Runtime
- 3:13
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- ولسمشر غني د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سپرستان او د پوځ لپاره لوی درستیز وټاکه.
د تازه ګمارنو په تړاو تحلیلونه مختلف دي، ځینې ترې د وضعیت د بدلون تمه لري، خو ځینې یې ازمایل شوي بولي، چې جګړه به کابو نه شي کړای.
- Title
- د بادغیس ولایت سلګونه اوسېدونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې.
- Runtime
- 1:29
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د بادغیس ولایت سلګونه اوسېدونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې.
دوی چې د مرکز قلعه نو ښار لارو او کوڅو ته راوتلي وو، ټینګار يې درلود چې د اړتیا په صورت کې به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.
- Title
- د زابل اوسېدونکي طالبانو ته د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د تسلیمېدو د وضاحت او پلټنو غوښتنه کوي.
- Runtime
- 2:27
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- دوی اندېښنه ښيي، چې حکومت زرګونه ميله وسلې، زغره وال ټانکونه، رینجر موټرونه او زیاته اندازه مهمات طالبانو ته پرېښي.
خو په شینکۍ ولسوالي کې د محاصره کمپ قوماندان او سرتېري وايي، چې په ۱۲ورځنۍ محاصره کې یې څو ځله د مرستې غوښتنه کړې، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 28:22
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- جګړې تر بل هر وخت ولې زور اخیستی؟
حکومت ځينې سیمې بېرته نیسي او طالبان د نورو سیمو د نیولو ادعا لري/
////
د افغانستان حل سیمې ته پرېږدي/
روسي او امریکايي ولسمشرانو د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي
////
په هر یو ساعت کې يې پنځه کسان مړه کړي/
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو تر ټولو لوړ ارقام خپاره شول
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 50:47
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 56:09
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- روغتیا وزارت هڅې پيل کړي چې د واکسین له نړیوال سازمان څخه د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
- Runtime
- 2:31
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- روغتیا وزارت هڅې پيل کړي چې د واکسین له نړیوال سازمان څخه د کرونا سلګونه زره ډوزه واکسین ترلاسه کړي.
روغتیا وزارت وايي، له ۴۴ میلیونه ډوزه زیات واکسین ته اړتیا ده او هره ورځ تر لس زره کسانو ته واکسین ویشل کېږي.
دغه وزارت وايي، یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو د کرونا له امله له سلو زیات کسان مړه شوي او له دوه زره او درې سوو زیات پرې اخته شوي هم دي.
- Title
- کرونا په تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه، خو یوازې یو سلنه افغانان پر روغتیایي سپارښتنو عمل کوي.
- Runtime
- 2:39
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کرونا په تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه، خو یوازې یو سلنه افغانان پر روغتیایي سپارښتنو عمل کوي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د یوې څېړنې پایلې ښيي چې درې زره کسانو کې ټول د کرونا په تړاو عامه پوهاوی لري، خو له دې ډلې یوازې پنځه دېرش سلنه کسان روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیسي، چې د ټول نفوس یو فیصد تشکیلوي.
- Title
- نن هم په لسګونه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
- Runtime
- 2:48
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- نن د پنجشنبې په ورځ هم په لسګونه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
په دغو نښتو او عملیاتو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ددې سربیره ګڼې کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.
- Title
- وروستیو جګړو کې دواړه خواوې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي، خو روان جنګ د خلکو غبرګونونه هم راپارولي.
- Runtime
- 3:14
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- وروستیو جګړو کې دواړه خواوې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي، خو روان جنګ د خلکو اندېښنې او غبرګونونه هم راپارولي.
یو شمېر سیمو کې د جګړو له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کلابندو سرتېرو د ژغورلو په موخه خلکو اعتراضونه هم کړي دي.
طالبانو ادعا کړې چې لسګونه میله وسلې، وسایط او ځینې سیمې یې نیولي، خو دفاع وزارت وايي، دلاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 28:54
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- /کله چې ساه ویستل په پيسو شي
کابل کې خصوصي کمپنۍ بې وزلو ناروغانو ته اکسیجن نه و رکوي
///
تاوتریخوالی د سولې لپاره راغلی فرصت ضایع کوي
د مصالحې عالي شورا وايي، طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسیدو خوبونه نه ویني
///
/د سوله ییز افغانستان نه ویره په څه؟
تحلیل دادی چې پاکستان خپل ستراتیژیک اهداف د افغانستان په جګړه کې ویني.
////
او د نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ نن د افغانستان په ګډون په نړیوالو مسایلو خبرې کیږي
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:02:56
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Title
- پاکستان افغانستان کې له دایمي ثبات په ویره کې ده.
- Runtime
- 2:57
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- پاکستان افغانستان کې له دایمي ثبات په ویره کې ده
تحلیل کوونکي وایي، اسلام اباد افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د افغان ټیکاو تخریب لپاره هڅې پیل کړي دي.
وروسته له هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې ترینګلې شوې، د پاکستان په اړه باور داده چې اوس هم افغانستان کې له ویجاړونکې تګلارې کار اخلي.
- Title
- کابل کې د اکسیجن یو شمېر خصوصي کارخانې بې وزله ناروغانو ته اکسیجن نه ورکوي.
- Runtime
- 3:14
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کابل کې د اکسیجن یو شمېر خصوصي کارخانې بې وزله ناروغانو ته اکسیجن نه ورکوي.
ویل کیږې چې کارخانو کې اکسیجن د لوړې بیه په موخه ساتل کیږي او مسولین یې په نامعلومو کسانو پټ پلوري.
عامې روغتیا وزارت د اکسیجن کمښت ستونزه مني خو پر وړاندې د عملي کار خبر ورکوي.
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۹۴ تنه مړه شوي دي.
- Title
- عبدالله: د طالبانو دا باور چې د جګړې له لارې به واک ته ورسیږي، له حقیقت لری دی.
- Runtime
- 2:30
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- عبدالله: د طالبانو دا باور چې د جګړې له لارې به واک ته ورسیږي، له حقیقت لری دی.
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله روان تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، دا و ضعیت به د سولې لپاره راغلی فرصت ضایع کړي.
اخوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مسولین د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او هدفي وژنې د اندېښنې وړ یاد وي چې نړیوالو ته د منلو نه دي.
دوی وايي، روان کال د ښځو لپاره خونړی و، اړتیا ده چې پر اوربند پرېکړه وشي.
- Title
- زرګونه سوداګریز مرکزونه او د تېلو پمپ سټیشنونه د احتمالي اورلګېدنې کنترول تدابیر نه لري.
- Runtime
- 2:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- زرګونه سوداګریز مرکزونه او د تېلو پمپ سټیشنونه د احتمالي اورلګېدنې کنترول تدابیر نه لري.
پېښو ته د رسیدنې وزارت وایي، څلور نیم زره سوداګریز مرکزونه او پمپ سټیشنونه یې پېژندلي، چې د اور وژنې لومړني توکي نه لری.
یاد وزارت خبرداری ورکړی، هر هغه ځای کې چې د اورلګیدنې او زیان امکان شته، باید تدابیر هم ولري، که نه جریمه به شي.
- Title
- شنونکي د دوحې خبرې د وخت ضایع بولي.
- Runtime
- 2:03
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د دوحې خبرې د وخت ضایع بلل کیږي.
تحلیل دا دی چې دوی یوازې د خبرو سلسله جاري ساتلې او هغه څه چې د خبرو په نتیجه کې باید رامنځته شي تر اوسه دواړو لورو له پامه غورځولي دي.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:56
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- /درې سوه زره ماشومان به له واکسین بې برخې شي
ننګرهار کې پر واکسیناتورانو د برید غبرګون کې د واکسینو کمپاین درول شوی
////
/ځواکونه وباسي خو افغانستان نه پرېږدي
واشنګټن له کابل سره د یپلوماتیکې اړیکې او بشري مرستې دوامداره ساتي
////
/د کورونا ګواښ وروستي اوج ته نږدې شوی
هره ورځ لسګونه کسان مړه کوي خو دخلکو چلند ورسره عادي دی
////
او د حکومت له اډانې وتلي ایتلافونه به افغانستان کورنۍ جګړې ته بوځي.
- Title
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 53:37
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو خبري ټولګه
#ShamshadNews #Afghanistan
- Title
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 57:29
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو خبري ټولګه
- Title
- د متحده عرب امارتو په ابوظبۍ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکز پرانیستل شو.
- Runtime
- 1:57
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د متحده عرب امارتو په ابوظبۍ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکز پرانیستل شو.
افغان چارواکي وايي، یاد مرکز سره به په دوبۍ کې مېشتو افغانانو ته د الکترونکي تذکرو ویش بهیر پيل شي.
ابوظبۍ کې دافغانستان سفیر وايي، ددې مرکز سربیره یې هڅې پيل کړي چې یو شمېر نړیوالې شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
- Title
- روغتیا وزارت وايي، کرونا ګواښ اوج ته رسېدلی، خو ښاریان لاهم بې غوري کوي.
- Runtime
- 2:32
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د ښار ډېری واټونه له ګڼې ګوڼې ډک دي او ډيری ښاریان ان ماسک هم نه کاروي.
پر روغتیا وزارت نیوکه ده، چې خلکو ته یې عامه پوهای نه دی ورکړی خو دغه وزارت وايي له نوي سلنه زیاتو خلکو ته یې پاوی ورکړی دی.
روغتیا وزارت وايي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتوونو کې له یونیم زر زیات کسان په کورونا اخته شوي او اته اویا تنه نور مړه شوي دي.
- Title
- کندز کې د جګړو له کبله په تېرو درې ورځو کې یوې ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط کړی.
- Runtime
- 3:10
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کندز کې د جګړو له کبله په تېرو درې ورځو کې یوې ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط کړی.
هلته د یوې بلې ولسوالۍ بازار وسله والو نیولی او یوازې امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ د افغان ځواکونو په واک کې دي.
دغې جګړه کې له سلو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.
- Title
- ننګرهار کې پر واکسیناتورانو له برید وروسته، په دې ولایت کې د واکسین کمپاین ودرول شو
- Runtime
- 2:17
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- ننګرهار کې پر واکسیناتورانو له وسله والو بریدونو وروسته هلته د پولیو واکسینو کمپاین درول شوی دی.
چارواکي وایي، د وسله والو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
تر دغه بریدونو وروسته په ننګرهار کې د واکسینو کمپاین درول شوی او چارواکي وایي، له دې امله به تر درې سوه زره ډېر کوچنیان له واکسین پاتې شي.
- Title
- 7 PM News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:51
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- /یو بحث یې د کابل هوايي ډګر امنیت ساتنه ده
د ناټو دېرش غړي هېوادونه د افغانستان په اوسني او راتلونکي وضعیت بحثونه کوي
///
/واشنګټن او مسکو د سولې لپاره ګډ کار پیل کړی
امریکايي ځواکونه وځي خو امریکا افغانستان یوازې نه پرېږدي
///
/له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسي
دفاع وزارت طالبانو ته درنو تلفاتو او طالبان د ولسوالیو نیولو ادعا کوي
///
- Title
- بلخ کې د کرونا وبا او د جګړو شدت د رواني ناروغانو شمېر زیات کړی دی.
- Runtime
- 2:23
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- بلخ کې د کرونا وبا او د جګړو شدت د رواني ناروغانو شمېر زیات کړی دی.
مزارشريف کې ډاکټران وايي چې د کرونا ويروس او د جګړې له وېرې د خلکو روان ځپل شوی، چې له همدې اړخه د زيانمنو کورنيو غړي په رواني ناروغيو هم اخته شوي دي.
- Title
- کابل ښار کې هټۍوال د ښارواليو د جريمو په اړه اندېښنې او شکونه لري
- Runtime
- 1:37
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- هټيوال د دې پرځای چې جريمې په يو دولتي بانک کې تحویل کړي، د ښاروالۍ کارکونکي يې ترې نغدې اخلي.
بلخوا د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند سيمه کې له يو شمېر دوکاندارانو دوو ناحيو د جريمې پېسې اخېستي.
- Title
- په کندهار کې د کرونا وېروس د خپرېدو کچه ورځ تر بلې لوړېږي
- Runtime
- 2:00
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- روغتیایي مسوولین وایي، که د کرونا له امله وضعیت بحراني شي، اوسني امکانات ورته بسنه ونه کړي.
مسوولینو له خلکو غوښتي چې روغتيايي سپارښتنې دې پام کې ونیسي، څو د ناورین مخنیوی وشي.
- Title
- ملي دفاع وزارت وايي ژر به هغه سیمې او ولسوالۍ بېرته ونیسي چې په څو ورځو کې د طالبانو لاسته لوېدلې دي
- Runtime
- 3:39
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- ملي دفاع وزارت وايي چې ژر به هغه سیمې او ولسوالۍ بېرته ونیسي چې په څو ورځو کې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، په همدې موخه د ځانګړو عملیاتونو ځواکونه یو شمېر سیمو ته رسېدلي او ژر به عملیات پیل کړي.
دغه وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا هم کوي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 24:18
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- /د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنه به دوام ولري
د ناټو غړي راتلونکې دوشنبه د افغانستان په تړاو بحثونه او پرېکړه کوي
///
/هېواد کې د جګړې وروستی حال
پوځ د لسګونه طالبانو د وژلو او طالبان د ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده
///
/د خلکو بېغوري نوره د زغم نه ده
روغتیا وزارت د روغتیايي سپارښتنو د جبري عملي کولو لپاره له پولیسو همکاري غوښتې
#ShamshadNews #Shamshad #TV
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:36:16
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 59:21
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- د خلکو ګڼې ګوڼې او د کرونا وبا پر وړاندې د خلکو بې غورۍ روغتیا وزارت اړ کړی چې له جدیت کار واخلي.
- Runtime
- 1:48
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- ښار کې د خلکو ګڼې ګوڼې او د کرونا وبا پر وړاندې د خلکو بې غورۍ روغتیا وزارت اړ کړی چې له جدیت کار واخلي.
روغتیا وزارت له امنیتي سکتور غوښتي چې پر خلکو د روغتیايي سپارښتنو د جبري عملي کولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.
دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې اووه شپېته کسان د کرونا له امله مړه شوي او نږدې زر تنه پرې اخته شوي دي.
- Title
- ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې نږدې ۲۰۰ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اړولې.
- Runtime
- 1:56
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د ملي دفاع وزارت څخه په خپرو شویو خبرپاڼو کې د ۱۳۵ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او د ۶۰ تنه نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.
خو طالبان بیا یوازې د خپل یو جنګیالي وژل کېدل تاییدوي او ادعا کوي چې بادغیس او بلخ کې یې دوه ولسوالۍ نیولې دي.

