ShamshadNews
کابل کې د وژل شوې خبریالې مینا خیري جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه.
- Title
- کابل کې د وژل شوې خبریالې مینا خیري جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه.
- Runtime
- 2:23
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کابل کې د وژل شوې خبریالې مینا خیري جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه.
د مینا خیري کورنۍ په وسله والو د ترحم غږ کوي او په حکومت یې د نا غیړۍ نیوکې دي.
مینا له اریانا تلیویزون سره دنده درلوده او دوه ورځې وړاندې هغه مهال په نخښه شوه چې د کورنۍ له نورو غړو سره د کور په لور روانه وه.
- Title
- په تیره یوه شپه او ورځ کې لسګونو کسانو د جګړو له امله خپل ژوند بایللی.
- Runtime
- 2:03
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- په تیره یوه شپه او ورځ کې لسګونو کسانو د جګړو له امله خپل ژوند بایللی.
د بهرنيو سرتېرو د وتو سره سم، د سولې خبرې پرځای پاتې دي او جګړې دومره زور اخېستی چې د دواړو اړخونو سربېره عام خلک درانه تلفات ورکوي.
په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو لخوا د ولسواليو او پوستو د سقوط خبرونه ورکړل شوي او حکومت بيا په هوايي او ځمکنیو عملياتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 26:47
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- بېجنګ، دکابل او اسلاماباد کوربه و
سوله، سیمهییز اتصال او ترهګرۍ ضد مبارزه د ناستې مهم موضوعات و
///
باګرام هوايي ډګر د تخیلې په درشل کې دی
افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو ترټولو ستر مرکز افغانپوځ ته سپارل کېږي
///
دملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور
طالبان لاهم له القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:43:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:01:54
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- نورستان کې د کرونا د لومړۍ څپې پرمهال فساد شوی او توکي د بازار له نرخه په څو چنده لوړه بیه اخستل شوي
- Runtime
- 4:41
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- په نورستان ولایت کې د کرونا په لومړۍ څپه کې فساد شوی او توکي د بازار له نرخه په څو چنده لوړه بیه اخستل شوي دي.
- Title
- له بغلان او لغمان وروسته، طالبانو دا ځل د ننګرهار په څو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
- Runtime
- 2:43
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- له بغلان او لغمان وروسته طالبانو دا ځل د ننګرهار په څو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو هلته له لسو زیاتې پوستې نیولي او حکومت پلوه پاڅونوالو او حکومتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعا کېږي.
د یاد ولایت خلک او ولسي استازي وروستیو جګړو اندېښمن کړي او له امله یې ګڼې ګورنۍ بېځایه شوي هم دي.
خو ملي دفاع وزارت وايي، دوی په تېرو څو ورځو کې په بیلابیلو ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.
- Title
- بېجنګ د افغان سولې او سيمه ييز اتصال برخه کې د يوې درې اړخيزې ناستې کوربه و.
- Runtime
- 1:48
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- بېجنګ د افغان سولې او سيمه ييز اتصال برخه کې د يوې درې اړخيزې ناستې کوربه و.
دغه څلورمه درې اړخيزه ناسته د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ وه چې پکې ترهګرۍ سره پر مبارزې، امنيتي همکاريو پراختيا، اقتصادي او همدا راز د سياسي اړيکو په پياوړتيا په کې ټینګار وشو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو اندېښنه وښوده چې د افغانستان کورنی او سیمه ییز امنیت یې له بې باورۍ سره مخ کړی دی
- Title
- د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز افغان امنیتي ځواکونو ته د تخلیې په درشل کې دی.
- Runtime
- 3:29
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز باګرام هوایي ډګر افغان امنیتي ځواکونو ته د تخلیې په درشل کې دی.
د مالوماتو پراساس نږدې لس ولایتونو کې امریکا او ناټو خپل پوځي بیسونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.
ملي دفاع وزارت او کابل کې د ناټو دفتر په دې تړاو موږ سره مالومات شریک نه کړل چې امنیتي ځواکونو ته په څومره شمېر اډې او بیسونه په واک کې ورکړل شوي دي.
خو افغان حکومت وايي، امریکا او ناټو افغان امنیتي ځواکونو ته د شاوخوا یو ملیارډ ډارو په ارزښت پوځي تجهیزات او توکي پرېږدي.
- Title
- د ملي پخلاینې عالي شورا افغانستان د پخوا په څېر له سولې لیرې بللی دی.
- Runtime
- 1:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د ملي پخلاینې عالي شورا افغانستان د پخوا په څېر له سولې لیرې بللی دی.
ددې شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې پر روان وضعیت به خپلې اغیزې ولري.
په ورته مهال جمیعت اسلامي ګوند خبرداری ورکړی، چې هیچاته به د نظام د پاشلو او ړنګولو اجازه ورنه کړي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 27:49
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د کرونا دریمه خطرناکه څپه او د خلکو بې غوري
دولتي روغتونونو کې د اکسیجن کمښت خو شخصي کې بیا ساه اخیستل د هرچا د توان خبره نه ده
///
دواړه لوري ورته هیله مندي ښيي
دوحې ته د مرکچي ډلو غړي رسیدلي او د مذاکرات به ژر پیل شي
///
د جنګ سالارانو ساړه نیغري به بیا ګرم شي
شمال کې ناقانونه وسلو ویش سره د پخوانیو جنګي قوماندانانو دربارونه ګرم شوي دي
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 59:13
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 58:53
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- پرلپسې ملکي وګړي په نښه کېدل، چې وروستۍ پیښه یې کابل کې پر ملي بس چاودنې وې، اندېښنې زیاتي کړي دي.
- Runtime
- 1:58
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- پرلپسې ملکي وګړي په نښه کېدل، چې وروستۍ پیښه یې کابل کې پر ملي بس چاودنې وې، اندېښنې زیاتي کړي دي.
ښاریان وایي، له بدې ورځې عامه ټرانسپورت څخه ګټه اخلي، چې دا ډول پیښې یې له ژوند ناهیلي کوي.
د سې شنبې په ماښام اووه نیمې بجې، د کابل درېیمې حوزې اړونده سېمه کې پر دوو ملي بسونو چاودنو لس تنه وژل شوي او له دولسو زیات یې یې ټپیان کړي دي.
- Title
- روغتونونو کې د کرونا وبا ناروغان د آکسیجن له کمښت سره مخ دي او شخصي روغتونونه یې په لوړه بیه خرڅوي.
- Runtime
- 2:21
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- روغتونونو کې د آکیسجن کموالي د خلکو اندېښنې زیاتې کړي او وايي، ناروغان یې روغتونونو کې ساه ورکوي
- Title
- د هدفي وژنو او ترورونو لوړ ګراف یو ځل بیا د خلکو د ژوند کړۍ راتنګه کړې.
- Runtime
- 3:39
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- په دې وروستیو څو ورځو کې د هدفي وژنو، ترورونو او د چاودنو په پایله کې له شلو زیات کسان وژل شوي او دې وضیعت خلک اندېښمن کړي دي.
نظامي کارپوهان باور لري، چې دا ډول بریدونه سیاسي پیغام لري او کله چې مذاکرات پیلېږي وسله و الې ډلې د جګړې تکتیک بدلوي او له دې لارې په حکومت فشار راوړي.
- Title
- د کابل شمالي څنډو کې په منظم او سیستماتیک ډول د برښنا پایو د نړولو لړۍ روانه ده.
- Runtime
- 3:11
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د کابل شمالي څنډو کې په منظم او سیستماتیک ډول د برښنا پایو د نړولو لړۍ روانه ده.
د سې شنبې په ماښام د کابل قرباغ ولسوالۍ کې یو ځل بیا د وارداتي برښنا لویه پایه په بمونو والوځول شوه، هغه ځای چې بشپړه دولتي واکمني په کې ده.
طالبان وايي، د برښنا پایو په نړولو کې دوی لاس نه لري، خو افغان کشفي ارګانونه تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې عاملین یې په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
- Title
- بغلان کې ورستیو جګړو د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو مالي او ځاني زیانونو سره مخ کړي.
- Runtime
- 3:10
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- بغلان کې ورستیو جګړو ددغه ولایت اوسیدونکي له ګڼو مالي او ځاني زیانونو سره مخ کړي دي.
د شاوخوا شل ورځو وروسته دا لومړی ځل دی چې هلته د ګوتو په شمار کسان راوتلي او د خپلو هټیو څخه لیدنه کوي.
د ښار وضعیت عادي حالت ته نه دی راګرځیدلی او هره شېبه د جګړې د بیا پیل احتمال شته.
- Title
- بلخ او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د ناقانونه وسلو د وېش لړۍ پیل شوې.
- Runtime
- 2:23
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- بلخ او یو شمیر نورو شمالي ولایتونو کې د ناقانونه وسلو د وېش لړۍ پیل شوې چې ور سره د پخوانیو قوماندانانو دربارونه هم ګرم شوي دي.
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د بلخ یو شمیر وکیلان دغه حالت اندېښمن دي.
شمال زون کې مدني فعالان روان وضعیت دوام ته په کتو وايي، که د وسلو د وېش مخه ونه نیول شي نو خطرناکې پایلې به ولري.
بلخ والي هم تاييد وي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د وسلو د وېش په اړه دوی ته راپورونه رسېدلي دي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 27:35
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د جمهوریت مرکچي پلاوی دوحې ته روان شو
درېیم پړاو خبرو کې طالبانو سره په مشارکتي نظام خبرې کوي
///
ناټو له وړاندې نه غوښتل افغانستان کې پاتې شي
افغانستان کې یې پاتې کېدل او وتل دواړه خطرونه لري
///
د بغلان د پرونۍ پېښې وروستی تصویر
د تیرې ورځې برید یو شمېر قربانیان لا ندي موندل شوي
///
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 58:51
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 49:05
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د تیرې ورځې برید یو شمېر قربانیان لاهم تر خاور لاندې دي.
- Runtime
- 4:16
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د تیرې ورځې برید یو شمېر قربانیان لاهم تر خاور لاندې دي.
په دغې چاودنه کې د امنیه قومندانۍ یوه برخه بشپړه ویجاړه شوې، عامو خلکو ته هم د سر زیان سربیره درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
ځايي مسوولین وايي، چاودنه کې درې تنه وژل شوي خو وسله وال طالبان بیا لسګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
- Title
- په هرو لسو افغان ماشومانو کې ۷ د تاوتریخوالي سره مخ دي.
- Runtime
- 2:22
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- په هرو لسو افغان ماشومانو کې ۷ د تاوتریخوالي سره مخ دي.
کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي چې له یو میلیون ډیر ماشومان په مخدره توکو روږدي دي، ۹۷ سلنه له وهلو ټکولو او ۶۶ سلنه نور بیا د ځورونې له نورو ډولونو سره مخ دي.
- Title
- د عامې روغتیا وزارت یو وار بیا په عامو خلکو نیوکه کړې چې د کورونا خطر پر وړاندې بې غوري کوي.
- Runtime
- 1:54
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د عامې روغتیا وزارت یو وار بیا په عامو خلکو نیوکه کړې چې د کورونا خطر پر وړاندې بې غوري کوي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی که ښاریان روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي سخت محدودیتونه به پرې وضع کړي.
- Title
- کابل کې دیني عالمانو ویلي، نور د ویرې وخت تېر شوی او په ټولو ملي مسایلو کې به یوه خوله وي.
- Runtime
- 2:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا د سرپرست د پيژند ګلوۍ غونډه کې دیني عالمانو په یوه خوله وویل، نور د ویرې وخت تیر شوی، له ملي ارزښتونو به په کلکه دفاع کوي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 29:55
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- لاهم خلک د کرونا وبا پروړاندې بې پروا دي
افغانستان کې د مثبتو پېښو او مړینې تر ټولو لوړ ارقام ثبت شول
///
د طالبانو له اړخه کوم چمتووالی نهشته
د جمهوریت مرکچي ډلې غړي سبا دوحې ته روانېږي
///
د تېرې اونۍ په پر تله جګړه کنټرول شوې
حکومت د سیمو نیولو ادعا کوي او طالبانو خپلو وسلهوالو ته ددفاعي حالت سپارښتنه کړې
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 54:28
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 50:50
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- په جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
- Runtime
- 5:39
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- Title
- کاریګر اندېښنه لري، که حکومت د کرونا له ویرې قرنطین وضع کړي، د دوی ژوند به سخت شي.
- Runtime
- 2:27
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- روغتیا وزارت تر اوسه بشپړ ګرځبندیز نه دی اعلان کړی، خو کاریګر اندېښنه لري، که حکومت د کرونا له ویرې قرنطین وضع کړي، د دوی ژوند به سخت شي.
- Title
- د ولسي جرګې غړي: د تېلو وارداتو کې هم میلیونونه ډالره فساد کېږي.
- Runtime
- 2:41
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- Title
- ښاعلی خالد وایي، افغان ځواکونه د بشپړ مسوولیت اخیستو په درشل کې دي او د نړیوالو همکاري دوامداره ده.
- Runtime
- 3:23
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- Title
- افغان حکومت او وسله وال طالبان ورستیو جګړو کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
- Runtime
- 2:44
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- Title
- افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا وبا د مثبتو پيښو تر ټولو لوړ ارقام ثبت شول.
- Runtime
- 2:11
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- Title
- ویډیو: جګړه د ښکېلو اړخونو او عامو خلکو تر څنګ له ماشومانو هم قرباني اخلي.
- Runtime
- 5:40
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- ویډیو: جګړه د ښکېلو اړخونو او عامو خلکو تر څنګ له ماشومانو هم قرباني اخلي.
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 52:22
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:07:26
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 54:25
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 56:38
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- کرونا په هیواد کې بحراني حالت ته رسېدلې خو خلک یې پر وړاندې لا هم بې غوره دي.
- Runtime
- 1:30
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- کرونا په هیواد کې بحراني حالت ته رسېدلې خو خلک یې پر وړاندې لا هم بې غوره دي.
روغتیا وزارت په روغتونونو کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ یادوي او پر کلکو وقایوي تدابیرو ټینګار کوي.
د رسمي شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دولس تنه د کرونا له امله مړه شوي خو نا ثبت شوې شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.
- Title
- هرات کې یو شمېر دیني عالمان وايي، نور په هېواد کې د جګړې دوام لپاره هیڅ شرعي دلیل نه شته.
- Runtime
- 1:57
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- هرات کې یو شمېر دیني عالمان وايي، نور په هېواد کې د جګړې دوام لپاره هیڅ شرعي دلیل نه شته.
د هرات دیني عالمانو د سولې او رحمت پیغمبر تر عنوان لاندې یوې ستره غونډه کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې، بهرني ځواکونه په وتلو دي او نور دې جنګ بس کړي.
غونډه کې د هرات ځايي مسوولینو هم ګډون کړی و، طالبان یې خپل ورونه یاد کړل او ټینګار یې وکړ که سوله وکړي غیږ یې ورته خلاصه ده.
- Title
- ملي شورا کې د ختیځ استازو او قومي مخورو په یوه غونډه کې د لغمان جګړه د ټول هېواد لپاره ګواښ وباله.
- Runtime
- 2:53
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- په ملي شورا کې د ختیځ استازو او قومي مخورو په یوه غونډه کې د لغمان جګړه د ټول هېواد لپاره ګواښ وباله.
غونډه کې له روان وضعیت نه د وتلو لپاره پر یووالي، یو بل منلو او د سولې لپاره په دوامداره هڅو ټینګار وشو.
ناسته کې ختیځ د تفکر سرچینه یاده شوه، او غوښتنه دا وه چې د ختیځ او افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې دې ترې ګټه واخیستل شي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 28:05
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د ولسمشر لومړی مرستیال نن خوست ته تللی و او د ولایتي مسوولینو او قومي مخورو ترڅنګ یې هلته ګډو افغان ځواکونو سره ولیدل.
/////
د ترکیې ناسته به نمایشي او سمبولیکه وي.
/////
افغانستان له پراخ نړیوال ملاتړ برخمن دی او بیا به د نوي یمې لسیزې تاریخ تکرار نه شي.
- Title
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:00:07
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 2 PM. News Live| د شمشاد نیوز د دوو پښتو خبري ټولګه
- Title
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 1:01:36
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- 10 AM. News Live| د شمشاد نیوز د لسو بجو پښتو خبري ټولګه
- Title
- پښتون ژغورنې غورځنګ يوځل بيا طالبان تورن کړي چې د پاکستان د ګټو لپاره یې افغان وژنې ته دوام ورکړی.
- Runtime
- 2:35
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- پښتون ژغورنې غورځنګ يوځل بيا طالبان تورن کړي چې د پاکستان د ګټو لپاره یې جګړه کې افغان وژنې ته دوام ورکړی دی.
په شمالي وزيرستان کې زرګونو پښتنو پاکستانی حکومت هم په ترهګرۍ پالنه او پښتون وژنه تورن کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په یوه ستره ولسي غونډه کې د خړ کمر د شهيدانو دويم تلين يادوونه او ددې غورځنګ د مخکښو غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
- Title
- جګړې، فقر او کډوالۍ د میلیونونه افغان ماشومانو راتلونکې ننګولې ده.
- Runtime
- 2:19
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- جګړې، فقر او کډوالۍ د میلیونونه افغان ماشومانو راتلونکې ننګولې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ۴ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخي دي او ۳ میلیونه یې اوس شاقه یا درانه کارونه ترسره کوي.
دغه وزارت وايي، ۶۰ سلنه ماشومان د سړکونو پر سر کار کوي ۲۰ سلنه د مافیایي کړیو له لوري کارول کیږي او پاتې نور د روږتیا له امله درنو کارونو ته اړ شوي دي.
- Title
- د جمهوریت روغتون سرطان واټ کې د ناروغانو نوبتي بسترولو د روغتیاپالانو اندېښنې زیاتې کړي.
- Runtime
- 4:21
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- د جمهوریت روغتون سرطان واټ کې د ناروغانو نوبتي بسترولو د روغتیاپالانو اندېښنې زیاتې کړي.
جمهوریت روغتون د سرطان ناروغانو لپآره شپېته بستره لري چې د ناروغانو د شمېر په پرتله په نشت حساب دي.
روغتیاپالان وايي، د سرطان ناروغانو نوبتي بسترول د درملنې په پرتله تاوان ډېر لري خو د امکاناتو د نشت له امله اړ دي چې دا کار وکړي.
- Title
- 7 PM. News Live| د شمشاد نیوز د اووه بجو پښتو خبري ټولګه
- Runtime
- 22:43
- Date posted
- 5 years ago
- Description
- اسټرالیا دې خپل سفارت نه تړي
افغان حکومت د ټولو بهرنیو ډيپلوماتانو مصونیت خپل مکلفیت بولي
///
افغانان دې په اوازو نه تېروځي
امنیتي مسوولینو سناتورانو ته دجګړې شدت او رواني جنګ په اړه وضاحت ورکړ
///
والي راستون شو خو لاریونونه دوام لري
لاریونوال هغه کس د والي په توګه نه مني چې دوستم نه وي ټاکلی
///

